د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دښاغلي پاسوال خوږياڼي لنډه پېژندنه

وم يې غلام حضرت ، تخلص يې پاسوال اود محمد سرور خان  زوى دى ، چې  پر  ٣١٨ ١  ل کال  د خوږياڼو د کږې په روښان کوټ  کې زيږيدلى ؛ لومړنۍ زده کړې يې د خوږياڼو د کږې په لومړني ښوونځي کې پاى ته رسولي . په ١٣٣٤ ل کال  يې په حربي ليسه کې زده کړې پيل کړې  او پر  ١٣٣٩ل کال  په حربي پوهنتون کې زده کونکى شو .  په ١٣٤٠ل کال د لوړو زده کړو لپاره چکو سلواکيې ته وليږل شو . له تخنيکي زده کړو

 وروسته پر ١٣٤٤ل  کال  په   حربي تخنيکي ښوونځي  کې د عالى درجې او ډيپلوم  په لرنه متخصص ښوونکى ومنل شو او بيا په ١٣٤٥ ل کال  کې  يې په  تخنيک اکاډمۍ کې د استاذۍ دنده تر لاسه کړه .ده د خپل خدمت په دوره کې زيات شمېر مډالونه، نغدي مکافات او  نورې جايزې د  ښه خدمت له کبله اخستي  دي .

 پوهاند پاسوال د تخنيک اکاډمۍ لخوا د  ښه خدمت ، د ميړانې  ، د بريالي  او ددا نشورۍ  په لومړي درجه مډالونو وياړل شوى دى. په ١٣٦٨ ل کال کې   د زياتو عسکري څېړنيزو آثارود ليکنې ، ژباړو،  عملي کار  او کدر د وړتيا له مخې  يې د پوهاند علمي درجه تر لاسه کړه. په ٦٨ ١٣ل  کال  کې  له  دندې متقاعد شو او د هجرت شپې  يې په پاکستان او هندکې په پوره مايوسۍ تېرې کړي او اوس په هالند کې  د هجرت شپي تېروي.

د ښاغلي پوهاند استاذ پاسوال  اثار او کتابونه:  د تخنيکي ښوونځي حساب، د وسلو لومړۍ، دوه يمه او درېيمه برخه . د اکاډميکو آثارو تر څنگ يې  د سپين غره وږمه، پرديسه مينه او د جرات چغه شعري او فرهنگي  ټولگې دي  اود هېواد په بېلابېلو ورځپاڼو، جريدو او  اخبارونو( اصلاح، هېواد،زيري ، اردو مجله او تخنيک مجله) کې يې علمي، ادبي او فرهنگي  ليکنې چاپ او خپرې  شوي دي ، خو  ډېرې  نورې ليکنې يې  د تېرو درې لسيزو دکرکې ، جنگ او وحشت  د خپروونکيو په  جنگونو کې  له منځه لاړې دي ، خو اوس  يې د پرديسې مينې ټولگه  بيا  تر لاس لاندې   او چاپ ته تياره  ده.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1867

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1807

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2076

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2653

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6860

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…