د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

احمد شاه ابدالي د افغانستان بنسټ ايښودونکی

Multithumb found errors on this page:

There was a problem loading image 'http://www.stichting-san.nl/img/geschiedenis/ahmad_shah_durani.jpg'
There was a problem loading image 'http://www.stichting-san.nl/img/geschiedenis/ahmad_shah_durani.jpg'

نوم: احمد شاه دراني
زېږېدنه: ۱۷۲۲ ز.پ / ۱۱۰۲ ه.ل
هرات[1]
مړينه: ۱۷۷۲ ز.پ / ۱۱۵۱ ه.ل
د پاچاهۍ موده: {{{دپاچاهۍ-دور}}}
احمد شاه بابا (زېږېدنه: ۱۱۳۵ هـ س = ۱۱۰۲ هـ ل = ۱۷۲۲ ز کال -- مړينه: ۱۱۸۶ هـ س = ۱۱۵۱ هـ ل = ۱۷۷۲ ز کال) د لوی افغانستان هغه لوی او نوميالی پاچا و، چې افغان ولس خپل پلار بللی، او د «بابا» ستر لقب يې ورکړی دی، او دا هغه لقب دی چې افغان ولس يې خپلو هغو سترو مشرانو ته ورکوي چې ددې ولس د خلکو په زړو کې يې د پلارګلوۍ ځای موندلی وي.

 

ahmad_shah_durani.jpg

احمد شاه بابا د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز = ۱۱۲۶ هـ لمريز = ۱۷۴۷ سپوږميز کال د رجب د مياشتې تر اتلسمې نېټې پخوا په کندهار کې د افغانستان پاچا ټاکلی شوی او د ۱۱۸۶ هـ سپوږميز = ۱۱۵۱ هـ لمريز = ۱۷۷۲ لمريز کال د لومړۍ خور (ربيع الاول) په دوهمه نېټه د پنجشنبې په ورځ څاښت د کندهار د توبې غره په لمنه کې مړ او د کندهار د ښار په هغه روضه باغ کې ښخ دی چې ده په خپله د اسلام د پيغمبر د خرقې تر څنګه جوړ کړی و.
د زېږېدو ځای
د احمد شاه بابا د زېږېدو د ځای په باب کې دوه روايته دي: يو د سراج التورايخ د مؤلف فيض محمد روايت دی چې د تاريخ احمدي په حواله د احمد شاه بابا د زېږېدو ځای ملتان ګڼي [2] او بل د احمد شاه بابا افغان د فاضل مؤلف ښاغلی مير غلام محمد غبار روايت دی چې د احمد شاه بابا د زېږېدنې ځای هرات بولي [3] چې پوهاند عبدالحی حبيبي بيا په خپلو ليکنو کې دواړه روايتونه راوړي دي [4]

د احمد شاه بابا کورنۍ او ټبر
د احمد شاه بابا مور په خټه الکوزۍ او زرغونه نومېدله چې ډېره مېړه مخې او مدبره مېرمن وه او تل به يې د هېواد په مهمو چارو کې خپل زوی احمد شاه بابا ته ګټورې مشورې کولې.[5] د احمد شاه بابا پلار زمان خان نومېده، نيکه يې دولت خان او ورنيکه يې سرمست خان و چې هغه بيا د شېر خان ځوی د خضر خان لمسی او د سدوخان کړوسی و، او سدوخان د سدوزو د ټبر لومړی نيکه دی چې د سدوزو طايفه ورته منسوبه ده او د سدوزو طايفه بيا د پوپلزو يوه پښه ده چې په لاندې توګه داود اليو پښتنو د سړبن پښت ته رسېږي:سدو د عمر ځوی، عمر د معروف ځوی، معروف د بهلول ځوی، بهلول د کاني ځوی، کاني د بامي ځوی، بامي د حبيب ځوی، حبيب د پوپل ځوی، پوپل د پوپلزو لومړی نيکه د زيرک ځوی، زيرک د عيسی ځوی، عيسی د اودل (ابدال) ځوی اودل د ترين ځوی، ترين د شرخبون ځوی او شرخبون د سړبن ځوی.د احمد شاه بابا نيکه دولت خان د دولسمې هجري پېړۍ په سر کې د کندهار د اوداليو پښتنو نوميالی مشر و، خو څنګه چې يې په پښينی خاوره کې د پردو حکومت نه مانه او د صفوي حکومت د عصبی او ارمنی حکمران ګرګين امر ته يې غاړه نه ايښووله نو ځکه ارمنی ګرګين تر يوه ناڅاپه يرغل وروسته دولت خان د کندهار ختيځې خوا ته د ښار صفا په سيمه کې د هغه د ځوی نظر محمد خان سره وواژه، کلا او شتمني يې ور تالا کړه.دې پېښې د هغه ځای پښتانه سخت وپارول په تېره بيا د ارغسان پښتانه ټول په يوه سلا ګرګين ته پورته شول، ګرګين ېې وارخطا کی مجبور شو د روغې له لارې ورته راوړاندې شو، او د دولت خان د مشرزوی رستم خان مشرتوب ېې ومانه ، خو ددې د پاره چې د پښتنو له يرغله په امان پاته شي د دولت خان کشرزوی زمان خان (د احمد شاه بابا پلار) ېې د يرغل په توګه د ځان سره پخپل دربار کې وساته. څوچې بيا ېې کرمان ته ولېږه او د (۱۱۲۲ هـ لمريز) کال تر شا وخوا پورې هلته نظربندو. او هغه وخت چې د ميرويس نيکه په لاس په کندهار کې د صفوي حکومت کمبله ټوله شوه او ګرګين ېې وواژه،نو زمان خان هرات ته راغی او هلته د پښتنوپه مشرتوب او پاچايي وټاکل شو. څوچې په (۱۱۳۵ هـ لمريز) کال ېې د دې جهان له ژونده سترګې پټې کړلې.[6] د احمد شاه بابا يو نوميالی ورور ذولفقار خان نومېده چې تر ده مشر او هرات کې په بې تاجه پاچا مشهور و.[7] ذولفقار خان د هرات د ملي حکومت مشر او زړور جنګيالی پښتون و، د نادر افشار ابراهيم خان ته يې سخته ماته ورکړې وه.[8] او دلته يواځې د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني هغه لنډه ليکنه راوړو چې په هغه يې د ذولفقار خان ستاينه کړې ده. هغه داسې ليکلي دي: «ذولفقار خان فرزند اکبر آنحضرت (مطلب زمان خان د احمد شاه بابا پلار) که برادر بزرګتر اين پادشاه مُهر افسر بوده باشد مدت چندين سال در کمال عظمت و استقلال رايات سلطنت و کامراني در هرات و فراه افراخته و بارها چپاول بر سر مشهد و سبزوار و نشاپور انداخته چنانچه در تاريخ نادرې مذکور است، و ابراهيم خان برادر نادر را شکست فاحش داده، و توپخانه و نقاره خانه و تمامی اسباب و اثاثيه آوردی اور را متصرف ګشته...»[9] د احمد شاه بابا اکا رستم خان نومېده چې د احمد شاه بابا د پلار زمان خان تر تبعيد وروسته د کندهار ارمني حکمران ګرګين په چل او دروهه هغه د کندهار ښار ته وروغوښت او بندي يې کړ چې څه موده وروسته يې وواژه او د هغه کورنۍ او خپلوان يې چې د علي آباد په کارېز کې اوسېدل د ښوراوک او بکوا دښتو ته فراره کړه او جايدادونه يې چور او چپاو شول.


