د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د پير محمد کاروان لنډ ژوندليک

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_karwan1.jpg 

پير محمد کاروان د نور محمد زوی دی او د خوست ولايت د تڼيو د ولسوالۍ د نريزې په کلي کې زېږېدلی دی.

.
 
زده کړې
هغه خپلې لومړنۍ زده کړې د نريزې د کلي په لومړني ښوونځي کې تر شپږم ټولګي سر ته رسولي. د ښوونځي د درسونو تر څنګ يې په ماشومتوب کې د قرآن شريف او يوڅو نورو ديني درسونو کتابونه هم لکه خلاصه، منيه، او ځينې نور ابتدايي ديني کتابونه هم لوستي دي.
د سعدي ګلستان نومی مشهور کتاب يې هم لوستی چې څه ناڅه يې د نوموړي د شاعرۍ مينه په هماغه ماشومتوب کې پياوړې کړې ده. هغه د پښتو د فولکلور او په تېره له افسانو سره ډيره مينه درلوده. د ښاپيريانو او نورو مينانو ډيرې کيسې يې يادې وې او خپلو ماشومانو همځولو ته به يې هر وخت وييلې. پښتو لنډۍ او د پښتو داستانونو او نکلونو منظومې نارې يې زښتې زياتې خوښيدې. ډيرې يې آن په وړکتوب کې په ياد وې. دوولس کلن ديارلس کلن به ؤ چې څه ناڅه منظومې جملې ېې جوړولی شوې. دا منظومې جملې به يې په ولسي فورم او يا د لنډيو په شکل جوړولې. د ماشومتوب د وخت د يوه شعر د سر کړۍ ېې ور په ياد ده چې هغه يې خپل لومړنی شعر بولي. هغه کړۍ داده:
زمادسوي زړګي واوره يوه خبره-خولګۍ دې سپينه مرغلره
دامکمله لوبه وه چې دشعرنورې برخې يې رانه هيرې دي.کله چې ماشوم وم دسهارتر
لمانځه وروسته به مې له ملانه دديني کتابونوترڅنګ دسعدي ګلستان لوست چې ماته به يې ډيرخوندهم راکاوه.زمااستادمومن خان نوميده خدای دې يې وبښي.نوموړی زما دپلارله ماماخېلوڅخه ؤ.يوه ورځ په ګلستان کې داخواږه بيتونه راغلل:
_ګلې خوشبوی درحمام روزې
رسيدازدست محبوبې بدستم
بدوګفتم که مشکی ياعنبری
که ازبوی دلاويز تو مستم
بګفتا من ګل ناچيز بودم
وليکن مدتی باګل نشستم
جمال همنشين در من اثر کرد
و ګر نه من همان خاکم که هستم
داشعرچې ملاصاحب په پښتوراته تشريح کړپه هماغه ماشومتوب کې يې سخت خوندراکړ.په هغه وخت کې به چې زه سبق ته تلم دماشومتوب له شوخۍ نه هم په آمان نه وم.په بډه کې به مې لينده راسره وه.کله به چې له سبق نه دخپل کورپه لورراروان شوم نولمربه پرکلي سروهلی ؤ.په لاره کې به بامبوټيواوونوکې مرغۍ څارلې چې ګوندې يوه خوپکې وولم.په همدې سهارچې زه دسعدي دپورتني عاشقانه اومفکرانه
