د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د انار اوبه او د پروسټېټ سرطان

b_150_100_16777215_00_images_anaar12.jpg

 

لابراتواري آزموينې څرګندوي چې د انار په اوبو کې يو ډول  کيمياوي توکي شته چې د پروسټېټ (پروستات) د سرطان د پرمختګ مخنيوی کوي.
 
د UCLA يا University of California at Los Angeles ساينسپوهان  وايي چې د انار په اوبو کې د يو ډول طبيعي کيميايي مرکبات شته چې د پروسټېټ سرطان د لوييدو مخه نيسي.
 
د څېړونکو مشر Navindra Seeram PhD وايي چې دا کيميايي ماده چې د ellagitannines په نامه يادېږي، له انار سربېره په نورو مېوو لکه ځمکني توت کې هم شته.
 
د څېړونکو په اند، د انارو د اوبو له څښلو وروسته له هغې څخه Ellagitannines آزادېږي او له هضېدو وروسته د Urolithins په نامه يو ډول کيميايي ماده جوړوي چې ښايي د پروسټېټ سرطان پر  ضد اغېزه وکړي.
 
د Seeram څېړونکې ډلې خپله نوموړي تيوري په خپل لابراتوار کې تر آزمينې لاندې ونيوله.
دوی يو څه انار وپېرودل او د هغه د پوستکي څخه يې اوبه و ويستلې او په هغه کې يې د Ellagitannines څومره والې مالوم کړ. وروسته  دوې د انارو دغه اوبه په موږکانو کې د پروسټېټ پېوند شويو سرطاني ژوندينکو (حجراتو) پر ضد وآزمويلې.
 
دوې يو شمېر دغه موږکانو ته چې د پروسټېټ سرطاني ژوندينکې ورته پېوند شوې وې، د انارو اوبه ور وڅښولې، او يو شمېر نورو ته يې په ګېډه کې پيچکارې سره ور زرق کړې. د پرتله (مقايسه) کولو لپاره، دوې يې شمېر نورو موږکانو ته  Placebo  محلولات چې په ترکيب کې يې د انارو اوبه نه وې، وڅښول  اويا يې په ګېده کې ور زرق کړل. 
 
دوې وموندله  چې په هغه موږکانو کې چې د انارو اوبه ورته څښول شوې يا زرق شوې وې، د کنټرول ګروپ موږکانو په پرتله د پروسټېټ سرطاني ژوندينکو څو ځلې لږه نمو کړې وه.
 
تر دې وروسته  نورو موږکانو ته Urolithins د خولې لارې او يا هم  په ګېډه کې زرقولو له لارې ورکول شول. د انار له اوبو څخه دغه مشتق شوي کيميايي توکي د موږکانو په پروسټېټ، لويو او وړو کولمو کې د نورو  انساجو په پرتله ډېر جذب شول. 
 
له دې ټولو څخه څېړونکو داسې پايلنيوی وکړ چې د په انارو کې شته Ellagitannins په موږکانو کې د پروسټېټ سرطان د پرمختګ مخنيوی کوي خو هغه ټول ټال له منځه نه وړي. 
 
دا چې د انارو اوبه په انسانانو کې هم د پروسټېټ پر سرطان ورته اغېزه لري او که نه، لا نورو څېړنو ته اړتيا لري. 
نوموړې څېړنې په Journal of Agricultural and Food Chemistry  کې خپرې شوي دي.
 
اساسي برخه: روغتيا او کورنۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1268

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1256

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1412

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1910

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6134

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…