د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دافغانستان دپياوړي ليکوال اوڅېړونکي غوث خيبري

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_sitephotos_ghaus_khaibari.jpg

دا څېرې د هېرېدو، نه دي

دافغانستان دپياوړي ليکوال  اوڅېړونکي غوث خيبري  لنډژوند ليک

دپيل خبري :

داليکنه پداسي وخت کي نشرته تياره سول چي دانترنت پاڼو درانه لوستونکي يوازي او يوازي هغه ليکنې ،خبرونه اومطالب لولې کوم چي دڅو اونيو راپد خوادافغانستان دجمهوري رياست دمقام  لپاره دټاکنوپرسر راپېښ جنجالونه  اوپدې اړه تاريکي برخې پکښي منعکس اوياسپړل سوی وي .

پدې پوهېږم چي اوس اوس دامسله ډيره توده اودورځي  خبره ده ،خودبلې خوافکر کوم اوس  ددې توري تيارې کوټې دجنجالونوپه اړوند دمعلوماتودلوستلو اوقيصوته له غوږ نيولو ډير کسان ستړي سوی دي ، ځکه ټول پدې پوهېږي هر نوم چي ورکړې بياهم پرېکړه لالا کوي .اوهغه زما اوستاسره زما اوستادهيواددسياسي  برخليک پر ټاکلو مشوره  زما اوستا حق نه بولي .ځکه نوانسان  هغه دعواموخلکو خبر ي سره هم ږغۍ کيږي چي وایی : چاپه کلي کي نه پرېښودخو ده ويل زما آس دملک کره وتړۍ .

فکر په دغه ډول حساسو شيبو کښي دخپلو منلو شخصيتوپه اړوند څوټکي لوستل به بې گټې نه وي اودسياسي سرخوږي سره به مو مرسته وکړي  .

له بده مرغه موږ دخپلو علمي اوفرهنگی شخصيتونو په ژوندکښي دهغوي  په درناوي نه پوهېږو اويائي نه کوو، خو دابايد له نړيوالونه ئې  زده کړواودې عاقلانه ټکي ته ټول له يوه سره پام واړوو چي هغوي دخپلوپوهانو څومره اوپه څه ډول درناوی اوعزت کوي .
پر قبر ژړادي په اورپسې شي ،مه ورپسې ژاړی ! داډول بې ځايه ژړاوي  هيڅ گټه نلر ي .
چي په ژوندئي په کاڼو ولۍ په پر جنازه ئي بيا دگلانو قطارول  دهغه اودهغه دکورنۍ ديوه غړي په درد هم نه خوري .

څه موده وړاندي دافکر راسره پيدا سو چي د اپياوړی ليکوال اوتاريخ ليکونکی د هيواد ځوان نسل ته وروپېژنم، ځکه زموږ د هيواد دپوهانو شاعرانو ،ليکوالو لنډه پېژنده داروښاد بينوا صاحب لخوا په اوسني ليکوال نومي کتاب کښي سوې ده ،په هغه کتاب کښي هم بينوا صاحب دښاغلي غوث خيبري  بيوگرافي ليکلې اودهغه نه ئي په درنو الفاظو يادونه کړې ده .

خوتر کومه ځايه چي تر دريولسيزو زياتوکلونوراپدې خوازموږ په هيوادکي په يوه اوبل نامه ،تريوه اوبل شعار لاندي ددولتي قدرت اوله هغه نه دخپلو شخصی گټوپه موخوداستفادې لپاره د امکاناتوبرابرولوپه  موخه  په درب جگړه روانه ده ،زموږ دغه  ځوان نسل چي  په جنگ جگړو کښي رازېږېدلۍ اولوي شوی دۍ دخپل هيواد دتاريخ اوتاريخي وياړنوڅخه تر ډيره بريده بې خبره ساتل کيږي . 

په حقيقت کښي دغه نسل دځوانۍ له له هغو مزو اوخوښيو څخه چي ديوې ټولنې ځوان ورنه برخمن وي  په ستر گونه دی ليدلۍ . دانسل تر ډزو لاندي دنياته راغلی ،په چيغو اوغلبلوکښې رالوي شوئ دی . دوي ته هيڅ وخت  دتعليم  اوتحصيل  زمينه  نده  برابره سوې ، همدا نن سبا هم يوازي دنازولواولادونه عالي تحصيلاتو اوياپه بهرکي دتحصيل دوام ته لاس رسۍ لري  . دهيواد غوڅ اکثريت ځوانان دهرڅه نه محروم  دي  .

که رښتيا ووايم همدا اوس چي زه دافغان زلمو د برياوپه هکله کله ناکله څه اورم ، له ځان سره وايم چي په رښتيا داخلک تر فولادو هم کلک دی . تاسو وگوری که دنړی په بل هر هيوادکښي که  داډول ستونزي ، خواری ، لوږې ، تندي ، بېکوری ، تهديد، تحقير اوجلاوطنۍ تيري سوې واي  اوس به دليونو يوه لويه اوبې پايه ډله ځيني جوړه واي ، خوداغيرتی ملت لوېږي ، مگر ماتېږي نه ، زورېږي  ، وژل کېږي ،مگر تسليمېږي نه ، دا ولس چي دفلسطين تر جگړې وروسته په نړۍ کښي تر ټولواوږدې جگړې سره لاس په گريوان دي ، دا يوديرش کاله کيږي چي هره ورځ ئي له کوراوکلي يوازي جنازې پورته کېږي ، بيا هم پخپله گدله کي پاچادی ،ځوانان ئي په نړيواله کچه په يوه اوبله سيالۍ کښي برخه اخلي  اولوړمقامونه ترلاسه کوي .