شعرتراغېزې لاندې راغلې وم که ګورم چې دملاصاحب دکورترڅنګ دانځرپه ونه کې دمرغۍبچی ناست اودلمرلومړنۍ څړيکه يې په بڼکولګيدلې وه.دامنظره دسعدي دشعرغوندې ښکلې وه.دماشومتوب شوخي مې په زړه کې راوپاريده ماويل راځه هلکه لينده له بډې پسې راوباسه اودادمرغۍ بچی ښه داسې پردې ګېډه باندې ووله.ژرژرمې ديني کتابونه اودسعدي ګلستان راته کېښودل اوله بډې مې لينده پسې راوايسته.کله مې چې په لينده کې ګاټی واچاوه اودويشتلوپه نيت مې راکش کړه،دمرغۍ بچي مښوکه په وزرکې وهله اوپربڼکويې هماغسې دلمروړانګې لګيدې،يونيم آوازيې هم کاوه.په آوازکې يې عاجزي اوبې کسي معلومېده.دسعدي صاحب شعرراپه يادشو.دمرغۍبچی يې راباندې ګران کړ.په سترګوکې مې اوښکې راغلې اودمرغۍ دبچي ويشتل راته لويه ګناه وبرېښيده.هغه ؤچې له ليندې مې بيرته ګاټی وغورځاوه ،لينده مې بياپه بډه کې کېښوده اودلارې پرسراېښي کتابونه مې راوخيستل.داسې زما دماشومتوب دوره له عجيبوخوږواوښکليوشاعرانه خيالونوسره غاړه غړۍ تېريدله.له شپږم ټولګي پسې فارغ شوم.په اول کې خوشحاله وم چې هلکه توره دې وکړه دادی په کلي کې دې مکتب تمام کړاوس نوخپلې مرغۍ وله اودښاپېريانونکلونه اوره. تريوڅوورځومرغيووېشتلواوخوشي ګرځيدلوستړی شوم.دمکتب ارمان راغی.په خپلوهمصنفيانوپسې خپه شوم خوڅه مې کړي وای،په کلي کې ترشپږم ټولګي وراخوامکتب نه ؤچې ماپکې نورسبق ويلی وای.يوه ورځ همداسې دمرغيودويشتلوپه لټون راوتی وم .په يوه ونه کې مې ناسته مرغۍ څارله چې پلارمې راباندې غږوکړاودځان خواته يې وربللم.
مرغۍ دونې له څانګې والوته اوزما په زړه کې دمرغۍ ويشتلوتلوسه همداسې غوټه پاتې شوه.دپلارخواته ورغلم.دپلارپه مخ کې مې خوشحالي برېښيده.زه هم خوشحاله شوم اوپه زړه کې مې ګوړې ماتولې چې يايې کوم ښه شی راته ساتلی اويابه يې ښه زيری راوړی وي.
پلارمې په خندااوخوشحالۍ راته وويل:
_څنګه زړه دې دی چې نورسبق ووايې؟
ماپه منډه ځواب ورکړ:_هوولې نه.
پلارمې وويل چې داسې ده نوراځه چې له مکتب نه کاغذونه درته واخلم سبابل سبابه دې خوست ته بوځم هلته به په مکتب کې سبق وايې.ماورته وويل:نوپه خوست کې به چيرته اوسيږم؟پلارمې دخپلوتروزامنوراته وويل چې هغوی په ډيره مينه راته ويلې چې تاورولم.زه خوشحاله شوم.په ذهن کې مې دځلوبيواوخربوزوبوی راوګرځيده اويوپټ خوندمې ترې واخيست.زه دادوه کاله وړاندې له خپل پلارسره خوست ته تللی وم.هغه وخت دخپلواکۍ جشن ؤ.موږماسپښين مهال له خپل کلي نه پلي روان شوو.ماخستن مړديخېلوته ورسيدواوپه يوه جومات کې موشپه تېره کړه.سهارترلمانځه وروسته دخوست ښارته وکوچيدو.کله چې خوست ته ورسيدواول دپخوځلوبيوبوی راباندې ولګيده.په خوست کې په جشنونوکې دځلوبيوپخول يوه مېله وي.دآسونودپښو
ټکاری ،ششنااودبايسکلونودزنګونواوازونه اوريدل کيدل.دښارپه ليدومې يوه ورکه خوشحالي زړه ته راغله.له پلارنه مې ديوشي بل شي پوښتنې کولې.په يوه دکان کې دلۍ دلۍ خربوزې پرتې وې.بيخې مې دازړه ورته وتخنيده.پلارمې يوڅوترازې خربوزه راته واخيسته.له خوراک نه يې بوی ډيرخوندراکاوه.دالومړۍ ځل ؤچې ماپه مړه ګيډه خربوزه خوړه.
بس نوخوست ته دتګ په اوريدوځکه دځلوبيواوخربوزې بوی ذهن ته راغلی ؤ.
