د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د اروښا اجمل خټک بابا ژوندلیک

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite___ajmalkhattak.jpgb_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_010ajmal-khattak.jpg
 
 
 
 
 
اجمل خټک (په انګرېزي: Ajmal Khattak) (زېږېدنه:۱۵ د سېپتمبر، ۱۹۲۵ ز.ک - مړينه[1]: ۷ د فبروري، ۲۰۱۰ ز.ک) د پښتو ژبې يو تکړه ليکوال، شاعر او سياسي څېره وه. نوموړی د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ فعاله سياسي غړی او د پاکستان د ولسي جرګې غړی هم پاتې شوی.
اجمل خټک په ۱۵ د سېپتمبر په اکوړه خټک کې زېږېدلی ؤ. له ماشومتوب نه د خان عبدالغفار خان له شخصيت نه متاثره شوی ؤ او چې کله ۱۷ کلن شو نو په فعاله توګه يې د هند د پرېښودلو د غورځنګ غړيتوب ترلاسه کړ. هغه مهال دی د پېښور د ګورنمنټ هاي سکول زده کوونکی ؤ، خو خپل زده کړې همداسې نيمګړې پرېښودلې او د همدې سياسي غورځنګ غړيتوب ته ولاړ. دا د هغه سياسي ښکېلتابه پيل ؤ چې تر پينځو لسيزو پورې يې فعاليت وکړ او په همدې وخت کې يې د خپل ادبي او زده کړو په پرمختګ کې هم د درد نه ډکې لمحې په زندانونو کې تېرې کړلې. که څه هم چې نوموړي د پېښور پوهنتون نه په پارسۍ کې ماسټري اخيستې، خو هغه په پښتو ادب کې د ځانګړو نوښتونو لاره هم هواره کړې. او پښتو ادب يې د انګرېزي ادبياتو سره وتاړه، او په همدې توګه يې د پښتو ادبياتو د يوه پرمختلونکي شاعر نوم هم خپل کړ.
تر اتم ټولگي پورې ېې پخپل کلي کې زده کړې وکړې اوبيا دپيښور عالى ښوونځي ته ورغي . داچي اجمل خټک په ځينوسېاسی چاروکې فعال ښکيل وونوپدې تور چې انگريزي ضد فعاليتونه کوي له ښوونځي نه وايستل شو.
خوله پوهې سره مينې دى غلى نه کړاوپه شخصي توگه يي لوست ووايه او عربى ، پښتو او فارسي ىې ولوستل ، انگريزي ژبه يي زده کړه اوپوهنتون ته يې دازموينې په ورکولو پيل وکړ.
خوله ازموينې يي راويست او زندان ته يي وردننه کړ. ده په زندان کې هم لوست وايه اوله همغه ځايه يي ازموينې ورکړې ځکه يوازې دازموينې په ورځ يي اجازه ورکوله چې له زندانه ازموينې ته ورشي اوبيرته به يې زندان ته راوست.
له زندان نه وروسته ښاغلى خټک دپيښورپوهنتون ته بريالى شو. بيا يي ونيواوداځل يي دمچ مشهور زندان ته بوت خو بيا ېې هم لوستونه مخکې وړل اوله همغه ځايه يې دفلسفې اوارواپوهنې ازموينه ورکړه .
له ١٩٤٢ز نه تر١٩٤٤ز کال پورې ېې سياسي فعاليت کاوه اوله ستونزوسره هم ډيرمخامخ وو خوپه ١٩٤٧ ز کال کې پاکستان جوړشواوددوى ستونزې دپخواپه پرتله په کمېدوشوې. دنشنل عوامي گوند منشي پاتې شوى دى.
د ښوونکي دنده يې ترسره کړې ده او په پېښور راډيوکې يې هم کارکاوه پروگرامونه به يې ليکل.خودژوند ډېره برخه يي لکينې ته ځانگړې کړې ده .اجمل خټک مشهورشاعر اوليکوال دى .
[چاپ شوي آثار]
تراوسه يي ١٣ کتابونه او١٨ رسالې چاپ شوي دي .
پښتو ادب کى تاريخ(اردو)
پښتانۀ شعراء(پښتو)
ژوند او فن(پښتو)
د غيرت چيغه (پښتو)[2]
کچکول(پښتو)
باتور(پښتو)
دا زۀ پاګل ووم(پښتو)
دوخت چغه(پښتو)
ګلونه تکلونه(پښتو)
ګل پرهر( پښتو)
سرې غونچې(پښتو)
ځنډ وخنډ(پښتو)
عالمي ادب وخوشحال خان خټک(اردو)
جلا وطن کى شاعري(اردو)
افغان ننګ(پښتو)
دژوند چغه(پښتو)
قيصه زما دادبى ژوند(پښتو)
 
 
په دې وروستيو کالونو کې چې روغتيايي حالت يي هم ښه نه ؤ نو د يوه نوى کتاب په ليکلوبوخت ؤ چې د خپل ژوند لوړې ژورې پکې راغونډې کړي. نوموړي دا نيت هم درلود چې په دې کتاب کې دا وليکې چې ولې افغانستان ته تللي وو او شل کاله يي هلته ولې ژوند وکړ، د خپلو ليدنو کتنو په اړه يې خاطرې هم ليکلي او همداراز يې کتاب ته د ترخه وختونه او خواږه يادونه نوم ورغوره کړى ؤ
.b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_00ajmal_khattak-5.jpgb_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_0-ajmal_khattak-6.jpg


 
 

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1063

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1065

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1187

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1676

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5877

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…