ددې ټولوښواوبدوسره بايد داومنو چي زموږ ځوان نسل ته خپل علمي اوفرهنگی شخصيتونه  ورپېژندل کېږي  ، دولتي اړونده چارواکي چي پدې هکله ځانگړي مسوليتونه لري  هغوي هم ياپر چوکی دپاته کېدو اويابلې تردې غوښن مقام  دترلاسه کېدوپه سياليوکښي شپه او ورځ مصروف پاته دي ، ملي او دولتي مسوليتونه يا ځيني هيردی اوياخوله سره پرې نه  پوهېږي ځکه خو دا ډارشته چي زموږ ځوان نسل بې خبره پاتېږي . که خداي مکړه داپروسه پدې بڼه دوام ومومي څو لسيزې وروسته به زموږ هيواد وال يو بې ريښې اوبې افتخاره ولس ته ورته يو ټولنه وي  لکه اوس چې زموږ دولس پر تاريخي وياړنو اوافتخاراتو دبهرنيو زبر ځواکو اوناشولټه گاونډيانولخوا سترگې پټېږي  هغه وخت به زموږ راتلونکي نسلونه هيڅ  هم ونلري .

پدې خاطر فکر کوم چي زموږ بې شمېره ځوانانوبه دمختلفو لامونوله مخې  دا امکان نه وي موندلی چي څولسيزي  وړاندي دبينوا صاحب پلاس ليکل سو کتاب  ((اوسني ليکوال )) ئې لوستلی وي!

که چيري کوم چاداکتاب لوستی وي نوپدې  ډاډه يم چي ځوان لوستونکی  به پدغه کتاب کښي يادسوی ليکوال ، پوهان اوشاعران ټول وفات سوی بولي ، پداسي حال کي  چي له نېکمرغه داسي نده تراوسه لاڅودگوتوپه شمير پخواني ليکوال  اوپوهان  راپاته دي، چي دهغوي ياد اودرناوی ديوه مقاس چوپړ په توگه  زموږ ټولوپر غاړه ده .

څه موده وړاندي دهمدې خيبري صاحب نه د بې بې سي لخواجوړسوی پروگرام کي دډيورنډ دکرښي دپيدا يښت اوتاريخي ارزښت په اړه يوه اورېدونکي  پوښتنه وکړه ، هغه دپوښتنې ځواب ورکړ، خويوه پخه اوتاريخي خبره ئي وکړه اوپدې خبره کښي ئي موږ  ته چي تردوي کشران يو گوته وڅنډل ، هغه وويل : ((وگوری په هغه وخت کي چي هيڅ امکانات  نه وه اودژوندستونزي اومشکلاتوسره هم لاس په گريوان وه بياهم زموږ عالمانو تحقيقات کول اودغه له دوي نه راپاته اثار ئي  چي اوس موږ پرې وياړو راپرېښودل ، دغه اوسنۍ نسل هم بايد زياته مطالعه اوڅېړنې وکړي  اودعلمي تحقيقاتوپه پايله کښي علمي اوتاريخي اثار وليکي ،کنه هرڅه به ورک سي )) 
بلې دا رښتيا خبره ده . ښه اوپر ځاي کارخوداوو دغه دولت اودولتي چارواکي چي ددموکراسی  ،علم اومعرفت ته داحترام اودرناو په ډوهل ئي زموږ غوږونه راکاړه کړل  ،دافغانستان دغه  دگوتوپه شمير پوهان ،ليکوال اوڅېړونکی چي همدا اوس په بهرکي دمهاجرت په ستونزمنو شرايطوکښي شپې او ورځې سباه کوي  په ډير عزت اودرناوی سره خپل هيوادته راستانه کړې واي  اوددوي لپاره ئي  دژوند داسي شرايط برابرکړی واي تر څودوي دعمر په ورستيو شپو او ورځوکښي له يوې خوا د خپلو هيوادوالو درناوی لمس کړی واي اوبلې خوائي دژوند داپاتې شېبې د علم اوپوهې په ډگر کښي افغان ولس دخدمت په لارکښي تيرې کړي واي .

 بدبختي خو داده چي موږ داډول شخصيتونه  ژوندني په ډبرو ولو،کله چي خداي نخواسته وفات شي بيانوله جمهوررئيس نه نيولې ټول ددوي په وصف کښي ليکنې اوپيغامونه خپروو. هغه پيغامونه اود تمسااوښکی تويول  به دغه عالم چي نفس ئي ورکړ اوپه ابدي ژوندپوري پيوندسوڅه کړي ؟؟؟  دهغه به کوم دردپرې دواشي ؟؟؟  هغه خوله دغه ارمان سره چي په خپل هيوادکي بېگانه اوپه خپل ولس کي نابللۍ و له دې نړۍ څخه  ارمانجن اوناهيلی ولاړ!  هغه دخپل ځان په مقابل کښي دخپل ولس اودولتي اړونده چارواکو بېتفاوتي اوسپک چلند بده خاطره له ځان سره گورته يووړ ه . پسله مرگه چي ديوچاهر څومره عزت وسی هغه ئي خپله نه احساسوي  ،اونورپوهان هم پدي ډول کړنو نشې هڅول کېداي .

زه ديوه افغان په توگه دځوان نسل سره دافغاني مينې اوددوي په وړاندي دمسوليت په درکولوسره کوښښ کوم که تکرار هم وي دوي ته دليکنوپوسيله ورپياد کړم چي تاسو پياوړي پوهان ،ليکوال اوڅېړونکي لري دهغوي عزت که بل څوک نه کوي تاسوئي بايددخپلوعادي ساده او لږوامکاناتوپه لرلوسره وکړئ .

هغه داچي ددوي په وياړ اوددوي پر ليکل شوو اثاروباندي ځانونه پوه اوبيا دبحث  په نامه  يوپه بل پسې غونډي جوړي کړی اوپدې غونډوکښي دوي ته بلنه ورکړی اوددوي نه وغواړی چي ستاسوسره  پر يوه کمبله  اويوه چوتره کښېني اوتاسوپه خپلو عالمانه اوله تجريبونه ډکو خبرو اوپيرزوينوونازوي .