خوست ته راغلم،دخوست په پنزايه کلي کې دپلاردتره زامنوکره اوسيدم.پرټولوګران وم.دخپل اولادغوندې يې راسره مينه وه.په ماشومتوب کې دليونیۍ مينې تربريده دينداره وم.هميشه به مې دقرآن تلاوت کاوه.ځکه خوپرخپلوانومې ګران وم.دخوست په غرغښت ليسه کې شامل شوم.کلی به مې ډيرياديده ،مورجانه به مې تل په زړه کې وه،اوپه وړې خورپسې مې ډيرخپه وم.بياهم په درسونوکې بدنه وم.ترنهم ټولګي په غرغښت ليسه کې وم.کله چې لسم ټولګي ته کامياب شوم نودخوست دميخانيکي ليسې دامتحان خبره مې واوريده.دخوست ميخانيکي ليسې ته مې امتحان ورکړ.دامتحان صحنه ډيره عجيبه وه.دخوست دميخانيکي ليسې په ميدانۍ کې تردنګودنګوونولاندې امتحان ته ناست وو.اول ځل ؤچې دامتحان سوالونه ديوه کتاب په شکل چاپ شوي وو.ديوه سوال به درې ووکه خدای مې دې غاړه نه بندوي څلورځوابونه وو.بس تر سم ځواب به دې کرښه راکاږله.چې داڅنګه مې ولوستل سرمې پرې خلاص شو.حل کولوته يې ولګيدم.يوڅوسوالونه مې داسې په منډه حل کول چې دامتحان له هئت نه يوتن زما پارچې ته وکتل.په شونډوکې موسک شو.زه يې له څيرې پردې وپوهيدم چې که خدای کول دسوالونه ځوابونه مې سم دي.په زړه کې خوشحاله شوم اودپاتې سوالونه ځوابونه پيداکول.څوورځې وروسته زه دغرغښت ليسې په لسم ټولګي کې ناست وم چې دخوست ميخانيکي ليسې دکاميابوشاګردانولست راغلی ؤ.زموږمعلم ته چې کامياب هلکان معلوم شوي ووډيرخوشحاله ؤ.دکاميابوشاګردانودنومونوتراخيستلو
وړاندې يې وويل:
زه ډيرخوشحاله يم چې سږکال دخوست ميخانيکي ليسې ته داسې شاګردان کامياب شوي چې دواسطې اودپيسوزورنه لري،دوی په خپل لياقت کامياب شوي دي.مخکې له دې چې زه يې نومونه واخلم ټولوته مبارکي وايم.په دې وخت کې زمازړه لکه پاڼه داسې رپيده.نه پوهيدم چې کامياب به يم کنه؟په زړه کې مې قوت پيداکاوه چې که خامخا کامياب نه وم،نوخپله اراده بايدونه بايلم،په سترګوکې مې اوښکې رانه شي او اودخپلوهمصنفيانوپه وړاندې ونه شرميږم.په دې وخت کې معلم صاحب دکاميابوشاګردانودنومونوپه اخيستلوپيل وکړ.زموږله صنف نه ډيروکسانوامتحانونه ورکړي وو.زماغوندې بې واسطې کسانوهم اودواسطوولاووهم.معلم له يوه دوه نومونووروسته زمانوم واخيست.
له ډيرې خوشحالۍ نه مې په سترګوکې اوښکې راغلې.اوهم صنفيانومې چکچکې راته
وکړې.ډيرخوشحاله وم.په ماشومتوب اوتاندزلميتوب کې خوشحالي اوبرياليتوب نوبېل کيف لري.دخوست ميخانيکي ليسې په لوستلومې پيل وکړ.ماپه امتحان کې دبرېښنا
څانګه ټاکلې وه.وروسته مې دماشين کارۍ څانګې ته ځان رابدل کړ.په دې ليسه کې به ېې موږته دغرمې ډوډۍهم راکوله.ښه په شوق به درسونوته ورتلم.ذهن مې بدنه ؤ،که لږکوښښ مې کولی ډيربه تکړه شوی وای.خوزمابه دمکتب دکتابونوپرځای دشعراوهنرکتابونه ډيرلوستل.په همدې وخت کې به مې هم څه جملې منظومولې.کله کله به مې دهغوهمصنفيانومسافرووروڼواوعزيزانوته چې په دوبۍ،قطراوسعودي عربستان کې مسافرووليکونه ليکل.په دې ليکونوکې به مې لنډۍاوځينې زماله خوا
