د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دارواښاد شاه حسين هوتک ژوندلیک

b_150_100_16777215_00_images_Shah-Husain-Hotak.jpgد ميرويس نيكه دويم زوى حسين نومېد ، چې د ۱۱۱۴ هـ كال ربيع الاول په ۲۳ د كلات په سيوري كې وزېږېد . د عمر تر دولسو كلو پورې يې فقه ، تفسير ، منطق او د بلاغت علوم ولوستل . هغه وخت ، چې په ۱۱۳۵ هـ كال اعليحضرت شاه محمود اصفهان فتح كړ ، نو خپل كشر ورور شاه حسين يې د كندهار پر تخت كېناوه . اعليحضرت شاه حسين ډېر عالم ، اديب او علم روزونكى پاچا وو او دده عصر پر پښتنو باندې په ډېرې ارامۍ او راحت تېر شو ، لوېديزې او شمالي خوا ته تر فراه ، سبزوار او هرات پورې او ختيځ خواته تر غزني او گومل پورې ده حكمراني كوله او سربېره پردې ، پښين ، شال او د پنجاب د اسماعيل او غازي خان دېرې هم د شاه حسين په وختو كې فتح شوې . همدارنگه د ملتان لته هم د كندهار د قوواو له خوا تهديد شوه او د پښتنو پرمختگ د ملتان تر حدودو ورسېد . ددې زلمي پاچا د علم پروروۍ د ثبوت لپاره همدا دليل بس دى ، چې په شاهي ارگ كې يې ادبي انجمن تشكيل كړى وو او په اوونۍ كې به يوه ورځ د خپل وخت ډېر لوى علما ، شاعران او اديبان خپلې كتابتون ته راتلل . شعرونه به يې اورېدل او ادبي مجلسونه به يې كول . شاعرانو ته به يې صلې وركولې ، چې د همدې ټولنې په بركت او ددې پاچا په امر د پښتو گرانبها اثر (( پټه خزانه )) ډگر ته راووتله او وليكل شوه او نور ډېر كتابونه په پښتو كې پيدا شوه . شاه حسين پخپله هم د پښتو ژبې ښه شاعر وو . پر ملي وزن يې خواږه شعرونه ويل . ددې علم دوست پاچاهي تر ۱۱۴۹ هـ پورې دوام وكړ ، څو د همدې كال د رجب په ۱۷ نادر افشار د افغانستان خواته د ضبط په خيال راوكوچېد ، ځكه چې ده د درې څلورو كالو پرله پسې جگړو په اثر د هرات د ابداليو حكومت له منځه اخيستى وو او د پښتنو د قواوو باقي پاتې برخه يې هم په پارس او گورجستان كې ماته كړې وه ، ځكه يې نو اوس د كندهار د غلځيو د پايمالولو څخه بل كار نه درلود . د كوچني اختر د مياشتې په دويمه نادر شاه تر سيستان راتېر شو او د همدې مياشتې په ۱۸ د دلخك او دلارام له لارې د هلمند غاړې ته راورسېد او ددې ځاى تر نيولو وروسته د كوچني اختر په ۲۱ تر هلمنده راپورې ووت . د ۱۱۴۹ هـ د ذيقعدې په اوايلو كې يې د كندهار مستحكمه كلا محاصره كړه . شاه حسين د كندهار زلمى مدافع د خپل نامتو سپه سالار سيدال خان ناصر سره يو كال او څو مياشتې په مېړانه دفاع وكړه او پرې يې نه ښوده ، چې نادر شاه سره د هغه خپل پوځي عظمت پر ښار تصرف كړي . د ۱۱۵۰ هـ د ذيحجې لومړۍ ورځې وې ، چې د زلمي شاه حسين نظامي طاقت پاى ته ورسېد ، ځكه چې تر هغه دمخه د هوتكو د دورې نامتو او زوړ سپه سالار سيدال خان ناصر د شاه حسين له زوى محمد نامي سره د كلات په كلا كې د نادر د جنگياليو په لاس ورغى او دا نامتو سپه سالار د نادر په امر د سترگو له نعمت څخه محروم او ړوند كړاى شو . ځكه نو شاه حسين هم نادر شاه ته تسليم شو او دده ددې تسلېمېدو سره د هوتكو د شاهنشاهۍ لمر ولوېد او لكه سلطان محمد چې ليكي : (( زلمى شاه حسين تر ۱۵ كالو سلطنت وروسته د نادرشاه په امر د پارس مازندران ته تبعيد شو او هماغلته د نادري قهر زهرو د برات په لسمه په ( ۱۱۴۹ ؟ ) بايد ( ۱۱۵۲ ) وي ، له دنيا ولاړ ) .

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1063

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1065

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1187

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1676

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5877

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…