زه له نوروگيلونه تېرېږم  ځکه زموږ دپردوپلاس نازولي دولتي چارواکي خوپه خپلو چړچو اخته اوعام ولس مودقدرت پر سرله جگړوسره لاس په گريوان دي خو يوه خبره کوم پدې لارکښي دنوروپه څنگ کې په افغانستان اوبهرکي فرهنگي ټولنې هم پدې اړه تاريخي مسوليت لري .

راځم اساسي خبري ته ، ماغوښتل دغوث خيبري صاحب بيوگرافي ترهغې چي په وکيپېډيا ويب پاڼه کي دافغان زلمو په مټ خپره سوې ده يوڅه نوې اومکمله کړم . اوپدې بهانه ددې پياوړي ليکوال اوڅېړونکي درناوی  پر ځاي کړم .  خوله مانه ښاغلي ولي عبدالله  دبې بې سي راډيوتکړه اوخوږ ژبی ژورنالست ځان دمخه کړ اودښاغلي غوث خيبري لپاره ئي د بې بې سي راډيو ((  د اومې ستوډيو مېلمه )) پروگرام په مټ دخپلې راديو اورېدونکوته دغوث خيبري سره دمخامخ خبرو او زړه خواله امکانات برابرکړ ه ،که څه هم  دداسي علمی شخصيتونولپاره نيم ساعت ديوې ثانې غوندي برېښي ، مگر بيائي هم  دهمدې ځوانو ژورنالستانو کور ودان چي دخپلو ژورناليستيکواوکاري امکاناتونه په گټي اخيستوسره ئې  ددي وياړلی شخصيت ياد زموږ د هيواد والوپه مغذونو او زړونوکښي را تازه  کړ  .

زه  ديوه افغان  په توگه دښاغلي  ولي عبدالله اودده له ټولوهم مسلکانواوملاتړوڅخه دمننې په څرگندولوسره غواړم ددې پياوړي علمی شخصيت دژوند اوتاريخ  دتاريکوبرخوروښانوونکې  لنډه پېژنده ددې ليکنې په مټ تر تاسو درنو لوستونکوپوري درورسوم  .

غوث خيبري  لنډژوند:

ښاغلي غوث خيبري  (غلام غوث خيبري) د پاينده ګل خان زوی او د شيخ عبدالرحمن لمسی دی ،چې په ۱۳۱۲ ل ،هـ کال د ننګرهار ولايت د کامې د ولسوالۍ د سنګر سراي په کلي کې نړۍ ته سترگې پرانستي دي .

استاد عبدالروف بينواپخپل  کتاب (( اوسني ليکوال -  لومړي  ټوک )) کښي دغوث خيبري دزېږېدلونېټه کال ۱۳۱۰ ل، هـ  ليکلې ده ،مگر خپله غوث خيبري   ۱۳۱۲ خپل دزېږېدوکال بولي .

زده کړې

ښاغلي غوث خيبري خپلې لومړنۍ زده کړې دخپل ټاټوبي په لومړني ښوونځی کې کړي اومنځنۍ زده کړې يې د کابل ښار په تجارت ليسه کې پاي ته رسولي .

ښاغلي خيبري دهغې علاقې له مخې چي دتحصيل سره ئې درلوده ،کله چي ئې په هندوستان کي رسمي دنده لرل  دهمدې موقع نه په گټه اخيستلودډهلي پوهنتون په ډهلي کالج کښي دعالي تحصيلاتودترلاسه کېدوپه موخه شامل سواود((BA))   لسانس ديپلوم ئي  په بری سره ترلاسه کړ .

ښاغلي غوث خيبري وايي : ((د همدې پوهنتون په کتابتون کښي مي داسي مهم او د ارزښت وړ کتابونه وکتل چي زماپر ذهن اوفکرئې ژوره  اغېزه وکړه اودهمدې اغېزې له مخې ماخپل لومړنۍ تحقيقاتي اثر (نوميالي افغانان  يا دهند په تاريخ اومدنيت کې دافغانانو برخه ) په نوم  کتاب وليکۍ چي  څوکاله وروسته ئې  دوخت دحکومت داړوند چارواکولخوا دهيواد د وتلو پوهانوله نظرونواخيستواو ارزونې وروسته دغه څېړنيز او تاريخي کتاب  دابوريحان  البېروني لومړۍ درجه  علمی جايزه وگټله اود همدې حکومت دخپرونو دلوي رياست لخواچاپ اوخپورسو چي داوخت په ټولوکتابتونوکښي پيدا کېداي سي .))

ښاغلي خيبري دتليفون په مټ راته وويل چي دډهلي پوهنتون ډهلي کالج  دزوړ  ډهلي داجميري گيټ په سيمه کې پروت ؤچي جوخت ورسره دمغلي دورې ديوه مجاهد اومېړه غازي الدين خان مقبره يا ارامگاه هم هلته وه چي تر نن ورځې پر خپل حال پاته ده .

ددې لپاره چي دالدين په اړه لوستونکي سمدلاسه معلومات ولري  ،ښاغلي خيبري صاحب وړاندي وويل : (( دتاريخي څېړنوله مخې غازي الدين خان په خټه پښتون اويوتکړه جنگيالۍ ؤ.))

ښاغلي غوث خيبري دغه شان دژورناليزم يوکورس چي دمطبوعاتوپه مستقل رياست کښي دامريکا یي پرو فيسور جالف لخوا جوړ اوخداي بخښلی استاد صباح الدين کشککي یې مرستندوي ؤپه بریاليتوب اودلو ړې درجې په اخيستلوسره پاي ته ورساوه .