جوړشوي شعرونه ليکل اوبيابه دوی ته استول کيدل.پرهمصنفيانوګران وم.پرماهم ګران وو.ځينې خولکه وروڼه داسې راته ايسيدل.له هيچا سره مې داسې خاصه کينه اوکرکه نه وه.ته وازمازړه کينې اوکرکې ته نه ؤجوړ.لنډه داچې په ١٣٥٦هجرې شمسې کال کې له خوست ميخانيکي ليسې فارغ شوم.له فراغت سره سم دوظيفې په لټه شوم.ښه خبره داوه چې له مسلکي مکتبونوفارغانوته يې په آسانۍ وظيفې ورکولې.زما
ځيېنې همصنفيان په کابل بګراميو،دګلبهارپه نساجي،دپلخمري اوکندهارپه نخي نساجي کې دفني مامورينوپه صفت مقررشول.زمابدبختي داوه چې په تذکره کې دفراغت عمرايله ١٨ کلنۍ ته رسيده .ددولت دمامورينوپه قانون کې يودولتي ماموربايدتر١٩
کلنۍ کم نه وي.زه نوډيرخواشينی وم.دخپل عمرپه اصلاح پسې په خوست اوګرديزکې ډيروګرځيدم.له کابل نه مې امرراوړ.کله چې ګرديزته ورغلم نوخدای مې دې غاړه نه بندوي دوه نيم سوه افغانۍ وې که درې سوه وې دايې رشوت رانه واخيست.زه دخپل عمرتراصلاح خوشحاله شوم اوپه کندهارنخي نساجې کې فني مامورشوم.خوداچې دکندهارنخې نساجې نوې جوړيده اولانه وه جوړه نوزه يې هم ديوڅومياشتوزده کړې لپاره دپلخمرې نساجي ته واستولم.په پلخمرې کې مې دګټی کارداؤچې څه ناڅه مې فارسي ژبه ترپخواپياوړې شوه.دفارسي کتابونه به مې لوستل.داچې په مطلب به يې رسيدم يوعجب خوند به مې ترې اخيست.
ترشپږمياشتووروسته دکندهارنخي نساجې ته لاړم.هلته مې نورهم ډيرهمصنفيان هم وو.په کندهارکې دنساجې نخې فابريکه نوې جوړيده.روسي اوجرمني ماشينونه ورته راغلي وو.دکارګرانوسره به مويوځای کارکاوه.په دې منځ کې له جرمني يوڅوبورسونه راغلل.په دې بورسونوکې زماپچه هم وخته.خوزه دجرمني له تګ پاتې ځکه شوم چې پدې منځ کې دثورپېښه وشوه.پدې وخت کې هم موږپه نوموړې فابريکه کې کارکاوه.دلته نوبيادروسيې بورسونه راغلل.په دې بورسونوکې يوولس کسان وو.دهغه کسانونومونه يې په سرکې ووچې دجرمنې له بورسونوپاتې وو.ماپه زړه کې ګوړې ماتولې چې داځل خوبه بې له چون وچراځم.خوخبره په دې آخرکې خرابه شوه.
داسې وويل شول چې شوروي ته لس نفره بايدواستول شي،په داسې حال کې چې په لست کې ديوولسوکسانونومونه ليکل شوي دي.لنډه داچې پريکړه په دې وشوه چې دايوکس به دپچې په واسطه له شوروي پاتې کيږي.زموږديوولسوکسانونومونه يې
وليکل.له دې يوولسونومونويې يونوم رابېل کړاوويې ويل چې دانوم دهرچاوي له بورس په پاتې وي.خدای شته په دې وخت کې مې زړه نه رپيده اولامې په زړه کې ويل چې دابه خامخازمانوم وي اوښه دی چې پاتې شم.کله يې چې هغه يوولسم نوم خلاص کړپه رښتياهم چې دکاروان نوم ؤ.دومره ډيروارخطانه شوم خوبياهم يوډول
پټ خپګان مې زړه ته لاره وکړه.اې تاسې مې ملامتوئ مه داناکامې چې هرڅنګه وي
يودرداوخپګان لري.
