د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

پوهاند مجاور احمد زيار

پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار 68 كاله وړاندې د ننګرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترګې پرانيستې . لومړنىښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .

پر 1962 زيږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانګو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توګه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې  د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل ګړدوده (لهجې) د هېواد له ګوټ ګوټه راټولې كړې او څېړلې دي .
له 1966 تر 1972 ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توګه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنالوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .
له 1984 1986 ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توګه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله ( 1994 1996 ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توګه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انګليستان په پوهنتوني ښار "اكسفورډ" كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .
څېرمه چارې او دندې
1972 1975 : د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .
1978 1979 : د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .
1980 : د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .
1980 : د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .
1980 1984 : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .
له 1991 راهيسې د علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنګي ټولنې مشري .
علمي او ادبي هستونې
1 - علمي - څېړنې :  پښتو نومتړنګونه يا اسمي تركيبات ( الماني ) ، پښتو پښويه ، پښتو ويي پوهنه ، پښتو ليكلار ، پښتو شعر څنګه جوړېږي ؟ پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې ، پټه خزانه يوه لغوي خزانه ، پښتو سيندګى ( هممانيزونه ) ، پښتو سيندګى ( نويزونه ) ، انګرېزي - پښتو سيندګى ( سربلونه + اوستربلونه ) ، د خوشال ادبي پښتو ، د يوې کره پښتو ليکلارې لارښود، د ژبپوهنې بنسټونه ، غږپوهه او د پښتو پښويي (ګرامر) ، درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه)  خپرونه .
2 - ژباړې : پښتانه او ورونه مليتونه ، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني ) ، پټه خزانه (پرالماني) .
3 ادبي ( پېيلې او ناپېيلې ) ټولګې : زنداني نغمې، سوزونه او سازونه ، وينه او مينه، ګلكڅونه، ګلولې ، اندوژوند ، اندو واند ، رزم وبزم ، پوهه او ګروهه ، د سبرونو نڅا ، ګلوييونه ، څڅواكي ، زما نړۍ ، د مرجانونو څانګې ، نوې پېړۍ او نوې زرۍ ، اور و وينې ، ساندې او سندرې ، مينه د زړه په وينه ( ناول ) او ناپيگيليگ ( نثري تولكگه ) .
د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انګرېزۍ څه له پاسه دوه نيم زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي ريكارډأ څښتن كړى دى .
پر دغو ټولو علمي - فرهنګي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او  نوښتګر پوهاند او ليكوال دا څه له پاسه دېرش كاله د " يوې - كره ليكنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرګ غورځنګونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوګه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه ونډه پرځاى كړې  ده .

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1063

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1065

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1187

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1676

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5877

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…