دوخت اوزمان په تېرېدوسره دمطبوعاتو مستقل رياست چي دکابل هوټل اوسني ((سرينا) هوټل ته مخامخ  دارگ دېوال ته څېږمه ئې تعمير وو، دوزارت کچې ته لوړاو داطلاعاتو اوکلتور وزارت نوم ورباندي کښېښودل سو

مطبوعاتي دندې اودولتي کارونه  :

بينوا صاحب ليکي ښاغلی غوث خيبري دتحصيلاتونه پس په لومړي ځل په کابل کښي دکرهڼي اولاسي صنايعود بانک دکتابخانې آمر مقرر سو. اوپه ۱۳۳۵ کال دعقرب دمياشتي په لومړۍ ورځ دمطبوعاتو دمستقل رياست دداخلي خپرونودمراقبت ندير مقررسو.دغوث خيبري په وينا هغه  په ۱۳۳۸ ل،کال دمرحوم عبدالروف بېنواپه وړانديزچي دکابل راډيو درئيس په توگه ئي دنده سرته رسول دهغه وخت دکابل راډيودرياست دخپرېدونکي ارگان ((پښتون ږغ))مياشتنۍ مجلې دمسؤل مدير په توگه وټاکل سو. البته وروسته بيادغه مجله پنځلس ورځنۍ شوه اوپه هره گڼه کښي ئې  دانگليسي لوست په نوم يوه جلا پاڼه دمجلې گډونکوونکوته دلوستلو لپاره ورکول کېدله ، همدا ډول پدې مجله کښي دافغاني موسيقي او هنرمندانوپه اړوند دستاينې وړ معلوماتونه خپرېدل .

ښاغلي غوث خيبري په۱۳۴۸ کال دننگرهار ولايت  داطلاعاتو او کلتور وزارت  دشعبې مشراوددغې دندې سره يوځاي ئې دننگرهارورځپاڼې مسؤل مدير دنده ورپغاړه وه .

دمرحوم دادوخان تر کودتاوروسته  کله چي دجمهويت په نامه ورځپاڼه خپرېده ،ښاغلی غوث خيبري ددې ورځپاڼې دتدقيق دشعبې مدير اود ليكونكي ډلې غړى وټاکل شو، هغه دورځپاڼي دپښتو سرمقالو (ايدي توريال) ليکونکی چي هره ورځ ئي بايدپښتوکامنټي هم کښلې واي .

غوث خيبري وايي يوه ورځ مادورځپاڼې په يوه سرمقاله کښي دسيد جمال الدين له نامه سره دافغان پر ځاي پښتون وليکی ،خوپدې کارسره ماته دموسسې دمشر ډاکتر سهيل لخوا اخطار راکړه سو. 

په ۱۳۵۱کال  ښاغلي غوث خيبري دکندهار داطلاعاتو اوکلتور دشعبې مشر اوله دغې دندې سره يوځاي ئې دافغانستان دمطبوعاتوپه تاريخ کښي وتلي اوپېژندل سوي ورځپاڼې ((طلوع افغان)) دورځپاڼې دمسول مدير دنده هم پر غاړه درلود.

ديادولووړده چي دلومړي ځل لپاره ښاغلي غوث خيبري دروزگان ولايت لپاره د ((روزگان)) په نامه ديوې جريدې دخپرولوچاري سمبال کړې  .

خيبري صاحب وايي چي دروزگان دجريدې درسمي ويشلو مراسم  دروزگان ولايت دترينکوټ  په ښارکي دکندهار والي خداي بخښلي محمد ايوب عزيز چي دسردارمحمد داودخان له کورنۍ سره ئي تړاو درلود اودروزگان والې ارواښاد مير حبيب سهيلي په گډون ديوې درنې غونډي په طرڅ  کي تر سره شول .

تر څه مودې وروسته  ددې اونيزې دخپرېدومسؤليت يوبل روڼ اندي ته چي نورمحمد نومېده وسپارل سو.

دنېکه مرغه دادۍ درې کاله پوره کېږي چي د ((روزگان)) په نامه مهالنۍ ملي خپرونه  دسويډن له هيوادنه دافغان روڼ اندو اوپوهانوپه هڅونه اوقلمي ملاتړزماپه اداري مسؤليت خپرېږي ،او دامکاناتو په چوکاټ کښي  په ټول افغانستان کي  ددې خپرونې مينه والوته وړيا رسېږي  . بايد څرگنده کړم  چي د ((روزگان )) په نامه دکومې اونيزي دخپرېدوپه اړوند ما هيڅ ډول معلومات نه درلود،کله چي مې وغوښتل ددې خپرونې نشرته ملاوتړم  په بهر او افغانستان کښي دزيات شمير پوهانو اوعالمانوسره دمشورو په لړکښي دخيبري صاحب سره هم وږغېدم ،کله چي مې له خيبري صاحب سره دامسله شريکه کړه چې غواړم  دروزگان په نامه له سويډن څخه ديوې  مهالنۍ خپرېدوته ملاوتړم ، هغه داکار ډيره زياته  استقبال کړه اوهغه وخت ئي هم داخبره راته وکړه ، چي کله ئې په کندهار کښي کار کاوه  دروزگان په نامه ديوې اونيزي دخپرېدوکار پيل کړ .

 په همدې اساس ښاغلي غوث خيبري په قلم  دروزگان د مهالنۍ خپرونې  په لومړنۍ گڼه کښي ددې خپرونې دنامه په هکله چي ولي ((روزگان )) ليکو اونه ((ارزگان)) يوه مفصله څېړنيزه مقاله خپره سول .

دپښتون ږغ دمجلې نه وروسته  ښاغلي خيبري ته دمطبوعاتودمستقل رياست دکورنيو خپرونودڅارنې او سانسوردنده ورترغاړې سوه، چي دسينماگانو دفلمونو((هندي ،امريکايي ،اروپايي اوروسي ) سانسور اودټولنې داخلاقواوسياسی باريکۍ په نظر کي نيولوسره سم ورته دنشر اونندارې ته اېښودلو اجازه ورکول کېده .

دښاغلي غوث خيبري په وينا دکتنې او اومراقبت  لپاره لوړپوړي مطبوعاتي اودبهرنيو چارودوزارت اړونده چارواکي ديو هيئت په ډول ټاکل سوی ول .دبېلگې په توگه استاد عبدالرشيد لطيفي ،عبدالحميد مخمور (چهاردهي وال)،استاد امين الدين انصاري ،استاد عبدالروف بينوا،دبهرنيو چاروزارت مامور ناصر ضيأ اوداسي نورکسان وه چي کله ناکله به پدې کمېټه کښي بدلون هم راتلۍ .