يوه ورځ له کندهارنه دخوست په نيت کابل ته په سه صدودو(٣٠٢)موټرکې روان وم.په زړه کې خوشحاله وم .په لاره مې يوه نوې مجله لوستله.زه له پخوانه دموټرداسې سفرته خوشحاليږم چې يوازې وم اودخپل څنګ ملګری ونه پېژنم.په دې ورځ هم همداسې يوازې وم .په موټرکې ترمطالعې وروسته به مې په اصطلاح خواږه خيال پلوونه وهل.موټربه له ميدان وردګوتېرشوی وي چې زه خوب وړی يم.دخلکوپه شوراوګونګوسي پسې ناڅاپه راويښ شوم.دخلکوپه څيروکې مې عجبې پوښتنې وليدې.ټول حيران وواوغوږونه يې څک کړي وو.ما دڅنګ له سورلۍپوښتنه وکړه چې يه وروره داڅه خبره ده چې ټول داسې اوتراوترياست؟راته ويې ويل راډيوته غوږشه په هرڅه به پوی شې.راډيوته مې غوږکېښود.دموټرپه راډيوکې دملي اتڼ نغمې وې.زه غوږغوږيم خوڅه خبره اويااعلان نه کوي.سرپه سرله څونغمووروسته راډيوداسې اعلان وکړ:
داراډيوافغانستان کابل دی.زه حيران شوم ځکه هغه وخت به په راډيوکې داسې ويل کيدل:دآرياناافغانستان ملي راډيوتلويزيون.خير زه بيا هم اعلان ته څک شوم.په اعلان کې وويل شول:دنادري کورنۍوروستنۍ......داود دخپلواعمالوپه سزاورسول شو.دافغانستان واک دانقلابي شوری په لاس کې دی.څه نورې خبرې يې هم کولې.دايې هم ويل : څوک چې ستاسوپه وړاندې خنډکيږي شنډاوبې وسلې يې کړئ.داعلان کوونکي غږنری اوداسې ښځنوکی غوندې ؤ.بيايې وروسته داسلم وطنجارپه نوم ځان معرفي کړ.وروسته پوه شوم چې دداودخان پرنظام باندې داردومسلحانه کودتاوه چې دوی به ورته انقلاب وايه.دمازديګرلمرپه غرغره دی اوموږپه داسې يوه سره اوله غباره ډک شفق کې کابل ته رانږدې شوو.دموټرپه سورليوکې وارپه وارويره اوترهه ډيريده.دالوتکوکړنګيدونکوآوازونوځمکه لړزوله .کله کله دتوپونواودکلاشينکوف
دضربوباړونه هم چليدل.موږکوټه سنګي ته راورسيدو.ښارته لارې بندې وې.په هوټلونوکې ډوډۍاودشپې تېرولوځای نه ؤ.موږټولې سورلۍپه موټرکې شپه تېره کړه.سهاروختي پاڅيدوبياهم ښارته دننوتودرک نه ؤ.زموږسره په موټرکې دوه توريستان چې يوه ښځه اوسړی چې ښځه اوخاوندمعلوميدل هم وو.ښځې ژړل.خلکوفکرکاوه چې وږې ده.دځينوسره چې دخوراک شيان وودې ښځې ته يې وړاندې کړل خوتوريستې په داسې حال کې چې خوله يې له ژړاورانه اوپه سترګوکې يې اوښکې وې دخوراک شی به يې په لاس اخواکړ.شپه داسې يې وبولئ چې په ويښه تېره شوه.سهارچې لمرسروواهه توريستې پرګيډه لاسونه نيولي وواوهماغسي يې ژړل.آخرله خپل ملګري سره له موټرنه کوزه شوه اودموټرترڅنګ حاجت ته کيناسته.موږټولې سورلۍ له موټرراکوزې شوو.زه درحمان باباخواته چې هلته مې ترورزی اونورملګري ووروان شوم.عسکري ګزمې ګرځيدې.په لارواوسړکونوکې وسله وال صاحبمنصبان اوعسکرولاړوو.له ټولوسره کلاشنکوف په لاسونوکې وو.دکلاشنکوف برچې وارکولوته خلاصې وې.کله به چې دعسکري ګزمې موترراغی نوعسکربه دورځې نوم ترې اخيست .په موټروکې لوړرتبه عسکري کسان وو.دورځې دنوم اخيستونکی عسکربه يې په غوږکې ورو،ورکش کړاوپه غوږکې به يې دورځې نوم ورکړ.زه رحمان باباليسې ته راغلم.په ليسه کې دنوي بدلون په خوشحالۍ کې اتڼونه وو.زه نه پوهيدم چې آخربه څه کيږي اودانوی نظام به آخرڅه کوي.
ورور په ښارکې ګرځيدل پيل شول.په راډيوګانوکې همداسې دملي اتڼ نغمې اووطني سندرې خپريدې.دافغانستان خلک هرنوي بدلون ته خوشحاليږي .شوبلې دښارپه واټونوکې ولاړې وې.ځينووړونجونواوهلکانوبه ګلونه پرې شيندل چې يونيم ځوان اوځوانه نجلۍ به هم ددوی په ډله کې وه.کله چې له خپل ترورزي اودرحمان بابادليسې له شاګردانوسره دارګ خواته لاړم،نوپه نښترواونوروونوکې مې دوژل شويوعسکروغوښې وليدې په زړه کې ډيرخپه شوم.
