د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

فخر افغان خان عبدالغفار خان/ باچا خان

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_0badshahkhan.jpg



 

خان عبد الغفار خان په ( ۱۸۹۰ م- ۱۲۶۸ ش) کې د پېښور د هشنغر د اتمانزو په کلی کې د خان بهرام خان محمدزي، يوسفزي په کور کې وزېږيد. د ترنکزو د حاجی صاحب حاجی فضل واحد تارڼ کاکړ په ملګرتيا يې د ستعمار په ضد د افغانانو د راويښول او ملی حکومت د جوړولو له پاره تاريخي کارنامی په سر رسولی دی. خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۲۰ م= ۱۲۶۸ ش) کې د خلافت د تحريک په بهير کې له يو زيات شمير خلکو سره کابل ته هجرت وکړ او د بيرته تلو په وخت کې يې د انجمن اصلاح الافاغنه ټولنه جوړه کړه. دغه ټولنه په ( ۱۹۲۹ م= ۱۳۰۷ ش) کې د خدايی خدمتګارانو په ټولنه بدله شوه، خان عبدالغفارخان په ( ۱۹۳۱ م= ۱۳۰۹ ه‍.ش) کال کې د کانګرس په ملګرتيا د هند د نيمی وچی د ازادولو له پاره زياتی مبارزی وکړی و له ۱۹۳۱ را په ديخوا د استعمار سره د مخالفت به جرم په اوه کاله بند محکوم شو.b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_0khan_abdul_ghaffar_khan.jpg
د نړی په عمومی لومړی جنګ کې د انګليسانو سره د عدم تعاون په جرم د کانګرس د نورو مشرانو سره دوه کاله په زندان کې وو او د ( ۱۹۴۷ م) کال راپه ديخوا د پښتنو ملی خوداراديت د غوښتلو په جرم پاکستانی حکومتونو د استعمار د لاسه په وار، وار جيل ته لېږل شوی ؤ. خان عبدالغفارخان (فخر افغان، پاچا خان) په خپل يوه تاريخي ليک کېد ( ۱۹۳۵ م) د مي په پنځه ويشتمه چې د سابرمنی، سنټرل جيل احمداباد څخه يې د حکيم عبدالخالق خليق په نامه ليکلی دی داسی وايې:
خوږه خليقه خوشاله اوسی
اسلام عليکم ورحمته الله و برکاته:
د بمبيی نه د جدا کيدو په وخت کې ماتاسره وعده کړی وه چې زما په خيال کې هر وقت ستاسو متعلق څه خبر راشی نو تاسو به پری خبروم، ليکن ژر تر ژره ګرفتار شوم. جيل خانه کې مې هم ته يادوی او خدايې خدمتګار مې هم هير نه وو ليکن داسې څه خيال مې پېدا شوی نه وو چې تاسو ته می ليکلی وای تاسو به زما د قيد په حقيقت رسيدلی يي، زما جرم صرف دومره وو چې ما د سرحد او دخدايې خدمتګارو متعلق خلکو ته لږ غوندی حالات څرګند کړي وو.
د هندوستان دخلکو د سرحد او خدايې خدمتګارو سره دومره مينه او محبت دی چې زه په دوره هری صوبی ته تللی يم، نو د خلکو او له مطالبه دا وه چې موږ ه د سرحد او خدايې خدمتګارو د تحريک حقيقت بيان کړ. خير دې کې به خير وی. د الله تعالی هر کار د خير دی ولی مونږ پرې نه پوهېږو ځکه چې موږ ظاهر بين يو. لږ غوندی ظاهری تکليف چې راباندې راشي نو بيا مو وار خطا وي . زه په خپل قيد خفه نه يم ولی چې څه وخت زه بهر شوم نو ما ته دا خبره ښه ښکاريده چې زه خو د بهر يم او زما بعضی خدايي خدمتګاران ورونه دی په جيل خانه کې وی ماصرف دا خبره د خپل ځان د پاره ښه ګڼله.