په همدغو کلونوکښي ښاغلي خيبري دهندوستان دحکومت په موافقه دافغانستان دحکومت داړونده ادارې لخوادهندوستان  آلنډيا راډيو((  All India Radio  )) چي دنړۍ په مختلفو ژبودهغه جملې په پښتوژبه هم خپرونې لري دپښتو څانگي  دوياند اوتاريخي افغاني فيچرونودليکوال په توگه  وټاکل شو.

ښاغلی خيبري نژدې اوه کاله په هند کې د آ ل انډيا راډيو د پښتوخپرونې وياند اود تاريخي اوادبي مقالو ليکوال پاتې شوی  .

دڅوکلونو چوپړنه وروسته هيوادته دراستنېدوسره سم غوث خيبري داطلاعاتواوکلتورپه وزارت کښي دپښتو دپرمختيا د رياست مرستيال وټاکل شو. پدې وخت کي ددې رياست  درئيس دنده د ښاغلي محمد ابراهيم  خواخوږی او داطلاعاتو اوکلتوردوزير دنده دښاغلي ډاکتر عبدالرحيم نوين پر غاړه وه .

ښاغلي خيبري دهمدې دندې پر مال دهمدې رياست لخواتاريخي مهم او ارزښتناک ناول ((ابدالۍ توره )) او تر هغه وروسته سياسي فرهنگی کتاب (سياسي جېبي دايرة المعارف )چي له اردو ژبې څخه پښتو ژبې ته ژباړل سوی  ؤ چاپ اوخپاره سول .

له دېنه مخكې يې دوه ټوكه مستقل كتابونه، چې يو يې(( ديوانه )) اوبل  پښتوتاريخي  ناول د(( اور لمبې)) په نوم  و ، د ((پښتو ټولنې)) له خوا چاپ او خپور شو. په دې كتاب باندې سريزه استاد ګل پاچا الفت ليكلې او يادونه په كې پوهاند رښتين كړېده .

په همدې وخت کي  ديوه تاريخي مطلب  پر سرباندي چي دروهيله دپښتنوديوه ستر شخصيت په هکله و دپوهاندصديق الله  رښتين اوغوث خيبري تر منځ قلمي شخړه دهيواد دورځپاڼي په څو گڼوکي  چي دجليل وجدي په مدريت خپرېدل  په پرله پسې ډول  راښکار سوله .

دغوث خيبري ځيني ليکنې او چاپي اثار دنړۍ نورو ژبوته هم د هغو هيوادودپوهانو او اديبانوپه مټ ژباړل سوي دي دبېلگې په توگه د پښتو ټولنې له خواچاپ شوي  ناول  (د اور لمبې) په  نوم د پخواني شوروي اتحاد د علومو د اكاډمۍ د غړي استاد صولت شاه مهرګن اوف له خوا په روسي ژبه وژباړل شو او په مسكو كې د حكومتي خپرونو د ادارې له خوا چاپ اوخپور شو.

دسردارمحمد داودخان دجمهوري رياست په دوران کښي دهغه لخواديوه فرمان په صادرېدوسره په مطبوعاتو اوفرهنگی ټولنوکښي قومي اوقبېلوي تخلصونواولقبونو استعمال منع اعلان سو ، چي غوث خيبري هم خپل تخلص له خيبري نه په ((شهامت)) تبديل کړ او د ننگرهار دورځپاڼي چلول ئي دغوث شهامت په نامه پيل کړه اودغه تخلص دکندهار دطلوع افغان  دورځپاڼې دمسوليت پر وخت هم پر خپل حال پاتې شو، اودسياسي  دايرة المعارف کتاب هم دغوخ شهامت په نوم چاپ اوخپور سو.  دجمهوريت دورځپاڼې په دوهم مخ کې هم غوث شهامت وليکلو.

بينوا صاحب دغوث خيبري له يوبل پټ راز نه هم پرده داسي پورته کوي او ليکي : ((ښاغلي غوث خيبري لومړۍ پټاني تخلص درلود وروسته بيا خيبري سو، اوځيني مقالې يې په مستعارو نومونولکه (آرزومند،آشوب ،هنگامه ) نشر سوي دي .

کله چي دسردارمحمد داوخان پر ضد پوځی کودتاوشول اودولتي حاکميت يوه سياسي گوند تر لاسه کړ، دکندهار په ولايت کښي دغوث شهامت  يا غوث خيبري پر ځاي دحاکم گوند له اړوندانوڅخه يونفر پدې دنده وگمارل شو اوغوث خبري په کابل کښي داطلاعاتو اوکلتوردوزارت دبهرنيوخپرونودمدريت غړی او وروسته ددې ادارې لوي مدير وټاکل شو.

په علمي کنفرانسونو اوسيمينارونوکښي گډون :

ښاغلي خيبري په زيات شمير علمي  او ادبي سمينارونو اوکنفرانسونو کښي فعاله گډون کړی چي دهغې جملې نه دبېلگې په توگه ددخواجه عبدالله انصاري علمي کنفرانس ، دروښانيانو فرهنگی تاريخي سمينار، دبايزيد انصاري شخصيت اوعلمي مقام سمينارپه کابل او دخوشحال خان خټک په اړه علمي اوفرهنگی سمينارپه پېښورکي يادولاي سو.

د علمي او كلتوري خدمتونو په لړ كې  بهرنيو هيوادونوته رسمي اوکاري سفرونه  :

ښاغلي غوث خيبري تر دغه دمه چي په هيواد کښي داوسېدوشرايط ورباندي داسي تنگ سول چي درژوند دوام ورته زندان اويامرگ وو ، دخپل علمي اوفرهنگی چوپړ په دوران کښي لاندي هيوادونوته کاري سفرونه کړي دي :

ازبكستان، تاجكستان، چكوسلواكيه، هندوستان ،  پاكستان،  روسيه  او نور .