شپه مې درحمان باباپه ليسه کې له خپل ترورزي بوستان اودرحمان باباله نوروشاګردانوسره ددوی په ليليه کې وکړه.په تلويزيون کې يې دنورمحمد تره کي له خندانه ډک تصويرونه ښودل.دخلقيانواوپرچميانونورکسان به هم کله کله دتلويزيون پرسکرين راغلل.دافغانستان تلويزيون نوی نوی دداودخان په وخت کې پخپله دداودخان په هلوځلوجوړؤ،چې په پای کې ددوی دقاتلانوڅيروپکې وخندل.
دهمدې شپې په سهارخوست ته راروان شوم.غرمه مهال خوست ته راورسيدم.ماسپښين مهال خپل کلي نريزې ته روان شوم مازديګرچې لمرلانه ؤډوب شوی خپل کلي ته راورسيدم.دوه درې شپې مې په کلي کې وکړي،د١٣٥٧کال دثورپه يوولسمه نيټه زمونږله کلي نه يولښکرخلک له ټوپکوسره دتورخېلومدرسې ته روان شول.دتورخېلوپه مدرسه کې مولوي پيرمحمدروحاني دخلقي نظام پرضددمسلح جهاداعلان وکړ.خدای مې دې غاړه نه بندوي په همدې ورځ ووکه په سبايې ووپه ځدراڼوکې دحکومت ځينې مامورين چې فکرکوم ولسوال هم پکې وو،ووژل شول.
دانودهغه وخت ځغلنده يادونه وه.زه بياهم په کندهارکې په نخي نساجي کې وم چې يوبل غوبل جوړشو.دافغانستان پرحکومت شوروي اتحادمسلح بريدوکړ،حفيظ الله آمين يې وواژه اوببرک کارمل يې له شوروي نه پرشوبلوسپورراوړ.په همدې شپه يې دشوروي له يوې راډيودببرک کارمل وينا خپره کړه.په ويناکې يې شوروي فوځونه خپل ورونه بللي وو.وينايې ترډيره ځايه دحفيظ الله آمين له غندلوډکه وه.داټکی يې پکې ډير
تکراراوه:آمين اي ميرغضب وخون اشام ازبين رفت.درې څلورورځې وروسته دشوروي فوځونوپرشوبلوبارکتارونه کندهارته هم راغلل.خلک ډيرخپه وو،هسې دشوروي فوځونوليدوته ولاړوو.عسکرترنولس کلنۍ نيولې تريوويشت کلنۍ معلوميدل.عسکرو
چې دسړک پرغاړه ولاړخلک ليدل فکريې کاوه چې ګوندې ددوی هرکلي ته ولاړدي.
دشوبلې پرسريوه عسکردسلام لپاره خپل لاس پورته کړ.دسړک پرغاړه يودېرش کلن ږيرور ځوان ولاړؤ.دکنځلې په اشاره يې خپل لاس ورته وښوراوه.سلامي عسکرته غوسه ورغله اودشوبلې برغولی يې په ځان پسې په غوسه پورې کړ.شوروي فوځونه دکندهارهوايي ميدان ته لاړل.دشوروي فوځونوراتګ ماته يوه تېره خاطره راپه يادکړه:دتره کي دنظام په اوايلوکې په کندهارکې دحرکت انقلاب اسلامي په نوم يوه شبنامه خپره شوې وه چې پکې ليکل شوي وو:دوطن ټولوبچيانوته حتی که دکمونستي حکومت په ليکوکې هم دي.دټولومسلمانانواووطن پرستوخلقيانودپام وړ.شوروي اتحادغواړي چې زموږپروطن وسله وال بريدوکړي هيله ده چې دوطنپرستۍپه روحيه ددوی پرضدراولاړشئ اودمجاهدينوله ليکوسره يوځای شئ.په دې ورځوکې دروسي فوځونوراتګ اوڅوکاله وړاندې دحرکت انقلاب اسلامي پيشګويي په فکرکې واچولم.
