د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د پوهانددوکتور م.ا. زيار اندوژوند

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_01ahmadzyaar.jpg




 

اكسفورډ،نوېمبر ۲۰۱۲
پوهاند دوكتور مجاور احمد زيار ۷۵ كاله وړاندې د ننگرهار د مزينې رود په حصارك كې د ژوند پرمخ سترگې پرانېستې . لومړنى ښوونځی يې په خپل كلي او كامه كې په خوارۍ او مزدورۍ سرته رسولى . تر څلور كلنو ديني او ادبي زده كړو وروسته يې د كابل په شپېنيو منځنيو او دويمنيو ښوونځيو " ابن سينا او دارالمعلمين " كې د زده كړو چانس لاسته راوړى دى .

پر ۱۹۶۲زيږدي كال يې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو له پوهنځي څخه بريليك ترلاسه كړى دى . د دغه پوهنڅي د پښتو او ژبپوهنې د څانگو د پوهنيز - څېړنيز غړي په توگه يې څلور كاله د افغانستان د ژبپوهنې د اتلس رغاونې د پروژې له مخې  د پښتو او يوشمېر نورو لږه كيو ژبو څه له پاسه سل گړدوده (لهجې) د هېواد له گوټ گوټه راټولې كړې او څېړلې دي .

له ۱۹۶۶ تر ۱۹۷۲ ز. يې د هغه بورس له مخې چې د نوموړې پروژې د يوه ډېر كاري برخوال په توگه ورته په برخه شوى وو، د سويس له برن پوهنتون څخه په ټوليزه او آرياني ژبپوهنه ، ادبپوهنه او توكمپوهنه ( اتنولوجۍ ) كې د ماسترۍ او ډاكترۍ لوړترين بريليكونه ترلاسه كړي دي . له هغه راهيسې يې د كابل پوهنتون د اړوند پوهنځي د پښتو ژبې او ادب ښوونه پرمخ وړې ده .

له ۱۹۸۴-۱۹۸۶ز. يې د برلين د هومبولت پوهنتون د ختيځپوهنې په څانګه كې د مېلمه استاد په توگه د افغانستانپوهنې د ښوونې چارې سرته رسولې او دوه كاله (۱۹۹۴-۱۹۹۶ز. ) يې د پېښور پوهنتون د پښتو ماستري او ډاكتري څانگې د Visiting Professor په توگه دنده پرځاى كړې او راوروسته يې د كورني پيوستون Family Reunion پر بنسټ د انگليستان په پوهنتوني ښار "اكسفورډ" كې د مېشتيا رښته په برخه شوې ده .

څېرمه چارې او دندې
۱۹۷۲-۱۹۷۵ز. د ژبو او ادبياتو پوهنځي د وږمې مهالنۍ او نورو پښتو خپرونو چلونه .
۱۹۷۸- ۱۹۷۹: د افغانستان د علومو اكادېمۍ د پښتو څېړنو د نړيوال مركز مشري .
۱۹۸۰: د ملي موزيم او ملي ارشيف د بيا رغاونې د كمېسيون غړيتوب .
۱۹۸۰: د افغانستان د سولې ، پيوستون او دوستۍ د سازمان مشري .
۱۹۸۰–۱۹۸۴ : د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي مشري .
له ۱۹۹۱ راهيسې علامه سيد جمال الدين افغان د فرهنگي ټولنې مشري چې همده يې بنسټ اېښی دی.

علمي او ادبي هستونې
۱- علمي - څېړنې :  پښتو نومتړنگونه يا اسمي تركيبات ( الماني ) ، پښتو پښويه ، پښتو ويي پوهنه ، پښتو ليكلار ، پښتو بدلمېچ (پښتو شعر څنگه جوړېږي ؟)، پښتو او پښتانه د ژبپوهنې په رڼا كې ، پټه خزانه يوه لغوي خزانه ، پښتو سيندګى(هممانيزونه)، پښتوسيندگى(نويزونه) ، انگرېزي - پښتو سيندگى ( سربلونه + اوستربلونه ) ، دآرپوهيز (اېتېمو لوجيک) سيندگي ړومبی ټوک(ا-ټ)، د خوشال ادبي پښتو، پښتو  ليکلارښود، د ژبپوهنې بنسټونه ، غږپوهه او د پښتو پښويي (گرامر) ، درېيمه بشپړه او کره پوهنتوني (اکادميکه)  خپرونه .

۲- ژباړې : پښتانه او ورونه مليتونه ، د كنېشكا د سره كوتل ډبرليك ( له الماني ) ، پټه خزانه (پرالماني)  او پردې سربېره يې د ښوونځي له مهالپېره تر اوسه  (له پارسي رانيولې تر الماني او انگرېزي) بېشمېر دوه اړخيزې لنډې او اوږدې ژباړې د کورنيو او بهرنيو رسنيو له لارې خپرې کړې او يايې په څېړنغونډوکې اورولې دي.

۳– ادبي ( پېيلې او ناپېيلې ) ټولگې : زنداني نغمې، سوزونه او سازونه ، وينه او مينه، گلكڅونه، گلولې ، اندوژوند ، اندو واند ، رزم وبزم ، پوهه او گروهه ، د سبرونو نڅا ، گلوييونه ، څڅواكي ، زما نړۍ ، د مرجانونو څانگې ، نوې پېړۍ او نوې زرۍ ، اور و وينې ، ساندې او سندرې ، د يوولسم پوړ کړکۍ يا مينه د زړه په وينه ( ناول ) او ناپېيلې ( نثري ټولگه ) .۳-۴ ناچاپې پېيلې شعري ټولگې او څو ټوکه ادبي او څانگپوهيز ليکونه.

د دغو چاپي اثارو ترڅنګه د پښتو او نورو افغاني ژبو څه له پاسه سل ټوكه ګړدودي څېړنو او نورو ګڼو ناچاپه ليكنو څېړنو او بيا تر هېواد دننه او د باندې په پښتو، پارسۍ، المانۍ او انگرېزۍ  شاوخوا درو زرو علمي، ادبي او ژورنالېستيكي خپرو شوو ليكنو، ژباړنو او ويناوو ، پوهاند زيار د هېواد او سيمې په كچه تر علامه حبيبي راوروسته د لوړترين ليكوالي او څېړنوالي ريكارډ جوگه كړى دى .

پر دغو ټولو علمي - فرهنگي هلو ځلو سربېره د افغان - پښتني ټولنې دغه هڅاند او  نوښتگر پوهاند او ليكوال نژدې څلوېښت كاله د " يوې - كره ليكنۍ پښتو " او " نوي - ازاد پښتو شعر " غبرگ غورځنگونه هم له سترو بريو او برياوو سره پرمخ وړي او له دغه پلوه يې هم د خپلې ژبې او ادب د نړيوالې سيالۍ د جوگه كېدو لپاره يوه بېسارې اغېزمنه تاريخي ونډه پرځاى كړې  ده .

 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1063

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1065

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1187

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1676

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5877

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…