د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د پښتنو قومي مشرمحمد افضل خان«خان لالا»

پښتو مين په تا يم، که وم وم که نه وم نــه وم

هرکله به دې ستايم ،که  وم وم که نه وم نه وم

پښـتو کـه رانـه لاړه، نـو هر څه بـه رانـه تـلـلـي

نـو بـيـا تـالا والا يـم، که وم وم که نه وم نه وم

(مومند بابا)

پښتون قوم ډير زوړ او پخواني تاريخ لري. د يو قوم په حيث پښتانه  تل د ستونزو او کړکېچونو سره مخ شوي دي، چې  د سوکالئ او پرمختيا  زمانه ئي لنډه او د ستونزو اوربړو دوره يي ډيره وږده ده.

دي قوم په ملي او قامي شعور  باندي سمبال ډير نوميالي مشران زيږولي دي چې ،پير روښان بابا، ميرويس خان بابا،خوشال خان بابا، احمدشاه بابا، فقير ايپي،صنوبر حسين کاکاجي، وزير محمد ګل خان بابا،خان عبدالغفارخان بابا   (باچاخان)، ترنګزو حاجي صيب اوخان اودل سمد خان بابا،او په ورستيو لسيزو کې  خان عبدالولي خان ،کبير ستوري ، محمد افضل خان (خان لالا)،اجمل خټک بابا ، محمود خان اڅکزي  او اسفنديار ولي خان  اود يو ډيرشمير نورو قامي مشرانو نومونه د يادوني  وړ دي چې  د خپلو سياسي هلو ځلو په دوران کې ئي  د پښتون قام او پښتنو د ابادئ او سوکالئ لپاره ډير تکليفونه ، ستونزي او مصيبتونه  ګاللي دي اوپه خپل خپل  وخت کې  ئي د قوم په فکر، نظر او ارادوکوټلي  اثرات پريښودي دي .

په موجوده وخت کې په پښتو، پښتونولئ ميئن ،د پښتنوروحاني، سياسي، قامي او ولسي  نوميالي مشر ښاغلي محمد افضل خان چې په سياسي کړيو او د پښتنو په منځ کې په (خان لالا) شهرت لري،يو ګڼ اړخيز سړيتوب (شخصيت) دي چې له نوم، قلم ، سپيڅلي کرکټر، ټينګ عزم، ميړانې او مبارزو سره ئي  په لږه او يا ډيره اندازه هر پښتون/ افغان اشنا دي .

خان لالا دباچاخان  د عدم تشدد دنظرئي پيرو،د پښتون/ افغان  قامي وحدت  د سياسي مفکوري او نظرئي ستر لارښود او د پښتون قوم يو مخلص، خوږمن ليډر ،ليکوال او اديب دي،په خپله خبره ، وعده، ملګرتيا  او دوستئ  ولاړ مشر  دى  چې پخه حوصله  اوچت عزم اود استدلال ډير زيات صلاحيت لري،  د راتلونکې وخت په لوړو او ژورو رسا نظر لري . د پښتنو د يووالي ابادئ ،سوکالئ اود لرو او برو پښتنو د قومي وحدت دحس دراژوندي کولو، دقومي پيژند اود پښتني کولتور دودې او پرمختيا لپاره  يې ډيرې ستونزي او ربړي ګاللي دي، بي دريغه مالي او ځاني قربانئ ئي  ورکړي. چې لدي امله د پښتنو په زړونو کې تلپاتي  ځاي لري.

دا چې ددوه کالو راهيسې د سوات په سيمه کې بي شميره بي وزله پښتانه په ډيره بي دردئ  سره بي ګناه وژل شوي  او په سيمه کې ويره خوره شوي ده ،ډير اوسيدونکې ئي له سوات څخه کډي کولو ته اړ شوي، خو خان لالا دپښتون قام او ددي بي وزله ولس  دحوصلي او ډاډ په خاطر په سوات کې له خپل ولس سره پاتي شو، سره  لدي چې خان لالا ته  د دوستانو، خپلوانو او سياسي ملګرو له خوا څو څو واري   د سوات د نا ارامه سيمي څخه د راوتلو په کلکه ټينګار شوي او کېږي.خو خان لالا له سوات څخه وتو ته تيار نه شو او د پښتو، پښتونولئ پګړئ ئي  هسکه وساتله.او هر راز مصيبتونو ته ئي اوږه ورکړه،

