د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

کامله طاهر ( زرلښته

غلې کامله طاهر  په ١٣٥٧ لمريز کال په ننګرهار  ولايت د سره رود ولسوالۍ د مسته خيلو د کلي په يوه  روڼ انده او متمدنه کورنۍ کې زيږيدلې . خپلې لومړنۍ زده کړې بې  په کابل کې د زليخا په ښونځې او بيا د مريم له ليسې فارغه شوې ده . د هيواد کړکيچنوحالاتو له اغلې کامله څه د لوړو زده کړو ټوکيدونکی ګل وريژاوه  هم يې هجرت ته اړکړه .

b_150_100_16777215_00_sitephotos_kamela1.JPG


اغلې کامله طاهر زرلښته  له يولس کلونو را هيسې په هالنډ کې اوسيږي ، د ژوند د نورو مصروفيتونو سره فرهنکي چاري هم پر مخ بيايي .

اغلې کامله طاهر زرلښته  ښه شعر د ليکلو سر بيره د شعر دکليمه  هم ډيره ښه کوي ، چې د ځينيو تلويزونو سره  د شعر د دکلمه  همکاري هم لري . او همدارنګه  د تمثيل برخه کې اوس تاند  قدمونه ايښې چې په راتلونکي کې به د افغان فلم د نړۍ يوه ځلانده ممثله  هم شي . په ژوند او اند يې برکتونه .کامله طاهر

 

 

 

 

د اغلې کامله طاهر زلښتې د شعر څو

 

نمونې

غزل

لکه چې ما نه څه خطا شوېده

ځکه دې بل لورې ته خوا شويده

په پخوانۍ سترګو اوس نه راګوري

دا دې په سترګو څه بلاه شويده

ما کړو قربان ځان د وفا لاره کې

ما سره ټول عمر جفا شويده

ته هم اوس زړه د خپل  جانان ځوروي

خدايګو رفيب سره دې سلا شويده

بيا دې مخ پټ کړو په حجاب کې ځکه

ګرانه ګرانې چې نن سبا شويده

نادانې کينه چرګ بانګی خو نه دی

نه خو لا چغه د ملا شويده

زه لکه سيوری در پسې چې ګرځم

زما ګوږل نه  د زړه غلا شويده

چې دې پرهيز د خپل ديدن نه کړمه

کومه ګيله دې زړه کې بيا شويده

لا خو ماشوم يم ستا په مينه کې زه

په ما روژه کله روا شويده

ستا د ښايست بلې ډيوې دي ځکه

دې توره شپه کې چې رڼا شويده

ليکم شعرونه په خوږه ژبه کې

پښتو سره مينه چې زما شويده

ستا د هجران طاقت خو زه نلرم

د وصال تمه مې اشنا شويده


غزل

په مينه کې اشنا د سترګو جنګ مزه کوي

د مينې يار په خواکې څنګ په څنګ مزه کوي

بې ننګه بې پښتو ژوند نه مرګ ښه وي

ژوندون سره خو ګوره نام و نننګ مزه کوي

کله هم رقيب ته چې مسکی نه شي

دښمن ته خو اشنا خوئ د پلنګ مزه کوي

زاهده نصيحت بې هوده مکړه خبر نه يې

ميکده کې خو بس غږ د نۍ او چنګ مزه کوي

واوره ای رقيبه تر کاڼي د بيزو کار نه دی

کچکول خو بس په غاړه د ملنګ مزه کوي

ميړانه دې ښودلې غليمانو ته په توره ده

ميدان کې د پښتون د تورې شرنک مزه کوي


غزل

په مينه دې چې ما ته را کتلي دي

کله مې زړګي څخه وتلي دي

ياره ولې بيا دې شوندډې کښلي دي

تا چې څه ويلې ما منلي دي

چا ليدلې چيرته په هجران کې دي

ستا چې په وصال  کې ما ليدلي دي

خدايکو په دښمن به دې پيرزو نه شي

ما ځې ستا په مينه کې زغملي دي

لوند ګريوان مې ګوري وايې دا ولې ؟

زړه مې چې په تا پسې ژړلې دي

مينه دې امبار د ستمونو ده

ما ورته خيمې د غم تړلي دي

ورکه مې خندا شوه د قسمت څخه

کله نه چې تا راته خندلې دي

اوس خو شه پخلا د کاملې سره

اوښکې مې جرګې درته راغلي دي

غزل   : کامله طاهر

چې دې د زلفو دا ټالونه ګورم

زه خپل نېمګړي ارمانو نه ګورم

ته د هجران تورې تېارې راکوې

زه دوصال خوږه خوبونه ګورم

خوله دې ترخې ، ترخې خبرې کوي

زه دې په سترګو کې ستو نه ګورم

څه به هم ستا څه به زما خطا وي

دا چې په مېنځ کې خفګانو نه ګورم

راځه اشنا چې سره ېو شو دواړه

زه په ېووالې کې خوندونه ګورم

څومره جفا راسره نوره کوې ؟

زه به تر څوغم او دردونه ګورم

عمر شو تېر ستا د وفا په تمه

جانانه ډېر دې مکېزونه ګورم

چې مستانه نګارمې څنګ ته راشي

زه په ګډا د زړه حا لونه ګورم

نن د دی خپلو پښتنو د لاسه

خوږې پښتو په زړه داغونه ګورم

زه به هم توره هم قلم راواخلم

چې  د خوشهال د ننګ کارونه ګورم

چې مې غزل ته زړه هوس کوېنه

زه دحمزه بابا شعرونه ګورم

خوب او قرار به ماته  څنګه راشي

زه چې د مېنې کتا بونه ګورم

مېنه به ستا په زړګي هم پېدا کړم

زه چې د خوار زړه امېدونه ګورم


« کامله  طاهر » هالنډ  

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1145

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1154

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1283

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1774

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5972

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…