د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دشهيد الحاج خان محمد مجاهد ژوند ليك

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_01khan-mohammad.jpg

 

شهيد خان محمد مجاهد دحاجي دادمحمد زوي او دحاجي عبدالقادر لمسي او په  ۱۳۴۰ هجري لمريز كال دكندهار ولايت دارغنداب ولسوالى دچهار قلبې په كلي يې دي فاني نړى ته سترګي پرانستې وې لومړنى زدكړي يې دارغنداب ولسوالې دشاه اشرف په منځنى ښوونځى كي ترسره كړي او هم يې دخپلي كورنى په لارښوونه ډيري ديني زده كړي كړي وي.

شهيد خان محمد مجاهد دتاندي ځوانى په درشل كې وو چې سرولښكرو پر هيواد يرغل وكړ او دهيواد دنورو ځوانانو ترڅنگ دئ هم دزده كړو ددوام څخه محروم سواو دوطن ددفاع لپاره يې دسپيڅلي جهاد تاوده سنګر ته ورودانګل او دژوند ترپايه  دهيواد په ساتنه  او دفاع كې مصروف وو او دخپلو خلګو خدمت ته يې ديوه اصيل افغان په توګه ملا تړلې وه.

دجهاد په دوران كي دشهيد غازي ملا نقيب الله اخند مرستيال وو ارواښاد خان محمد مجاهد د خپل ژوند ډيره  برخه د دې هيواد په ساتنه او دفاع كې تيره كړي وه او په دغه برخه كي يې د يوه معقول حركت پراساس،ملي او وطني مبارزې ته دټولووطنوالو توجه جلب كړي وه.

شهيد خان محمد مجاهد پر ګران هيواد باندي د روسانو ديرغل پر مهال په سيمه كې يو مخكښ جهادي  قوماندان پاته سوي وو او پوره څوارلس كاله يې ددښمن په وړاندي دوطن ددفاع په سنګر كې تير كړي وو او داسلام دمقدس دين دلارښوونو سره سم يې خپل سپيڅلي جهاد ته دوام وركړي او په زر ګونه ځوانان يې دجهاد په ليكو كې تنطيم كړي وو او تل ددښمن دسترګو اغزي اوپه دغه استقامت كي يې د هيڅ راز خدمت څخه ځان نه وو سپمولي.

ارواښاد خان محمد مجاهد دجهاد راورسته هم خپل ژوند دوطن او خلګو خدمت ته وقف كړي وو او په ترتيب سره د كندهار ددوهم قول اردو مرستيال  او دموقتي ادارى په راتګ سره دكندهار دقول اردو قو ماندان ،دكندهار امنيه قوماندان ، دبلخ امنيه قوماندان او دكورنيو چارو وزارت سلاكار په توګه دندي اجرا كړي وي او دده دښوو او وړخدمتونو په خاطر څو مياشتې وړاندي دولسمشر دفرمان په اساس دكندهار دامنيه قوماندان په حيث مقرر او په دي لاركې  يې هم وړاو نه هيريدونكې خدمتونه ترسره كړه.

شهيد خان محمد مجاهد دجهاد په دوران كې څو ځله ټپي سوي او هم يې دهيواد او خلګو ته دخدمت په لار كي  يو ورور او داكازوي شهيدان سويدي او په دې لاركي يې ډيرې ځاني او مالي ستونزي كاللي دي.

شهيد خان محمد مجاهد ددي سيمي وتلي جهادي شخصيت ، يو زړور قوماندان اوددښمن په وړاندي دهيواد او خلګو ستر مدافع وو، ده دټولو خلكو سره مينه او خواخوږي درلوده ، ارواښاد مجاهددخپل ژوند خوږي ورځي دروسانو په وړاندي په جهاد او مبارزه كښي تيري كړي چې دكندهار خلګ به دده دژوند كارنامې هيڅكه هم  هير نه كړي او تل به دده په جهاد او ښو خدمتونو وياړي .

دده  شهادت زموږ په سيمه او كندهار كي په پوځي او سياسي لحاظ يوه لويه ضايعه ده . ارواښاد خان محمد مجاهد د۱۳۹۰ كال دوري دمياشتي پر شپږويشتمه نيټه دجمعې په مباركه ورځ دغرمي پر دوي بجې  دخپلي مقدسې دندې پرمهال دوطن ، سولې او اسلام ددوښمنانو لخوا په ډيره ناځوانمردانه ډول په شهادت ورسيد . روح دي ښاد او فردوس جنت دي ځاي وي .

سهيل

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1335

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1326

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1472

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2002

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6225

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…