د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ميرزاعلم حميدي لنډه پيژندنه

Multithumb found errors on this page:

There was a problem loading image 'http://www.khost-web.net/sitephotos/mirzalam hamidi.JPG'
There was a problem loading image 'http://www.khost-web.net/sitephotos/mirzalam hamidi.JPG'

ميرزاعلم حميدي (١٣٢٠ - ١٣٨٤) د عبدالحمید زوی د ۱۳۲۰ لمریز کال د زمري دمياشتي پر شلمه نېټه د خوست ولایت د اسمعيل خېلو قوم د ډډوالو په کلي کې زیږیدلی دی . لومړۍ زده کړې یې په ۱۳۳۳ کال کې د اسمعيل خېلو او مندوزیو په ښوونځي کې بشپړې کړي دي او د لوړو زده کړو لپاره کورنۍ ستونزو ورسره یاري نه ده کړې خوmirzalam hamidi.JPG دکار پر مهال یې د هغه وخت د عصري ډبل انټري سیسټم د عمومي محاسبې او ادارې (Double entry general Accounting and Management) اتلس میاشتنی کورس په لشکرګاه کې لوستی دی او همدار نګه یې دوه ځلې په محاسبوي سیسټم کې د نویو بدلونونو د زده کړې درې میاشتني کورسونه هم پای ته رسولي دي . ښاغلی حمیدي د سوداګرۍ وزارت تر رتبې هسک ( فوق رتبه) مامورو چې له خپل هیواد څخه تښتې ته اړ شو او اوس په هالېنډ کې د پردسۍ شپې سبا کوي .

دندې


1. سرطان ۱۳۳۵ - ثور ۱۳۴۲ د هلمند په لوی ریاست کې د افغاني ساختماني دستګاه «محاسب »

2. جوزا ۱۳۴۲ - جدي ۱۳۵۲ په مالیې وزارت پورې اړوند د خیبر رستورانټ « د محاسبې مدیر »

3. دلو ۱۳۵۲ - حوت ۱۳۵۳ په فواید عامې وزارت په ایټالوي Sautiکمپنۍ کې چې د ایران سرحداودیشو ترمنځ یې داورګادي پټلۍ سروې کوله او دلارو ــ ډګرونو د لوی ریاست تر ادارې لاندې یې کار کاوه « د حسابي او اداري چارو امر »

   4. حمل ۱۳۵۴ - ثور ۱۳۵۷ په ایټالوي شخصي شرکت (د کلیمډ شرکت) « دمحاسبې مدیر »

   5. ثور ۱۳۵۷ - قوس ۱۳۵۷ په مالیې وزارت پورې اړوند د هوټلونو تصدۍ «لوی رئیس »

   6. جدي ۱۳۵۷ - حوت ۱۳۵۹ په سوداګرۍ وزارت د کرهڼې صنایعو د پراختیا مرکز چې د جهاني بانک په پیسو او متخصصانو چلیده « د حسابي او اداري چارو امر »

   7. حمل ۱۳۶۰ - میزان ۱۳۶۲ په سوداګرۍ وزارت د لاسي صنایعو د پراختیا اود صادراتو مرکز « رئیس »

   8. عقرب ۱۳۶۲ - قوس ۱۳۶۸ په سوداګرۍ وزارت دافغان نیچي په نوم دافغانستان ــ چاپان تجارتي شرکت « رئيس»

   9. جدي ۱۳۶۸ - حوت ۱۳۶۸ په سوداګرۍ وزارت د کورنۍ سوداګرۍ « رئیس »

  10. حمل ۱۳۶۹ – جدي ۱۳۷۱ په سوداګرۍ وزارت د اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو د نندارتون «رئیس »


ښاغلي حمیدي د تجارتي چارو د پرمختیا او پراختیا لپاره هندوستان ، پاکستان، روسیې، اذربایجان، منګولیا، بلغاریا، چکوسلواکیه، هنګري، انګلیستان، فرانسې، ختیځ او لویدیځ المان او اووه ځلې جاپان ته رسمي سفرونه کړي دي . خولکه څنګه چې وایې : «ځواني د زده کړو موسم دی . منځنی عمر د وړ اند، هوښیارۍ او پوخ والي دوران دی . له دواړوتېروموسمونو څخه د تجربو لاس ته راوړل د ژوند دریم پړاو دی . خو وړ اند ، هوښیاري او تجربې تر زده کړې اړینې او ارزښتناکې دي . همدا رنګه د حمیدي صاحب بل تلپاتې اړخ هم دده ادبي هلې ځلې دي ؛ لکه چې له دندو او زده کړو یې ښکاري که څه هم ده ادبیات نه دي لوستي خوتر کومه چې ښکاره ده نوموړي له څلویښتمو کلونو راهیسې د هیواد په مطبوعاتو کې وخت په وخت خپلې لیکنې خپرې کړي دي ؛ دده ځینې سیاسي لیکنې د ډډوال، ښکارندوی او کلیوال په مستعارونومونوهم خپرې شوي دي او کله کله یې یو نیم شعرهم لیکلی او خپور شوی دی خوحمیدي صاحب د پښتو ادبي نثر په وده او بډایۍ کې ډیره ستره او ارزښتناکه برخه تر سره کړې ده چې تر اوسه یې پنځلس غوره اثار ( د سړي لار، ژوبڼ، د ټوکو خورجین، وری څنګه لېوه شو؟، بختوره پېشو، دوه مخي کسان، ژورې خبرې، د بریالیتوب لار، د زړې ادې کیسې، د کاڼي زړونه، د ملانصرالدین کچکول، چلباز، بدمرغه ټاپو، د بري راز . څو سیاسي خبرې او د افغانستان ودانول) چاپ او خپاره شوي دي خو نوموړی لا تر اوسه هم ځان لیکوال او شاعر نه بولي وایې چې :« زه یوازې په لیکوالو او شاعرانو پسې اوږي ټولوم .


