د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ښاغلی هنرمل کاکړ

دځانګړي سبک ځوان شاعردسهیلې پښتونخوا دتاریخي سیمې ژوب اوسیدونکی دی،دغه ځوان شاعرچې رسمي نوم یې محمدحسین دی او قلمي نوم یې هنرمل کاکړ دی او په همدې یعنې هنرمل کاکړ سره ډېر شهرت لري زما په فکر دغه هنرمل تخلص یې بیخي پرځای کارولی ځکه ټوله شاعري یې له هنره ډکه ده دغه شاعر په ۵ مئ ۱۹۸۴ م کال کي زیږیدلی دی
له نیکه مرغه داوخت ددې ویښ وجدانه شاعر لومړۍ شعری مجموعه
د ؛ ستومانه ماښام په نامه ؛ په ۱۹۹ مخونو کي چاپ شوې ده
دښآغلی هنرمل کاکړ ټوله شاعری له درده ډکه ده
او دا درد دئ چی سړئ شاعر کوي ځکه خو ښاغلی هنرمل کاکړ
دشاعر کیدو اصلی لامل درد بولي او داسې وایي
چې ارمان مړ هیلې ایرې شي بیا شاعر شي سړی
چي دژوند کلُ ښآر جنازې شي بیا شاعر شي سړی
زه دښاغلي هنرمل کاکړ پر شاعري باندي نه ږغېږم
هغه پارسي کي متل دی وايي
مشک به خُود باید بِګوید که من مُشک هَستم
لوستونکي به خپله وپوهېږي چې دښاغلي هنرمل کاکړ څرنګه شاعري ده
خو زه دښاغلي هنرمل کاکړ دشعرونو په اړوند فقط دا وایم چي زما خویې
دزړه تارونه خوځولي دي
***
په مینه
محمدعلي عمري
اوس هم دا تاسو او دښآغلی هنرمل کاکړ څو په زړه پوري شعرونه
غزل
لاړم دیارانو له بهیره مرګي وایستم
زنګ غوندي کړۍ وم له زنځیره مرګي وایستم

ښکلي به خوبونه دبرزخ پر خاوره وکړمه
شکر چي دژوند غوندي له ویره مرګي وایستم

څنګه می وا نه خیست دغه تور دغه پیغور اشنا
څنګه دې دمینې له تقصیره مرګي وایستم

بل څوک پکې پرې نږدې وفا کوه پښتو کوه
زه که دې دزړه له ویړ جاګیره مرګي وایستم

څومره مي ډالۍ کړې هنرمله ورته مړې اوښکي
بیا هم ددنیا له هر تصویره مرګي وایستم
غزل
وچي څانګي به مي څنډوهي زګیروئ جانان به راشي
ما به ګل کړي سر تر پایه پسرلئ جانان به راشي

ښه ده ښه ده دروازه مې دزړګی پرانیستې ښه ده
څه معلومه ده ملګرو لیونئ جانان به راشي

لکه لمر لکه بریښنا لکه سحر به می لوګئ کړي
لکه دُر؛ لکه ګوهر ؛ لکه غمئ جانان به راشي

درقیب دژوند وطنه دمرګي زیري ته ټینګ شه
زما دمرګ کوڅې بې غمه شه ژوندئ جانان به راشي

هله هله هنرمله په توهین کي چي تیر نه شې
په بڼو له لارې اخله هر اغزئ جانان به راشي
غزل
لوړ مې کړې اوچت مي کړې آسمان مي کړې
ګرانه ؛ دومره ګران نه وې خو ګران مي کړې

مه ځه را نه مه ځه نیمئ کېږ مه
ژوند به تېروې راسره ځان مي کړې

څومره لوی کافر وې څومره لوی کافر
درمي کړله مینه مسلمان مي کړې

خیر دئ بس خیر دئ ستم کوه
هسی هم تیروتئ یم جانان مي کړې

راکړه اوس نامه دهنر مل ؛ اشنا
خپل ښایست ته څرنګه حیران مي کړې

 

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1158

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1167

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1298

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1792

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5995

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…