دوه درې ورځې په ښاروضعه عادي وه.خوپه بله ورځ ناڅاپه په ښارکې شوراوغوغا
جوړه شوه.دجوماتونوپه لوډسپيکرونوکې مخکې له مخکې شعارونه اوحماسي خبرې
ثبت شوې وې.راپاريدلواحساساتي ښاريانودولتي ودانۍ وسوځولې ،چوريې کړې،موټريې په ښارکې وسوځول اوله دولت سره کارکوونکي يابنديانول اويايې هم
وژل.ونخي نساجي روسي کارکوونکي چې دفابريکې رئس هم پکې ؤله موټرسره په ښارکې ګيرکړي وو.ددوی موټردسړک ترڅنګ لښتي ته لويدلی اوبيا راپاريدليو خلکودموټر ټولې سورلۍ سره له رئسه چې سموخېن نوميده دوسلې پرځای په کوتکو وژلي وو.په سبايي موږموټروليدچې دلارې ترڅنګ لښتي ته ورغورځيدلی اودسموخين اونوروروسانوماغزه په موټرکې توی شوي وو.له موټرنه دروسانومړي دولت وړي وواوشوروي اتحآدته يې په الوتکه کې رسولي وو.په دې سبايې له ښارنه دهغه شوروي متخصيصينواودنخي نساجې دفابريکې انجينرانوکورنۍ له ښارنه مصوونوځايونوته ولېږدولې.په روسي وژل شويوانجينرانوکې يوداسې روسی ځوان هم ؤچې پرلاس يې په شنوخالونوديوه دريابي حيوان تصويرايستل شوی ؤ.ده يووخت په نخي نساجې کې ددې تصويرپه اړه ويلي ووچې دايې معشوقې پرلاس ددې لپاره کښلی چې خپله معشوقه به نه هيروي.ماته ددې وژل شوي روسي داخبره زړه ته راغله.له ځان سره مې وويل:(ګوره داروسی يودرخت داوبدلودماشينونوانجينرؤخوجنګ دانه ګوري چې ته دشوروي اتحادکمونست ګوندغړی يې که دماشينونوانجينريې.مطلب داچې په جنګونوکې ډيرخلک په بيستوکې اوياهم داملوکوپه تول کې لاړشي.)
راپاريدليوخلکودکندهارپه ښارکې ډيردولتي کسان وژلي وو.ډيرودفترونوته يې اورونه اچولي وو.تردې خونړي اخ ؤډب وروسته دحماسي شعارونوکسټونه ډک شوي وواوبيايې هره شپه دکندهاردجوماتونولوډسپيکرونوکسټونه اچول اوترنيموشپوبه يې غږول.موږټولوهغه چاته چې په دولتي اداروکې يې کارونه کول دټوپکوله ورکولواوګزمې کولووويل شول.ماپه زړه کې وويل:داټول خلک چې دروسانوپرخلاف راپورته شوي حق لري.نوکه چيرې زه ټوپک واخلم اوپردوی ډزې کوم يايې وژنم نوداخوقتل کوم اودبې ګناه خلکوخون به مې پرغاړه شي.دشپې مې دخدای په دربارکې په عاجزۍ دعاوغوښته چې ياخدايه په خيراوسلامتۍمې خپل کلي ته ورسوې.ځوريدلم پردې هم چې دفغانستان ولاياتوته لارې بندې وې،اوپه الوتکه کې داسې په اسانۍ ځای نه پيداکيده.خوخدای مې دعاقبوله کړه زه په الوتکه کې خوست ته راغلم.کله چې کلي ته راورسيدم نومورمې ترهرچاراته ډيره خوشحاله وه
د غرونو او چنارونو، نازکخيال او ټولو ته منلی شاعر ښاغلی پيرمحمد " کاروان

شاعران يو په نغمو يادوو خدای
ښکلي ګورو ، په لېمو يادوو خدای
خدای بلد کړو د توبو په ماتولو
غړپ کوو له پېمانو يادوو خدای
شېخ د کاڼو په تسپو يادوي خدای
موږ د اوښکو په تسپو يادوو خدای
د ژوندون په ګوتو برګې تسپې وايو
هم په ورځو هم په شپو يادوو خدای
يم هيرجن چې هير مې نه شي راته خانده
ستا له شونډو اننګو يادوو خدای
ايا تونه دې په سترګو کې موسکي دي
ستا له سترګو پښتنو يادوو خدای
موږ کاروان د لېونو ازادي غواړو
په کړۍ د زولنو يادوو خدای
همدا مخ لهرااخيستل شوی

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1063

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1065

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1187

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1676

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5877

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…