د دراني نوم

د احمد بابا ټبر ته د (دراني) هم وييل شوي دی ځکه يې نو ده ته (دُر دران) هم وييل. په دې کې چې دا نوم يا لقب څنګه رامېنځ ته شوی بېلابېل روايتونه شته؛ د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني يې د (ملهم غيبي) د الهام په اثر بولي[10] چې ښايي د سر پرسي سايکس خارجي مورخ دا خبره چې احمد شاه د يوه خوب د ليدو په نتيجه کې خپل ابدالي لقب په دراني اړولی.[11] د محمود الحسيني له پورتني روايت څخه راوتلی وی. بل روايت د محمد حيات خان دی چې پخپل کتاب حيات افغاني کې ليکي: «هغه وخت احمد شاه د افغانستان په پاچايي وټاکل شو، صابر شاه ملنګ د دُران لقب ورکړ چې بيا احمد شاه د خپل ټبر په لحاظ هغه په دُر دُران واړاوه.[12] خو مرحوم قاضي عطاالله خان په خپل کتاب د پښتنو تاريخ کې پورتنی روايت داسې راوړی دی: «ځيني خلک وايي چې احمد شاه د څوکنو د ميا صاحب مُريد و، د پاچا کېدو نه پس ميا صاحب په احمد شاه باندې حضور شو، او ورته يې وويل ته د خپلې ټولې قبيلې نوم د خپلې پاچايي درجې په مناسب بدل کړه او خپل ځان له دُر دُران (ملغرو کې ښه ملغلره) او خپلې قبيلې له دُرانی نوم کېده له دې کبله هغه د ابدالي قبيلې نوم دُراني کېښودو او ځان له يې دُر دُران لقب اختيار کړو، دغه شان د درانينو قبيله جوړه شوه او د پښتنو د قومونو په تاريخ کې راووتله.»[13]قاضي عطاالله خان د ايلفنسټن له خولې دا هم زياتوي چې: «احمد شاه به يوسفزو، ترکلاڼو، ګيګيانړو، اتمان خېلو، برمهمند، د هشتنګر محمدزو، خليلو، مهمندو، اپريدو، شينوارو، اورکزو، داودزو، خټکو، ښګښو ته بردُراني وييل او همدومره مينه به يې د هغوی سره کوله لکه څرنګه چې به يې د خپلې قبيلې سره کوله...[14] فيض محمد بيا د سراج التواريخ په لومړي ټوک کې دا خبره داسې ليکلې ده: «با سد صواب آرای بزرګان طوايف ابدالي خصوصاً حاجي جمال خان بارکزايي که به قوت و مکنت از همه برتري داشت کلاه سروري بر سر نهاد و در اين حال صابر شاه نام فقيرې، ګياه سبزی را بعمامه اش نصب کرده ګفت: "اين جيغه تُست و تو بادشاه دُراني" و از اينجا اعلحضرت احمد شاه اقوامش را که معروف بابداتی بودند به دُراني موسوم ساخت...»[15]احمد شاه بابا پخپل مُهر کې هم چې د طاوس شکل يې درلود او صراحي غوندې ښکارېده دا عبارت کيندلی و: "الحکم الله يا فتاح - احمد شاه دُر دُراني"[16]


تر پاچايي دمخه

لکه د مخه چې مو وليکل احمدشاه بابا په ۱۱۳۵ هـ. س کال وزېږېد، او په همهغه کال دده پلار زمان خان چې د هرات د حکومت واګۍ ېې په لاس کې وې مړ شو. څنګه چې د زمان خان تر مړينې وروسته د هرات د خلکو د اولسي جرګې له خوا د هرات حکومت د اودالي عبدالله خان زوی محمد خان ته وسپارل شو، نو د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره له هراته د فراه ولايت ته ولاړل، او هم د احمدشاه بابا مشر ورور ذولفقار خان د ښورواک سيمې ته وکوچېد[17]. بيا چې ۱۱۳۶ هـ. س کال ذولفقار خان بېرته د هرات په حکمرانۍ وټاکل شو، اوله ښوراوکه د فراه له لارې هرات ته ستون شو. معلومه نده چې احمد شاه بابا ېې هم ورسره بېولی وو که نه؟ او هم دوه کاله وروسته په ۱۱۳۸ هـ. س کال چې د هرات د اولسي جرګې له خوا د (باخزر) حکومت ذولفقار خان ته وسپارل شو، بيا هم د احمدشاه بابا د ژوند د پېښو څرک نشته ، يوازې ښااغلي غبار داسې اټکل کړی دی چې په ۱۱۳۸ هـ. لمريز کال چې الله يارخان داودالي محمد خان ورور د فراه حکمران وټاکل شو څنګه چې د احمدشاه بابا د کورنۍ سره ېې تربور ګلوۍ او رقابت درلود نو په دې کال به د احمدشاه بابا مور د خپل زوی سره هرومرو له فراه څخه وتلی وي[18]همدا شان له ۱۱۳۹ هـ. س کاله تر ۱۱۴۱ هـ. س کال پورې چې د هرات پر خپلواکۍ مينو خلکو د الله يارخان په مشرۍ د نادرشاه سره جګړې کولې او ذولفقار خان هم له فراه څخه د الله يارخان مرستې ته ورغلی وو، بيا هم د احمدشاه بابا نوم نه دی اخيستل شوی، ځکه چې په هغو کلو کې دی پنځه شپږ کلن هلک و، يوازې د ۱۱۴۲ هـ. س کال له پېښو څخه څرګند ېږي چې احمدشاه بابا د خپل مشر ورور ذولفقار خان سره په هرات کې اوسېده. او دا هغه کال و چې ذولفقار خان د نادرشاه سره روغه ونه منله او بيا ېې له فراه څخه پر هرات يرغل وکړو د هرات خلکو د نادرشاه په غياب کې د حکومت د مشر په حيث ومانه ، او الله يار خان ېې دمروچاق حکومت ته ولېږه. د ۱۱۴۳ هـ. س کال په پای کې نادرشاه ددېرشو زرو جګړنو سره پر هرات يرغل وکړ. او ذولفقار خان پنځه مياشتې د هغه سره وجنګېد، کله چې د خپل قوم بې اتفاقي ولیدله نو ددې لپاره چې د ده مشرتوب لانور هم د نفاق اور تازه نه کړي او د بې اتفاقي له شامته د اوداليانو دولت ګډوډ نه شي له مشر توبه ېې استعفا وکړه و د خپل ورور احمد خان او خپلې کورنۍ سره له هراته د فراه خوا ته ولاړ او په هرات کې الله يار خان د قوم مشروټاکل شوو خو د ذولفقار خان په فراه کې هم آرام کښې نه ناسته او له هغه ځايه ېې د نادر د لښکر په مقابل کې پښتنو مدافعيونو ته ملاتړ رساوه. څو چې له هراته ېې د الله يارخان د ماتې او د نادر د بري خبر واورېدو او په ۱۱۴۴ هـ س کال د خپل ورور احمدخان سره له فراه څخه کندهار ته راغی و دا وخت په کندهار کې د ميرويس نيکه زوی شاه حسين هوتک پاچا و، او هغه د پخوانيو بدمرغو رقابتو په سبب او يادا چې د ذولفقار خان په مشرۍ يې د اوداليانو له خوا ځان ته خطر حس کاوه. ذولفقار خان او احمد خان دواړه يې بنديان کړه، شپږ کاله بنديان وه څو چې د ۱۱۵۰ هـ س کال په پای کې نادر افشار کندهار ونيو، ذولفقار خان او احمد خان يې د نورو بنديانو په ډله کې خلاص کړه او څنګه چې نادر افشار پر هندوستان د يرغل په نيت راوتلی و او له بلې خوا د پښتنو زړورتوب او مړانه ورڅرګند شوي وه نو ددې لپاره چې د هندوستان په يرغل کې د پښتنو له ملاتړ څخه کار واخلي د پښتنو سره يې نرمه رويه راواخيستله عبدالغني خان الکوزي ته يې چې په هرات کې يې د ابداليو پښتنو مشر ټاکلی و، د کندهار د بيګاربيګي منصب ورکړ او نورمحمد خان عليزی ملقب په مير افغان يې د ټول پښتني لښکر چې دوولس زره ابدالي او څلور زره غلجي وو، لوی قوماندان او سرلښکر وټاکه او احمد شاه بابا د دربار د منشي په قول شپږ اووه زره پښتانه زلميان به تل د نادرشاه په اردو کې وو. دی داسې ليکي: "همېشه شش هفت هزار کس از جوانان کار آمد ايل جليل را در اردوی خود ملازم و در رتبه و قدر منزلت زياده بر قزلباش و افشار خود مراعات ايشان مينمود، و ايل جليل مزبور نيز بمقتضای صاف دلي و صدق نيت خود در جميع معارک ممالک روم و هندوستان و ترکستان چنانچه در تاريخ نادري مذکور است کوشش های مردانه و سعی های دلېرانه کرده و ممالک بسيار را مفتوح ساخته و قشون های بيشمار را به عنايت آلهي منهزم و ملک جمعيت آنها را از هم انداخته مصدر آبروی اردوی اومی بودند..."[19] له دې ليکنې څخه څرګندېږي چې نادر شاه تر قزلباشو او افشارو پر پښتنو زيات باور درلود، ځينې مورخان ددې باور سبب دا ګڼي چې نادرشاه په اصل کې د خراسان و او د سيستاني افغان ملک محمود خان سره لوی شوی او په مذهب داسې ټينګ سُني و چې د پارس سلطنت يې په دې شرط ومانه چې د تشيع پر ځای به حنفي مذهب منل کېږي.