په  تير 2008 کال  کې په خان لالا  د سوات په ښکلي سيلاني سيمه کې  د پښتون قام  ددښمنانو له خوا مرګوني بريدونه وشول او اوس هم  دمرګ له کواښ او يو لړ زياتو ستونزو  سره مخ دي. د کورنئ ډير غړي ئي د پښتون قام  ددغه دښمنانو له خوا د 2008 ع کال راپدي خوا بي ګناه  په شهادت رسيدلي دي. کورونه، مارکېټونه او يوه ډيره ښکلي حجره «جالي ګودر» ئي په بمونو الوزول شوي دي.

له ده سره ناسته ولاړه او په تيره بيا پيژندګلوي د هر پښتانه لپاره دوياړ خبره ده، زه د پښتون قام دي غيرت مند مشر ته چې  د پښتون  دقامي وجود تشخص، پيژند،، قامي وحدت  اود قام خدمت ته ئي د ژوند هره ګړئ  وقف کړي ده  د لوي خداي له درباره  ډير عمر غوښتنه کوم او دده غظمت ته  د سلام په وړاندي کولو سره دده په  ژوند ليک (بيوګرافي) لنډه رڼا اچوم:

ښاغلي محمد افضل خان «خان لالا» د سوات د لوي خان  ارواښاد  خان محمد حبيب خان زوي،د 1931 ع کال د جنورئ د مياشتي په لومړئ نيټه د سوات په درشخيله کې زيږيدلي دي.  لومړنئ زده کړه  ئي دسيدو شريف په   ؤدؤديه  ښوونځي کې کړي دي.د BAبي اي  ډګري ئي داسلاميه کالج پيښور نه اوپه  پوليټيکل ساينس کې  MAايم اي ډګري ئي د ګورنمنټ کالج لاهور نه  ترلاسه کړي. د قانون ډګري LLBئي د پيښور پوهنتون   Lawلا کالج نه اخستي ده.

ښاغلي خان لالا  اګريکلچريسټ  Agriculturist دى . د طالب علمئ  د زمانې راهيسې په سياست کې فعال دي. د سوات بار کونسل بنسټ ايښودونکې ،صدر (مشر) او دعوامي نيشنل ګوندANP د پښتونخوا سوبي صدر(مشر) پاتي شوي  او  اوس دعوامي نيشنل ګوندANP مرکزي مشر او د مرکزي جرګي غړي دي. (۳) 

خان لالا محمد افضل خان  د شپږو مياشتو  ؤ چې دسوات نه دخپلي کورنئ دنورو غړو سره يو ځاي  د سوات د والي له خواجلا وطن شو او ددير په رياست کې ئي د جلاوطني ورځي او شپي تيري کړي.

په 1940 ع کال کې ئي د سوات د والي سره روغه جوړه وشوه او بيرته سوات ته راغي. په 1949 ع کال کې ئي دوه ورونه د سوونو ملګرو سره ونيولي شول  او يوځل بيا د دوو وروڼو او نورو ملکرو سره وشړلي شو، چې د جلاوطنئ دا شپي ورځي ئي په  خيبر او ملاکنډ ايجنسيو کې تيري کړي او په 1953 ع کال کې ئي د سوات والي سره بيا روغه وشوه اوبيرته سوات ته راغي.  کله  چې په کال 1969 کې  د سوات رياست په پاکستان کې شامل  کړي  شو نو  يو کال پس په 1970 ع کال کې دملاکنډ ډويژن نه دنيشنل عوامي پارټئ (NAP) په ټکټ د سوبائي اسمبلئ ممبر شو. دNAP  او د جميعت علما ئي اسلامJUI  په ګډ حکومت کې  دمولانا مفتي محمود صيب په کابينه کې د  کرني (زراعت)،لوکل باډيز Local Bodies او اطلاعاتو وزير شو.

