د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

b_150_100_16777215_00_images_khost-web_hand_writer.png

 

 
میړنی دی چی یادیږی.
په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر اوسه ګټه رسیږی او تل پاتی سرمایه یی مونږ ته پریښی.
 د زراعت پلار ښاغلی ډاکتر عبدالوکیل.
 هیله ده چی په دعاګانو کی یی یاد ساتی. 
خدای بښلی ډاکټر عبدالوکیل خان د ۱۲۹۸ لمریز کال په کابل کې د ښاغلي سردار خان په عالمه او دینداره کورنۍ کې زیږیدلی.
ومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې د کابل دغازي په عالي لیسه کې سرته رسولي. د لوړو زده کړ و لپاره په یو دولتي سکالرشیپ کې هندوستان ته ولاړ هلته یې د ليسانس تر کچې پورې زده کړې د هند د لا لپورې پوهنتون د کرنې او بڼوالۍ په برخه کې سرته ورسولې . 
کله چې ارواښاد ډاکټر عبدالوکیل خان خپل هېواد ته راستون شو لومړنۍ دنده یې د کابل په عالي دارالمعلمين کې د یو استاد په توګه ترلاسه کړه خو ترڅنګه یې د کرنې په لیسه کې هم دمسلکي ښونکي په توګه په مخ بیوله چې له دې لارې یې یو زیات شمیرزده کوونکي ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کړي.
ارواښاد ډاکټر عبدالوکیل خان د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه په پاچاهۍ کې د هلمند وادي د پروژې د تخنيکي مرستيال په توګه وټاکل شو چې وروسته بیا د همدې پروژې رئيس مقرر شو. ډاکټر صاحب وکیل خان دهغې مینې په اساس چې له خپل هېواد او خلکو سره یې لرله په دې وتوانید چې دهغه وخت په ډيرو لږو او ابتدايي امکانانو دغه پروژه بریالۍ کړي او دغې دښتې ته یې د بغرا په نوم لویه ویاله تیره اود هلمند خړه وادي یا دښته پرې خړوبه او زرغونه کړي.
داچې ډاکټر عبدالوکیل خان د خپلو خدمتونو په ترسره کولو سره د هلمند د خلکو په زړونو کې ځای نیولی وو ؛ هلمندیانو له ډاکټر صاحب نه وغوښتل چې له دې ولایت نه ځان ملي شورا ته کاندید کړي چې په پایله کې دخلکو د رایو په ګټلو سره په دې وتوانید چې په ملي شورا کې دهلمند خلکو استازی شي .
خدای بښلي یوه دوره وکالت په پوره ايماندارۍ سره ترسره کړ اودخپل وکالت په موده کې یې تل په ملي شورا کې د ولس له مشروع حقوقو نه دفاع کړې ده . 
ډاکټر صاحب عبدالوکیل خان د پوهې ، لوړو زده کړو او ښې تجربې خاوند وو ،چې د اعلیحضرت محمد ظاهر شاه د سلطنت په وروستيو کې دشهيد محمد موسی شفيق په کابینه کې د کرنې دوزير په توګه وګمارل شو چې د خپل وزارت په موده کې يې د هيواد ډيرې شاړې دښتې په شنو حاصلخيزوفارموونو او باغونو بدلې کړې . 
ارواښاد وزیر صاحب د شهید محمد داوود خان له سپینې کودتانه وروسته له دندې لرې او کور کیناستلو ته اړشو دغه راز د ۱۳۵۷ لمریز کال غوايي له کودتا نه وروسته کډوالۍ ته مجبور او د ډیرې مودې لپاره د خیبر پښتونخوا په پيښور ښار کې د خپلو هېوادوالو په خدمت کې پاتې شو.
ارواښاد ډاکټر صاحب ټول ژوند د خلکو په خدمت کې تیر کړی . هر کله به چې په پرمختللو هېوادونو کې کوم نوی اصلاح شوی تختم یا نیالکی پیدا شو هرورمرو به یې خپل هېواد ته راوړ چې ښې بیلګې یې له جاپان ، د امریکې متحدو ایالیتونو ، لبنان، اودمنځنۍ اسيا له یو شمیر هېوادونو څخه دمڼو، بادامو ، انګورو، شفتالو، ګيلاسو ،ناکو او ...د ډول ډول نيالګيو راوړل او تکثيرول دي . 
ارواښاد ډاکټر عبدالوکیل خان د نیکو اخلاقو خاوند ، غریب پال او ساده ژوند یې درلود ، د خپل ژوندانه ډير وخت یې خپل مسلک ته وقف کړی وو ؛ له هر بزګر او بڼوال سره به پوله په پوله نیالګي په نیا لګي ګرځیده د ناروغیو په تشخیص کې ورسره مرستې کولې ؛ ډاکټر عبدالوکیل خان په علمي ډګر کې اوچت انسان وو په لوړو دولتي او نادولتي پوستونو کې یې کار کړی وو او د زراعت د علم پروفیسور وو او آن نړۍ د سترو پوهانو په کتار ولاړ وو خو بیا به یې هم ویل چې زه یو باسواده دهقان یم ؛ د خلکو په خدمت يې فخر کاوه او تل به یې ویل چې خدای دې نور توفیق هم راته راکړي چې خپلو خلکو ته ډير څه وکړم 
 . ارواښاد ډاکټر صاحب د ژوندانه په ورستیو ورځو کې چې ناروغۍ ډیر ضعیف کړی وو دګرځید ورا ګرځیدو نه وو خو په همغه حالت کې یې هم بزګرانو او بڼوالو ته مشورې او لارښونې ورکولې چې دده دې مینې او ژمنتیا ته هر ستړی ګوته غاښ دریږي . 
بالاخره ژوند ورسره یاري نه کوله او د ۱۳۷۹ لمريز کال د ليندی د مياشتې په ۲۳ نيټه د وینې د سرطان د ناروغۍ له لامله دخیبر پښتونخواپه پېښورښارکې یې له فاني نړۍ سره مخه ښه وکړله .
انالله واناالیه راجعون
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1082

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1083

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1198

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1697

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5896

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…