ابن محمد امين ليکي چې: "د پارسي منصبدارانو لخوا د نادر شاه د وژلو يو سبب همدا د نادر په دربار کې د پارسيانو رقابت د پښتنو سره و، نادرشاه خيال درلود چې هغه پارسي سرداران چې دده له نظريې سره مخالفان وو له مېنځه وباسي او په دې باب کې يې د پښتنو سره مشورې کولې، او چې د افشارو مشران او پارسي سرداران په دې خبر شول نو د نادرشاه وژلو ته يې ملا وتړله."[20]


احمد شاه بابا او نادرشاه


د نورو پښتنو سالارانو په ډله کې نادرشاه ذولفقار خان او احمد خان ته هم په درنه سترګه وکتل او د مازندران حکومت او ماليات يې ور وسپارل خو دلته دوه روايتونه دي:«يو دا چې نادرشاه هماغه وخت احمد خان د خپل يساول (نوکريوال ضابط) په حيث د ځان سره وساته چې حتی وايي د هند په سفر کې هم ورسره ملګری و[21] ددې روايت سره د احمد شاه بابا د دربار د منشي محمود الحسيني ليکنه هم لږ او ډېر سر خوري چې د نادر شاه په باب کې ليکي: بعد از تصرف دارلسلطنة هرات و قندهار را ايل جليل دراني را از محال هرات بالکاء نيشاپور و طايفه غلجايي را بمحال و رامین و خار و تهران کوچانیده خانه کوچ بزرګان را برسم ګرو و يورقه مال بارض اقدس آورده سکنا و آنحضرت را (مقصد احمد شاه بابا دی) که هنوز در آن اوقات در سن ده دوازده سالګي بودند از راه احتياط با برادر و اعمام کرام اکثر او ان در اردوی خود ميداشت.[22]»

«بل روايت دا دی چې احمد خان د خپل ورور ذولفقار سره د ۱۱۵۱ هـ کال په سر کې مازندران ته ولاړ او په ۱۱۵۴ هـ کال چې نادرشاه د هند فتح وروسته خراسان ته راوګرځېد د هېواد د نورو مشرانو په ډله کې احمد خان هم د مازندران نه د نادرشاه ښه راغلاست ته راغی[23] او څنګه چې نادرشاه د هند او بخارا او خوارزم په جګړو کې د پښتنو مېړانه ليدلې وه نو ددې لپاره چې پښتنو ته خپله خاصه پاملرنه وښيي نو احمد خان يې په خپلو منصبدارانو کې واخيست او تر لږې مودې وروسته چې د احمد خان لياقت، قابليت، کفايت او جرآت ورڅرګند شو نو پر هغه یې لا زيات باور راغی او ورځ په ورځ ورباندې ګرانېدی او تل به د نادرشاه په حضور کې وه او نادرشاه به په زياترو مجلسو کې خپلو اميرانو او نديمانو ته وييل: "در ايران و توران و هندوستان مردی چون احمد خان حميده خصال و پسنديده افعال نديدم[24]" حتا وايي چې نادرشاه يوه شپه له خوبه راپاڅېد او احمد خان يې خپل حضور ته وباله او هغه ته يې ووييل: "بعد از مرګ من رتبه سروري به تو خواهد رسيد، لازم است که از من فراموش نکرده به اولاد من احسانات نمای[25]".»

په دې توګه احمد خان د نادر شاه د ښه نظر او زيات باور په اثر د يساولګرۍ (د ضابطي رتبه) څخه د ابداليو د يوې ټولي قومندانۍ ته ورسېد خو بيا هم څنګه چې نادرشاه د افغاني لښکر ستر قوماندان نور محمد عليزی و[26][27] نور احمد خان د نادرشاه په لښکر کې د يو منصبدار په حيث پېژندل کېده، څو چې په لږه موده کې يې د ښه خوی او ښو کارو او پيرزوينې په سبب د ټولو افغاني لښکرو په تېره بيا د ابداليو پښتنو سپاهيانو بشپړ باور پر ځان پيدا کړ، البته په دې باور پيدا کولو کې دده د ټبر شهرت او د پلار او وروڼو هم اغېزه درلوده. پر هغه سربېره احمد خان د نادرشاه سره د داغستان او ايروان په جګړو کې هم زياته مړانه وښووله[28] ځکه نو نادرشاه په دربار کې د ده اعتبار لا زيات شو او په نادري لښکر کې تر نور محمد خان عليزي راوروسته لومړی سړی ګڼل کېده.

هغه و چې احمد خان له ۱۱۵۴ هـ سپوږميز کال څخه تر ۱۱۶۰ هـ سپوږميز کال پورې شپږ کاله په سفر او حضر کې د نادرشاه سره و او په هغو شپږو کالو کې يې د دولت په ملکي او لښکري چارو کې ډېرې ګټورې تجربې وموندلې چې د ده د وروستيو برياليتوبونو بنسټ بايد وګڼل شی.


د نادرشاه وژل کېدل

څنګه چې نادرشاه د خپل ژوند په پای کې سخت سودايي شوی او له طبيعي حالته وتلی و نو پر ټولو قزلباشانو او افشارو بې اعتماده و په تېره بيا د خپل زوی رضاقلي ميرزا تر ړندولو وروسته يې په زيات ظلم او ستم او د خپلو حاکمانو په وژلو لاس پورې کړ، چې دده د ډېر ظلم او وينو تويولو په سبب د ده د دربار ډېر معتمد درباريان هم ځينې بېزاره او پر ده بدګمانه شول.

