د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

یوې سعودۍ ډاکټرې د اوښ په بولو کې د سرطان علاج کشف کړی

b_150_100_16777215_00_images_soudidokter1.jpg

 

 د سعودي د ملک عبدالعزیز پوهنتون یوې استاذې له ۳۰ کالو پرلپسې څیړنې وروسته د اوښانو په بولو (متیازو) کې هیښوونکي حقائق کشف کړي. ډاکټرې فاتن خورشید د اوښانو په بولو د څیړنې په نتیجه کې موندلې چې د اوښانو بولې د سرطان مرض په کلي او بشپړه توګه له مینځه وړي. نوموړې په هغو کسانو چې د سرطان په مرض مبتلا وه خپله دا تجربه عملي کړې او هیښوونکي نتائج ئې ترلاسه کړي. نوموړې دا علاج خپل ابتکار نه بولي، بلکې وايي چې ددې علاج فکره له نبوي حدیث څخه اخیستل شوې. ډاکټره فاتن خورشید وايي چې ددغې څیړنې په پیلولو کې ئې د نبوي سنت له هغې سپارښتنې څخه مرسته اخیستې چې په یو حدیث کې د اوښانو په شیدو او متیازو کې د تداوۍ یادونه شوي. نوموړې وايي چې د څیړنې په دغه اوږد سفر کې ورسره تر ۱۰۰ پورې څیړونکو برخه اخیستې چې له هغوی څخه د عمان او کویټ مختصصین ډاکټران، او د سرطان د مخنیوي لپاره د خلیجي اتحادیې رئیس د یادونې وړ دي، خو په دې سفر کې د خنډونو او نهیلیو زیاتوالي ډیر څیړونکي اړ کړل چې په نیمايي لار کې مو پریږدي. ډاکټره فاتن وايي چې دا دوايي هیڅ جانبي اضرار نه لري، سل فیصده د ډاډ وړ ده، او د (۷) ډوله سرطان علاج کولی شي. د نوموړې په وینا ددې دوايي په مټ د سرطان علاج له ۳ څخه تر ۴ میاشتو پورې وخت اخلي. نوموړې وايي چې دا دوايي د کپسول او شربت په شکل کې تیاریږي خو اساسي اجزاء ئې د اوښانو شیدې او بولې دي. ډاکټره فاتن خورشید وايي چې په ټوله کې ددې څیړنې اصلي هدف د نړیوالو پروپاګندونو پرضد له خپل پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) څخه دفاع ده، ترڅو خلکو ته دا پیغام ورسول شي چې رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د بشریت لپاره د الله تعالی رښتینی پیغمبر دی. ډاکټر فاتن زیاتوي، په امریکا کې د سرطان کچه تر بل هر هیواد لوړه ده، هغه دوايي چې مونږ کشف کړی مسلمان او کافر دواړه به ئې د علاج لپاره استعمالوي، په دې توګه مونږ له خپل پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) څخه په خبرو او وینا نه، بلکې په عمل کې دفاع کو

اساسي برخه: روغتيا او کورنۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1867

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1807

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2076

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2653

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6860

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…