د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ارواښاد گل پاچا الفت دهيواد دپښتو ادب ځلانده او تل پاته

 

b_150_100_16777215_00_images_GUL-PACHA-ULFAT.jpg

 

 

دڅېرې دهېرېدو اوښخېدونه دي
 
 سويډن  دمالمو ښار
حبيب الله غمخور
 
 
ارواښاد گل پاچا الفت دهيواد دپښتو ادب ځلانده او تل پاته ستوری
 
  دهېواد د وتلي متفکر، لیکوال او شاعر ښاغلي استاد ګل پاچا الفت د زوکړې د ۱۰۱ مې کلیزې ته ئې ډالۍ کوم .
 
 
زمــــــانه چي په مــــدار د کیـــــــــــنې راســـــــي
د کـــــــــمال پر مـــــــنارو ټکـــــي پرېباســـــــــي
ډیـــــرکلونه دي په کار چي په دې ملک کي
بـــیا "الفت" غوندي شــیوا شاعر پیدا سي
علامه عبدالشکور رشاد
گل پاچا الفت څوک وو؟ 
 
 
په ډير وياړسره بايد يادونه وکړم  چي  په ۲۰۰۰ م کال کي دلومړی ځل لپاره دلته دسويډن دمالموپه ښارکي ددې منلي او وياړلي ستر ملي شخصيت په وياړ نړيوال علمي سمينار جوړ سوی وو، تر هغه وروسته دالړی گوډه , گوډه  دوام لري  .
ددغه شان  وتلوملي اوسياسي شخصيتونو یاد ژوندی ساتل اودځوان نسل دپوهاوي لپاره دهغوي دآثاروچاپ اوخپرول زموږ د ټولوفرهنګپالو افغانانوملي اوانساني وجیبه ده .
له بده مرغه په موږ افغانانوکي دخپلو ژونديوقدرنسته کله چي مړسي يوه نيمه ورځ ئي وير وکړو اوبيادابدلپارهرانه هيرسي .هغه دمحترم ننگيال صاحب خبره نه دژوندو چندان قدرکوو اونه دمړو،هغه پدې هکله ډيره پخه څرگندونه کړي وايي : 
 ((ديوه ليکوال خبره ده ((دازمونږدقام بدقسمتي ده چي مونړعمر له خپل مړی ژوندي کوواوخپل ژوندي وژنو.)) نگيال صاحب وايي خوکاشکي داسي وايي . دارښتياده چي موږ خپل ژوندي وژلي او وژنو يې ،خومړی موډير لږ څه چي بېخی لږ ژوندي ساتلي دي. په مور کي چي څوک مړسي هغه پړسي دابيادپېړيودنصيبونوخبره ده چي کله ناکله په چادژوند وږمه ولگېدلې ده.داچي په يوه دومقالومونږيومړی ژوندی ساتلاي سوهسی ځان خوشحالوو.گنې حقيقت دادی چي موږله مړواوژونديودواړوسره جفاکړې ده.
په موږ خوله بده بخته داسي کانه سوې  چي ژوندي مو وژلي اومژي موپړه کړي دي . اوبيا نن سبا توبه نن خودمرگونوبلاگډه ده هر څه په مخه اخلي اوپه لمن کي ئي رانغاړي – ژوندي وړني اوپه مړودپړې خاوري انباروي .
ارواښاد الفت صاحب دادب اوشعرپه برخه کي دقلم چلولو تر څنگ يومبارز اووتلې څېره وه .  هغه د ژوند په اوږدوكې د افغانانو دروا حقوقوددفاع په خاطر مبارزه كړې او په دغه لاره كې يې ډېركړاوونه اوزحمتونه زغملي دي ، هغه پدې هکله په خپل يوه شعر  کي وايي  : 
د وطن د شرف سپريم نه وېرېږم
که د تورو ګذارونه دم په دم خورم
دا خوږي ، غواړي کولي دي وي د نورو
د وطن د فاع کښې زه ګولۍ د بم خورم
چې په سر مې د وطن خدمت منلی
څه پروا ده که خپل سر لکه قلم خورم
دپښتوژبې دغه  پېژندل سوی اديب اوشاعر،پرهيوادمين ډيموکرات سياستوال گل پاچاالفت  له نن څخه ۱۰۱کاله پخوا دې نړۍ ته په ۱۲۸۷لمريزکال دلغمان دعزيزخان کڅ په يوه منوره اوستانه کورنۍ کښي دنياته سترگې روڼي کړې . ارواښاد گل پاچا الفت دمير سيد پاچا زوي اودسيدفقيرپاچالمسۍ په خټه سيد پښتون دۍ .
په ۱۳۵۶لمريزکال دليندۍ دمياشتي په ۲۸نيټه يې دورپېښي ناروغی له امله  په کابل کښي دابد لپاره له پانې نړۍ نه سترگې پټې کړې اودلغمان په ولايت کښې په خپله پلارنۍ هديره کښي خاوروته وسپارل شو .
 گل پاچا الفت خپلي لومړنۍ زده کړې په ننگرهار او کابل کښې په خصوصې توگه سرته رسولۍدي .دخپل وخت مروجه علوم يې لکه : صرف ،نحوه ،تفسير،حديث ،معاني اوبيان په ښه توگه څېړلې او زده کړي وه  .
