د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

عبدالغفور لېوال

عبدالغفور لېوال د ۱۳۵۲ لمريز دكب دمياشتې په شلمه نېټه دكابل ولايت دموسهي په ولسوالۍ كې زيږيدلى. په خټه صاحب زاده حسين خېل ، او دعلي محمد خان زوى دى .

 زده کړې

لومړی زده کړي يې دكابل داعتبار خان په عالي لېسه او لوړې زده كړې يې دكابل پوهنتون دژبو اوادبياتو په پښتو څانګه كې تر سره كړي دي، اوس دلا لوړو زدكړولپاره په امريكې كې دى.

دندې

  1. د ( هنداره ) خپرونې خبريال او دچلوونكې ډلې غړى.۱۳۷۴ل

  2. دكابل پوهنتون دفرهنګي شورا مرستيال۱۳۷۶-۱۳۷۴ل

  3. دافغانستان د مرستو دمركز دبشري حقونو دڅانګې غړى۱۳۷۷-۱۳۸۰ل

  4. په كابل كې د( جګړې او سولې دراپورجوړونې دانستيتيوت ) لومړنى كتونكى(اډيتور) او مسوول۱۳۸۰ل

  5. په كابل كې دآزادۍ راډيو دپښتو څانګې كتونكى او خبريال۱۳۸۱ل

  6. دافغانستان داساسي قانون دكميسيون دمطبوعاتي څانګې مشر او ددارالانشا وياند۱۳۸۱-۸۲ل

نوموړى په هېواد كې دبېړنۍ لو يې جرګې لپاره دهېواد دليكوالو،شاعرانو او ژورنا ليستانو منتخب استازى و او داساسي قانون دلويې جرګې پر مهال يې ددغې جرګې دمطبوعاتي چارو دسمون مسوليت پرغاړه درلود. دى په افغانستان كې دقلم دنړيوالې ټولنې دنهه كسيزې استازې جرګه ګۍ غړى دى . همداراز يې د۱۳۸۲ كال دهنرمندانو دنړيوالې ورځې په وياړ دهېوادد ممتازو هنرمندانو په ډله كې دپښتو دښه شاعر رسمي ستاينليك ګټلى دى.

ښاغلی لېوال د ۱۳۸۲ لمريز کال راهيسي د امريكې دمتحده ايالاتو په پلا زمېنه وا شنګټن ښار كې د لوړو زدكړو لپاره اوسيږي ، او دزدكړې له پاى ته رسولو سره سمد ستي به انشاالله دخواږه وطن ښكلې لمن ته ورستون شي.

 چاپ شوي اثار

  1. مخه ښه او دوه منظومې ۱۳۷۶ ل- پېښور

  2. ژړا ، اور ، مينه دشعرونو ټولګه ۱۳۷۷ل-پېښور

  3. هوسۍ منظومه ۱۳۷۸ل – پېښور

  4. ارشاك او اوشاس منظومه ۱۳۸۰ل- پېښور

  5. دوريښمو تول دپښتو شعر داوسمهالي بهير كره كتنه۱۳۸۱ل كابل

  6. دماشومانو لپاره كيسې او بوختياوې دماشومانو دادبياتو په هكله ۱۳۸۱ل- كابل

  7. كله چې ته خپه شې دشعرونو مجموعه۱۳۸۲ل- كابل

  8. دنيلوفرو كيسې راټولونه (دافغان ښځو په هكله دبيلابيلو ليكوالو كيسې ( ١٣٨١ ل ) پېښور

له ۱۲۰ څخه ډيرې علمي – مسلكي مقالې دهېواد په مجلو او خپرونو كې .

د ښاغلي لېوال يو شمېر کتابونه د چاپ لاري څاري .

د شعر بېلګه

علامه رشــــــــــــــاد ته چې دبيا ليدو ارمان يې زما پر مساپر زړګي پاتې شو! خپل استاد ته !


او ستا دلمر په شان وجود هم پريوت هېڅ مې باور نه راځي

ها مازيګربه مې هميش په زړه وي

چې پر سبا يې زما سفر پيلېده

زه ستا دكور په لويه خونه كې ناست

او ستا دتود غږ له وږمو سره جنت ته تلمه

تاراته وويل چې :

...پام چې وطن هېر نه كړې مګر استاده ! ته چې ولاړې

دا وطن او موږه چاته پريږدې؟

مګر داژوبله او يتيمه پښتو چا ته پريږدې؟ يوه ورځ تا را ته ويلي ووچې :

( فخر شاگردهنرمندبه استاد رسد.)

مګر استاده ! اوس حيران يم چې زموږ فخر به چاته رسي؟ موږه بې فخره شو بې سره شو بې لمره شو بس ته چې ولاړې اې د پښتون مذهب رهبره وايه زموږ دپوهې پيغمبره وايه كه ستا دتللو نيت و ولې دې موږ ته دومره مينه راكړه موږ خو ويده وو دابد په شپو كې

ولې دې مړو رګو كې وينه راكړه

دا ويښ زلميان به اوس په كوم لوري ځي ؟

ته خو يې مشر د دستار سړى وې

دا افغانان به اوس په كوم لوري ځي ؟

استاده ! اوس به دا نيمګړې نسخې چا ته لولم

دا- دخوشال فرهنګ - به څوك وليكي

دا د - اټك - لانجه به څوك وڅيړي

دستر پښتون نيكه به څوك پېژني

زما دتاريخ دهسك له لمرسره خو ته اشنا وې

خو

ستا دلمر په شان وجود هم پريوت

هېڅ مې باور نه راځي

نه !

زه دا منلى نه شم

لا ډېر څه پاتې دي چې ته يې وكړې يوازې ته

يوازې ته

يوازې ...

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1780

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1731

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1989

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2555

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6775

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…