خدايي خدمتګاران ورونو چې د جيل خانو بی اتفاقۍ ، بهر ځان سره راوړی وی ، هغه يې پېښودی که لا هغه شان پکښې اخته دی؟، که چيرې په صداقت سره يې دا بدعادتونه پرې نه ښودل او رشتينې خدايې خدمتګاران نه شوو ، نو دا ټولی قربانۍ به په سيند لاهو شي او اوچت سوی پښتون به بيا پريوځي ولی چې زموږ د کاميابۍ راز په رشتيني خدايي حدمتګاران کې دی.
زه چې کله دې جيل ته راغلی يم نو همېشه ناجوړه يم، ولی چې ددی ځای اب او هوا په ما صافه نه ده. بل زه يوازې يم داسی يو سړی نشته چې تبادله خيلات ورسره وکړم. زما په خيالاتو که چيری زه سرحد يا پنجاب ته بدل شم نو شايد چې ښه شم ليکن د پنجاب او سرحد حکومتو زما د اخستو نه انکار وکړ او تر اوسه پورې دې حکومت هم زه بلې جيل خانی ته بدل نه کړم.
تاسو زما څه فکر مه کوي ، خپل کار کوډ، که چيری الله تعالی زما د وجود نه د خپل مخلوق خدمت اخستل منظور وي نو ما له به صحت هم راکړی. دا دهغه طرف نه په ما يو بل ازمايش دی. تاسو راته دعا کوی چې ما پکښې الله تعالی کامياب کړی او ما له صبر او استقبال راکړی.
زه قيدی يم، زه هر چاته خط ليکلی نه شم ولی چې زما خپل اختيار نه دی. دا خط زما ټولو خدايې خدمتګارو ته ښکاره کړی او زما ډير سلامونه ورته وواياست. زه همېشه تاسو ته دعا کوم او اميد دی چې تاسو په هم هره جمع کې ماته دعا کوی چې الله تعالی ما ددی لايق کړی چې زه د هغه د مخلوق خدمت وکړی شم او ماته روغ او ښه صحت راکړی.
آمين فقط
ستا ورور عبدالغفار
خان عبدالغفار خان د زوالفقار علی بهټو د حکومت په مخت کې د نيشنل عوامي پارټي د صوبايي حکومت په بلنه په ( ۱۹۷۰ م) کېد کابل څخه پېښور ته ولاړ او کله چې هغه حکومت ړنګ شو بيرته افغانستان ته راغی او تر ( ۱۹۸۰ م) کال پوری کله په کابل او کله په ننګرهار کې او سيده. دی د افغانانو ، د ملی آزادي غو ښتونکو او طنپالونکو لوی لارښود او (بابا) وو او حضور يې د افغانستان او سيمې د ازاديخواهانو بل مشعل وو. ده د جنرال ضياءالحق د حکومت په دور کې سختی ورځی او شپی تيرولی څو ناروغه شو او د شپږو مياشتو د کوما د حالت ورپېښيدلو او د مغز فلجيدولو وروسته په کال ( ۱۳۶۶ ش) د دلو په اوله د چهارشنبی د سهار په څلورو بجو و په پنځه څلويښت دقيقو د پيښور په ليډی ريډنګ روغتون کې وفات شو، او جنازه يې د وصيت سره سم د جمعی په ورځ د ( ۱۳۶۶ ش)کال د دلو په دريمه ( ۱۹۸۹ م) د جنوری په شلمه په ډيره درناوی د ننګرهار په مرکز جلال اباد کې خاورو ته وسپارله شوه.
د افغانستان د طالبانو اسلامی امارت او د ځينو ملی مجاهدينو تنظيمونه د افغانستان جهادی معرکې چې د هيواد د ازادۍ، خاوری د تماميت،ننګ او ناموس ساتلو په نيت په عمل راغلی او تاريخی وياړونه يې په برخه شوی دی، د خان عبدالغفارخان د دغه ناوړه تفسير څخه چې هغه د روس او امريکی د سياسي رقابتونو او دښمنيو څخه راو لاړی پیښی بولې، ګېله مند دیاو داسې تفسير واقع بيناه او وطن دوستانه نه ګڼی.