د احمد شاه بابا دربار منشي محمود الحسيني چې د هغه د وخت حال يې په سترګو ليدلی و، نادرشاه د ژوند د پای حالت داسې ليکي:

“... اختلال زيادی در دماغش راه يافته روز بروز ماده سودا و ماليخوليا شدت می نمود و قوت واهمه او بحدی رسيده بود که اعتماد او از همه کس سلب شده به هر ولايت که عمال تعيين می نمود بعضی را شش ماه و انتها تا يکسال زياده در محال فرصت نداده بجهت تفريغ محاسبه به اردوی خود طلب و بضرب چوب و بريدن ګوش و بيني و کندن چشم مبلغهای خطير که حصر آن از اندازه قياس و شمار بيرون است اخذ و عمل بر او لازم آورده جمعی تحويلدار و جمعی صراف و جمع کثيری قشون بجهت محصلی وجه با آن ولايت فرستاده آن عامل نيز از خوف جان خود به اسم هر کس که معرفتی داشت نوشته يا به مهر مصحوب محصل می سپرد که رفته وجه را بوصول رسانيده انفاذ خزانه کلات نمايند – تا کار بجايې رسيد که مردم از دست جبر و ستم بجان آمده بهر وسيله و تقريبی که ممکن بود از اردوی او فرار و هېچ آفريده از امرا و ارکان دولت و نزديکان او را جرات نبود که حقيقت اختلا ممالک و احوال مردم را حالي نو نمايند. به حدی سودا در سرش خوش کرد که فرزند ارشد اکبرش رضاقلي ميرزا که نايب السلطنت ايران و چشم و چراغ دولتش بود بتوهم اينکه دوسال قبل از اين در بېشه مازندران تفنګ اندازی که تيری بقصد او انداخته بود شايد بتحريک او باشد- از تهران بحضور طلبيده و از نور ديده عاطل ساخت و طهماسپ قليخان جلاير را که از روز اول شريک الدوله و امين السلطنة و دولت خواه بلا اشتباه بود و زياده بر ابراهيم خان برادرش در باره او اعتماد داشت و در آن اوقات چون علي قلي خان برادر زاده اش را بسرداري سيستان مامور ساخته بود برسم اتاليقی در معسکر او رفيق صاحب اختيار امور بود از قوت واهمه رو ګردان شده علي قلي خان را نيز تزلزل در اساس آرام و قرارش راه يافته هر دو بنای مخالفت ګذاشتند، و در هنګام مراجعت از عراق از راه کرمان سودايش بمرتبه بالا ګرفت که اعمال و کد خدايان هر ولايت را که باردو برای تفريغ حساب می طلبيد ديګر رخصت انصراف نداده در همان اردو کله منار ساخته قشونها بمحصلی با جمعی کثير صراف و تحويلدار و قطارهای شتر و قاطر برای حمل و نقل خزانه آن ولايت ميفرستاد. من الجمله اکواد خبوشان سر از خدمت باز زده علي قلي خان نيز به هرات آمده لوای مخالفت افراشت...” [29]

سربېره پر دې نادر شاه غوښتل خپل ټول مخالفان بيخي له مېنځه يوسي، او په دې باب کې يې د خپلو ډېرو نژدې او باوري کسانو او د پښتنو مشرانو سره چې د ده ښي لاس ګڼل کېدل خصوصي مشورې او جرګې کولې او دې خصوصي مشورو او جرګو دده مخالفان لا وپارول او د ځانو د وژلو له بيري يې د نادرشاه وژلو ته ملاوې وتړلې – څو چې د ۱۱۶۰ هـ سپوږميز کال د څلرمې خور (جمادي الاخر) په يوولسمه د يکشنبې په شپه يې د مشهد له خبوشان څخه نيم فرسخ يا دوه فرسنګه ليرې «فتح آباد» کې نادرشاه وواژه.

مرحوم فيض محمد د سراج التواريخ ليکونکی او ښاغلي غبار د نادرشاه قاتلان محمد خان قاجار ايرواني او موسی بېګ ايرلوی افشار ارومی، د صالح خان قرقلوي ابيوردی او محمد قلي خان افشار ارومی کشيکچي باشي او نورو دايمي کشيکچيانو او ساتونکو په سلا چې شمېر يې اويا تنو منصبدارانو ته رسېده[30] خو د احمد شاه بابا د دربار منشي محمود الحسيني ددې پېښې تفصيل داسې ليکي:


کندهار ته رسېدل او لويه جرګه غونډېدل.


احمد خان د 1160 هـ ق کال د رجب په مياشت د ټولو افغاني قواو سره کندهار ته راورسېد او سمدلاسه ېې ولسي مشران راغونډ کړه او د هغو سره ېې د هېواد د راتلونکي په باب مشورې پیل کړې. په دې لويه جرګه کې د ابداليانو او غلجيانو پر مشرانو سربېره د بلوڅو ، هزاره ؤ، قزلباشو مشران هم شامل وو. دې لوېې جرګې کې تر هر څه د مخه ټولو په اتفاق[31] دا فيصله وکړه چې ايران د حکومت سره په هر صورت تعلق پرېکول په کار دي ، ځکه چې ايرانيان او پښتانه پر يو بل باندې حکومت نشي کولای[32] تر هغه وروسته ېې دا فيصله وکړه چې له خپله منځه ځان ته يو پاچا وټاکي ، خو د پښتنو په داسې قبيلو کې چې يو بل ته تن نه سره ورکوي د يوه پاچا ټاکنه څه اسانه کار نه و. ځکه چې د هرې قبيلې مشر دا غوښته چې د ولس مشرتابه واګي په خپل لاس کې واخلي ، په تېره بيا نورمحمد خان علي زي چې د نادرشاه په وخت کې د ټولو پښتنو لښکرو سترقوماندان و ، او ورپسې حاجي جمال خان بارکزی ، او محبت خان پوپلزی او موسی خان ساکزی او نصرالله نورزی او د نورو قبيلو مشرانو پر ځانو باندې يو د بل پاچهي او حکم نه سو منلای، ځکه نو لکه څنګه چې مورخان ليکي اته جرګې نا کامه شوې ، خو احمدخان چې په هغو ټولو جرګو کې د هر قبيلې د مشروينا اورېدله چې د ځانو د پاره به ېې د مشر توب حق ثابتول غوښته، دی پټه خوله ناست و، او د ځان په باب کې ېې هېڅ نه ويل، څو چې په نهمه جرګه کې د حاجي جمال خان نوم منځ ته راغی او د جرګې زيات خلګ ېې پرخواشوه، خو دځينو نورو غښتليو قبيلو مشرانو ورسره مخالفت وکړ[33] او همدا شان د نورمحمد خان علي زي د نامه وړانديز په دې سبب چې ډېر عصبي دی ونه منل شو، که څه هم دپاچهي د مقام د پاره وړګڼل کېده[34].


د احمد خان پاچا کېدل
په نهمه جرګه کې چې د « شېر سرخ » په زيارت کې روانه وه د پاچا د انتخاب خبرې زياتې تودې شوې ، خو احمد خان هم هغسې پټه خوله ناست و، په دغه شورماشور کې يو « صابر شاه » نومي ملنګ[35] دجرګې منځ ته راودانګل او د غنمو يو وږی ېې د احمد خان په پګړۍ کې وټومبه او وې وېل: « دا ستا جوغه ده، او ته ددوران پاچا يې» او د جرګې غړو ته ېې ووېل : « د خدای دپاره دا جرګې نورې بس کړۍ، جګړې مه کوۍ ـ خدای تعالی احمد خان په تاسو کې يو ډېر لوی او دروند سړی او د پت خاوند پيدا کړی دی. هغه په ټولو پښتنو کې په اصل هم ښه دی او قابل هم دی، نو د خدای کارمه ورانوۍ ـکه نه نود خدای تعالی قار به درباندې نازل شي»[36] هغه و چې د صابر شاه ملنګ انتخاب د ټولو قبيلو مشرانو ومانه او په تېره بيا چې د حاجي جمال خان له خوا هم تاييد شو. او په دې توګه احمد خان « احمد شاه » شو ، او د (160 هـ ق ) کال د شوال او د (1747 م) کال د اکتوبر په مياشت د کندهار په ښار کې په پنځه ويشت کلنۍ د پښتنو د پاچهي پر تخت کښېنوست او د افغانستان د پاچا په حيث اعلان او وپېژندل شو.