استاد په ۱۳۴۳لمريز کال د(( انيس)) دورځپاڼې په اداره کښي دکاتب په توگه په رسمې ماموريت شروع وکړه .
په ۱۳۱۵لمريزکال دادبي انجمن دتأليف  او ترجمې په څانگه کښې دغړې په توگه ومنل شو. په ۱۳۱۶کال کله چې پښتو ټولنه جوړه شوه،الفت صاحب دټولنې دغړيتوب سره ددې ټولنې دنشراتي ارگان د((زيرې )) دجريدې  مسول مدير مقررشو.ديادولووړده چي دزيري مجله تراوسه هم دافغانستان دعلومواکاډمي له خواخپرېږي .
په ۱۳۱۸کال دپښتو ټولنې صحافت دمديرمرستيال،په ۱۳۱۹کال دپښتو ټولنې دلغاتواو دقواعدودڅانگي مدير وټاکل شو.
 په ۱۳۲۰کال داصلاح دورځپاڼي مشاور،دپښتوعمومي مدير،مبصراودکابل مجلې دمسول مدير په توگه وټاکل شو.
 استاد الفت په ۱۳۲۵کال داتحادمشرقې دجريدې مدير دندهپرغاړه سو ،دوخت په تېرېدوسره دغه نشريه دننگرهارپه نوم ونومول سوه ،اوپه ۱۳۲۷کال د ننگرهارولايت دقبايلوعمومې مديروټاکل شو.
 ارواښاد الفت صاحب د۱۳۲۸کال دجلال آباددخلکوله خوا دملي  شوراپه اومه دوره کي وکيل وټاکل سواودهمدې دورې دملي شوراددوهم مرستيال  په توگه ئې په پارلمان کي دنده سرته رسولې .په ۱۳۳۱ ل کال دلغمان دقرغيو دخلکولخوادشورااتمې دوري ته دوکيل په توگه وټاکل سو. په ۱۳۳۴ دننگرهار دخلکولخوالويي جرگې ته داستازي په توگه وټاکل سو.
مرحوم الفت صاحب په ۱۳۳۵کال دپښتو ټولنې رئېس  په توگه وټاکل سواوپه عين وخت کښي ئې دپوهنې وزارت  دعالي شوراپه غړيتوب ومنل سو.ددغودندوتر څنگ الفت صاحب دکابل پوهنتون دحقوقواوسياسي علومودپوهنځۍ اوادبياتودپوهنځۍ کي دپښتوژبې داستادپه توگه ځوان نسل روزلۍ دی .
په ۱۳۳۸ کال ئي دافغان شوروی ددوسۍ دټولنې درئېس دنده سرته رسولې ده .
 په ۱۳۴۲کال دښاغلي ډاکتر يوسف دصدارت په دوره کي ښاغلي الفت صاحب  دقبايلو دمستقل رياست د رئېس په توگه مقررسو. په ۱۳۴۳ ل کال ښاغلي الفت صاحب دافغانستان دلومړني اساسي قانون دتصويب لپاره درسبلل سوی لويي جرگي دغړيتوب افتخاردرلود.
اوپه ۱۳۴۸کال دولسې جرگې دديارلسمي دورې لپاره دننگرهار ولايت دخلکو لخوا استازي په توگه پارلمان ته وټاکل شو.
 گل پاچا الفت د۱۳۳۰کال نه تر ۱۳۳۲کال پورې د((ولس)) ازاده ملې جريده چلوله چې په حقيقت کښي يوملي خپلواکه غورځنگ گڼل کېداي شي،چې ددموکراسۍ او ازادۍ په لاره کښي يې دمطبوعاتې مبارزې لار ښودنه کول . 
ښاغلي الفت صاحب دخپل ژوند په ټول عمر کي دافغاني آدب،شعر اوملي سياست په ډگر کي داسي کارونه سرته رسولې چي په يقين سره به دافغانستان دځوان نسل  دروزنې په موخه دتل لپاره ديوه علمي دستوراو لار
ښودپه توگه ترېنه استفاده کېداي سي .
پياوړې استادالفت  دخپل لنډ عمر هرشېبه د گرانو هيوادوالو اوپه ځانگړې توگه ځوان نسل ته ډالی کړې وه . هغه علاقه لرل اوددي لپارئي تلاښ کاوه چي ځوان نسل پداسی روحيه روزل  شي ترڅودده په وينا دهر څه نه لمړۍ يو تل پاتۍ افغان ، ويښ ځلمۍ اودنړۍ دکاروان څخه شاته پاته نشي .
دعلم اوپوهی په ډگرکی د چاغلام نسي،که ئې دجگړي په ډگرکی گټې نوپه سياست کی ئي هم وساتي  .
هغه پدې باور ووچي افغان زلمي بايدپه آدب،کلتور،فرهنگ،ټولنيزو اړيکو،له وطن سره مينه ، انسان  ته په درناوي اوغيرت کي تر هيچا شاته پاته نشي .بشري عاطفه،انسان دوستی اونوع پرستي ئې داخلاقو اوکړنو جزوي . 
لوي استاددخپل لنډ ژوندپه اوږ دوکی هغه څه سرته ورسول چی دهيوادتاريخ اوراتلونکي نسلونه به  دتل لپاره پرې وياړي .
ښاغلي الفت دخپل نه ستړي کېدونکي زيار اوزحمت په پايله کښې زيات  علمی،ادبي اوفرهنگي اثار زموږ دجگړه ځپلی هيواد راتلونکو نسلونوته ديوې علمي اوادبي پانگې په توگه  په ميراث پرېښودل . خو داپه ځوان نسل پوري اړه لري چي ددې پټې خزانې نه څنگه استفاده کوي .