مسلمانان در نهضت ازادی هندوستان اثر په خپل ( ۱۲۸ ) مخ کې د خان عبدالغفارخان د ملی مبارزو په هلکه ليکی: (... در همان هنګام که دولت کاملاً بر اوضاع مسلط بود وبه وسيله زور و سر نيزه توانسته بود ملت را وادار په اطاعت سازد، زر نواحی مرز هند و مخصوصاً درميان قبايل سلحشور و مسلمان پتانها اشوب و انقلاب عظيم بر ضد دولت بر پا نمود. مسلمانان اين ايالات مرزی به رهبری خان عبدالغفارخان جبهه نيرومند تشکيل داده در برابر حکومت مستبدانه و رعب آميز انګليس استاد ګی ومقاومت کردند. جواهر لال نهرو در توصيف اين رهبر جنګجوی پتان ميګويد: از دهکده په دهکده ميرفت وبرای افراد آهئين جمعيت سرخ پوشان پايګاه په وجود می اورد. اين شخص و پيروانش خاری در چشم دولت بودند. موقيعت و نفوذ او در ايالت مرزی کمتر از موقيعت و نفوذ ګاندی در سراسر هندوستان نه بود. اتفاقاً در ميان او و ګاندی ارتباط بر قرار شد و جمعيت سرخ پيراهنان به حزب کانګرس پيوست. چنانچه از سخن نهرو بر می ايد قيام خان عبدالغفار خان در اغاز ارتباطی با ګاندی و حذب کانګره نداشته وخود او با انګيزه ګسيختن زنجير استعمار برتانيه و بدست اوردن استقلال نهضت بزرګ و خونين شروع کرده است و بعد ها وقتيکه کارګردانان حزب کانګره استقلال را در برنامه يې خو قرار داده و نيرو های خود را در اين راه بکار انداختند، با انها همګام شده و به عضويت کانګره در امده است.) و درجای ديګر ميګويد: جميعت سرخ پوشان و رهبر شان خان عبدالغفار خان حقی عظيمی بر جنبش ملی هند دارند...)
خان عبدالغفارخان په هغه ليک کې چې د (عبدالغفارخان فيټ ازای بيټل) د (ډی، جی تنډر اثر)، ( Abdul ghafar khan fait is a battle D.G Tender ) دکتاب له پاره ليږلی او هغه دغه ليک د خپل کتاب په څلورم مخ کې کليشه کړی دی، د خپل ژوندانه او عقيدې په داسې ليکی: (... زه چې د اتو، نهو کالو وم او په پيښور کې مې به سکول کې سبق وايه نو اکثره مې لوبی د بنګيانو د بچو سره کولی، زه به هغه خپلو ملګرو منع کولم چې دا خو چوړيان دی؟ د دوی سره ولی لوبې کوی. ولی زه به دهغوی په دی خبرو نه منع کيدم او نه به زما په زړه د دی خبرو اثر کيدو. چې زه زلمی شوم نو زما تعلقات به اکثر د باکسته خلکو سره وو، زما دوستان اکثره لوواران، جولاګان ، ترکاڼان، شاخيلان و ، حالانکه زه د خان زوی وم. زه چې هلک وم نو د قصر اوريدلو سره مې ډير شوق وو او دا قصې به مې زياتی د خولو او يا کتابو کې اوريدی او ډيری به مې خوښی وي. بيا مې ژر په طبيعت کې تبديلي راتله او داسی کتابونه مې خوښ وه چې به هغو کې د داسې خلکو حالات چې چا به د انسانيت او د خدای د مخلوق له پاره ډير تکليفونه او مصيبتونه تير کړی وو راغلی وو).

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1653

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1818

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2341

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6579

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…