د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

مېرمن عينو څوک وه؟

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_32.gif



د کندهار ښار ته نيژدې يو کارېز دئ چي د عينو کارېز يې بولي . عينو يوه ننګيالۍ پښتنه مېرمن وه چي د احمدشا بابا په وختو کي يې ژوند کاوه .وايي کوم وخت چي احمدشا بابا د هند په يوه سفر تئ نو د دې مېرمني مېړه هم د احمدشا بابا په عسکرو کي ور سره وو . کله چي احمدشا بابا بيرته
د هغه سفره څخه بريالی او فاتح را وګرزېد او کندهار ښار ته نيژدې يې امر وکړ چي هلته شپه وکړي او سبا به د ورځي په ښه شان او شوکت ښار ته ور ننوزي ، نو د مېرمن عينو مېړه د شپې په پټه تر نور لښکر د مخه خپل کور ته ولاړ . د کور دروازه يې و ټکول .
 مېرمن عينو دروازې ته ورغله او پوښتنه يې وکړه : ” څوک يې ”؟
سپاهي جواب ور کړ : ” زه يم ”.
مېرمني بيا پوښتنه ځني و کړه :
 ” څنګه راغلئ يې ؟ احمدشا بابا څه سو ؟ لښکر مو بريالی سو ”؟ مېړه يې ورته وويل :
 ” که مو لښکر نه وای بريالی سوئ نو زه به هم تا ته ژوندی نه وای راغلئ ، د پښتنو لوی بری په نصيب سوئ دئ ”. عينو بيا پوښتنه ځني و کړه : ”نو ته ولي يوازي راغلې ؟ نور لښکر څه سو”؟ مېړه ورته وويل : ” نور لښکر ښار ته نيژدې د بابا په امر پروت دئ چي سبا د ورځي په رڼا کي ښار ته ننوزي . زه ستا ميني نا قراره کړم او تر هغو د مخه راغلم . اوس ژر دروازه را خلاصه که چي سره ووينو” عينو ور ته وويل : ” ته تر چا نازولئ وې چي ملګري دي پرېښوول او د بابا د امر په خلاف را دمخه سوې او ماته راغلې ؟ ايا ستا نورو ملګرو ښځي نه درلودې ؟ او نه يې په سينه کي زړونه وه ؟ دا ټول وه خو، هغو نه غوښتل چي د بابا د امر مخالفت وکړي . که سبا نوري پښتنې مېرمني خبري سي ما ته به څه وايي ؟ دا ډېر لوی پېغور دئ هيڅکله تا ته دروازه نه در خلاصوم ، ځه ولاړ سه تر هغو زما ديد پر تا حرام دئ څو بيرته ولاړ نه سې او سبا د احمدشا بابا تر بيرغ لاندي د خپلو نورو ملګرو سره يو ځای را نه سې ”. د عينو مېړه د خپلي ننګيالۍ مېرمني له پېغوره و شرمېدئ او بيرته ولاړ ، کله چي خېمې ته ور نيژدې سو ، پيره دارانو ونيوئ او سبا د ده عسکري مشر د احمدشا بابا حضور ته راووست او عرض يې و کړ چي دغه سپاهي د شپې کور ته تللئ وو ”. احمدشاه بابا پوښتنه ځني وکړه : عسکر خپله ټوله کيسه ورته و کړه .احمدشاه بابا د هغې پښتنې پر پښتونولي او افغاني روح باندي افرين ووايه او د هغې په خاطر يې د دې عسکر ګناه هم معافه کړه او مېرمن عينو ته يې يو کارېز ور وباخښه چي تر اوسه پوري د عينو په کارېز مشهور او د کندهار د ښار لمر خاته خوا ته يو رباط ليري پروت دئ .
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1258

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1246

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1401

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1899

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6120

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…