ښاغلي غوث خيبري راته وويل : کله چي د جنرال ضياء الحق د حكومت اودبوټو د صدارت په دوره كې د پېښور په پوهنتون  كې د خوشحال خان خټك علمي سيمينار جوړ شوى و د حكومت له خوا زه د يو ادبي هيئات سره په دې سيمينار كې د برخي اخيستو لپاره ولېږلم . په دې هيئات كې زما سره خداى بخښلى امان الله سيلاب شاعر نصر الله حافظ شاعر او غلام محي الدين ايوبي ژورنالست ملګري وه او د پېښور پوهنتون پښتون سټوډنټس يونين په غوښتنه مو د ځان سره يوه هنري ډله، چې خداى بخښلى استاد اول مير، خداى بخښلى محمد دين زاخيل او طلا محمد هم په كې شامل وه . پدې وخت کي افراسياب خټك د يونين مرستيال او عليخان محسود د يونين رئيس و. په دې سفر كې زمونږ خدمت ډېر مهم او ارزښتمند ثابت شو او د خپل دولتي مشر سردار محمد داود له خوا ستاين ليكونه- تقدير نامې او نقدي مكافات هم راكړل شول .

ستاين ليکونه  :

ښاغلي غوث خيبري ته دده دعلمي اوادبي چوپړ اوصادقانه خدمت په پايله کښي  دولتي  جايزې ، تقدير نامې اوستاين  ليکونه ډالۍ سوي دي  .

ځانګړي وړتوبونه :

غوث خيبري د پښتو او دري ژبو تر څنګ په اردو او انګرېزي ژبو هم پوهېږي . هغه د افغانستان په دواړو رسمي ژبو (پښتو او دري) ګڼ شمېر کتابونه کښلي دي .

ښاغلي غوث خيبري تر پنځوس کاله زيات  په پښتو اونورو ژبوتاريخي ،ادبي  ليکنې کړي .

ښاغلي غوث خيبري يو له هغو لومړنيو ليکوالوڅخه شمېرل کېږي چي دناول ليکنې په برخه کښې غښتلی قلم اولوي لاس  اوزيات شهرت لري . زما په اند غوث خيبري يوله هغو ليکوالو  اوڅېړونکو څخه دی کوم چي دناول اوقيصوپه ژبه  تاريخ  اوتاريخي پېښي ئې تر ډيرو ليکوالوپه ښه بڼه اوساده ژبه  تر نوی نسل پوري رسوي .

زماددې خبري پخلی مرحوم بينوا صاحب په خپل تاريخي کتاب اوسني ليکوالي کښي داسي کوي : ((ښاغلي خيبري له اتم ټولگی څخه په مقاله ليکلو شروع کړې ده او ورځ په ورځ يې له ليکلواو ادب سره مينه زياتېده ،په تېره بياپه افسانو ليکلو کي يې زيات مشق کاوه ،څوچي وروسته يې دنويسنده گۍ په دنياکي  همدا دافسانو ليکلولارځانته غوره کړه او اوس ددې لاري يو تکړه  اوبريالی لاروی دئ .

دده افسانو زياتره له تاريخي پېښوڅخه الهام اخيستی دئ چي هغه هم اکثره افغاني تاريخ پوري اړه لري. ))

 ښاغلي حبيب الله رفع  هم پخپله يوه ليکنه  د((پښتو لنډه کيسه ))  کښي ليکي  :  تر ۱۳۳۰لمريز( ۱۹۵۱ع) كال راوروسته په افغانستان كې كيسه ليكنې ته ځانګړې پاملرنه وشوه او داسې كسان رامنځته شول چې پښتو كيسې ته يې اساسي كار وكړ، دغه كسان تر ډېره حده د نړۍ له نويو ادبياتو سره اشنا وو او داسې لنډې كيسې يې وليكلې چې زموږ په كيسه ليكنه كې يې نوې تجربې ګڼلاى شو او په دې برخه كې دغه ليكوال د يادونې وړ دي : حبيب الله تږى، ميراجان سيال، نورمحمد تره كى، عبدالرؤف قتيل، سعدالدين شپون، غوث خيبرى، محمد موسى شفيق او يو شمېر نور دي .

هغه پدې هکله چي دښاغلي غوث خيبري ناول اوکيسې کوم مسائل په خپله غېږکي رانغاړي وايي : . . .

د غوث خيبري لنډې كيسې تاريخ په خپله غېږه كې رانغاړي او تاريخي پېښې هنري كوي چې د " هغه وژړل" په مجموعه كې راغلې دي .

غوث خيبري دافغانستان دتاريخ اوپه ځانگړې توگه دورستيو سلوکلونواوپه ځانگړ توگه دډيورند دلعنتي کرښي دعلل اودلايلوپه اړوند دپراخ اوهر اړخيزه معلومات څښتن دی .

غوث خيبري دخپل تير سوی  ژوند په دوران کښي بې شميره مقالي اوليکنې کړي ،که ټولې راوشمېرل سي سلهاوو ته رسېږي .