نوموړي د خپلو لیکنو او ژباړو« دخوږه یاد» په هکله وایې چې : « د جورج اروېل نامتو نړیوال اثر (Animal Farm) مې چې په کمونیسټی دیکتاتوري پورې یې ملنډې وهلي دي او د دوی ټګۍ ، برګۍ یې ډیرې ښې راسپړلي او په ګوته کړي دي او کټ مټ هماغسې وشول چې جورج اروېل یې په ١٩٤٥زېږديزکال کې وړاند وینه کړي وه ؛ پر افغانستان باندې د شوروي یرغل پر مهال د «ژوبڼ » په نوم و ژباړه او د ۱۳۶۷ په پسرلي کې مې په خپل ځانګړي لګښت چاپ او خپور کړ چې نه یوازې یې د هیواد پالوفرهنګیانو او لوستونکو له خوا داسې تود هرکل وشو چې مایې فکر هم نه و کړی بلکې د هغه مهال د لیکوالو اتحادې رئیس وتلی او نامتو لیکوال رهنورد زریاب او همدا رنګه د پېژندل شوي نامتو شاعر واصف باختري په مشرۍ یوه ډله فرهنګیان زما کور ته د مبارکۍ او شاباسي لپاره راغلل چې د دوی دغه هڅونه مې تر اوسه هم « د خوږه یاد» په توګه د زړه په تل کې ځای لري . »


چاپ شوي اثار


   1. د سړي لار ١٣٥٧

   2. ژوبڼ ١٣٦٨

   3. د ټوکو خورجين ١٣٧٠

   4. وری څنګه لېوه شو؟ ١٣٧٤

   5. بختوره پېشو ١٣٧٤

   6. دوه مخي کسان ١٣٧٥

   7. ژورې خبرې ١٣٧٥

   8. د برياليتوب لار . ١٣٧٨

   9. د زړې ادې کيسې ١٣٨٠

  10. دکاڼو زړونه ١٣٨٠

  11. د ملانصرالدين کچکول ١٣٨١

  12. چلباز ١٣٨٢

  13. بدمرغه ټاپو ١٣٨٢

  14. د بري راز ١٣٨٣

  15. څو سياسي خبري او د افغانستان رغونه ( دغه کتاب دچاپ پر لاره دی )


يادښت


ښاغلي حميدي لمړی خپل پنځلسم کتاب د( څو سياسي خبري او دافغانستان ودانول ) په نوم يادکړی و ،دا کتاب په بېنوا ويبپاڼه کښي چي ٤٦ سرليکونه لري ٤٦ پرله پسې ورځي د بېنوا ويبپاڼي له لاري خپور شو،کله چي ارواښاد حميدي په بېنوا ويبپاڼه کښي تر خپرېدلو وروسته د کتاب دچاپ پرېکړه وکړه دتيلفون له لاري يې راته وويل چي دکتاب د ليکوال ښاغلي کريم ميثاق سره يې تر مشورې وروسته کتاب ته د ( څو سياسي خبري او د افغانستان رغونه ) نوم غوره کړ . ښاغلي حميدي د خپل وياړمن ژوند د پای د شېبو څخه پنځه ورځي مخکي يو فکس رالېږلی و چي بايد زنګ ورته ووهم ، خو کشکي دومره په بخت تکړه وای چي د ارواښاد سره مي يو ځل بيا خواله شوي وای ! دا چي خدای بخښلي حميدي به څه ويل غوښتل ، هغه يې له ځانه سره يوړل ، او زه به يې دا خاطره تر ډېره هېره نه کړای شم ! ښاغلی حميدي ( دوشنبه د ١٣٨٤ لمريزکال دغويي دمياشتي پر ١٢مه نېټۀ ) د زړه د ناروغۍ له کبله د هالنډ په پلازمېنه امستردام کي آ ايم سي روغتون ( A.M.C. Amsterdam ) ته لاړ، سې شنبه يې د زړه لومړی او دوهم جراحي عمليات وشو ، او د همدې اوونۍ په وروستۍ ورځ نن ١٦ - غويي - ١٣٨٤ د جمعې دمبارکي ورځي سهار اووه بجې يې د ٦٤ کالو په عمر نور له دې نړۍ د تل له پاره سترګي پټي کړې ! ( روح دې ښاد وي)

 شعر بېلګه


(کشکې)


د نثر بېلګي


(ښکلا) (زما د خوب مانا څه شي ده ؟)

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…