احمدشاه باباپه څنګه وخت کې پاچا شو؟

احمد شاه بابا په داسې وخت کې پاچا شو چې په افغانستان کې د ملي وحدت هغه څلی چې د پښتنو د ملي قايد ميرويس نيکه په لاس ودان شوی و، د خارجي دښمنانود تېري او يرغل له امله نړېدلی و، او د افغاني قبيلو د يو والي نقشه چې ميرويس نيکه طرح کړې وه نيمګړې پاته شوې وه، او د هېواد په هره سيمه کې بيا د خانخاني او فيوډالي زړه کمبله غوړېدلې وه. هرې قبيلې د خپل قومي مشر تر مشرۍ لاندې ځانګړی قبيلوي ژوند کاوه، او د افغاني قبيلو تر منځ د ملي او قومي وحدت رسۍ پر شلېدو وه.له بلې خوا د افغانستان د لمرلوېدو خوا ته په ايران کې د نادرشاه تر مړينې وروسته داخلي هرج و مرج پېښ و، او يوه ملوک الطوايفي دوره راغلې وه، چې غلجي پښتون آزاد خان د پنځلسو زرو سرتېرو سره په آذربايجان ، او حسن خان قاجار په استر اباد او کريم خان زند په عراق کې حکومت کاوه.د افغانستان شمال ته جنيدي دولت په بخارا او ماورالنهر کې انحطاط پر لور رهي و، او د افغانستان د ختيز خوا ته په هند کې د ګورګاني امپراتوري ريښې سستې شوي وې او په تېره بيا په جنوبي هند کې د مريټيو حکومت دومره زور اخيستی و، چې ګورګاني دولت ته ېې لوی خطر پېښ کړی و. په داسې وخت کې احمد شاه بابا په افغانستان کې د يوه خپلواک او متحد دولت تشکيلولو ته ملا وتړله.


د کورنيو چارو سمون

احمدشاه بابا چې خپل تيت او پرک ولس ليده نو تر هر څه د مخه ېې ددوی يووالي ته توجه وکړه، چې په دوی کې بيا د ملي او سياسي وحدت روح راويښ کړي او افغانستان بيا په ملي او سياسي لحاظ سره يو موټی شي. په ملي لحاظ داسې چې ټول قبايل د يوه ولس او ملت په شکل پر يوه مرکز راغونډ کړي، او په سياسي لحاظ د افغانستان د خاورې ټولې مختلفې ټوټې د يوه خپلواک او آزاد هېواد په څېر بيا د نړۍ د نورو ژونديو هېوادو په کتار کې ودروي، خو دې کار خورا ټينګ پولادي عزم، روښانه فکر او معقول تدبير ته اړتيا درلودله چې هغه د احمد شاه بابا په وجود کې يو ځای شوی وو. احمد شاه بابا سربېره پر دې چې ښه تکړه او ازمويلی شوی مجرب سرتېری و، د خپل ولس په خوی او بوی، دود دستور هم ښه خبر و. او دا ورمعلومه وه چې د ولس مشران د ولس په لارښوونه کې ډېره اغېزه لري ځکه ېې د يوه ولسي مشر په توګه د پاچهي واګی په لاس کې واخيست، او دی د ، افغانستان لومړی پاچا دی چې تاج ېې پر سر نه ايښود ، لنګوټه ېې تړله، چپنه ېې اغوسته او موزې ېې په پښو کولې او پر فرش شوې مځکه باندې د خلکو سره کښېناسته[40]او په ټولو مهمو دولتي چارو کې ېې د ولس د مشرانو سره مشوره کوله. مرحوم قاضي عطاالله خان پخپل کتاب «د پښتنو تاريخ » کې ليکي چې:

هغه د پښتنو د خوی او بوی او د هغوی د رواجونو او د قاعدو نه ښه واقف و، او خدای تعالا ورله يو ډېر صاف دماغ ورکړی و. هغه د خپل حکومت داسې طريقه اختيار کړه چې د ټولو قبيلو سرداران ېې د حکومت په تمامي معاملاتو کې ځان سره شامل کړل ، هغه ته دا معلومه وه چې ترڅو پورې د پښتنو هره پوه قبيله د آزادي او خپلواکي په خوږو کې ماسره شريکه نه شي ، او تر څو پورې چې د حکومت په هرې پوهې شعبې کې زه هغوی ته ځای ورنکړم تر هغې پورې په هغوی کې د قامولي جذبه او د قومي ژوندون پيداکول ستونزمن کار دی . په همدې سبب هغه د حکومت ټول اختيارات ځانله قبضه نکړل ، بلکه د هرې قبيلې حکومت ېې هم هغه قبيلې له ورکړو. او هغوی ته ېې د خپلو مشرانو مقررولو واک اختيار حواله کړو.په لويو لويو معاملو کې لکه د نورو قومونو سره جنګ يا صلح يا په ټول ملک کې د يو خاص نظام حکومت يا د ايين جاري کول يا دملک په خلکو باندې ټيکسونه لګول په همدې ټولو معاملو کې به هغه د قبایلو د مشرانو نه سلا اخيسته . په هره قبيله باندې هغه د جنګ د پاره شاهي پوځ ته لښکر ورکولو تعداد مقرر کړی و، د احمد شاه بابا لوی قابليت دا ؤ ، چې هغه خپل هر کار له قومي رنګ ورکولو . هغه ځان ته «پښتون» باچا وېل ، او وېل به ېې چې : زه د پښتنو قوميت او زور مضبوطوم او په ملک کې د پښتنو خيالات طريقې او تهذيب خور وم ، په هر کار کې به هغه پښتنو ته د پښتو جذباتو پيل کولو . او په دې سبب هغه داسې يوې معاملې ته هم لاس نه اچولو چې د ټولو پښتنو مشترکه ګټه ېې په نظر کې نه وي ساتلې. ددې اصولو د لاندې هغه د پښتنو د لويو لويو قبيلو د نهو مشرانو يو وزارت قايم کړو، او په ټولو معاملو کې به ېې د هغوی په جرګه فيصله کوله. د جمهوريت هم دغه اصول وو، چې په هغو باندې هغه تر آخره پورې عمل کولو. او هم په دې سبب هغه کاميابه و، د ټول قوم او د سردارانو ژبه په جرګو کې اوباهر پښتو وه. فيصلې به د پښتو په رواج کېدې، او هېڅ کار به هم د قبايلو د مشرانو د منظورۍ نه پرته نه کېدلو.[41] په دې توګه نو احمدشاه بابا زيار وېست، چې د ولس د مشرانو زړونه لاس ته راولي ، څوک ېې په وزارت وټاکل، چاته ېې نور دولتي لوړ ماموريتونه وسپارل ، ځينو ته ېې اعزازي القاب ورکړه او چا او چا ته ېې مستمري تنخاګانې وټاکلې ، خو سره له دې هم دده د پاچهي په لومړيو ورځو کې ځينو مشرانو په پټه د احمد شاه بابا د پاچهي د ماڼۍ د نړولو د پاره نغمونه کينل چې د يوې ناوړې او ناکامې پيښې سبب شول.

