د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

یو ګیلاس ستونزې

b_150_100_16777215_00_images_glaswater.jpg

 

 

حکایت
 
استاد، یو ګیلاس له اوبو ډک کړ او جګ یې ونیوه چې ټولو زده کوونکو ته ښکاره شي. بیا یې پوښتنه وکړه:
 
ـ ستاسو له انده دا ګیلاس به څومره وزن ولري؟
 
 هرچا یوه، یوه خبره وکړه خو استاد وویل:
 
ـ زه هم نه پوهيږم چې ددې ګیلاس وزن به څومره وي، خو زه یوه بله پوښتنه لرم، هغه دا که چېرې زه دا ګیلاس څو شیبې همداسې ونیسم څه به را پېښ شي؟
 
زده کوونکو وویل هېڅ پېښه به رامنځته نه شي!
 
استاد وویل:
 
ـ ډېره ښه ده، که زه یو ساعت دا ګیلاس همداسې ونیسم بیا؟
 
یوه زده کوونکو وويل:
 
ـ لاس به دې په درد شي.
 
استاد یې په ځواب کې وویل:
 
ـ رښتیا چې همداسې کېږي خو که چېرې یوه ورځ دا ګیلاس همداس ونیسم بیا به څه وشي؟
 
بل زده کوونکي وویل:
 
ـ لاس دې کمزوری کېږي، بې حسه کېږي، په عضلو دې زور راځي، شاید فلیج شي، بیا نو ډاډه یم چې خبره به تر روغتونه ورسېږي.
 
استاد وویل:
 
ـ ډېره ښه ده، ماته څه کول پکار دي چې له دې ستونزې سره مخامخ نه شم؟
 
زده کوونکي وویل:
 
ـ ته باید ګیلاس په ځمکه کېږدې، ځکه دې نه ستونزه جوړېږي.
 
 استاد وویل:
 
ـ بالکل همداسې ده. ستونزې هم همداسې دي، که څو شیبې یې ذهن کې وساتې هېڅ پروا نه کوي خو ‌که ډېر وخت یې ذهن کې وساتئ او په هکله یې فکر وکړئ په درد به اخته شئ او که  لا ډير وخت یې په هکله فکر وکړئ ښکاره ده چې فلج به شئ او له هر ډول کاره به پاتې شئ. د ستونزو په هکله فکر کول سم کار دی خو کله چې د خوب ځای ته ورځئ بیا یې په ځمکه کېږدئ او د سبا ورځې لپاره ځان اماده کړئ!
 
 
 
( د مسعود لعلي له کتابه / مشکلات را شکلات کنید)
 
کابل
 
اساسي برخه: روغتيا او کورنۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1659

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1610

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1828

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2356

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6593

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…