د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د شهید استاذ حکیم تڼیوال یاد

استاذ حکیم تڼیوال د ګل صاحبخان زوی ول چې پلار یی د تڼیو د قوم یو د پوهو مشرانو نه ول.  ګل صاحبخان د افغانستان د استقلال او آزادۍ ګټولو پهb_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_Qahramanan_hakim_taniwal.jpg جګړو کې یو له وتلو غازیانو څخه ول چې د ټنیو د قوم لښکرې یی د هغې وخت د پکتیا د یوه ډېر ستر سړی نائب سالارببرکخان ترڅنګ  قومانده کولې. د ګل صاحبخان نوم دخوست د تڼیو اوځدراڼو مشرانو په هغه لست (۷۶۴مخ) کې موندلی شئ چې د افغانستان در مسیر تاریخ په نوم د افغانستان د تکړه تاریخ پوه ښاغلی غبار له خوا لیکل او خپور شویدی.

استاذ حکیم تڼیوال د خوست د تنیو په سیمه د حسارک په کلی کې چې د څټی د چشن غره لمن ده زیږدلی ول. هلته ښوونځی نه ول او هغه وختونه په دې سیمه کې چا خپل اولادونه ښووځیو ته نه ورکول، خو د خدای بښلی ښهید حکیم تڼیوال پلار چې د زدهکړې په وړتیا اواهمیت  ښه پوهیدلو،نه یوازې خپل زوی او وراره بلکه د خپلو کلیوالوڅخه څو نور کسان هم وهڅول چې خپل زامن ښوونځی ته ورکړې او د هغو هلکانو بوج هم ده په خپله غاړه واخیست. ښاغلی ګل صاحبخان خپل زوی، وراره او څو تنه نور کلیوال په هغو وختونو کې چې د خوست څخه تر ګړدېز پورې هېڅ موټر نه ول،په پښو بوتلل،د ګړدېز نه یی د لرګیو په لارۍ کې سپاره کړل اوکابل ته یی ورسول،هلته یی د رحمان بابا په ښوونځی کې نیږدې تر یوه میاشت خواری وروسته چې په دفترونو ورسره وګرځیدلو،شامل کړل.

استاذحکیم تڼیوال د خدای پاک ورکړی استعداد له امله د رحمان بابا ښوونځی د لومړی ټولګی نه بیا تردولسم پورې په ډېره ښه وجه ولوست اوتل د خپل ټولګی مشر(اول نمره)ول. هغه وختونه چې حکیم خان د دولسم ټولګی نه فارغیدلو، د پوهنې وزارت د جرمنی،فرانسې،انګلستان اوڅو نورو اروپایی هېوادونو سره قراردادونه لرل چې هرکال یی د خوشالخان بابا اورحمان بابا له ښوونځیو فارغانو نه لس لس تنوته د لوړو زدهکړو د پاره بورسونه ورکول، نو حکیم تڼیوال چې د دولسم ټولګی څخه اول نمره خلاص شوی ول، ددې حق څخه برخمن ول اوهغه ؤ چې د کابل د اقتصاد پوهنځی د لومړی ټولګی نه المان ته د لوړو زدهکړو لپاره د پوهنې وزارت له خوا ولېږل شو. حکیم خان په المان کې تر ماسټرۍ پورې لوړې زدهکړې د فلسفې په څانګه کې په اعلی کچه پای ته ورسولې او چې د زدهکړو له بشپړولو وروسته وطن ته راوګرځیدلو،د ادبیاتو پوهنځی د فلسفې په دېپارټمنټ کې استاذ وټاکل شو. د هغې وخت نه بیا د شوروی د سرولښکرو په افغانستان د ورننوتلو تر وخته یی ډېر شاګردان وروزل. دشوروی اتحاد د پوځونو تر راتللو څو میاشتې وروسته یی کابل پوهنتون پرېښود او د خوست له لارې پاکستان لوری ته په پوله  واوښت.

 

استاذ حکیم تڼیوال د استاذ محمدرسول امین سره کوم چې دده سره په یوه پوهنځی کې استاذ ول اودهغو وختونو یی انډیوالی لرله،په پښاور ښار کې یی هم د روڼ اندو په راټولولو او دهغوی د یو اوبل سره په نیږدې کولو او ساتلو او یو بل سره د هجرت په سختو وختونو کې مرستو کولو لپاره ستره ونډه او دروند بار په غاړه اخستی ول او تر پایه پورې تر څو چې په پاکستان کې اوسیدلو دغه چارې یی پر مخ بېولې. دوی دواړو یو اخبار چلولو چې مسؤل مدیر یی رسول امین او مرستیال یی استاذ حکیم تڼیوال ول، دوی د لیکوالانو اتحادیه جوړه وه چې مشر یی رسول امین او مرستیال یی حکیمخان ول، دوی د استاذانو اتحادیه جوړه وه چې مشر یی حکیم تڼیوال او مرستیال یی رسول امین ول.