کله چې په کال 1973 کې دپاکستان دمرکزي حکومت له اړخه د بلوچستان سوبائي حکومت په زور ختم کړي شو نو  خان لالا  ددغه غير جمهوري کړني په ضد دخپل احتجاج د څرګندولو په غرض د سوبائي کابيني نه استعفي ورکړه، چې ورپسي دده   په پل نوري کابيني هم قدم کېښود او ټولي سوبائي کابيني استعفي ورکړه.

لدي څخه لږه موده وروسته د هغه وخت سوبائي ګورنر اسلم خټک له خوا د اسلم خټک د خور محترمي کلثوم سيف الله په کور کې  خان لالا ته د سوبي د وزير اعلي د منصب پيشکش وشو چې ده قبول نه کړو.

خان لالا د حکومت د غير جمهوري پاليسئ د مخالفت په جرم  په کال 1973 کې  د پاکستاني واکدارانو له خوابيا بندي شو،اوپه کال 1975 کې چې په نيشنل عوامي پارټئ (NAP) بنديز ولګيدو، خان لالا ئي د ګوند د نورو سرمشرانو سره په حيدر اباد کې جيل ته واچاوه، په ده او دده په ملګرو په يو خصوصي ټريبونل کې مقدمه وچلولي شوه. مګر دجيل، قيد، بند او  زورونئ  مصيبتونو  د افضل خان لالا عزم او د هغه نظريئ سره جوخت تړون ته شکست ور نه کړي شو او په کال 1977 کې د بند نه خلاص شو.

د جنرال ضيا الحق د مارشلا په دور کې ده ته د پيښوردجيل د سپرنټنډنټ صاحب زاده صيب اود بونير دګلپانئ د زرين خان په ‌‌‌ذريعه په مرکز کې د وزارت پيشکش وشو،چې خان لالا رد کړواو په خپلو اصولو ټينګ پاتي شواو دا خبره ئي ثابته کړه چې د اصولو په وړاندي منصب هيڅ حيثيت نلري. په همدغه دور کې ئي د جمهوريت دبحالئ په تحريک  ايم ار ډي MRDکې فعاله ونډه واخسته او پدي جرم يوځل بيا د بندي خاني تورتم ته وسپارلي شو.

 خان  لالا د ژوند په هره مرحله کې د اصولو ساتنه کړي ده. د اصولو سره تړون او د نظرئي سره جوخت پيوستون د هغه دسړيتوب( شخصيت)دوه اړخونه دي. همدغه وجه ده چې په کال 1989 کې کله د عوامي نيشنل ګوندANP مشرانو دIJI  ائي جي ائي(اسلامي جمهوري اتحاد)  سره د اتحاد اعلان وکړو نو خان لالا په واضحه الفاظو دغه فيصله  رد کړه او د 1990 ع کال د فبرورئ د مياشتي په يولسمه نيټه ئي د پيښور په پريس کلب کې  د خپلو ملګرو په مرسته د اي اين پي (حقيقي) په نوم خپل ګوند اعلان کړو. بيا وروسته په همدي کال د جولاي په مياشت کې په پيښور کې د يو قومي کنوينشن په موقعه د پښتنو قام پرستو دوو ډلو يعني اي اين پيANP (حقيقي) او قومي انقلابي پارټئ QIPد يو ځاي کېدو فيصله وشوه  او د نوي پارټئ نوم پښتونخوا قومي پارټئPQP کېښودي شو او محمد افضل خان (خان لالا) ددغه نوي ګوند مرکزي صدر (مشر) وټاکلي شو او افراسياب خټک د ګوند جنرل سيکرټري منتخب شو.

