د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ارواښاد پوهاند حبیب الرحمن زرین سباوون لنډه پیژندنه

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01arwakhadhabibulrahman-zarin.jpg

 

 

قدرمنو لوستونکو!
مخکې له دې چې د خدای بخښلي پوهان حبیب الرحمن زرین سباوون لنډه پېژندنه ولولئ ، باید ووایم چې د نوموړي په اړوند، د افغانستان د اسلامي جمهوریت محترم جمهور ریس له خوا د خواخوږۍ او ډاډګیرنې پېغام د ارواښاد کورنۍ ، وسله وال پوځ  او د افغانستان ولس ته د ملي تلویزیون له لارې خپور شوی دی. دغه راز د افغانستان د دفاع وزارت، د خپلو ټولو منسوبینو په نماینده ګۍ د ارواښاد په مزار(قبر) د هغه لنډې سوانح لوستلې دي، چې زه ستاسې پام د غو لوستل شوو لنډو سوانو ته را اړوم:
«خدای بخښلی پوهاند حبیب الحمن زرین سباوون د محمد زرین زوی د کب د میاشتې په پنځلسمه په کال  ۱۳۱۵هجري - شمسي د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزار درې د ښخو په کلي کې په یوې روحاني کورنۍ کې سترګې نړۍ ته وغړولې. نوموړی لا د شپږم ټولګي زده کوونکې و، چې خپل پلار یې له لاسه ورکړ او له خپلو دری ورونو او یوې خور سره یو ځای یې ژوند کاوه. په ۱۳۳۰ کال په حربي ښوونځي کې شامل شو، او نوموړی ښوونځی یې په ۱۳۳۶ کال د لومړۍ درجې په بریالیتوب سره بشپړ کړ. وروسته له هغې د لوړو زده کړو په موخه د کابل پوهنتون د ساینس په پوهنځي کې شامل او د ریاضیاتو او فیزیک له دپارتمنت څخه په ۱۳۴۰ کال په عالي درجه فارغ شو. وروسته له هغې نوموړی په حربي پوهنتون کې د الجبر او پیداګوژۍ د مضمون د استاد په حېث  په دندې وګمارل شو، چې خپل ډېر عمر یې همدلته خدمت و کړ او د خپل کاري ژوند نور لس وروستي کلونه یې د دفاع وزارت د ښوونې او روزنې  په ریاست کې تیر کړل.
پوهاند استاد حبیب الحمن سباوون په ۱۳۴۳ کال کې واده وکړ، چې ثمره یې درې لوڼې او څلور زامن دي. د یادونې وړ ده چې ارواښاد استاد خپل ټول اولادونه د علم په رڼا سمبال کړل، چې اوس هر یو یې د خپل علم له لارې د خدمت جوګه دي.
ارواښاد پوهان استاد حبيب الرحمن زرین سباوون د خپل با ارزښته ژوند په موده کې افغان ولس ته ډېر خدمتونه کړي دي. هغه د خپل ولس او وطن بریاوې د دې ولس په ښوونې او روزنې کې لیدلې. نوموړی د ظلم او تاوتریخوالي سخت مخالف و او د خپل قلم په مټ یې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د دې ښکاره مخالفت کاوه، چې د وخت  ورځپاڼې او مجلې یې د دې ادعا ښکاره او جوتې بیلګې دي. استاد له خپل هېواد سره بې کچه مینه درلوده او تل یې د وطن بچي د علم او ادب په لور رابلل، هغوئ یې روزل او د خدمت جوګه کول یې. د استاد سباوون رڼا نه یواځې په کور کې وه، بلکې له کوره بهر له ورایه ښکارېده.
ارواښاد پوهاند حبیب الرحمن زرین سباوون د هغې تپل شوې جګړې له امله چې تر اوسه یې لا لمن نده ټوله شوې، د خپل وطن پریښودو ته اړ ایستل شو، چې د خپل عمر وروستي کلونه یې د المان په هیواد کې په مسافرۍ کې تیر کړل. که څه هم هغه له هیواده بهر و، خو د وطن او وطنوالو مینه یې تل په زړه کې ژوندۍ وه. نوموړی د ۱۳۹۱ کال د لیندۍ د میاشتې په اوومه نیټه د هغې ناروغۍ له امله چې ورسره لاس او ګریوان و، د ۷۶ کالو په عمرله دې فاني نړۍ نه د تل لپاره سترګې پټې کړې».                                                                                                            انالله وانا اله راجعون            
روح دې یې ښاد وي

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…