د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دغه عادتونه مو د وینې فشار له ناروغۍ څخه ژغوري

b_150_100_16777215_00_images_highbloodpressure.jpg

 

 

نن ټکی اسیا (سه شنبه، لیندۍ ۱۰مه ۱۳۹۴ل): د ذهني فشار او د ژوند کولو ځینې نورې طریقې دغه ناروغۍ چې د پټ قاتل په نوم هم یادیږي په یوه عامه ناروغۍ بدله کړې. له حرکت پرته ډیر کار کول، نامناسب خوړو استعمال او ورزش نه کول هغه عوامل دي چې ځوان نسل يي هم په دغې ناغروغۍ اخته کړی.
په دې وروستیو کې څیړونکو له ډیرو څیړنو وروسته د دغې ناروغۍ د مخنیوی او له منځه وړلو لپاره ځینې عادتونه په نښه کړي. دلته مو له هغو عادتونو سره چې له دغې ناروغۍ څخه مو د تل لپاره خلاصولی شي اشنا کوو.
له کیفین (Caffeine) څخه ځان لرې وساتئ: کیفین لروونکي مشروباتو څخه ځان لرې ساتلو سره تر یوې اندازې د وینې د فشار مخه نیولی کیدی شي. هیره دې نه وي چې کافي، انرژي لروونکي مشروبات، چای او ساړه مشروبات ټول کیفین لري. ۵۰۰ ملي ګرامه کیفین څښل د وینې فشار لوړوي په داسې حال کې چې سهار کې د څښل شوی کیفین اغیز تر شپې پاتې کیږي.
د چغندر (لبلبو) جوس: په دې وروستیو کې د چغندر ځینې حیرانوونکې ګټې په ډاګه شوي. د چغندر جوس زړه غښتلی کوي او د وینې لوړ فشار ټیټوي. په ورځنی ډول د چغندر ۲۵۰ ملي لیټره جوس څښل ۷٪ د وینې فشار د لوړیدو مخه نیسي. چغندر کې زیاته اندازه نایټریټ شتون لري کوم چې د وینې جریان غوره کوي.
ورزش لپاره وخت ټاکل: که چیرې هره اونۍ یو ساعت منډه ووهل شي نو له دې سره عمر زیاتیږي او د وینې فشار د ناروغۍ مخه نیول کیږي. له منډه وهلو سره د بدن اکسیجن زیاتیږي د کوم په مرسته چې د وینې فشار عادي او زړه غښتلی کیږي.
مستې: په ورځنی ډول یو ګیلاس مستې څښل درې چنده د وینې د فشار خطر کموي. د روغتیايي څیړوونکو په وینا په مستو کې شته کلسیم د وینې رګونه یوه اندازه نرمولو سره پراخوي چې له دې سره د وینې جریان غښتلی کیږي او د وینې فشار د ناروغۍ مخه نیول کیږي.
کیله: د پوتاشیم غوره منبع یعني کیلې له استعمال او مالګې کمولو سره هر کال د زرګونو خلکو ژوند ژغورل کیدی شي. پوتاشیم په بدن کې د وینې اندازه او جریان مناسب ساتلو سره د فشار د ناروغۍ مخه نیسي.
مالګه: په وینه کې د مالګې اندازې زیاتیدو سره په شریانونو کې د وینې فشار او حجم زیاتیږي کوم چې د لوړ فشار لامل ګرځي او انسان د مرګ له ګواښ سره مخ کولی شي.
وزن کمول: په څیړنې کې ویل شوی چې یوازې څو کیلو ګرامه وزن کمولو سره د وینې فشار د ناروغۍ مخه نیول کیدی شي ځکه چې زیات وزن د زړه فعالیت له خنډ سره مخ کوي چې له امله انسان د وینې په فشار اخته کیږي.
اساسي برخه: روغتيا او کورنۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1145

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1155

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1286

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1777

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5978

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…