د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دارواښادشهيدمحمدانورخان لنډه پيژندنه اوبيوگرافي

ارواښادشهيدمحمدانورخان دحاجي محمدهاشم خان زوي اودمرحوم حاجي مرجان لمسي په كال (۱۳۳۵) هـ ل  كي دهلمند ولايت دناوي ولسواليb_150_100_16777215_00_sitephotos_norphoto_anwarkhan34.JPG دهزاراسپ په كلي كي زيږيدلي دي . لومړني زده كړي يي دهزاراسپ په لومړني ښوونځي كي ترشپږم ټولگي پوري ترسره كړي اوترهغه وروسته يي منځني اوثانوي زده كړي  يي دناوي ولسوالي دخلج په ليسه كي بشپړي  اوپه كال (۱۳۵۵)هـ ل كي دهمدي ليسي څخه فارغ شو. په همدي كال په نوموړي ليسه كي دښوونكي په دنده وگمارل شو.
اوپه كال (۱۳۵۶)هـ ل كي دكانكوردازمويني په نتيجه كي دهلمنددښوونكودروزني په عالي دارلمعلمين كي دساينس په ځانگه كي شامل شو. اوپه كال (۱۳۵۷) هـ ل كي دسنبلي په مياشت كي دلوړو زده كړو لپاره ددولتي تحصيلي بورس څخه په گټه اخيستووپخواني شوروي اتحادته وليږل شوچي داماده گي يوكلنه پوهنځي يي دروسيي دفيدرالي جمهوريت دورونيژ ښارپه دولتي پوهنتون كي بشپړه اوپه كال (۱۳۵۸) هـ ل  كي دهمدي جمهوريت د((كالوگه)) ښاردښووني اوروزني پوهنتون دفزيك اورياضي په پوهنځي كي داخل اوپه كال (۱۳۶۳)هـ ل كي دهمدي پوهنځي څخه دماسټري په درجه ديپلوم ترلاسه اوفارغ شوچي دشپږكلني تحصيلي دوري وروسته خپل پلرني هيوادافغانستان ته راستون اوپه كال (۱۳۶۳)هـ ل دسنبلي دمياشتي په (۱۸)نيټه دهلمندولايت  په  عالي دارالمعلمين كي دفزيك اورياضي داستادپه توگه مقررشو.
دهغه لياقت اواستعدادله مخي چي خداي (ج) ورپه برخه كړي وو په كال (۱۳۶۴)هـ ل كي دهمدي علمي مؤسيسي دعمومي مديرپه توگه مقررشو،چي بياوروسته دعسكري خدمت دمكلفيت دوري دتيرولوپخاطرسرتيري (سرباز)شواوددغه دوري ترپاي ته رسيدووروسته ددوهم ځل لپاره دهلمنددعالي دارالمعلمين دعمومي مديراواستادپه توگه وگمارل شو،اوپه كال (۱۳۷۲)هـ ل دثوردمياشتي ترپايه پوري يي دوطن دنوي نسل دښووني اوروزني په برخه كي خپله ځوانه انرژي خرڅه اومصرف كړه.
په كال (۱۳۷۲) هـ ل دجوزاپه مياشت كي دجگړواوبي ثباتي له امله يي دپوهني لمن دمجبوري له مخي پريښوده اوخپل پلرني كلي ته ولاړ اودبزگري په سپيڅلي دنده لگياه شو.
اوپه كال (۱۳۷۴)هـ ل كي دكاركولواوغريبي لپاره وگاونډي هيوادايران ته ولاړاوهلته يي دڅلورومياشتولپاره په كاراو غريبي پيل وكړاورورسته له څلورومياشتونه ددوهم ځل لپاره خپل هيواداوپلرني كلي هزاراسپ ته راستون شواودبزگري اوځمكي په كاربوخت شوچي ترڅه كم يوكال وخت تيرولو وروسته  دپاكستان هيواددگردي جنگل سيمي ته دكاركولواو غريبي لپاره ولاړاوهلته ديوسوداگرسره يي دمنشي په توگه كارپيل كړ.
