د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

استاد محمد ابراهيم خواخوږى

محمد ابراهيم خواخوږى د درمحمد خان زوى په ۱۹۲۰م كال د فبروري پر ۲۸مه د كندهار ولايت په ماله جات كې وزېږېد.

په جومات او كاله كې د زده كړو تر څنګ په ۱۹۲۶م كال ښوونځي ته شامل او د منځنۍ دورې تر زده كړو وروسته د لوړو زده كړو لپاره دارالمعلمين ته شامل شو او په ۱۹۳۸ع كال كې فارغ او د حبيبيې په عالي لېسه كې يې د ښوونكي په توګه په دنده پيل وكړ.

استاد خواخوږي له شعر وشاعرۍ سره مينه درلوده، همدغې مينې د شعر پرسيندورګډكړ،چې لومړنى شعر په ۱۹۳۴م كال د كندهار په طلوع افغان ورځپاڼه كې خپور شو.خواږخوږى د خپلودندودلړ په بهير كې په 1946م كال د كندهار د كوكران د ليليې ښوونځي د ښوونكي او تدريسي امر په حيث وټاكل شو.چې بيا وروسته په ۱۹۴۸م كال د كندهارد احمدشاه بابا ليسې دمدير په حيث مقرر شو.

استاد خواخوږي سياست هم كړى چې په دغه لړ كې يې د ويښ ځلميانو د سياسي تحريك له پيل څخه په سياسي مبارزه كې فعال ګډون درلود، د دۀ د سياسي څېرې په اړه ښاغلى زرملوال وايي: ”تر ټولو دمخه دغو كسانو د ويښ ځلميانو تحريك پيل كړ. له كندهار او فراه څخه پوهاند عبدالحى حبيبي، استاد عبدالروف بېنوا، محروم فيض محمد انګار، مرحوم محمد رسول خان پښتون، پوهاند عبدالشكور رشاد،استاد محمد ابراهيم خواخوږي او مرحوم عبدالرزاق فراهي.

له ننګرهار څخه استاد ګل پاچا الفت، استاد قيام الدين خادم، پوهاندصديق الله رښتين او مرحوم غلام حسن خان ساپي،له غزني نورمحمد تره كي. له پكتيا څخه ښاغلي نېك محمد پكتياني او ښاغلى غلام محى الدين زرملوال چې هغه وخت يې تخلص روښان و.

دا چې سياسي فعاليتونه له كړاوه ډك بهير لري، چې د زندان او شكنجې خوندهم په كې څكل كېږي، خواخوږي هم دا خوند څكلى چې په ۱۹۵۰م كال د دولت له خوا د ويښ ځلميانودسياسي فعاليت په تور ونيول شو او زنداني شو. په دې اړه ارواښاد مدير غلام جيلاني خان د ويښ ځلميانو په كتاب كې چې د ښاغلي محمد علم بڅركي ليكنه او په ۲۰۰۰م كال كې د نېدرلنډ د افغاني ټولنې له خوا چاپ شوى دى، ليكي: په ۱۹۵۰م كال كې د ويښ ځلميانو فعاليت په كندهار كې چټك شوى و. لكه څنګه چې زموږ يو ملګرى مرحوم محمد ابراهيم خان خواخوږى چې د كندهار د پوهنې مدير و، د كندهار د نائب الحكومه يونس خان له خوا ګرفتار كړل شو.دا زموږ د ډلې لومړنى بندي و چې د حكومت له خوا ونيول شو.

خواخوږى له زندان څخه ترخلاصېدو وروسته په شخصي كارشروع وكړه او په 1956 كال كې جبراً كابل ته واستول شو او په پښتو اكاډمۍ كې د مسلكي غړي په حيث مقرر شو. بيا وروسته په ۱۹۵۷م كال كې د راډيو افغانستان د نشرياتو د مراقبت د څانګې د مدير په حيث او د حبيبيې په عالي ليسه كې د پښتو استاد په حيث تعيين شو.په ۱۹۵۹كې د راډيو افغانستان د رياست د معاون او په استقلال لېسه كې د تاريخ د ښوونكي په حيث مقرر شو.

فاضل استاد اكاډمېسين پوهاند عبدالشكور رشاد د مرحوم خواخوږي په باره كې ليكي:((ارواښاد خواخوږى په رښتيا د هېواد او د هېواد دخلكو خواخوږى و. د ده تخلص په حق سره د ده د شخصيت نماينده ګي كوله. دى د وفا، صداقت، عاطفې اواخلاص مجسمه وه. ده په رښتيا د قوم درد درلود او له زړه يې د ولس د ويښتابه مينه درلوده.د دۀ شاعري د دغه درد او مينې ژبه وه.

