د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ډاكټر عبدالوكيل خان

هره ورځ ډېرخلك پيداكيږي اومړه كيږي.نومونه يې له ياده وځي اووركيږي.خدايزده،چې دنړۍ له پيدايښت نه رانيولې تراوسه به څومره وګړي دنياته راغلي اومړه شوي وي.خو ډېرلږ وګړي داسې وي، چې په خپل وخت كې يې،غوره اودولس په  ګټه كارونه كړي،چې دپېړيواوزريزوپه تېرېدوسره يې لانومونه ژوندي دي.کله ناکله دځينووګړيونومونه دهغودغيرعادي كارنامواوظلمونوله وجې هم يادګاري ګرځي، خوخدمتګارو ته تل د ولس لخوادعاوې كيږي،يادونه يې په دېرو،حجرو، کيږديو او ماڼيوكې نمانځل کيږي او په ښه ياديږي.دهېوادپه ښواوخدمتګاروڅېروکې يوه څېره هم خداى بخښلى ډاكټر عبدالوكيل خان دى. دۀ خپل خوږژوند دهېواد بڼوالواوبزګرانو ته  دچوپړوهلو لپاره وقف کړی وو.نوموړى كه څه هم اصلا دميدان وردګو ولايت، دنرخ ولسوالۍ دى خوټول افغانستان كې دهغه دكارونواوخدمتونوستاينه كيږي اوسترخدمتګار بلل كيږي

 زده كړې:نوموړي  خپلې لومړنۍ اومنځنۍ زده كړې  دكابل په غازي لېسه كې كړي. كرنه  كې يې ترلسانسه پورې زده كړې،دهندوستان په (لالپورې پوهنتون) كې كړېدي.ماسټري يې په انګلستان كې اخستې اوډاكټري يې دامريكا په متحده ايالاتوكې کړېده او  له ډاكټرۍ وروسته  دهېواد والو چوپړ ته راستون شوى دى.

 دندې:خداى بخښلي له هېوادته راتګ سره،سم دهېواد دبچيانو روزنې په موخه دكابل په عالي دارالمعلمين كې دنده پيل كړه.له كرنې سره دخورامينې له کبله،دهلمنددوادۍ دپروژې مرستيال اوبيا دهمدغې پروژې رئيس شو.همداشان خداى بخښلى دمحمد ظاهرشاه دواكمنۍ په دوران کې دملي شورا غړى اودسردارمحمد داوودخان دواكمنۍ پر مهال دافغانستان دكرنې وزير هم پاته شويدى.همداشان دكډوالۍ په دوران كې يې دADA,COAR,VITA,AIA  ټولنوسره هم كاركړيدى.لکه پورته چې يادونه وشوه،خداى بخښلي دهېواد غريبواوبې چاره وګړيو، چې بزګران دي، لپاره خورا ډېرخدمتونه كړيدي .كليواوبانډوكې يې له بزګرانوسره ليدل اوهغوى به يې دكرنې له عصري سيسټم څخه خبرول،هغوى ته به يې دكرنيزو پيداوارو دزياتوالي په اړه سلامشورې وركولې.نوموړي د خپل ژوند په اوږدو کې کوښښ وکړ، چې خلک د مېوو  کرلو او پاللو ته وهڅوي  او هر مهال به يې چې بزګر ليدل نو هڅول به يې چې د مېوو نياليګي کېنوي اوله لږې ځمکې نه ډېر حاصل واخلي.دۀ لکه د امريکاد (جاني اپل سيډ) چې هر چېرې به تلو، هلته به يې خلکو ته د مڼو زړي د کرنې لپاره  ورکول، غوندې د خپل ولس لپاره خدمت  کړيدى. او بده به نه وي چې نوموړى د افغانستان (جاني اپل سيډ) وبلل شي. نوموړي په لومړي ځل دخپل هېوادسره دزياتې مينې له كبله له جاپان،امريكا،بيروت اومنځنۍ اسيا څخه دمڼو، بادامو، انګورو،شفتلو،ګيلاسو، ناكواوځينونورو مېوو ډول،ډول نيالګي راوړل اوپه هېوادكې يې مروج كړل.دهغه  چوپړ به دهېواد تاريخ اووګړي هيڅكله هم له ياده ونه باسي اوتل به دهېواد په تاريخ كې په زرينوكرښوليكلى وي.په پاى كې دهغه روح ته په فردوس جنت كې ځاى غواړواوياد يې تازه!

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1158

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1167

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1298

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1792

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5995

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…