تر دې دمه دليکوال لاندي مستقل كتابونه چاپ اوخپاره شوي دي :

۱/ لکه های خون -(په دري ژبه )د تاريخي لنډوکيسو ټولګه  (د انگريزانو په ضد د پښتنو مبارزې) دچاپ کال  ۱۳۳۵

۲/ طوفانها -(په دري ژبه ) تاريخي ناول (د استعمار په ضد د پښتنو مبارزې) – چاپ کال ۱۳۳۶

۳/ تفنګداران خيبر -(په دري ژبه ) تاريخي ناول (د انګرېزانو پر ضد د پښتنو مبارزې) دچاپ کال ۱۳۳۷

۴/ ديوانه - (په دري ژبه )عشقي ټولنيز ناول . دچاپ کال ۱۳۳۷

۵/د اور لمبې - تاريخي ناول دچاپ کال ۱۳۴۲

۶/ ابدالي توره - تاريخي ناول (په هند کې د ستر احمد شاه بابا د جګړو يوه ګوښه) دچاپ کال ۱۹۷۴م

۷/ اراکوزۍ پېغله او مقدوني سکندر - تاريخي ناول (د سکندر سره د يوې پښتنې اتلې جګړه)

۸/ هغه وژړل - د تاريخي لنډو کيسو ټولګه دچاپ کال ۱۳۴۴

۹/ پردېس - د کډوالو د ژوند يو انځور (د لنډو کيسو ټولګه) دچاپ کال  ۱۳۶۶

۱۰/د کندهار ناوې - تاريخي ناول (د انګرېزي ښکېلاک په ضد د يوې پښتنې جګړه) ۱۳۵۳

۱۱/د ګوګا منډه لېوان - د لنډو کيسو ټولګه .

۱۲/پاکه وينه - تاريخي ناول (په هند کې د لودي پښتنو په اړه دی)

۱۳/ قهرمان ميميرد - تاريخي ناول (د برتانيوي ښکېلاک په ضد د پښتنو مبارزه)

۱۴/ د مرګ سندره - تاريخي ناول (د برتانيوي ښکېلاک په ضد د پښتنو مبارزه) ۱۳۵۰

۱۵/ لوی افغان شېرشاه سوري - تاريخي څېړنيز اثر .۱۳۵۱

۱۶/ د تيراه جګړه - تاريخي څېړنيز اثر (د انګرېزانو سره د پښتنو جګړې)

۱۷/ سياسي دايرةالمعارف علمي ،سياسي له اردو - ژباړه

۱۸/ نوميالي افغانان يا د هند په تاریخ او مدنيت کې د افغانانو برخه - تاريخي څېړنيز اثر .۱۳۶۷

۱۹/ په افغانستان کې توپان- تاريخي سياسي څېړنيز اثر (په افغانستان کې د سياسي تاريخي پېښو بهير)۱۳۷۸

۲۰/ پښتانه د کلتوري ښکېلاک په زنځيرونو کې - تاريخي سياسي څېړنيز اثر .۱۳۸۱

۲۱/ پښتانه د برهما، زردښت، بودا او اسلام په پېرونو کې - پوهنيز سياسي اثر .۱۳۸۵

۲۲/ پښتانه د افغانستان په افسانوي داستاني تاريخ کې - تاريخي سياسي څېړنيز اثر .۱۳۸۷

۲۳/ پښتانه د آريانا په کيسو کې - تاريخي څېړنې او ګروېږنې - چاپکال ۱۳۸۸

ناچاپه آثارئې :

د هند يادښتونه - تاريخي، سياسي، ټولنيز او څېړنيز اثر .په هندکي دليکوال داوسېدنې دوخت ياداښتونه.

د آزادۍ سندره – دلوېديځ ادب دځينو ټوټو ژباړه په ۱۳۶۸ کال دادبي لومړی  درجه جايزې گټونکې  .

دبې بې سي راډيوداومې سټډيودپروگرام سره په ميلمستيا کښي زماديوې پوښتنې په ځواب کې خيبري صاحب وويل : دژوند وروستۍ ارمان مي دادی چي يوکتاب وليکم البته دابه يوتاريخي کتاب اوناول وي  ، چي په هغه کښي به زه صاحبو پښتنې بي بي چي دافغان اوانگليس په دوهمه جگړه کې ئې په غزني کښي دکرنيل پالمر سره يوځاي دانگريزانوسره په مخامخ جگړه برخه درلوده ، غواړم داپښتنه افغانه بي بي صاحبو راژوندی کړم، هغې دپښتنوجنډه  پر اوږو ايښې وه اودانگريزانو سره جنگېدله لکه په کندهار کي داکرم نورزی  غازي ميرمن  چي پر سپين آس سپرېدل اودجنرال ناټ سره ئي جگړه کول .

 غواړم پدې وخت اوزمان کښي  يوځل بيا دابيرغ ددې پر اوږوکښېږدم . دخپل هيواداوسني نسل په ځانگړې توگه ښځينه نسل ته څرگنده کړم چي راودانگۍ دخپلوحقوقوغوښتنه اودخپل حق دعوه وکړی .

دافغاني اوپښتني هويت دثبوت لپاره يوگام پورته کړی . ځوان نسل بايد پد پوه سي چي داسي وياړلې ،غيرتي او تاريخي څېرې زموږ په هيوادکښي شته چي دوطن اوخپلواکی لپار ترخپل خواږه ژوندتېرېدلې اودنارينه وو سره ئي اوږه  پر اوږه دبهرنيو غاصبينوپر خلاف جگړه کې فعاله ونډه  درلود.

مدني حالت

ښاغلی خيبري په ۱۳۳۸ لمريز کال واده کړی، دوه زامن او څلور لوڼې لري .

مشر زوى يې خپلې لوړې زده كړې دنړيوالو اړيکو حقوقو په رشته كې په هندوستان او برتانيه كې ترسره كړي دي او س په سوريه كې د ملګرو ملتونو د كډوالو د ادارې حقوقي مشر صلاكار يا مشاور دى .

دريو لوڼو ئې د كابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځۍ او يوې لور ېې د كابل پوهنتون د ښوونې او روزنې پوهنځۍ پاى ته رسولي  .

كشري زوى ئې په جرمني كې زده كړې كړي او همدلته په جرمني كې كار كوي .

ښاغلي خيبري دټليفون  په مټ دزړه خواله راسره وکړه اوڅرگنده ئي کړه چي د پلار نيكه نه راپاتې كور او ځمكه مې په كلي كې پخپل حال پاتې ده، البته كور ته د راكټونو او جنګونو له امله څه زيان رسيدلى دى ،اميدوار يم چي يو ورځ ئي دآبادی اوبيا جوړونې توان پيداکړم .