پداسي شرايطواوترينگلوحالاتوکي چي زموږولس ديو سخت ازمون پر ډگرولاړدي  ،ددوستی په جامه کښي ډول ،ډول دسيسودبېلا بيلو زبر ځواکو ددښمنيوله سختو سېليواوتوفانونوسره مخامخ دی دهيواددداسي  ملي اوعلمي  شخصيتونودافکارو اوخيالاتو راسپړنه  په رښتيا سره زموږ ځوان نسل  ته هغه پيغام دی چي استاد الفت په خپل ژوند دهغې داسي يادونه کړېده :
اوس یې که څوک نه لولي عالم په خوب ويده دی ټول     دادسباورځې ويښ  ځلموته پيغامونه دي
 که الفت صاحب اودهغه پشان دنوروپوهانو،اديبانواوشاعرانوليکنواوراپاته اثاروته  دهغوي په ژوندکي  چا دقدرپه سترگه نه کتل اويائي دهغوي دپوهي اوملتپالنې  څخه گټه نه اخيستل اوس چي يوځل بيا زموږ هيواددڅولسيزو دجگړوپه اورکي سوځي اړينه ده زموږ ځوان نسل دهغوي دعلمي اوتاريخي اثارولوستلو اوڅېړنوته دتوان تر کچې خپل وخت وقف کړی تر څوله يوې خوادخپل هيوادپه تاريخي ارزښتونوپوه سي اودبلې خوادهغوي نه  په استفادي سره وطن ،هيوادوال ،انسان  اوانسانيت  ته ديوه گټوراومژعقول انسان په توگه دخدمت جوگه سي اوله دگوتاريکيونه  دتېرېدوپه موخه  روښانه  راتلونکي ته لار پرانيزي  .
الفت صاحب  آن دځوانۍپه مستو شپواو ورځوکښې دافغان ولس  دا نساني او رواحقوقوڅخه ددفاع اوملاتړ  په خاطرهرڅه پر ځان گا للي د ي . هغه تل مدام دې ټکي ته گوته نيول او پر دې  ئې ټينگارکاوه چی ځوان نسل زموږدټولنی راتلونکې جوړوي،نوځکه دوي بايد داسی وروزل شي ترڅووکولای شی دهيواد دترقی اوپرمختگ  لپاره دميرويس نيکه اولوي احمدشاه باباداصيلوبچوغوندی دافغان ولس لپاره دسترو خدمتونوجوگه شي .
الفت صاحب يوله هغو سياست والوڅخه ووچي نه يوازي ئې په سياسي ليکنو کښي ددولتی فسادسره نه پخلاکېدونکې مبارزه کول بلکي دشعر په پېيلو جملو اوالفاظوکښې نه يوازي داچي ظلم ،استبداد،ستم ، توپير طلبی ، رشوتخوري  اوپه دولتي کچه فسادئې رسواکاوه ،بلکي هغه ئې کلکه غندلۍ دی  .
دالفت په اندنه بايد افغانان هميشه دمهر بانوگاونډيانوځيره خوراوخيرات خوروي، يادبهرنيانو لورېنو ته منتظراوسترگی  په لار اوسي ،هغه افغانان هڅول تر څو خپله دخپلو ملي امکاناتو څخه په مقوله استفادې سره خپل هيوادپه سياسي ،علمي،اقتصادي اوټولنيزوبرخوکي دنړيوالوسياليو جوگه کړي .
الفت صاحب وايي :
پرون سالار وې نن  د نورو صوبه دار پښتونه
ډيورنډ شو خاورې ته يې خط کې يې ايسار پښتونه
د پاکستان لاس کښې اسير ډېر پښتانه وينمه
تا غوندې بل چېرته څوک نشته خواروزار پښتونه
نه يې روان د احمد شاه شېرشاه ميرويس په لاره
ولې دې پرېښوده د پلار او نيکه لار پښتونه
الفت  صاحب يوله هغو علمي ،فرهنگی  اوسياسي شخصيتونوڅخه وکوم چي دقومي بې اتفاقیو،ژبني، مذهبی، اومنطقوي اختلافاتو،چاپلوسۍ اوغلامی سره مخالف و.هغه ته نه يوازي داچي داډول روحيه دتحمل اوزغم وړنه وه، بلکي ددغه ډول سياست پلويان ئي په هرډگر کي چي  ئې امکان پيداکړي په افغاني شهامت او مېړانه  رسواکړي اوترټلي دي . هغه په رښتياسره دخپلي زمانې يو سرکښ ليکوال ،شاعر اوسياستوال وو.  ځکه خو هغه نه يوازي اديب اوغښتلی شاعر يادېږي بلکې پدې سيمه  کي ديوې وتلې اوزړه وري سياسي څېرې په توگه به د تل لپاره دافغان ولس ددرناوي وړ شخصيت  پاته وي .
ښاغلي الفت وايي :
نه مې د چا مال خوړلی نه مې څوک وژلي دي
نه مې چاته ورک شه يا ګم شو  کله ويلي دي
نوره ګناه نلرم پدې ګناه مې مه نيسئ
زړه کې مې چې پټ ظالم ته بد غوندې کتلي دي
وخت د اعتراف دی ګناه خپله درته وايمه
نه يمه منکر په مظلومانو مې شړلي دي
نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي
 