استاذ حکیم تڼیوال تر وسه وسه پورې هلته په پښاور کې د استاذانو سره ډېرې مرستې کولې، هغه استاذان چې نوی به هلته لاړل هغوی ته به یی پر مشورو او لارښوونو برسره که د هغوی کار به په کوم دفتر کې مشکل پیدا کولو، دی به په دفترونو ورسره ګرځیدلو او چارې به یی ورسمولې.

استاذ حکیمخان به د مهاجرو د کمشنرۍ دفتر ته د استاذانو غوښتنلیکونه د اتحادیی په استازیتوب ټپه او لاسلیک کول.

د استاذ حکیمخان ډېره مینه وه چې هرڅومره زرکابل ته لاړشی خو کله چې په کابل کې د جګړه مارو ډلو تر منځ کورنۍ جګړې پیل شولې،کابل ته یی د تللو هیله ورژیدله اوبیا هغه وخت چې کابل ته طالبان ورننوتل نو ناهیلی یی لاډېره شوه او ویی پتیئله چې د خپلې کورنۍ سره استرالیا ته وکوچیږی. تر هغې وخته په استرالیا کې پاتې شولو چې طالبانو حکومت ړنګ شو.

استاذ حکیم تڼیوال د بن له جرګې وروسته دستی کابل ته راغلو چې خپلې پخوانۍ دندې(کابل پوهنتون استاذۍ)ته دوام ورکړی. لږ موده وروسته هغه د جمهور رئس حامد کرزی له خوا وغوښتل شو او د خوست ولایت والی یی وټاکلو. د خوست ولایت په هغو سختو وختونو کې چې تر ده دمخه کوم والی ګمارل شوی ول، هغه د ځدراڼو د دریخېلو د قوت لرونکی،پیاوړی قوم مشر ؤ. هغې نه غوښتل چې ولایت پرېږدی. هلته شخړې جوړې شولې خو استاذ حکیمخان د هغې پوهې،علمی ځیرکۍ اوپه قومی چارو او جرګو کې د تجربې او پوهې له امله په حکیمانه دول وکړای شول چې بل لوری قانع کړی او د ډېرو ویرجنو پېښو مخه ونیسی.

استاذ حکیم تڼیوال وکړی شول چې جمهور رئس کرزی قانع کړی اود هغې امر ترلاسه کړی چې د احمدشاهبابا پوهنتون د پښاور څخه خوست ته یوسی چې دا دهېواد اوددې سیمې خلکو لپاره ستر نه هېریدونکی خذمت دی اوتل به روڼ اندی د دغه نه هیریدونکی کار له امله دده یاد ساتی. ده دخوست د روڼ اندو په راټولیدو او د مختلفو اتحادیو په جوړولو کې ستره ونډه درلودله. د خوست ځوان روڼ اندو اوس په خپله سیمه کې پوره پرمخ تګونه کړی اود هېواد د نورو سیمو روڼ اندو سره ډېر ښه نیږدې اړیکی پالی.  په هره چاره کې دښو اړېکو په پاللو کې د بری ستر راز پروت دی. دا څرګنده خبره ده چې هر هغه څوک په ځانګړی او ډله ایزه ژوندانه کې بریالی دی چې د ښو اړېکو ساتلو حوصله،توان اوطاقت ولری.

استاذ حکیمخان هم یو د هغو کسانو څخه ول چې د هرچا سره یی ښې اړېکی باللې او د پوره حوصلې درلودونکی ول.  

استاذ حکیمخان وروسته د لنډ وخت لپاره د کانو او صنایعو چارو وزیر وټاکل شو چې بیا وروسته د کابل واکمنو د هېواد د لویدیځ زون آمر او هرات والی اسمعیلخان سره ددې څوکۍ په ورکړې جوړجاړی راغی او حکیم تڼیوال د هغې خدای ورکړی بې کبرا او حلیم طبعیت له امله په ډېره مینه دا څوکۍ هغې ته پرېښودله. دی بیا د کرزی له خوا د پکتیا ولایت والی وټاکل شو اود تېرکال(۱۳۸۵)تر دې وختونو پورې یی په ډېر صداقت او بشپړې ایماندارۍ هلته د ټولو مېشتو قومونو د ولسونو،مشرانو او روڼ اندو په ګډون په سیمه کې د سولې د ټینګولو، بیا آبادولو او ښوونې- روزنې په برخو کې هلې ځلې وکړلې. په پای کې دا د هېواد ستر عالم،پوه ،تجربه لرونکی،په وطن او خپلو ولسونو مين انسان د افغانستان د نه پخلا کیدونکو بهرنیو دښمنانو د توطیو ښکار شو او د بم په ځانمرګی برید کې په شهادت ورسید.

 

روح دا یی تل ښاد وی او فردوس جنت دا یی خدای پاک نصیب کړی!

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1063

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1065

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1187

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1676

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5877

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…