د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ښاغلي عبدالباري (رمان ) لنډه پېژندنه

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_abdul-bari-romaan.jpg


 زه عبدالباري (رمان ) ، د عبدالرسول زوى ،د حاجي رازګل لمسى د غزني ولايت ، د ګيلان ولسوالي ، د شينکۍ د کلي اوسيدونکى يم چې د (۱۳۵۶) کال د اسد ( زمري ) دمياشتي په شپاړسمه نيټه مې دې فاني دنيا ته سترګې را رڼي کړيدي.
 دا چې په وړکتوب کې له کوره د باندي په درس ويلو پيسي دتللو موقع راته مساعده نه وه، نو پخپل کلي کې مې د خپل جومات په ملا امام باندي درسونه ويل چی تقريباِ خپلې لومړنۍ ديني زده کړي مې حتى د صرفو د فن په شمول پخپل جومات کې په ډيرو سختو حالاتو کې په مخ يووړي او وروسته په کال ۱۳۷۴ د غزني په ولايت کې د حضرت صاحب مدرسي ته چې  د ( نورالمدارس دارالعلوم ) په نامه سره مشهوره وه ولاړم ، هلته مې خپلې ديني زده کړي پيل کړي او تر يوولسم ټولګي پوري مې ورسولي.
 څه وخت وروسته بيا زما د درس ويلو مخه ډب شوه او ومې نشو کولاي چي خپلې ديني زده کړي نوري هم پسي وغزوم، خو له څه مودي وروسته بيا کابل ته ولاړم اوهلته مې د کابل په ښارکې د يو جومات امامت ونيو، چې ورسره په څنګ کې مې د انګليسي او کمپيوټر زده کړي په افغان اکسفورډ کورس کې پيل کړي او هلته مې (۴) پروګرامه کمپيوټر او تر ( Advance 2) پوري مې انګليسي وويله.
 چې وروسته دنوې انتقالي دوري له راتګ سره په (۱۳۸۰) کال مې بيرته دعصري علومو لوري ته مخه کړه ، لسم ، يوولسم او دوولسم ټولګى مې دغزني ولايت د ګيلان په ولسوالي پوري اړوند په ګيلان نومي ښوونځي کې پاى ته ورسولي او د (۲۷) کلنۍ په عمر له همدې ليسي څخه په (۱۳۸۲) کال فارغ شوم.
 يوځل بيا مې د اقتصادي ستونزو له کبله ونشو کړاي چې خپلو زده کړو ته دوام ورکړم ، نوپه همدې ليسه کې د اجر ښوونکي په صفت پاته شوم او هلته مې درې کاله د ښوونکي دنده په مخ يووړله، خو په کال (۱۳۸۵) مې بيا د کانکور په ازموينه کې ګډون وکړ او خپل لومړني انتخاب ( دهلمند ولايت دمنځنيو روغتيايې زده کړو پوهنځۍ ) ته مې لار وموندله او بريالى شوم.
 په هلمند کې له درې کاله درس ويلو سره جوخت مې بيا هم نيمه ورځ خپله غريبي کوله اود درملو خرڅولو په يو شرکت کې په ( ۵۰۰۰) کلداري باندي مزدور وم او کار مې کاوو.
 چې وروسته بيا په (۱۳۸۹) کال له همدې پوهنځۍ څخه د دوهم نمره په صفت چې د نمبرو فيصدي مې (٩٩،٩٧) ( نهه نوي اعشاري اووه نوي ) وه فارغ شوم ، دا چې هر ځاى هغه خلک چې واسطې ، پيسې او يا له يو غټ سړي سره کورنۍ اړيکې ولري په دنده ګمارل کيږي ، نو بد بختانه ما له همدې دريو سرو څخه يوه هم نه درلوده ، هسي بې دندي پاتي شوم او اوس هم د درملو خرڅولو په يو شرکت کې له سهاره څخه بيا تر ماښامه پوري کار کوم او خپلي کورنۍ ته د يوي ګولي حلالي مړۍ د لاسته راوړلو په هڅه کې يم.
 په درنښت
 عبدالباري ( رمان )

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…