مرحوم سيد شمس الدين مجروح دالفت دزړه ورتيا اوشعري استعدادپه هکله ليکي : ((. . . دابې پرواشاعر چي اشعار ئې په انتقاد اوسپينه وينا کي دي ډير محبوب سړی ؤ. دغه شاعر او ويناکوونکی چي تراوسه زموږ سره دشعر په ژبه گړېږي ډير کم گويه اوخاموشه سړۍ و . ... ښې دمزې ټوکي ئې کولې خودده پو ټوقواوټقالوکي هم ادبي نکات پراته وه اوزياتره ئي ادبي تنزؤ.
مرحوم الفت هغه عالم ،اديب اوشاعر وچي خپله جامعه ئې ډيره ښه عکاسي کړې ده اودتل لپاره ئ دظلم په مقابل کښي قلمي مبارزه جاري ساتلې اوهيڅ وخت دظالم دظلمه اواستبداده ندی وېرېدلۍ.))
يوافغان ليکوال دالفت په هکله وايي : الفت صاحب په ليكوالۍ او شاعرۍ كښې  د يو خاص سبك خاوند ؤ. دده دنثرونواو شعرونو لوى خصوصيت ساده او روانه ژبه ده. دالفت شعرونه او نثرونه فصاحت او بلاغت لري خاص او عام  يې  په مطلب پوهيږي . هغه  په خپلو شعارو او نثرونو،لوستونكي  د ژوند هغو حقايقو ته متوجه كوي، كوم چه دمخه تر دې څوك ورته ندي متوجه شوي . الفت هرڅه په رڼوسترگو ليدل اوهغه ئې بېله ډارنه تر خپل ولس پوري  رسول ،الفت درښتيا ويلوسرسخت پلوی و،هغه ليکي  : (( که چيرې دا ومنو چې د حقايقو تبليغ کله مفيد او کله هم مضر وي ، يو وخت يې پيروي فايده لري بل وخت ضرر ، نو د اخلاقو او انساني فضايلو لوى اساس ورانوو او حق او باطل مخلوط کوو ، خداى دې نه کا .))
ښاغلي الفت څومره چي په شعر اوليکوالی ګښي بې ساري و،همدا ډول دافغانستان دهغه وخت په سياسي ډگرکي  هم يوله دوتلو سياتوالوڅخه شمېرل کېده .  ښاغلي الفت دافغانستان دنوروخواخوږوروڼ اندوسره يوځاي  دلومړی ځل لپاره دظلم او استبدادپر خلاف ديوه منظم سياسي تحرک دجوړېدولپاره له نورو سيا ستوا لوسره يوځاي  فعاليت کاوه .ښاغلي محمد عالم بڅرکي په خپل کتاب ((ويښ ځلميان  دافغانستان يوسياسي تحريک )) نومي کتاب  کي  دلاسته راغلو لاسوندوله مخې ليکي : (( . . . د۱۹۴۷ م کال په شاوخوا کي دکابل ښار دچنداول دقرتا په سيمه کي  دحاجي گل محمد خان په کورکي  چي ددفيض محمد انگار (دانگاردجريدي دامتيازخاوند) پلار ودمنوروشخصيتونولخوايوه غونډه جوړه سوه ،چي په هغه کښي له کندهارنه پوهاند عبدالحی حبيبي ،محمد رسول پښتون قاضي بهرام خان عبدالهادي خان توخي ،حاجي محمدانورخان اڅکزی ،غلام جيلاني خان الکوزي  اوداسي نور ،له ننگرهار اولغمان  نه  گل پاچا الفت ،غلام حسين خان ساپي ،سيد شمس الدن مجروح ،مولوي قيام الدين خادم ،پوهاند صديق الله رښتين ،غلام محمد غبار ،ډاکتر عبدالرحمن  محمودي اونور شخصيتونه راټول سوی وه ،پدې غونډه کي ديوه ملي تحريک دجوړېدوپر سربحث اوخبري وسوې  اوپرېکړه ئي وکړه چي دنوي  غورځنگ نوم به وېښ ځلميان وي .)) که دويښ زلميانو دسياسي تحريک تاريخ ته نظرواچوو نودابه راته څرگنده سي چي  الفت صاحب دويښ زلماينودغورځنگ په جوړېدوکي زيات رول درلود.الفت صاحب  دهمدې غورځنگ نشراتي ارگان چي د((ولس )) په نامه ياديده  دامتيازخاوند اوددې حرکت وياند وو. ښاغلي الفت  زياتي ليکنې اوشعرونه د((وطن)) او((نداي خلق ))  په نشراتوکي خپرېدل اوددغونشراتوترټولوښه ليکوال و. د ولس ملي جريده د لوستونكو د شمير له مخې د هغه وخت د ډيرو لويو آزادو ملي جرايدو څخه ګڼل كيده چي تر زره گڼوپوري هم چاپ سوېده .
دالفت صاحب دسياسي خوځښت په هکله مير غلام محمد غبار په خپل کتاب افغانستان درمسير تاريخ کي ليکي :     په ۱۳۲۶ ل. کال يوه سياسي گوند د ويښ زلميانو په نامه علني فعاليت پيل کړ. د دې گوند بنسټ ايښودونکي او مشران په کابل، کندهار او ننگرهار کې دا کسان يادوي : عبدالروف بېنوا، ګل پاچا الفت، فيض محمد انگار، نور محمد تره کي، غلام حسن خان ساپي، (اين دو نفر اخير از دسته عبدالمجيد زابلي بودند)، محمد رسول خان پشتون، عبدالشکور رشاد، عبدالهادي توخي، محمد انور خان اڅکزی، قاضي بهرام خان، غلام جيلاني خان، قاضي عبدالصمد خان، فتح محمد خان، خټگر، نور محمد خان قاضي خيل، محمد ابراهيم خواخوږى، محمد ناصر خان لعل پوري، صوفي ولي محمد خان، آغا محمد خانکرزی، محمد موسي خان شفيق، غلام محمد خان پوپل، محمد طاهر خان صافی، قيام الدين خادم، ارسلا خان سليمي وردگ، نيک محمد خان پکتيانی، صديق الله رښتين، عبدالعزيز خان، عبدالخالق خان واسعي، محمد علم خان، نور احمد شاکر، محمد رسول خان مسلم، محمد حسين خان رېدی، عبدالرزاق فراهي، محمد نور خان علم، عبيد الله خان صافی، گل شاه خان صافی، ظهور الله خان همدرد، محمد شريف خان قاضي، عبدالمنان خان دردمند، آقامليا، عبدالصمد خان ويسا، محمد علم بڅرکی اوڅونورکسان .