ښاغلي خان لالا د 1990 ع کال د نوامبر  په مياشت کې د PDA پي ډي اي(People Democratic) Alliance) له خوا د  وزير اعظم کرسئ ته کانديد ؤ، چې پدغه موقعه  ئي ټاکلي شوي وزير اعظم ته د مبارکئ په  دوران کې  په خپل تقرير کې وويل چې زه د «پښتونخوا» د سوبي اوسيدونکې يم دغه الفاظو د اسمبلئ په پنجابي غړو لړزان راوستو او په يو ه چغه ئي د پښتونخوا په ذکر احتجاج وکړ. خان لالا چې په کومه ميړانه او جرائت دغه نوم اسمبلئ ته ورساوه دا د هغه يوه تاريخي کارنامه وه، چې نن داسمبلئ  په تالار کې څوک د پښتونخوا د نوم د مخالفت جرات نه شي کولي.(۱)

 خان لالاپه کال 1993 کې  د پاکستان په مرکزي کابينه کې د کشمير د چارو او د شمالي علاقه جاتو وزير شو اوپه 1996 په 12 اکتوبر  دپاکستان په مرکزي کابينه کې د روغتيا ريلوي او Population Welfareوزير شو.(۴)

  له دي وروسته ئي د پارلماني سياست څخه لاس واخست او يوازي قامي خدمت ته ئي ملا وتړله.

خان لالا په سياسي نظرياتو کې سپيڅلي او ډاګيز موقف لري ، په خپلو  وينا ګانو کې ئي په پښتنو کې  دقامي وحدت د احساس په راژوندي کولوتل زور اچولي او وائي  چې:  «قامي وحدت يوازي د لاندي پښتنو مسئله نه ده بلکه د ډيورند کرښي پوره قام ويشلى دي او دا يوه قامي مسئله ده . په تاريخي حواله کندهار او کابل د پښتنو ټاټوبي دي نو يقينآ چې دا د پورته افغانانو هم فريضه ده چې د پښتنو قامي وحدت په  مسئله  خپل سياسي رول ولوبوي.»

 خان لالا د پښتنو قامي وحدت په هکله واضح دريځ لري چې:« تر څوپوري  پښتون خپل  قامي وحدت نه وي  حاصل کړي،تر هغي د پښتون قام مشکلات او محرومي نه شي ختميدي . د يو قام دغړي په حيث دوئ احترام نه شي ګټلي. اود سوکالئ احترام او عزت ژوند نه شي موندلي».  (۶) او دا ئي عقيده ده چې په يوه هيواد کې د پښتنو وجود په ټوټو،ټوټو ويشلي ساتل يو ناوړه، غيرانساني، غير قانوني او د بشري حقونو دجملي نه بهر خبره ده.چې هيڅ اخلاقي،ائيني او قانوني جواز نه لري. « پښتون قام يو وحدت ؤ او يو وحدت دي، د غاصب له لاسه پر کال 1983 کې څلور ټوټي شوي دي، چې تر اوسه څلور ټوټي پروت دي. په خپلو کې سره بيا يو کېدل ددي قام ائيني، قانوني او فطري حق دي. د پښتون قام داسي په ټوټو کې ويشل صرف د استعماري مقاصدو لپاره شوي دي، او بايد دغه استعماري عمل په څټ واړولي شي. مونږ تر هر څه د مخه خپل پښتون قامي وحدت غواړو .کوم قوت چې د پښتنو په وحدت کې مرسته کوي زما دوست دي او کوم قوت چې د پښتنو وحدت کې خنډونه مخي ته کوي زما دښمن دي . د پرامن جدو جهد په وسيله پښتون قامي وحدت زمونږ مرام دي . چې زمونږ قومي وحدت حاصل شي نو دلته امن راځي ».(۵)

په 2006 ع کال دفبرورئ په مياشت  کې چې کله عوامي نيشنل پارټئANP په خپله بنسټيزه (منشور) کې  دا جمله ورزياته کړه چې» مونږ په سوله ايزه توګه د پښتنو قوامي  وحدت غواړو» نو د خان لالا مرام او هدف ته پکې ځاي ورکړل شو او د پښتونخوا قومي پارټئPQP د عوامي نيشنل پارټئANP سره يو ځاي شوه چې دا د ټولو پښتنو ارمان ؤ او خان لالا پوره کړ.

همدارازښاغلي خان لالا په خپل لګښت  په2000 ع کال 2001  ع کال 2004ع کال او  2005 ع کال دوه  واري په پيښور کې د پښتون/افغان قومي جرګې او دوه واري   دډيورند په کرښه  په ډيره زغرده سره  په پيښور کې نړيوال سمينارونه  جوړ کړي  چې له ټولي نړئ څخه پکې ګڼ شمير پښتنو  سياستوالو، اديبانو، ليکوالانو، شاعرانو او ژورنالستانو برخه اخستي وه.