ښاغلي خواخوږي له خپل هېواد سره اخلاص او مينه درلوده او د عمر تر پايه پورې په دغه هوډ ټينګ پاتې شوى و.

په ۱۹۶۰م كال كې د پوهنې نندارې د رياست د معاون په حيث او په نادريه ليسه كې يې د تاريخ د ښوونكي په حيث خپلې دندې ته ادامه وركړه.تر دې وروسته يې د تر سره كړو دندو لړ په دې ډول دى:

په ۱۹۶۳ كال كې د مطبوعاتو د وزرات د ادبياتو د لوى امر په حيث وټاكل شو.

په ۱۹۶۶ع كال كې د اطلاعاتو اوكلتور وزارت د كتاب خپرولو موسسې د رئيس په حيث وتاكل شو.

خواخوږى په ۱۹۶۶م كال كې له مرحوم ښاغلي محمد هاشم ميوندوال سره په مترقي دېموكرات حزب كې خپل سياسي فعاليت ته دوام وركړ.

په ۱۹۶۷كال كې د افغانستان د عامه كتابتونونو د رئيس په حيث مقرر شو.

په ۱۹۷۱ كال كې د افغانستان د اكاډمۍ د پښتو د تقويې او پرمختيا د رئيس په حيث مقرر شو.

په ۱۹۷۳م كال كې جبراً تقاعد ته سوق شو.

ارواښاد خواخوږى په 1942ع كال كې د تعليم او تربيې مسلكي كورس اوپه 1962ع كال كې د ژورنالېستانو كورس موفقانه سرته ورساوه.

په ۱۹۶۱ ع كال كې د افغان - چين د دوستۍ ټولنې غړى، په ۱۹۶۹ع كال كې په افغانستان كې د يونيسكو دملي كمېسيون د غړي په حيث انتخاب شو.

استاد خواخوږى نه يواځې بادرده شاعر، ليكوال او ژورنالېست و، بلكې د وطن د نوي نسل په روزنه او ويښتابه كې يې هم برخه اخېستې وه.

مرحوم خواخوږى د افغانستان د فرهنګ ستايلى كارمنداو (پوهنپال) عالي درجه يې تر لاسه كړې وه.

مرحوم په ۱۹۴۶ع كال كې د پښتو اوله درجه ادبي جايزه او په ۱۹۵۹ع كال يې په شعركې د رحمان بابا ادبي جايزه اخېستې وه.

ارواښاد خواخوږي ته په ۱۹۶۵م كال كې داعليحضرت همايوني محمد ظاهرشاه دحضور له خوا د مينه پال دويمه درجه نښان او په ۱۹۶۹ع كال كې د مينه پال د طلا نشان وركړ شوى و.

مرحوم خواخوږى ۱۹۷۳ع كال د سعودي عرب د پادشاه مرحوم ملك فيصل په دعوت دحج مباركه فريضه ادا كړه.

كله چې په ۱۳۷۱هـ ل كال په كابل ښاركې د خپل منځني جګړې لمن پراخه شوه، نو د ژوند شرايط ورځ په ورځ خرابېدل.د ښاغلي خواخوږي زوى غرزى خواخوږى چې په پاكستان كې مهاجر و، د يو ليك په ذريعه له خپل پلار څخه غوښتنه وكړه چې پاكستان ته راشي نو مرحوم خواخوږي په ځواب كې ورته وليكل:

ګرانه زويه غرزيه!

موږ تر اوسه پورې ښه يو او خداى تعالى(ج) په اوراو سختيو كې ساتلي يوو او هيله لرو چې وبه مو ساتي.

ګرانه زويه!

زمانه ترخې او خوږې لري. د ګران وطن ښې ورځې مو تېرې كړې دي، بدې به يې هم ګالو. دونه بې پاسه نه يوو چې ښې ورځې مو تېرې كړې وي او دبدو يې شكايت ولرو. دا زموږ وطن دى. دلته زېږېدلي يوو او دلته به مرو او ښخېږو به. كه چېرې مو څوك د قبره سره تېر سي د دعا لاس به راته پورته كي او په مړينه به مسافر نه يوو. د ګران وطن په غېږ كې به پروت يم، ځكه چې په كلو كلو مې ويلي او ليكلي دي چې وطن تر هر څه راته ګران دى.

تا راته ليكلي وه چې دلته راسې ښه به وي.

زه وايم تاسو دې خداى(ج) له بلاوو او افاتو د ټولې كورنۍ، دوستانو او وطنوالو سره وساتي، ځكه چې د دې وطن نوي ځوانان ياست او اينده په تاسو پورې اړه لري.

