د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ښاغلي شمس خوستي لنډه پېژندنه

ښاغلی شمس الله خوستى په کال ۱۳۵۴ لمريز کال کي دخوست ولايت په مركزمتون ورغۀ كلي كې زېږيدلی دی  ، دغوايي كودتاپه دريمه مياشت يې له خپلې كورنۍ سره له ډيورندهاخوا دسيدګيوسيمې ته هجرت وكړ،څومياشتې يې دلته تېرې كړې ،لدې ځايه بياله خپلې كورنۍ سره ميرانشاه ته وليږديد ،لومړنۍ زده کړي يې دميرانشاه سيمې دډنډوپه منځيني ښوونځي كې ترسره كړې اوپه همدې موده كې يې ګلستان ،پنجكتاب ،خلاصه،قدوري اوځينې نورديني اودفارسي ادب كتابونه هم وويېل،دثانوي زده كړولپاره الفتح ليسې ته لاړچې دميرانشاۀ په ډنډوكلي كې وه ،دغه ليسه دوه كاله په ميرانشاه كې  وه ،خوستي ددې دووكالونوپه اوږدوكې دليسې دلوستونوترڅنګ يوشمېرديني فقي كتابونه ،دقران كريم ژباړه اوځينې نورې زده كړې په ځانګړې (شخصي ) توګه ترسره كړې،خوكله چې افغانستان ته مجاهدين په بري ننوتل نوياده شوې ليسه هم خوست ولايت ته وليږدول شوه ، شمس خوستي ترهغه مهال چې ددوى كډې خوست ته راتلې دخوست په ښاركې دخپلولوستونودترسره كولولپاره كرايي كوټه ونيوه او ۱۳۷۲ كې دهمدې ليسې له دوولسم ټولګي څخه په خپل ولايت خوست كې فارغ شو ،لدې وروسته يې ديوكال لپاره دخوست ولايت دغرغښت په عالي مركزي ليسه كې دښوونكي په حيث دنده ترسره كړه ،له يوكال وروسته پېښور ته لاړاوددعوت جهادپوهنتون دادبياتوپوهنځي ته بريالۍ شو،څه موده وروسته نوموړى پوهنتون له پېښورڅخه دافغانستان پلازمېنې كابل ته وليږدول شو،لدې امله چې په كابل كې دواك په سر خپلمنځي جنګونه وو ،نوشمس  ونه شواى كولاى چې خپلو لوړوزده كړوته دوام وركړي ،نويې زده كړې پرېښودې اوبيايې دخوست په ښاري ليسه كې چې اوس د(پوهاندعبدالحۍ حبيبي ) لېسې په نامه ياديږي دښوونې دسپېڅلې دندې ترسره كول په غاړه كول واخيستل  .
 
شمس دطالبانوپه وخت كې دلومړي ځل لپاره دخپلوپه ګوتوشمارليكوالانواشاعرانوملګروسره چې نېږدې اووه اتۀ تنه به ووداستقلال ادبي ټولنې بنسټ كېښود،اوددې ټولنې لومړنى شاعرؤچې  ( د دردونوتاړاك ) په نوم يې شعري ټولګه خپره كړه  .
 
خوستى پدې وخت كې دسمون مجلې مرستيال ،له خوست څخه په كابل كې دهېوادورځپاڼې استازى ،دزده كوونكيودملي يوالي دجريدې مرستيال اوديوشمېرنوروجريدوكتنپلاوى په توګه كاركړى .
 
پدې برسېره خوستي په كابل ،ګردېزاوخوست كې دچاپيدونكيومجلو،ورځپاڼواو اونيزوله لارې بې شمېره مطالب ،دابي ټوټې،شعرونه اومقالې خپرې كړې اوخپريږي .
 
ښاغلى شمس الله خوستى څه دپاسه پنځه كاله وړاندې دخوست محلي راډيودنشراتومديرپه توګه په دنده وګمارل شو،خوڅه وخت وروسته يې په راډيوكې كارونه ډېرشول پخپله خوښه اوشوق يې دندې ته تغيروركړاودځان لپاره يې په همدې راډيوكې دوياندويۍ دنده غوره كړه له څه مودې وروسته په همدې راډيوكې دمرستيال په توګه پردنده وګمارل شو او اوس دخوست په محلي راډيوكې دمرستيالۍدنده ترسره كوي اوهمدارازدخوست راډيوتلويزيون وېبپاڼې چلوونكي اوددې ولايت دخپلواكې فرهنګي ټولنې دمرستيال په توګه كاركوي .
 
دراډيواوتلويزون كارونوترڅنګ له يوشمېروېبپاڼوسره هم دليكنومرسته كوي اوله خوست وېب  لپاره له سندرغاړوسره دمركواوځينونوروكارونوچوپړترسره كوي  ،پدې برسېره
 
د  www.bloguna.com/shams په نامۀ وېبلاګ هم لري چې خپل شعرونه ،ادبي ټوټې اومقالې پكې خپروي .
 
بايديادونه وكړوچې شمس الله خوستي خپلې زده كړې پدې ځاى پاى ته ونه رسولې ،اوسمهال په خوست دميونددلوړوزده كړوپه موسېسه كې داقتصادپوهنځي زده كړيال دى .
 
شمس خوستى تراوسه لاندې ليكلي اثار لري  :
 
 ۱ : ددردنوتاړاك  : شعري ټولګه چاپ
 
۲ : خوست به څنګه جوړوو،ترسرليك لاندې رساله ( خوست به څنګه جوړوو) نومي كتاب كې  ددې ولايت      دنوروليكوالوله نظرونوسره يوځاى چاپ ده
 
۳ : ستاريكوف : ناول : چاپ ،دغه ناول له بېنواپاڼې  څخه دميخايېل په نوم خپورشوى ،چې اوس يې  دځينولاملونوله مخې نوم ورته ستاريكوف كېښوداودشمس خوستي له وېبلاګ څخه خپورشويدى  .
 
۴ : شمس اومدارونه : شعري ټولګه ناچاپ
 
۵ : دادبي ټوټو، ټولګه ناچاپ
 
۶  : د دُرمودامان  : شعري ټولګه ناچاپ
 
۷ : ښوونيزبنسټونه :ترچاپ لاندې،  يوښوونيزكتاب دى چې ښوونېزې كړنلارې ،اوصول تدريس اواړوندتوكي پكې دى  .

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1063

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1065

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1187

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1676

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5877

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…