ددغه سمينارونو، غونډو او جرګو دمقالو او وينا ګانو ټولګي  ئي په کتابي بڼه کې چاپ کړي او پښتنو ته ئي وړاندي کړي دي. همداراز   د نړئ په ګوټ ګوټ کې ئي د پښتون قامي وحدت د يون سره خپل اواز ملګري کړي او ځان ئي ورته رسولي دي چې د همدي مرام او هدف په خاطر  څو څو ځله ئي  په خپل لګښت  په  نړئ  کې خورو ورو پښتنو ته ځان رسولي اوڅو څو واري جرمني ته هم راغلي او د پښتنو ټولنيز ولسوليز ګوند PSDPپه بيلابيلو غونډو کې برخه اخستلي(۵)

لدي سر بيره ئي د «پښتونخوا غږ »په پښتو او اردو ژبي چاپ کړي  او د« پښتون قامي وحدت» تر سرليک لاندي د پيغام په بڼه يوه رساله  په پښتو، انګريزي او اردو ليکلي  چې د پښتنو د قامي وحدت لاري چاري ئي پکې په ګوته کړي دي پښتون قام ته وړاندي کړي.  ددي پيغام په وروستئ برخه کې ښاغلي خان لالا ليکلي دي چې:

«زه درب ذولجلال بي حد شکر ګذار يم چې ما د يو پښتون په حيث زپلي پښتون (افغان) قام ته دا مختصر شان پيغام وړاندي کړو. او پوره باور لرم چې ددي منتشر قام هر غړي چې هر ځاي وي،په هر هال کې وي،او د هري پيشي مالک وي ، په خپل فکر او قلم د امن او ميني په لار د خپل قام د وحدت او تشخص د حصول طرف ته راوګرځوي، او ددونيا ټولو مهذبو قامونو او انسان دوست تنظيمونو ته دا خواست کوم چې د افغان (پښتون) قام سره خپله فعاله سياسي او اخلاقي مرسته مل کړي چې په پيړو پس دا زپلي قام د غاصب د تقسيم د ناوړو شکنجو نه ځان  خلاص کړي او خپل قامي وحدت تر لاسه کړي.» (۲)

پښتون په بنيادي توګه  امن دوسته او جمهوري خوښي قام  دي په نړۍ کې پښتون واحد قام دي چې باچا ئې جرګې خوښ کړي دي . ياني باچا ئي هم په هاغه وختونو کې په جمهوري طريقه انتخاب شوي دي . چې چالا اروپا کې د جمهوريت ټکې نه و اوريدلي اميد دي چې د نړۍ جمهوري طاقتونه به د پښتنو د قامي وحدت مرسته او ملاتړ وکړي .

اخذونه:

۱) « پښتونخوا غږ» ليکوال: محمد افضل خان لالا  چاپ: ملت پرنټرز لاهور، کال ۱۹۹۴

۲)  «پښتون قامي حدت» ليکوال محمد افضل خان لالا  ، خورونکې پښتونخوا پبلکېشنرز، پيښور کال ۱۹۹۶ نامبر

۳) پښتونخوا مجله  اتلسمه ګڼه، دپښتنو ټولنيز ولسوليز کوند خپرونه،کال ۱۹۹۷

۴) «ځلنده ستوري» دسوات د ماما خيلو منظوم تاريخ،خپرونکې د ماماخيلو د خانانوديره، سوات کال ۱۹۹۸

۵) « پښتون/افغان قامي جرګه» ۱۴ او ۱۵ نوامبر ۲۰۰۰م، ترتيب او خپرونکې  : پښبونخوا قامي پارټئ : اهتمام د پښتونخوا د پوهني ديره

۶)  «ډيورنډ کرښه»په پيښور کې د شوي سيمينار د مقالو او وينا ګانو ټولګه،ترتيب : محمد افضل خان لالا، اهتمام د پښتونخوا د پوهني ديره،کال ۲۰۰۴

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1258

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1246

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1401

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1899

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6120

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…