ارواښادعلامه عبدالحى حبيبي دالفت صاحب په باب  ليکي : يو ښکلى ګل زرغون شو اوهغه يې ګل پاچا وباله. دا ګل د فطرت په لمن کې لوى شو، د طبيعت روزنه او پالنه يې وليده او لکه د کابل د سيند د غاړې غاټول د لغمان اوبو او هوا لوى کړ. د لغمان د نرمو اوبو، پستې هوا او شنې ورشو په غيږه کې لوى شوى ماشوم مهربان پلار د وخت له دود سره سم د کلي ملا ته د ديني درسونو زده کړي ته کښېناوه، که څه هم د ضربا ضربوا قهر آميز ګردانونه يې ډيروکړل خود نرمو اوبو، شنو شنيليو،نازکو ګلونو ترڅنګ لويېدونکى او د وريښمو په پسته لار تلونکى ماشوم د نرم طبيعت، زړه سواند زړه، عاطفې اوالفت په غيږه کې وده کوله، د درس دمحدو دوکتابونو ترڅنګ يې د طبيعت ويړکتاب مخې ته پرانستل شو، د فطرت له کرشمونه يې زده کړه وکړه، د خپلې هسکيرلې ټولنې د څيرې ويرې کتاب په پاڼو کې يې د بېوزلو او مظلومو انسانانو اصلي او خوارخواکې څيرې وليدې. هر څه ته ځير شو او هر څه ته يې په ځير وکتل .
پوهاند محمد طاهر بورگی ليکې :  ((پخپلو ملت پاله اجتماعي ،انتقادي مقالوکښي الفت صاحب په خوږه اوپسته ژبه ډير سريح اوبې لحاظه وو.))
 زموږ دهيواد پېژندل شوۍ ليکوال او اديب پوهاند ډاکتر مجاور احمد زيار دالفت په هکله ليکلي دې : استاد الفت  دفرهنگيالۍ تر څنگ يو جنگيالۍاوترهر څه دمخه دخپل هيواددپرمختيا،دهيوادوالو دروزنې اولارښو ونې ليوال و،لدې امله يې غوښتل دقلم په توره مخ ته پراته خنډونه له منځه يوسې  .
  ښاغلی عبدالرحمن پژواک ليکي : دالفت دجمال اوشعر په دنيا کي يوسير کړی اوکائيناتوله ليدلوئې يوموټي افکار راټول کړي ،ښايسته ښايسته ئي بوي کړی مست شوی اوپه هغه پاکه مسخه  کي یې دزړه غوږونه پورته سوي ،دده گوتودهغه دارزوگانوريکارډثبت کړی دی . دالفت په شعر کي دشاعرنصبالعين چي زه ورته دمرادټکی وايم ښه څرگنديږي اوداپه پښتو شعرکي زمايودزړه ارمان ؤ چي الفت ويوست .
 دافغانستان مشهور تاريخ ليکونکۍ غوث خيبري داستاد الفت په اړوند ليکې: ((گل پاچا الفت دپښتو ادب ((اناطول فرانس)) دنظم اونثردآسمان غه ځلانده ستوری دۍ چې افغانيت او انسانيت يې دليکنو اصلي جوهر گڼل کيده ،او(( لوړ خيالونه ژورفکرونه)) يې دهمدې اندېښنې راټولېدونکي گلان دې .))
 دهيواد مشهور ليکوال ډاکتر اکرم عثما ن بياهغه داسي ارزوي ،ليکې : درباغستان پرپهناومعطر ادبيات معاصر پشتو ، شادروان گل پاچا الفت چهرۀشاذماندگارواستثنايي است .که هرچه زمانميگذرداوخردراژرفترپوياتر وگوهرتر نشان ميدهد .عدهاي اورافقط يک شاعر شناسند،عده اي نويسنده ومترجم قطعات ادبي، عده اي خامه پرداز اثار سياسي واجتماعي،عده اي منتقدبي ترسومنصف مفا سد دولتي وعده اي هم آموزگار شرين کلام ودلسوز  .
دكتور شمس الحق آريانفر وايي : ((گل پاچا الفت، شاعر ذو لسانين بود، ترجمه هاي خوب از خويش به يادگار گذاشت، آثاري در نثر و تحقيقات لغوي و ادبي آفريد و پارچه هاي ناب ادبي را خلق كرد. الفت در همه آفريده هايش، داراي سبك و بيان و ديد ويژه است. از كنار مسايل اجتماعي بي تفاوت نمي گذشت. درد مردم را صريح و شجاعانه مي نوشت. شايد همين حساسيت اجتماعي و توجه عميق اش به مردم و نحوة زيست آنها و علايقش به سعادت افغانستان بود كه او را به سياست كشاند تا آنجا كه امروز به عنوان مرد ادب و سياست شناخته مي شود.))
داليکوال وړاندي ليکي : الفت به عنوان موسس و عضو فعال ويش زلميان، در انتشار جريدة آن حزب "انگار" نقش موثري داشت. انگار هميشه از راهنمايي ها ومطالب و نوشته هاي الفت بهره مند بود.
زماني كه نشرات انگار متوقف شد، به اساس فيصله ويش زلميان نشرية ديگري رويدست گرفته شد كه "ولس" خوانده مي شد و صاحب امتياز اين نشريه گل پاچا الفت بود.
اين ها بيانگر آن است كه كاركرد هاي الفت، بنيادي و راهگشا بود، كه راهيانش تا هنوز آن را ادامه مي دهند و به آن باورمند اند.