موږ ته شرم دى چې وطن په بد حال پرېږدو او موږ ځنې ولاړ سو، كه ټوله مري زه دې هم مړ سم او كه ژوندي وي زه به هم ژوندى يم.

زه يقين لرم چې ته نه غواړې ما ته تاريخي بدنامي پاته سي او د پېنځوسو كلونو زحمتونه مې بې ځايه ولاړ سي. او ضرورت دى چې ځوانان او سپين ږيري لاسونه سره وركړي او د قوم او وطن په لاره كې قرباني ته اماده سي او وطن د دې حال څخه وژغوري، څنګه چې خوشال خان خټك وايي:

كه اسمان دې د زمري په خوله كې وركا

د زمري په خوله كې مه پرېږده همت

زويه! وخت نازك دى بايد نورو ته موقع ور نه كو چې زموږ د قوم ملي يووالي او موجوديت ته صدمه ورسوي او هرڅه چې يې زړونه وغواړي هغه وكي زه يقين لرم چې ته هم زما په عقيده يې.

هيله لرم تاسوځوانان سره يو سئ او د آينده لپاره تيارۍ وكئ، دا وخت له لاسه مه وركوئ، په يوه زړه خوله او مرام سره روان سئ، خپل افغانيت او رسالت له لاسه ور نه كړئ او امادګي ولرئ، چې د وطن او ملت لپاره خدمت وكړئ.

دا وطن به بيا سمسور وي موږ به نه يو

د بلبلو به پرې شور وي موږ به نه يو

ښاغلى خواخوږى د بې وزلو مل او د خواري كښو مرستندوى و، لكه چې ارواښاد نوميالي استاد بينوا د اوسني ليكوال په لومړني ټوك كې د مرحوم خواخوږي په اړه ليكي:

ښاغلى خواخوږى په زړه پاك، سپېڅلى، د ملګرۍ وړ او ويښ ځلمى دى.

دملګرود زړوساتنه، ملګري اوداصولو پالل يې ښه زده،د غريبانواوبې وزلوسره خواخوږي لري،كه څه هم دى په خپله بې وزلى او د خواخوږۍ وړ دى.

مرحوم خواخوږى ددېموكراتيكي ازاديودلا سته راوړلو په خاطر مبارزه كړې او تل ويښ ځلمى پاته سوى و.

ارواښاد محمد علم بڅركى د ”ويښ ځلميان“په پيل كې داسې ليكي:

زه خپل دا وړوكى كتاب د ويښو ځلمو د كاروان هغه غړي ته ور په نامه كوم، چې دوى نه يواځې تحريك ته وفاداره، ثابت قدمه او مخلص وو، بلكې په دې تحريك كې يې خپلې اوږې او لاسونه هم تڼاكې كړي وو.د دې كاروان دا ستر شخصيت ښاغلى محمد ابراهيم خواخوږى دى.

اى په تيارو كې د ځلمود لارې بلې شمعې

اې په مزلو كې د زړو د لاس عصا خواخوږى

د وطن مينه ستا د وينې په هر څاڅكي كې وه

اې د ځلمو د ويښتابه بانك درا خواخوږي

پوهاند رشاد

هو! اوس چې په ګران هېواد كې د نويو څپو وړانګې له ورايه څرګندېږي او د خواخوږي خوبونه په رښتيا بدلېږي نو د ارواښاد خواخوږي د يو اويا كلن عمر ۵۳كاله د وطن د اولادونو په روزنه او ويښتابه كې تېر كړي دي. له دغه امله ارواښاد خواخوږى د وطن پر اوسني نسل باندې د نمانځنې حق لري او په دې ارزي چې په ښه نامه او نېكه دعا ياد سي. لوى خداى دې پر ورحمېږي“

له ارواښاد استاد خواخوږي څخه دا،اثار پاتې شوي دي:

1.      د مينې وږمه (د اشعارو ټولګه).

2.      حكايت نه دى حقيقت او درد دى.

3.      يوه ژړوونكى منظره.

4.      مرغلره او نورخان.

5.      شين خالۍ او ګلالۍ.

6.      د ګوستاولوبون لنډې خبرې

7.      دوه ځواني مرګ مينان.

8.      د اشعارو دويمه ټولګه.

9.      د اشعارو درېيمه ټولګه.

مرحوم استاد محمدابراهيم خواخوږى د ۱۹۹۲ كال د اكتوبر په ۲۴مه نېټه د هغې ناروغۍ له امله چې ورپېښه شوې وه په كابل كې وفات شو.

ياد يې تل اروا يې ښاده

(يادونه او خاطرې )

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1653

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1818

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2341

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6579

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…