د احمدشاه بابا فتوحات

احمدشاه بابا د پښتنو ديوالی په منظور وغوښتل ټولی هغه سيمې چې پښتانه پکښې ا سېږيد لويې پښتونخوا په نامه سره يو ځای کړی او هند دهغو مسلمانانو په مرسته ورسېږي چې د فرقه پرستي او ثقافتي خصومتو له کبله يې هر کله هلته ژوند د تهديد او ناآرامي سره مخامخ ؤ ده په کندهار کې خپل وراره لقمانخان ته د سلطنت و کالت ورکړ او سردار جانخان يې دکابل پرلوری ولېږي.
احمدشاه بابا په ( ۱۱۶۱ ) کې دغزني او کابل د نيولو دپاره حرکت وکړ په غزني کې ناصر خان نائب الحکومه ؤ چې دی د نادرشاه د حملی په وخت کې د مغولو له طرفه ددغی علاقې حاکمؤ او د نادرشاه د حملی پېښور ته تښتېدلی ؤ هغه وخت چې نادرشاه پيښور ونيوي دی يې دکابل غزني او پېښور حاکم په حيث مقرر کړو او نادرشاه د مړينی وروسته يې ځان هلته د مستقل حکمران په حيث حړ کړی ؤ په دغه وخت کې د کابل په بالحصار کې دوولس زړه قزلباش لښکر موجود ؤ ناصر خان چې پو هيدی چې د کابل، غزني، او پيښور او سيدونکی د احمدشاه سره د قامولی له کبله جنګ نه کوي نو د هزارؤ او ايماق لښکر يې هم راټول کړل غزني د ناصر خان دطرفدارنو دلږ مقاومت څخه وروسته داحمدشاه بابا په لاس ورغی هزارؤ او ايماقوهم په لومړی سر کې د مقابلی څخه نټه وکړه د احمدشاه بابا لښکر و ناصر خان تعقيب کړ د کابل او پيښور څخه يې ويوست او دپيښور څخه يې دوتلو دمخه د عبدالصمدخان ممن زی پر سيمه باندی چې د احمدشاه بابا دطرفرارانو څخه وؤ د ناصر خان له خوا د هغې سيمې د حاکم په حيث ټاکل شوي حمله وکړه خو هغه وخت چې د احمدشاه بابا سپاه سالار پيښور ته ورسيد ناصر خان د کلابندي له ويرې څخه هغه سيمه پرېښوده او د اټک څخه تېر شو او د راولپنډی چهچه سيمې ته ترشاه شو په دی وخت کې يې ماينه چې د زبردست خان لور او عليمردان لمسی وه هم داحمدشاه بابا د سپه سالار په لاس کې بندي ولوېده ناصرخان ددی ځای څخه لاهور ته د هند مغولي پاچا ته پناه يوړه د پنجاب نايب الحکومه يې داحمدشاه په مخالفت د ځان طرفدار کړ.

احمدشاه بابا پيښور د هغې سيمې دپښتنو د مرکز په حيث وپېژاند او دهغې سيمېټول پښتانه يې پر ځان را ټول کړه د عزيزګلوي او قام دوستي ښګيڼی يې ورته بيان کړی دخپل او قومي سلطنت خوندونه يې وروښودل د همدغه کبله ؤ چې د هند په فتوحاتو کې دغو پښتنو د احمدشاه بابا سره زياته مرسته وکړه ددغه سفر وروسته احمدشاه بابا بيرته کندهار ته راغی.

احمد شه بابا څه لښکری دپیښور څخه دډېره جاتو او سند په لوری واستولې او هغه سيمې يې دخپل سلطنت ضميمه کړی، احمدشاه بابا په ( ۱۱۶۱ ) کې ۳۰۰۰۰ لښکرو سره د اټک څخه پوريوت دجلم تير شو او د لاهور پر خوا رهي شو دده په مقابل کې دپنجاب نائب الحکومه شهنواز خان د ذکريا خان زوی د چناب په غاړه د مقابلی دپاره تياری ونيوی په دی وخت کې چې د چناب سيندډک بهيدی دواړه لښکری د سيندپر دې غاړه او هغې غاړه مخامخ پريوتی په يوه شنه سهار کې هغه وخت چې مغولي لښکرې را پاڅېدلی نه وي احمدشاه بابا د خپلو اتو زړو سپرو سره دچناب دسيند پريو پورتنی کذر پوريوت او د لاهور پ خوا يې لښکر سمی کړ شهنوازخان زيات و ډارېدی او د هلی ته يې په سلامي شو په دی وخت کې دهند مرکزي حکومت د احمدشاه بابا د مقابلی دپاره تياري نيوي احمدشاه بابا هم د هغه د تنبه کولو دپاره لښکرې سمې کړې.

د هند يو لک لشکر د هند د شهزاده پ مشري چې ددغو لښکرو فوماندانان د هند صدر اعظم قمرالدين خان نواب ابو المنصور صفدرجنګ درواج پوت مهاراج اسيري سنګ د سرهند حکمران جماالدين خان تالپوري دپټيالی حکمران سنګ جيت او نوروه، دغه لښکر د ستليج په غاړه د (ماچی واره) پر ګدر باندی د احمدشاه دلښکر و دراتلو په انتظار کې وه په دې وخت کې د هند اردو خبر شو چې احمدشاه بابا خپله لاره ګرزولی ده د (لود- هيانی) په ترخه کې ترستليج پوری وتی دی او پر سر هند يې حمله کړی ده.

کله چې جنګي نقشه واوښته د سرهند په څوملي کې د (مالو پور) په برخه کې دغه دوه لښکر سره مخامخ شول، دوی دواړه دوولس ورځی يو بربل د توپو په ډزومصروفه وه بيا د احمدشاه بابا لښکر د هند دلښکرو مواصلاتي خطونه پريکړه او پراوه لسمه ورځ يې د هند دلښکر و پر سنګرو مخامخ حمله وکړه.

دهند د لښکرو دښی خوا دتو پخنی قوماندان نواب ابوالمنصور خان صفدر جنګ او کيه خوايي مير منو دوزير الممالک ضفر الدين خان زوی اداره کوله وليعهد دخپل لاله صلابت خان سره د لښکرو ّپه منځ کې ځای نيولی ؤ.

د احمدشاه بابا د لښکرو ښی خوا جهانخان سپاه سالار او کيڼه خوا شاه پسند خان اداره کوله او خپله احمدشاه بابا د لښکرو په منځ کې ځای نيولی ؤ ددی سپکه توپخانه (زنبورک) چې په اوو سوو او ښانو وه د جنګ لومړی صحنی ته ړاوړه شوي وه درنه توپخانه يې چې او وه چنی جلوي توپونه ووه پر يوي حاکمی نعطی باندی مو جوده وه.

دښې خوا څخه پښتنو يرغل شروع کړ او ميرمنو شديد مقاومت کاؤ څرنګه چې پښتانه په تندی پرمخ تلل ميرمنو يې هم مخ نه شو ګرزولای په دی وخت کې راجپوت مهاراج اسيری سنګ په مرسته راورسيد لښکرو يې چې زعفراني کالي اغوستي وه او لمنی يې په ملا پوری تړلی وی پرپښتنو حمله وکړه پښتنو هغوی سخت مات کړه دوی د ويریڅخه د ميرمنو سنګرو ته ننوتل او څه يې دو ليعهد د لښکر يو ځای شول، په همدغه ان د مردکو په يوه ميخ زين اورولګېد تو پو او باروتو اور واخست د پښتن د لښکرو يوه مهمه برخه دغه اور لوټ او وسوځول دپښتنو دسخت اوربل له کبله دهند وزير الممالک هم ووژل شو هغه وخت لاچه و زير الممالک خپل هسانه وه ورکړی خپل زوی معين الملک (ميرمنو) ته يې داسې وويل:- زما زويه زما عمر ختم شوی دی خود شاهين شاه کار لانيمګړی دی دمخه تر دی چې هغه خبر شي ته پر اس سپور شه يرغل شروع کړه وروسته بيا زما په فکر کې شه.) ميرمنو د خپل پلار پر فيل جنګ ته دوام ورکړ پښتنو هغه د اسيری سنګ سره ښه و ځپه دی په پښه زخمی شو او ادينه بيګ دوه ځايه په ګولۍ ولګيد په دغه آن کې صفدر جنګ هم مرستی ته راو رسيد خو څرنګه چې دواړو ته زيات تاوانونه رسيدلی وه دهند وليعهد د سولی پېشنهاد وکړ او احمدشاه بابا هم دغه صلح نيکمرغه وبلله ځکه چې په کندهار کېدده دوراره لقمان څخه اداره بيخی ضعيفه شوی وه او غوښته يې کندهار ته ولاړ شي.