در ايجاد ويش زلميان،‌ الفت نقش موثري داشت. دانشمندي در بررسي حيات سياسي الفت مي نويسد: "در زمان الفت، شماري از نويسندگان و شاعران مترقي، تحول طلب و طرفدار دموكراسي، حزبي را به نام ويش زلميان اساس گذاشتند، كه الفت صاحب در ايجاد حزب نامبرده نقش بزرگ و فعال داشت و از شمار موسسين آن بود." (دادمحمد دلگير، مجلة ننگرهار، شماره 5، 1385)
اين هم نمونه يي از سروده هاي  دري گل پاچا الفت:
آزادي
به تن برهنه و عريان خوشم، نيم پيله
كه بي خبر به اسيري روم به بند حرير
به مشت خاك كه از دشت حريت خيزد
اسير هيچ نيرزد بديدگان بصير
گر از كمان اسارت شود خلاص كسي
ز شوق پركشد و در هوا رود چون تير
خيال اگر چه شب و روز مي كند پرواز
چو هست در قفس تن، بود چو مرغ اسير
دمي كه آب سرازير گردد از لب جام
به قهقه كند از حسن حريب تعبير
پري كه مي نگري در ميان بالينش
همان زشهپر مرغي است كامده است اسير
څېړنوال عبدالرحيم بختانى خدمتگار دالفت صاحب دادبي اوسياسي چوپړپه اړوند ليکي : (( استاد گل پاچا الفت د افغانستان په معاصرو شاعرانو او اديبانو کې دخپلو ديني،ادبي،انتقادي ،علمي ، حقوقي ، تاريخي ، ټولنيزو او څيړنيزو ليکنو په څنگ کې سياسي ليکنې هم لرې او د هيواد په سياسي بهير کې فعال او مثبت دريځ او نظر درلود. ))
ښاغلى  حبيب الله رفيع وايي ((د الفت صيب څيړنيز اثار تر ډيره حده تحليلي اثار دي ،ده مراجعو او منابعو ته مراجعه کړې، خو لکه څنگه چې په څيړنو کې حوالې ورکول کيږي او دقيق متنونه يې اخستل کيږي ددې پر ځاى ده تحليل کړى دى، يانې د سرچينو په استناد يې تحليل کړى دى مثلا ملي قهرمان د خوشحال بابا د افکارو په باب يوه تحليلي څيړنه ده ،چې په دې کې يې د خوشحال بابا شعرونه راوړي دي ليکن په عين حال کې يې هغه تحليل کړي دي،او له خپل تحليل نه يې د خوشحال بابا څيره په کې راځلولې ده))
 دروسې دفدراتيف جمهوريت دعلومو اکاډمۍ غړې اومشهورې ليکوالې چې په پښتو ژبه هم ځېني اثار لري ميرمن آ.س.گيراسيموا دمرحوم استاد الفت هغه سمينارته چي په ۲۰۰۱ دمالمو په ښارکي دافغان روړاندو اوافغاني کلتوري ټولنوپه نښت جوړشوۍ و پخپله رالېږل شوې مقاله کې ليکې :(( دالفت شعر له حکمته ډک  او آرام دۍ ،دژوندانه او مرگ ،حرکت او سکون اوپيغام رسونکي په توگه دشاعر دونډي په اړه پکې دفلسفي تفکر نښې  له ورايه ليدل کيږي .))
محترم محمدگل وطنپال دياني دالفت صاحب په باب ليکې : (( استاددهغو کلتوري اوټولنيزوکمښتونواو نواقصو ته هم گوته نيسي چې ملي وحدت،ملي هويت اوملي اصالت ته ضرراو تاوان رسوې .))
 ارواښاد گل پاچا الفت په هيواد کښي دخپل عصر دملې دموکراتو دډلې يو له سرغندويانو او زحمت کښو وطنپالو مبارزينو څخه شميرل کيږې .هغه په افغانستان کښي دويښو زلميانو چې يو دموکراتيک نهظت ود فعال غړې په توگه په هيواد کښي ددموکراسۍ ،ټولنيزعدالت دراتگ اوټينگښت لپاره زيات زيار ايستلی دئ ،هغه په دولت کښي داداري فساد اوپه ټولنه کښي داجتماعي ناانډولۍ خرافاتو سر سخت مخالف انسان و . الفت صاحب په خپلو شعرونو کښې نه يوازي داچې ټولنه يي منعکسه کړيده بلکه په ټولنه کښي يې دټولو ناخوالو پرخلاف دشعر اونثرپه ژبه خپل غبرگون ډير واضح او روښانه څرگند کړی دۍ .
 استاد گل پاچا الفت ډيرې سياسي او تاريخي ليکنې ، مقالې ، وينا وې او طنزونه لري  چي نه يوازي  په هغه زمانه  کې د ارزښت وړ وه  بلکې اوس مهال هم د ټولنيزو ستونزو د حل لپاره په هغوباندي پوهېدل ډيري گټوري پالي لري . زموږځوان ليکوال او څېړونکي  بايدله دغو مقالو،اشعارو او طنزونو څخه پخپلو ليکنو کې د سرچنې په توگه استفاده وکړي  .
  گل پاچا الفت د ټولنې د اصلاح اوخير لپاره ځينې سياسي طنزونه په دري او ځينې په پښتو ژبه دي . په ١٣٣١ هـ ل کال د اولس اونيزې په ٣٩ مه گڼه کې د استاد يو دري سياسي طنز د (( شرايط وکيل رجب خان )) تر عنوان لاندې خپور شو. چي تر اوسه دپوهانو اوسياسي څېړونکوپر ژبه دي  .
محمودنظري  دالفت صاحب دکنايې اوطنز په هکله پخپله يوه ليکنه کي وايي :
د الفت صاحب شعرونه لږ خواږه او ډیر دترخو طنزونو توکې لري، چې بېله کومې ویرې سیا سي، ټولنیزو بدو کړو ته ګوته نیولې اوهغه یې رسوا کړی اوله هغه نه یې کرکه ښوولې ده
