د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د رحمان بابا لنډه پېژندنه

رحمان بابا  په قوم مومند د عبدالستار زوی دي  چې (۱۰۴۲) ه . ق کال د بهادر په کلي کې زیږدلی دی د پښتو دشعر او ادب هغه روڼ ستوري دی چې د لرې او برې پښتونخوا خلک یې پېژني او په حجرو او دیرو کې اشعار ویل کیږي.
رحمان بابا په ځوانۍ کې د روښاني غورځنګ پلوي وو، مګر وروسته یی د تصوف او سلوک جامه په غاړه کړه او د ځمکې پر مخ دعشق په لومه کې ګیر شو ، شخصیت او ملیت پرستی ته نه خوشحالیږي په دي برخه داسې وایي :
 
زه عاشق یم سرور کار مې دی له عشقه        نه خلیل نه داودزی  اونه  مومند یم
 
رحمان بابا فقه او تصوف له ملا محمد یوسف یوسفزی څخه زده کړل نور علوم یي  په هند کې زده کړل او بیرته خپل وطن ته راغلی.
دی صوفي شاعر وو په دې دنیا کې یي یوازې دجمال او عشق ستاینه کړیده، بې له عشقه یي نور هیڅ شی نه پیژندلو، همدارنګه مینه د ده د روح غذا او شعر یي د زړه رنځ دوا وه ، هغه وخت چې یې د شعر بازار ګرم شونو له خپل کلي څخه یې (هزار خانې) ته لیږد و کړ او هلته دیره شو دغه کلي کې به دی تل تریوې ونې لاندې ناست او په پښتو ژبه یې خواږه اشعار ویل چې په (۱۱۱۸) ه کال کې یي له دې فانی  نړۍ سره مخه ښه وکړه او د همدې کلي د (هزار خانې ) په مړستون کې ابدي آرام غیږې ته سپارل شوي دی.
رحمان بابا د خپل دیوان په برخه کې وایي :
 
د رحمان د سوزان شعر ته حیران یم        چې یي اور بل شوي نه دی په دیوان              
 
د رحمان بابا قلمي نسخې بیخې ډیرې دي او څو څو ځله چاپ شوي دي چې ډیرې پخوانی چاپي نسخې یي په (۱۲۹۳)ه ق کال د مولوي احمد په سمونه او زیار په لاهور کې چاپ شوي دي . مخکې مې هم یادونه وکړه چې رحمان بابا پخپله خوږه ژبه(پښتو) ډېر شعرونه ویلي او په دغه لاره کې یې ډېر پلویان موندلي، او هم یو شمیر شاعرانو د ده د شعر او شاعري په هکله خپل نظرونه څرګند کړي دي د هغوي د شعرونه څخه به دلته دنمونې په ډول یو یا دوه بیته د هر یو را نقل شي .
اشرف خان هجري د هندوستان په بیجاپور کې د رحمان بابا د لوړې شاعرې ستاینه کړې او د خپلې زمانې د یو ستر شاعر په حیث ګڼلی دی او دا رنګه وایي :
 
د رحمان په ویل ځای د ګوتې نشته     چې یې ما شعر منظور کړ معتبر دی                                      
 
محمد یونس خیبري د رحمان بابا د سبک پیرو او شاعر د ده داسې وایي :
 
له رحمانه فیض یاب عبدالرحمان شو   چې له دې سرایه په نوي سرای مهمان شو   
د  پښتو  شعر  يې  هسې لوړ   کا        چې  خبر یې په اشعار ایران تهران  شو
پر لذت شهر به څوک کاندي یونسه     چې په مرګ ځنې خاموش عبدالرحمان شو
 
معزالله داسې دی یادوي :
 
د تمامې پښتونخوا له شاعرانو      معزالله عبدالرحمان دی منتخب
پیر محمد کاکړ داسې وایي :
 
جوړ په شعر کې رحمان غیب السان دی    په دا څیر نشته هر ګز د انسان شعر
 
عبدالعظیم لواڼی زی یې داسې یاد وي :
 
خدایه  وبښې مهمند عبدالرحمان      پرې نازل کړې خپل رحمت لکه باران 
        څه ښایسته کتاب یي کړی عجیبه دی     د  اشعارو   په پښتو   ژبه   عیان  
 
او اشنغري بیدل داسې یادونه کوي :
 
چې مشهور یې په پښتو ژبه دیوان دی     شاعرانو کې هغه عبدالرحمان دی 
 
 
د رحمان بابا د اشعارو نمونې چې بېلا بېل مسایل په کې بیان کړي دي : 
 
اخلاق او اجتماعي افکار خپل داسې بیاني : 
 
دهر چا سره چې کړې هغه به مومي       د هیڅ تخم میوه نه درومي برهم
            سړی بویه چې په نیک عمل یادیږي            نه چې ناز کا په ملک ومال
هغه زړه به له طوفانه په امان وي          چې کښتۍ غوندې دخلکو باربردار شي
هر بلبل به  دي  ثنا کا   ګل  شي         په خپل ځان خپله ثنا څه په کار نه ده 
 
عشقي مسایل دا ډول څرګندوي :
 
دا جهان دی خدای له عشقه پیداکړی         دجمله و مخلوقاتو پلار دی دا
چې مجنون غوندې په مینه کې صادق وي     رحمان وایې په هغو باندې سلام 
 
د رحمان بابا تصوفي اشعار :
 
که څوک تله د انصاف په لاس کې درکړي     خپل ټټو او د بل آس به برابر کړې
 
رحمان بابا د ځان ستاینه دا ډول کوي : 
 
خوشحالان او دولتان مې غلامان دي     زه رحمان په پښتو ژبه عالمګیریم
   یا به قند یا به نبات او یا به شهد وي           هر کلام  چې له رحمانه  شنیده شي
   ٭٭٭٭٭٭
 
مدحه او ستایل ښه نه بولي ځان چاته کم نه راولي : 
 
هم په مدحې په هجوې ښه پوهیږم       ولې نه یم په دا چارو ډېر خورسند  
 
د رحمان بابا په اشعارو کې یو نیم بیت د پښتونولي،ننګ اوغیرت هم لیدل کیږي.    
دا چې په عامیانه ډول، چې که دښمن د ګیدږ په شان وي، تیاری باید د زمري ورته ونیول شي
 
سم له لاسه چارې نه شي مرد هغه دی    چې بیدار وي و غلیم وته له ورایه
       ننګیالي چې یو ځل مخ کا په هر لوري       نور هیڅ نه ګوري کوهۍ دی که ګړنګ
 
 
رحمان بابا بې ننګه کسان دا ډول غندي :
 
وبې ننګو ته دننګ خبدې مکړه               یا ځان وګڼه په خپلو وینو رنګ
چې عزت حرمت یې نه وي په جهان کې      هغه هسې ژوندون وسوزه په اور

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1145

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1154

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1283

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1774

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5972

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…