خيبري صاحب وايي په ګران هېواد افغانستان كې مې وروستۍ حكومتي دنده د پښتونستان د اته ساعته او بيا درې ساعته ورځنۍ خپرونې اداره او چلول وه او دغه دنده څو كاله را په غاړه وه . په دې خپرونو كې ما هره ورځ درې او څلور ادبي- تاريخي او سياسي مقالې، چې د ليكلي اوخپرولې، چې د څوكالو په موده كې يې ښايي شمېر زرګونو ته رسيدلى وي. د همدې دندې په دوران كې ما هېواد پرېښود او د كډوالۍ په ژوند ورګډ شوم، چې تردې مهاله يې دوام كړى دى.

نوموړی د ډاکټر نجيب الله د واکمنۍ په وروستيو کلونو کې له افغانستان نه وتلی او د نورو افغاني کډوالو پشان کډوال شوی دی چې اوس د جرمني هېواد په يوه واړه ښار کې د کډوالۍ شپې او ورځې سبا کوي .

يوه گيله :

گليه خو مي داده چي :  ددولتي ارگانوتر څنگ کښي يوشمير فرهنگی ټولنې اواشخاص چي همدا اوس په کابل کښي دمختلفوملحوظاتو اويا اړېکوپر بنيادئې دا امکان پيداکړی چي  گويادپښتو دپياوړتيالپاره کله ناکله علمي اوڅېړنيزي  غوندي جوړوي دغه ډول کسانوته چي ساري ئي ډير لږ ليدل کيږي  دځينو بې ځايه تعصوبونوله مخې دگډون بلنه نه ورکول کېږي  اونه هم دهغوي لپاره پدې غونډوکي دعملي گډون امکانات برابروي ، غوث خيبري غوندي کسان سوداگرنه دي اونه هم نوري پټې اوښکاره داسي اړېکې لري چي دهغوي پر بنياد هرځاي ته دسفر امکانات  ولري  . که په رښتيا سره دغه چي ځانوته دپښتو مدافعين اودپښتنو سره خواخوږي بولي اوپه  رښتيا غواړي پښتووساتي اوپښتوغښتلې کړې يادپښتو ژبې خدمتگارانو عزت وکړي نوبياله دغه ډول  برخوردونواوتعصوبونوڅخه بايد لاس په سرشي . دبېلگې په توگه داکتوبر په ۸ او ۹  دپښتو نړيوال کنفرانس په نامه دوې ورځې غونډي وسوې ، ترکومه ځايه چي اورېدل کېږي هلته هم همدابې ځايه تعصب حاکم و او زيات شمير علمي څېروته ياددگډون امکانات ندي برابر سوی اوياخوتوپيريزبرخوردسوی ، دا چي پدې ډول غونډو کي بايد دښاغلي غوث خيبري اونورپوهان چي پښتو ژبې ته ئې زيات خدمت کړی بلنه نده ورکړه سوې اوياپه گونډه کي دگډون امکانات ورته ندي برابر سوی دالويه اوتاريخي تيروتنه ده . داډول علمی پانگي بايد هيري نشي، له بده مرغه اوس يوڅود گوتوپه شمير کسان هغه هم زيات ئي په بهرکي ژوندي راپاته دی ددوي  عزت اودرناوی دپښتو اوپښتنو درناوی دی ،که ددوي خدمتونوته چي په هغوشاته پاته شرايطوکښي ئې ترسره کړي په روڼوسترگو وکتل سی  اوسرگرېوان ته ټيټ سي دابه ومنل سی چي داد همد غو اليکين او ياشيطانکي ته ناستو ليکوالواوڅېړونکودزياراوزحمت  برکت دی چي اوس موږ يوڅه علمي او ادبي پانگه لرو، دکمپيوټر دوران خوټول ليکوال دسياست  اوسياسي ډلو په لور ورمات کړي ، تاريخې ليکنې اوفرهنگی غنا دقدرت پر سر دپردوپلاس جوړو سوو سياليو کښي رانه پاته ده . پر موږ افغانانو دافرض ده چي ددغوڅو ژونديو عالمانو اوپوهانوساتنه اودرناوی وکړو. دولتي اړونده چارواکي خودخپل قدردساتلودسطرنج په لوبه کښي دومره غرق دي چي تر پنځونوروراتلونکوکلونوپوري ئي دا ولس له ياده وتلی داسي  څوک  نشته چي ددوي نه دعلم اوفرهنگ دخدمت اويا هغه دغښتلتياپوښتنه  ځېني وکړي .

زه ددې لنډ ژوند ليک په پلمه دگران اوسوځېدلې افغانستان  غيرتي زلموته وړانديز کوم چي دامکاناتوتر بريده دخپلو عالمانو ليکل سوی اثار ولوي اوپر هغو ځان پوه کړي . يوله دغو غښتلو قلموالوڅخه ښاغلي غوث خيبري دي هغه په خپلو دغو ۲۳ چاپي اثاروکښي دافغان ولس فداکاری ،دهيواد اوخپلواکي  سره مينه اودبل واکۍ سره دنفرت احساس  په ډيرو ساده جملواوکليموکښي بيان کړی دئ .په رښتياسره هر اثر ئي يولوي تاريخي داستان  اوستره خزانه ده .

دپښتنو اوپښتو ژبې لوي شاعر خوشحال بابا پدې دوه بيته دښاغلي غوث خيبري لنډ ژوند ليک داوس لپاره رانغاړم چي وايي :

هر چار د پښتانه تر مغل ښه ده
اتفاق ورسره نشته ډېر افسوس

پدې هيله چي ټول افغانان دخپلو علمي اوادبي څېرودرناوی اويادپر ځان ملي اوديني وجيبه وبولي .

ښاغلي غوث خيبر ته دلوي او بې نيازڅښتن له دربارنه غښتلۍ قلم ، پراخه حوصله اوروغ صحت غواړم .

ومن الله التوفيق
ستاسو خدمتگار حبيب الله غمخور

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1145

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1154

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1283

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1774

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5972

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…