هغه په ظاهر کې چوپ دی شعرونه يې ساده او روان دي خو په شعرونه کې يې سکروټې پرتې دي لکه پر انګار چې ایرې پرتې وي او په پو کولو سره سره غورځکه ترې پورته کیږی چې د کږو خلکو ږیرې ا و مخونه سوځي
هغه له ډول ډول غلامیو څخه پرده پورته کوي او وايي دا ټوله یو دی یوازې يې وخت او زمان یې نوم بدل کړی دی او بیا د بیان د آزادي ګټو ته ګوته نیسي اوولس د هغه په ارزښت پوهوي
زه پټی سترګی نه يمه په هرڅه اوس پوهيږم
په خلاصو سترګو باندی ماجهان ليدل دی
له دامه که دی خلاص کړم په قفس کښی دی ايسار کړم
صياده ؟ ماخو څو رنګه زندان ليدلی دی
عمل چی وی ازاد او انتقاد په کی بندی وی
ماهلته د ظلمو نو سخت طوفان ليدلی دی
که هريورانه وژنی خيال او فکر مومه وژنه
په دی کی می وطن ته لوی تاوان ليدلی دی
تور یا تریخ طنز لکه د جراحي چاړه تیزه او پاکه ده اولکه د واښو شیره ترخه ده چې یوازې د نا علاجو ناروغیو لپاره په کاریږی چې په عادی وخت کې هیڅ څوک په خپله خوښه عملیاتو ته زړه نه ښه کوي او ترخه شربت نه خوري
دغنا د تن جامه که مفلسی ده
د تقوای لباس کښې پته ابلیسی ده
په بل ځاي کي ليکي :
له همدې کبله د الفت صاحب دشعرونو اوليكنو زياته برخه، ټولنیزي او سياسي نیوکې دي چې د ټولنې د نيمګړتياوود سمون په پار یې ویلي دي .
یو بیکاره او ناکاره به کاردار کړی
یو بی واکه او بېوسه به واکدار کړی
د یابو زین او افسار به کړی دزرو
ګمان نه کړم چه بدل به یې رفتار کړی
الفت  صاحب په پښتومعاصر ادبي بهير کښي ديوه ځلانده ستورې پشان وځلېد،چې ځينو ادب پوهانوهغه ان دخپلې زمانې ((خوشحال)) وباله .
الفت صاحب ډير  اثاره لرى چي يوشمير ئي تراوسه ندي چاپ سوي ،خوله چاپ سوو اثاروله جملې نه ئې،غوره نثرو نه ، د ليكوالۍفن ، د زړه وينا ، لوړ خيالونه او ژور فكرو نه اوغوره اشعار ډير زيات شهرت موندلی .
الفت صاحب دخپل خدمت په وخت كښې د خوشحال خان ادبي جائزه او د ابوعلى سينا علمي جائزه لاس ته راوړى او دمعارف دويمه او د ستورى دريمه درجه نښانونو او ددويمې تقدير نامې په اخستلو هم بريالى شويدى .
زه بايد دې ټکي ته اشاره وکړم چي نه الفت اونه هم الفت غوندي کسان په خپل ژوندکي هڅول سوی اونه ئي هم درناوی سوی ،لکه چي پورته ورته اشاره وسوه په ژوندپه ئي په ډبرو ولو اوپر مرگ ئي دڅوشېبولپاره وير کوو. خودادالفت صاحب بخت بيدارسوچي پدي ورستيوکي دده نوم دخلکوپر ژبه دی .زما وړانديز دادی چي ځوان نسل تر هرڅه وژاندي دالفت په اثاروځان پوره پوه کژي ،په همدې اثاروکي دخلاصون لاره په ډيره ساده گۍ موندل کېداي سي .
داړونده دولتي چارواکونه په تکرار غوښنه کوو چي دپښو ژبې ددې ستر اديب او شاعر ټول ناچاپه لېکنې راټولې اوچاپ کړي .ترڅوله يوې خوائې دورکېدو مخه نيول شوې وي اوله بلې خوادهيواد راتلونکی او اوسنۍ نسل دالفت صاحب واثارو ته لاس  رسۍ پيدا کړي .
الفت صاحب  د استبداد په چوپه چوپتيا کې د آزادۍ او ديموکراسۍ چيغه پورته کړه اوپدې چيغه ئي افغانان  ويښتيا ته راوبلل . الفت په خپل ژوندکي داپه ثبوت ورسول چي دمختليفو دولتي رتبواومقاموپه ترلاسه کېدو سره هغه يوه لحظه هم دخپل ربړېدلي ولس له دردونواوخواريونه ليري نسو اونه ئي هغه له پامه غورځولي
 ځکه  خوده ويل :
 زړه يې مه بوله تـورکـاڼـى د صحـرا دى
 په ليدودزخمي زړه چې زخمي نه شي
که دالفت په ليکنې دهغه په ژوندکي دپام وړنه وې،ځکه خوبه هغه تل سرټکاوه او ويل  به ئي ((اوس ئي که څوک نه لولي   عالم په خوب ويده دی ټول .))  پدې هيله چي اوس دهغه له مرگ نه څوکاله وروسته زموږ ځوان نسل ورته متوجه سي ،دهغه ټول اثار مطالعه اودهغونه په الهام اخيستلوسره دخپل هيوادپه جوړونه اوبشرته دخدمت مصدر وگرځي .
   زما وروستى وړانديز دادى چې د ټولنې د اصلاح او د ټولنيزو ستونزو د حل لپاره دغه سياسي ليکنې اوس هم بايد د هيواد په خپرونو او انترنيټ  پاڼوکي  په مسلسل او منظم ډول خپر ې او چاپ شي ، تر څولوستونکی وکولاي سي هغوته لاس رسۍ ومومي .
مرحوم استاد گل پاچا الفت  زموږ دهيواد دپښتو ادب دپنځو ستور له جملې څخه يو ځلانده او تل پاته ستوری دۍ . روحدې ښاد اويادې تل پاتی وي  دې ښاد او ياد دې ابدې وې 
داليکنه چي دپياوړي شخصيت دزېږېدو ((۱۰۱)) کليزي ته ډالۍ سوېده دهغه پدې شعر رالنډوم :
 