هغه وخت چې احمدشاه بابا د سرهند څخه بيرته وطن ته راتلی دملتان کورګاني حاکم زاهد خان ابدالي دخپل زوی شجاع خان سره د احمدشاه بابا حضور ته راغی خپل ځان يې د اسانو او اوښانو او نورو سوغاتونو سره ورتسليم کړ او احمدشاه هغه دو باره دخپلی خوا دوباره د ملتان حاکم مقرر کړ احمدشاه بابا د پېښور د لاری کابل او کندهار ته راغی او خپل وراره لقمان خان يې بندي کړ او هغه هلته په محبس کې مړ شو.

مغولي شهنشاه د ميرمنو د هغو خدمتو به مقابل کې چې مغولي سلطنت ته يې کړی وه دی نيې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ.

احمد شاه بابا په ۱۱۶۲ کې د کابل او پيښور د لاری د پنجاب د نيولو عزم وکړ د سيند څخه پوری وتی او دچناب دسيند د کنڼی غاړی د کوپری په برخه کې ديره شو د پنجاب نائب الحکومه معين الملک ميرمنو ته د لاهور څخه دده مقابلی ته رارهي شو دوزير اباد د ښار په څلور ميلي که هدره کلی په شاؤ خوا کې يې واړول، دهغه ځای څخه احمدشاه بابا ميرمنو ته وليکل که چېرې د څلورو ځايونو ماليه راکول دتل دپاره قبوله کړی او هغه باقيات چې د نادرشاه افشار دو ختو څخه پاته دی تحصيل او راتسليم کړی زه به بيرته ولاړسم ميرمنو چې په دغه وخت کې ضعيفه ؤ ددهلی د پاچا په خوښه يې صلح و غو ښتله او د اشرف کړ او سيالکوټ او رنګ اباد، ګجرات او سرور ماليه يې چې ( ۱۴۰۰۰۰ ) لکه روپۍ کيدلی پر ځان قبوله کړه په دغه وخت کې چې د احمد شاه بابا د پاچاهي دوه کاله لانه وه تير شوی په کندهار کی مکمله ارامي نه شکاره کيدله ان نور محمد خان سليمانخيل چې د نادرشاه په وخت کې د ۱۶ زرو لښکرو مشرؤ او د شير سرخ په جرګه کې يې دتندمزاجي او کبر ؤ غرور له کبله نورو قومي مشرانو دپ پّ پاچا هي ونه مانه، پرده باندې ځني خانان اوعسکري مشران راټول شوی وه او غوښته يې چې په پاچاهي يې وټاکي په دغو کې کدو خان، محبت خان پلزی، او توپخانی قوماندان عثمان خان هم شامل ؤ او احمدشاه بابا چې کندهار ته راورسيد د غه توطئه يې شنډه کړه او ګډون کونکي يې ووژل.احمد شاه په ۱۱۶۳ کې خپل هيواد پوری د هرات، بلخ، بدخشان، او بلوچستان د موښلولو دپاره د ۲۵۰۰۰ لښکرو سره حرکت وکړ په هرات کې نادرشاه لمسي شاه رخ ميرزايو عرب سردار چې امير خان نوميدی او د نادرشاه په وخت کې دتو پخانی مشرؤ نائب الحکومه مقرر کړی ؤ.

په شهد کې هم نادرشاه لمسي د ۱۱۶۱ کال څخه د نادر پرځای ناست ؤ خو په ۱۱۶۳ کې دهغه ځآی دمشرانو ديوی دسيسی له کبله شاه رخ بندی او ډونند شو او دامام رضا يو متولی چې سيد محمد نوميد احمدشاه په مخالفت تحريک کړ احمدشاه د ۲۵ زړو لښکرو سرو پياده او توپخانی سره په هرات کې د ۱۴ ورځو توقف وروسته چې امير په خپله سهوه پوه نه شو پر ښار تاندی د يرغل امر وکړ د احمد شاه بابا لښکر د هرات د ښار دخندق ډکولو او د کلا پر برجونو باندې مخامخ ورختلو له کبله زياته مېړانه ښکاره کړه د هرات د شار خلکو هم احمد شاه دلښکرو سره زياته مرسته وکړه.

امير خان د ښار دنيولو څخه خبر شو دڅه لښکرو سره دښار څخه ووت او پر پښتنو يې څپاو راوړ خو په جنګ کې مړ شو او دهرات ښار احمد شاه لښکرو ونيوی او احمدشاه درويش عليخان هزاره د هغه ښار د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ.

د هرات دنيولو وروسته احمدشاه وير شاه وليخان لسزرو لښکرو سره دمرو، ميمنی، بلخ، بدخشان، د سيمو د تنظيم پاره واستاوه او دی خپله کندهار ته راغی سر دارجهانخان سپه سالار چې ۵۰۰۰ سپرو سره د امير خان د طرفدارانو ماتولو دپاره چې د مشهد دخوا څخه رتلل لېږل وی ؤ سپاه سالار صاحب دتربت جام په برخه کې هغوی سخت مات کړل او ددغه خدمت دپای ته رسولو وروسته يې بيرته ځان د احمدشاه بابا لښکرو ته راورسا وه.

احمدشاه په خپل وطن پوری د بلوچستان د مو ښلولو لپاره سوقيات وکړل بلوچستان حکمران نصير خان بلوچ ؤ چې د افشار نادر د مړينې وروسته يې هلته ازاد حکومت کاؤ خو هغه چې داحمدشاه دراتلو خبر شو ده داحمدشاه نوم او نوښانلويی او وطندوستي ته ځان تسليم کړ او داحمدشاه بابا له خوا دبلوچستان د نائب الحکومه په حيث وټاکل شو او د ( ۶۰۰۰ )زرو بلوڅانو سره د احمدشاه په لښکرو کې شامل شو او ددغو قواؤ مصرفونوه يې د بلوچستان دماليه څخه قبول کړل.

دده خدمتونه په هند او نېشاپور کې داحمدشاه د قدراو ستاينه وړ وګرزېدل او ددغو خدمتونو په مکافات کې يې د (هنګی) سيمه چې په شال کې واقع ده او کا کړان پکښې اوسېدل ده ته وبخښل په دی وخت کې دشاه رخ زوی مشهد ته راغی او خپل پلار يې د بند څخه ازاد کړ احمدشاه بابا هم مشهد ته را ورسېد خو د مشهد حکومت يې شا هرخ ميرزاته پرېښود او وی نازوه .

