د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د لوڼو (لورګانو) او پروسټېټ سرطان تر منځ اړيکې!!!

 ۲۰۰۷ کال د جنوري دريمه 
هغه نارينه چې يواځې لوڼې لري او زامن نلري د هغه نارينه وګړو په پرتله چې لږ تر لږه يو زوی لري د پروسټېټ په سرطان د اخته کېدو له زيات خطر سره مخ دي. 
د يوې اسراييلي څېړونکې ډلې د څېړنو پاېلې څرګندوي هغه نارينه چې درې يا زياتې لوڼې (لورګانې) لري او هېڅ زوی نلري د نورو په پرتله ۶۰٪ د پروسټېټ سرطان له زيات خطر سره مخ دي. له بلې خوا د امريکې د National Cancer Institute لخوا خپرېدونکې ژورنال ليکي چې ښايي دا دواړه حالات د نارينه په Y کروموزوم پورې تړلي وي . 
د برطانوي پوهانو په آند، يو ګډ ارثي لامل (علت) ښايي د دواړو حالاتو په منځته راتلو کې رول ولوبوي. د پروسټېټ سرطان د نارينه وګړو ډېر زيات معمول سرطان دی چې يواځې په ۲۰۰۳ کال کې يې په برطانيه کې له ۳۰۰۰۰ (دېرش زرو) زياتې نوې پېښې ثبت شوي دي. 
اسراييلي څېړونکو له اته دېرش زرو ۳۸۰۰۰ څخه زيات نارينه تر څېړنې لاندې ونيول او د پروسټېټ په سرطان اخته ۷۱۴ تنو کورنۍ يې د نورو له کورنيو سره پرتله کړې. په ټوليزه توګه هغه کسان چې يواځې لوڼې لري د هغه کسانو په پرتله چې لږ تر لږه يو زوی لري، تر ۴۰٪ پوری د پروسټېټ سرطان له زيات خطر سره مخ دي. په هغه کسانو کې چې درې يا زياتې لوڼې لري او هېڅ زوی نلري دا سلنه (فيصدي) تر دې هم لوړه ده. 
 
 
بايد داسې و نه انګېرل شي چې ګواکې لوڼې خپل پلار د پروسټېټ په سرطان اخته کوي 
د پورتنيو څرګندونو د هوکړې لپاره لا تر اوسه څه شواهد ندي موندل شوي، خو څېړونکې باور لري چې ښايي يوه مشترکه جنټيکي نيمګړتيا د پروسټېټ کنسر په منځته راتلو او يواځې د لوڼو پلار کېدو کې رول ولوبوي. پدې مانا چې د همدې نيمګړتيا په پايله کې د نارينه هغه جنسي حجرات چې د Y کروموزوم لرونکي دي ښايي و نشي کولای چې ښځينه جنسي حجره القاح کړي اوپدی ډول يواځې د X کروموزوم لرونکي نارينه جنسي حجره چانس مومي چې ښځينه جنسي حجره القاح کړي او په پايله کې يواځې ښځينه ماشوم نړۍ ته راشي. همدا جنټيکي نيمګړتيا ښايي د پروسټېټ د سرطان په منځته راتلو کې هم رول ولوبوي. 
د انسان د بدن په هره حجره کې دوه جنسي کروموزومونه شته دي چې په ښځو کې دا دواړه کروموزومونه X کروموزومونه دِي او په نارينه کې يو X او بل Y کروموزوم دی. په جنسي حجراتو کې يواځی يو جنسي کروموزوم موجود دی چې په دې ډول د ښځو ټول جنسي حجرات د X کروموزوم لرونکي دي پداسې حال کې چې د نارينه نيمايي جنسي حجرات X کروموزوم او نيمايي يې Y کروموزوم لري. پدې ځای کې اړينه ګڼم چې د يو بل واقعيت يادونه هم وکړم هغه دا چې د ماشوم د جنسيت تعين دی پورې اړه لري چې د نارينه کومه جنسي حجره کولای شي ښځينه جنسي حجره القاح کړي. که چېرې د نارينه Y کروموزوم لرونکې جنسي حجره وکولای شي په القاح کې برخه واخلي پايله به يې نارينه ماشوم وي او که د نارينه د X کروموزوم لرونکي حجره په القاح کې برخه واخلي پايله به يې ښځينه ماشوم وي. پدې ډول ښځينه جنسي حجره د جنسيت په ټاکلو کې رول نلري ځکه چې په هر حالت کې X کروموزوم لري. 
پوهان باور لري چې د Y کروموزوم کې نيمګړتيا ښايي له يوه اړخه د Y کروموزوم لرونکې جنسي حجرې د القاح کولو وړتيا اغېزمنه کړي او له بله اړخه د پروسټېټ سرطان په منځته راتلو لامل شي. 
د Prostate Cancer Charity د پالېسۍ او څېړنو مشر Chris Hiley وايي: دا يوه جالبه او د پاملرنې وړ څېړنه ده خو د پاېلو د هوکړې لپاره اړينه ده چې پېچلي جنټيکي مطالعات ترسره شي او همدارنګه د نړۍ په نورو هېوادونو کې هم بايد دې ته ورته څېړنې وشي او پدې هکله د Y کروموزوم رول په ځيرسره وڅېړل شي. 
 
ډاکټر دوران فيضان 
 
اساسي برخه: روغتيا او کورنۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1659

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1610

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1829

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2356

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6593

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…