زما خوب
وربل يې ما په خوب کې پرېشان ليدلی دی
ستا بخت خو مې رقيبه دغه شان ليدلی دی
د ګلو هار په غاړه محبوبا شوه راحضوره
بلبله دا وطن مې ګلستان ليدلی دی
کارغان به پکښې نه وي بلبلان به پکښې وي
باغونه به سمسور وي ما باغوان ليدلی دی
دا توره شپه به خدای کاندي په مونږ باندې سبا
سپين مخ مې چې سبا غوندې روښان ليدلی دی
تعبير يې کړی ما ــ په ظالمانو به چپه شي
چپه کاکُل مې خوب کښې د جانان ليدلی دی
مهار به دې په پوزه شي د سرو زرو خاونده
په سرو شونډو دپاسه مې پېزوان ليدلی دی
زه پټې سترګې نه يمه په هر څه اوس پوهيږم
په خلاصو سترګو باندې مې جهان ليدلی دی
له دامه که دې خلاص کړم په قفس کښې دې بندي کړم
صياده! ما خو څو رنګه زندان ليدلی دی
که هريو رانه وژنې خيال او فکر مې مه وژنه
په دې کې مې وطن ته لوی تاوان ليدلی دی
................
 
  
 
 
يادونه :
داطلاعاتو اوفرهنگ وزارت په وب پاڼه  کي  دالفت صاحب دوفات د۳۰ تلين په مناسبت خپره سوې لنډ ژوندليک کښي ليکل سی چي ((د حقوقو او ادبياتو په پوهنځيو کي د استاد په توگه او دغه راز دقومونو او قبايلو د چارو د وزير په توگه هم دندې ترسره کړې ))
الفت صاحب هيڅ وخت دوزارت مقام ندی ترلاسه کړي . هيله ده چي محترم وزارت دغې لويي تيروتنې ته متوجه او هغه اصلاح کړي .
 
 

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1258

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1246

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1401

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1899

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6120

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…