د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ګیلا س او پر بدن یې اغېزې

b_150_100_16777215_00_images_Van-cherry.jpg

b_150_100_16777215_00_images_cherry.jpgګیلاس چې علمي نوم یې Cerasus avium او په انګلیسي کې ورته Cherry وایي؛ جنس یې Cerasus دی او د Rosaceae په کورنۍ پورې اړه لري؛ تریو ته مایل خوږه، غوښنه مېوه لري؛ چې د مېوې په دننی برخه کې یو ګرد زړی لري، چې زړی د خوړلو وړ نه دی او په دوبي کې پخېږي .

 
 
ګیلاس ډېره ښکلې، په زړه پورې او بې اغزیو ونه لري، چې د ونې لوړوالی یې ۷ مترو ته رسېږي، شنې بیضوي شکله تېرې څوکې پاڼې لري، چې د پاڼو څنګونه یې ارې ته ورته بڼه لري، پنځه پاڼي سپین ګلان لري، چې د پسرلي پرمهال په ونه کې راڅرګندېږي .
 
د ګیلاس ونه د لومړي ځل له پاره د آسیا په لویه وچه، په ځانګړې توګه د ایران او روسیې په شمال او قفقاز کې وکرل شوه، چې له دې ځایه یې د نړۍ نورو سیمو ته لاره پیدا کړه. ۱۰ ـــ ۱۲ کاله عمر لري، چې له دې وروسته له منځه ځي.
 
د ګیلاس ونه په هر ډول ځمکه کې کرل کېږي او ښه وده کوي، خو یوازې له هغو ځمکو څخه په تېښته کې وي، چې لنده او یا هم ډېره وچه وي او معمولاً د کرلو او پیوند کولو په وسیله یې ډېرښت ترسره کېږي .
 
د ګیلاس ونې ښاخونه په ډېر پراخ ډول خپرېږي او هغه ستونزه کومه چې تل بڼوال د ګیلاس ونې د ودې پرمهال ورسره مخا مخ کېږي داده، چې په اصولي توګه د ښاخونو پرې کولو چاره ده، د ګیلاس ونې د ښاخونو اصولي پرې کول د ونې په سمه وده او د مېوې په تولید کې اغېزمن رول لري . له روزنې مخکې بڼوال باید په دې پوه شي، چې څه ډول د ونې ښاخونو پرې کولو چارې ترسره کړي، د ګیلاس ونې د ښاخ پرې کولو څخه مخکې بڼوال باید په دې مهم ټکي باندې هم پوه شي، چې د ګیلاس ونه څه ډول وده وکوي؟ د ونې د ښاخ پرې کولو چارې باید په ژمي کې ترسره شي، تر څو له ونې سره مرسته وشي، چې د ودې په موسم کې ښه او بشپړه وده وکړي .
 
ګیلاس هغه مېوه ده، چې نه یوازې خلک یې په تازه ډول کاروي، بلکې له وچې مېوې او د جوس په بڼه هم ترې ګټه اخلي .
 
ګیلاس په خپل ترکیب کې د ( PP، B2، B1، A او C ) ویټامینونه لري، پر دې سربېره یې په ترکیب کې اسید مالیک، اسید تار تاریک او اسید سیتریک هم شته، چې له پوټاشیمو سره په ګډه ملیني او مدرې ځانګړنې خپلوي. سلولوز هم لري، ځکه نو د باد لامل ګرځي. ګیلاس د ډېر اکسدېشن لامل کېږي او د بدن د زهریاتو مخنیوی کوي .
 
په هر ۱۰۰ ګرامه ګیلاس کې لاندې مواد شتون لري :
 
۱ ـــ انرژي ……………………………………………………. ۷۲/۰۲ کالوري
 
۲ ـــ کاربو هایډرېټ …………………………………………… ۱۶/۶۰ ګرامه
 
۳ ـــ پروټین ……………………………………………………. ۱/۲۱ ګرامه
 
۴ ـــ شحمیات ………………………………………………….. ۰/۶۹ ګرامه
 
۵ ـــ کلسیم …………………………………………………….. ۱۴/۷۱ ملي ګرامه
 
۶ ـــ فاسفورس ………………………………………………… ۱۹/۱۲ ملي ګرامه
 
۷ ـــ اوسپنه ……………………………………………………. ۰/۳۸ ملي ګرامه
 
۸ ـــ پوټاشیم …………………………………………………… ۲۲۳/۵ ملي ګرامه
 
۹ ـــ ویټامین اې …………………………………………………… ۲۱/۴۷ ملي ګرامه
 
۱۰ ـــ ویټامین سي ………………………………………………… ۷/۰۶ ملي ګرامه
 
۱۱ ـــ فولیک اسید ……………………………………………….. ۴/۱۲ ملي ګرامه .
 
د روغتیا پالانو ( ډاکټرانو ) له لید لوري ګیلاس ډېرې روغتیایي ګټې لري، چې په لاندې توګه پرې رڼا اچول کېږي .
 
ـــ ګیلاس د ینې او مزمن روماتېزم د ناروغانو له پاره ګټور دی .
 
ـــ هغه کسان چې د هاضمې جهاز یې نارمل نه وي، باید د قند له شربت سره یوځای ترې ګټه واخلي او یا یې مربا وخوري .
 
ـــ د شکرې ناروغانو او هم هغو کسانو ته چې د غړو پړسوب لري، ډېر ګټور دی .
 
ـــ اعصاب آراموي .
 
ـــ وینه او معده پاکوي .
 
ـــ د سینې او مرۍ سوی له منځه وړي .
 
ـــ د قبضیت په له منځه وړلو کې مهم رول لوبوي .
 
ـــ د سوزاک، زړه بدوالي او استفراق ( کانګو ) له پاره او همدارنګه له بادیانو سره یوځای کارول یې د متیازو او د مثانې او ګردې ( پښتورګو ) د تېږې ایستلو او روانولو له پاره کارول کېږي .
 
ـــ ګیلاس په بدن کې د یوریک اسیدو کچه راټیټوي .
 
اساسي برخه: روغتيا او کورنۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…