شاه وليخان د هراب څخه مروې ته ولاړ او دهغه ځای څخه ميمنی، اندخوی، شبرغان، ته ورسېد يوه مفرزه يې تاشقرغان، ايبک، او باميانو ته بله يې قندز او بدخشان ته لېږله چې دهغه ځاي حاکمان نوی کړی، او د ماليه اخستلو سر ښته يې وکړي وزير شاه وليخان ددغو سيمو د تنظيم وروسته د اندراب، پنچشير، کوهستان او د کابل دلارې په ۱۱۶۴ کې په کندهار کې داحمدشاه بابا حضورته ورسېد احمدشاه بابا دغه وزير ښه ونازوه او دده د خدمتونو په مکافات کې يې دګلبهار په سيمه کې يوه بڼه ټوټه مځکه چې پخوايې ځوښه کړی وه وروبخښله په ۱۱۶۵ کې احمد شاه په خپل هېواد پوری د پنجاب، کشمير، دتړلو د ملتان او سند د چارو سمولو دپاره د کندهار، کابل دلاری د پيښور لور ته حرکت وکړ.

په دی وخت کې دده لښکرو په کندهار کې ددرومياشتو دپاره ښه استراحت کړی ؤ هغه وخت چې پیښور تهورسيد يورلس زره کسيز لښکر يې د عبدالله خان ايشک آقاسي په مشری دکشمير دنيولو دپاره رالېږي عبدالله خان تراباسين د اټک دبرخی څخه تير شو او دحسن ابدال دسيمی څخه يې دکشمير خواته مارش وکړپر دغه ولايت باندی هم مغولی خواجه عبدالله خان يې چې په کوچني عبدالله خان مشهور ؤ دهغه ځای د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ او سکجيون يې دهغه د مستوفي په حيث وټاکي دغه هنددوزير شاه وليخان د مامورينو څخه ؤ خو وفا دارسړی نه ؤ او ددغه بيوفايي له کبله ووژل شو، بيا احمد شاه بابا کندهار ته راغی خپل وراره او ځني مخالفين يې تنبيه کړل.

احمدشاه بابا د پيښور څخه د لاهور خوا ته رهي شو او ميرمنو معين الملک دمقابلی دپاره ځان اماده کړ د ميرمنو سپه سالار راجا ګورامل دسند څخه را پوری وتی او شاهدره ته نژدی يې عسکري چوڼۍ جوړه کړه احمد شاه بابا چې ورورسيد د دوی په منځ سخت جنګ و نوښت په دغه جنګ کې راجا ګورامل ووژل شو لښکری يې ټيتی او پرکی کشوی او معين الملک مفتي عبدالله نومي داحمد شاه حضور ته ورواستوی او د وزير شاه وليخان په واسطه يې داحمدشاه باباڅخه عفو وغو ښته احمدشاه بابا هغه عفوکړ او بيرته يې د پنجاب د نائب الحکومه په حيث وټاکي او لس مليونه روپی يې داحمدشاه خزانی ته تحويلی کړی او دا احمدشاه بابا په نسبت يې دوفا داری لوړه وکړه احمدشاه بابالاهور نه ورسيد او دهغه ځآی څخه يې قلندر خان افغان ديو ليک سره چې د پنجاب په خصوص کې څيړنی پکښې شو ی وی ددهلی دربارته ولېږي هند شهنشاه کو ګاني احمدشاه چې د سرهند جنګ يې ور په يادوو د احمد شه سره يې جنګ زړه نه غو ښت د احمدشاه بابا پيشنهاد يې ومانه دستليج د سند ها غاړه يعنی پنجاب، سند، ملتان، او کشمير يې افغانستان ته پرېښودل .

احمدشاه د سند درود د راستی غاړی د چارو د تنظيم دپاره د اباسين څخه تير شو او د پښتنو سيمی يې د ډيرو څخه بياتر پیښور پوری وکتلی او د هغو سيمو د نظامي مالی، مځکنی محصولاتود نفوسو د شمير وسله بند خلکو او نورو چارو په خصوص کې دهغه ځای د خلکو او خوانينو سره وکتل کلونل ملسن او محمدحيات ددغی معاينی په خصوص کې وايي: احمد شاه بابا د ګنداپور او اپريدو دوسله والو خلکو په شميرلو شروع وکړه چې د ګنداپور و سله وال خلک ۱۲ زره او د اپريدو ۱۶ زره کسه تثبيت شول او همدا شاني يې دميانوالی د برخی ماليه په ۱۱۸۱ کې د يوی قلبی په اساس ۴۰ جريبه يوه روپی وټاکل او د مروټ د قام څخه يې د مځکی د مالياتو په عوض کې دوه سوه مهاری اوښان او د جنګ په وخت کې دوسوه بې معاشه سپارهواخستل د بنو ماليه يې د سورسات او د لښکرو د مصارفو علاوه ۱۲ زره روپۍ وټاکله احمدشاه بيا د پيښور او کابل د لاری کندهار ته راغی.

احمدشاهي لښکر په نيشاپور کې

احمدشاه په ۱۱۶۶ کې خپلی لښکری دنشاپور پر لوری سمیکړی او د لښکرو د مخنيوي ټولګيو يې په لار کې دتون کلا د شاهرخ د نائب مير معصوم د مير علم د زوی څخه ونيوله، او د احمدشاه لښکرو سمدستي د نيشاپور ښار چې جعفر بيات پکښې حاکم ؤ کلابند کړ په دې جنګ کې جعفر ټپي شواو يو ۱۸ کلن ځلمی چې عباس قلي نوميد جنګ ته يې دوام ورکړ هوا ډيره يخه وه د يخنی او باران له کبله توپونه او نورې نظامي وسلې د يوځای څخه بل ځای ته نه وړلی کيدی او د حيواناتو اذوقه او الوفه هم نه پيدا کيدل نو احمدشاه په بيرته راګر زيدلو مجبور شو لوی توپونه چې نه وړل کېدل هغه يې په کارېزونو کې پټ کړل د تورې غونډی يا اسلام کلاه په سيمه کې دومره يخنی سوه چې دده د لښکرو څخه اته سوه کسه مړه شول احمدشاه بابا د هرات څخه کندهار ته راغی او دلته يې دژمي ورځی په استراحت تيری کړی او د نيشاپور د نيولو دپاره يې تياری ونيوی.

احمدشاه بابا د ۱۱۶۷ کال په پسرلی کې دنيشاپور د نيولو دپاره حرکت وکړ.

دی په دغه عزم د هرات څخه جام او لنګر او دهغه ځآی څخه مشهد ته ولاړ او د (جلوايي) سيمه يې خپله عسکري قرارګاه کړه په دې وخت کې د شاهرخ نائب اسلطنته اميرعلم په مشهد کې نهؤ او دهغه ځای مشرانو شاه رخ د احمدشاه مقابلیته محبور کړ ځکه ده د احمدشاه بابا پر مخ يې کلا وتړله خو خلکو شاه رخ احمدشاه ته راوست احمدشاه هغه عقو کړ او بيرته يې د مشهد د نائب الحکومه په حيث مقرر کړ نور محمد خان افغان يې د هغه معاون په حيث وټاکه په تشکيلاتو کې يې د جام، باخرز، خاف، تربت ترشيزسمی هم د هرات په ولايت پوری وتړلی.

همداشاهی احمد شاه دکندهار د قواؤ قوماندان شاه پسندخان پنځو زرو سپرو سره د شاهرو د بسطام، سبزوار، د انتظامي چارو دپاره واستاوه او په هغه ځای کې يې دامنيت راوستلو وروسته بيرته عمومي قرارګاه مشهد ته راغی.

ځني وايي چې شاه پسندخان سپرو د خذر د سواحلو د حکمران حسن خان قجر پر قواؤ هم يرغل وکړ ددی ځای څخه احمدشاه د نيشاپور ل

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1145

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1154

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1283

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1774

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5972

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…