وروسته له يوه كال مودي نه بيرته خپل پلرني كلي ته راستون شواوبيادهلمندولايت مركزلشكرگاه ښارته راوكوچيده اودسوداگري په چاروبوخت شو. دطالبانودرژيم له سقوط وروسته په كال (۱۳۸۰)هـ ل ددلوي (سلواغي )په مياشت كي يوځل بيادهلمنددعالي دارالمعلمين دعمومي مدير په توگه مقررشواود (۱۳۸۵)هـ ل  كال تراخيره پوري يي نوموړي دنده ترسره كړه اودوطن اونوي نسل لپاره يي دمسلكي ښوونكوپه روزنه كي پراخه ونډه ترسره كړه .
اود(۱۳۸۶)هـ ل كال له شروع څخه دآزادرقابت دازمويني دتيرولوپه نتيجه كي دكندهارولايت دپوهني درئيس په توگه وټاكل سواودشهادت تروخته پرهمدي دنده پاته شو،اوبالاخره ارواح ښادشهيدد(۱۳۸۸)هـ ل كال دوري ياحمل دمياشتي په (۱۲)نيټه دچهارشنبي دورځي په (۱۱:۳۰)يولس نيموبجودكندهارښارولايتي شوراپه مقركي دځانمرگودبريدپه نتيجه كي په ناځوانمردانه توگه دشهادت جام نوش كړ.
قالواناالله وانااليه راجعون روح دي تل ښادوي .
ارواح ښادشهيدمحمدانوريوځلي واده كړي چي دواده ثمره يي څلوربچيان دي چي دهغه جملي څخه يي دوه زامن اودوي لوڼي دي . مشرزوي يي خليل احمدنوميږي په يولسم ټولگي زده كړي كوي اوكشرزوي يي جليل احمدنوميږي په دريم ټولگي كي زده كړي كوي .اومشره لوريي واده شوي اوكشره لوريي  كوزده شوي نده .
دارواح ښادپلارژوندي دي  موريي  وفات سوي ده ،اودوي ټول يوولس وروڼه وه چي ارواح ښاديي ترټولومشروو،اودده يوبل ورورهم په جنگي حالاتوكي شهيدسوي وو.
ارواح ښادشهيدمحمدانورخان دنيكواوعالي اخلاقوخاوند،پاك نفسه ،مدبر،پروطن مين اوصادق شخصيت وو.
تل يي دخپلوهمكارانواوهم مسلكانوسره په ورځنيو چاروكي مشوره اومرسته كوله ،دخلكوخبروته يي پوره غوږنيوه اونيك برخورديي كاوه .
دوطن نوي نسل اوزده كوونكي ورباندي گران اوتل به يي ورباندي شفقت كاوه اوهغوي به يي داسلام پالني ،وطن دوستي اوانسان دوستي په روحيه روزل . خپل وطن اوخلك ورباندي زيات گران اوورته وفاداروو.
خپل ټول عمريي دوطن داولاددسالمي ښووني اوروزني په سپيڅلي چاره كي ولگاوه . دوطن سمسورتيا،دخلكوابادي اوازادي په هيوادكي دعصري اومتوازن معارف پرمختيادده هيله وه ،خوداهيله يي په ژوندكي پوره نشوه اوشهيدشو.
دخداي ج له لوي درباره ورته عظيم اجراوفردوس جنت غواړو. اودشهيدبچيانواودكورني غړواودوستانوته يي دخداي (ج ) له درباره دجميل صبرهيله كوواورته يي عوض غواړو.
دارواح ښادشهيدمحمدانورخان دشهادت غميزي نه يواځي دهغه كورني اودوستان غمجن اوخفه كړل بلكي ټول هلمنديان اوحتي دهيوادټول معارف اوخلك يي سخت خواشيني كړل اودهغه تشه به ژراوپه اسانه بشپړه نشي .

وتمـــــــــــــــت باالخــــــــــــــــير.

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1437

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1398

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1571

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2085

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6322

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…