د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د اروښاد محب الله بهرام ژوندلیک

 

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_1mohibullah2.jpg



اروښاد محب الله بهرام له نن څخه ١٩ کاله وړاندي يې د سرروضې په کلي کې په يوه دينداره کورنۍ کې سترګې رڼې کړې وې،لومړنۍ زده کړې يې پخپل کلي سرروضه کې ترسره کړې وي، وروسته يې د سرروضې دارالعلوم ته مخه کړې وه
 
، هلته يې د قران اعظيم الشان حفظ وکړ او اوس مهال د مرکز شرنې د علي بابا په علي لېسه کې د لسم ټولګۍ زده کونکى ؤ.ځوانمرګ بهرام د زده کړو تر څنګ د پکتيکاولايت د ازادو ژورناليستانو د ټولنې غړى هم ؤ، پدې تر څ کې يې لومړى له پکتيکا غږ راډيو سره او اوس مهال له سېمه اييزي راډيو پښتون غږ سره د وياند په صفت دنده درلوده.اروښاده بهرام له تيرو دريو کلونو راهېسې په شعر ليکلو بوخت ؤ، په کم عمري کې د خپلې ژورې مطالعې او له پښتو ادب سره د بې پايانه مينې له مخې ډيره خوږه شاعرې کوله، چې تر اوسه به يې د سلو په شاوخوا کې شعرونه ليکلي ؤ.د نوموړي په مرګ ډېري اوښکې تويې شوې په جنازه کې يې د پکتيکاولايت ګڼ شمير سپين ږيرو علماؤ او د بهرام د ادبي بنډارونو يارانو او ټولګيوالو ګډون کړى ؤ.
فاتحه يې پخپل کلي کې او همداشان د مرکز ښرنې په جامع جومات کې د ژورناليستانو د ازداې ټولنې شاعرانو او ليکولانو له لوري تر دريو ورځو پوري واخيستل شوه.



 

دارواښاد محیب الله بهرام  شعرونه

 

 

 

((بـــــــهرام)) داستا په تمه،تمه ســـــپين لاسونه ګر ځم
راځــــــه!لاس دی په سرو نکريزو رنــــــــګ درسره راوړه
مـــحيب الله (( بـــــــــــــــــــــــــهرام ))
پــکتيــــــــکا – سرروضه
١۳۸۸-۹-۶
 

غمونه راغلو بیابه ځانته نوی ویر جوړوم
داسمان ستوروته لګیا یم ستا تصویر جوړوم
دهرچا خپله فیصله دځان منزل به ټاکي
زه به خپل ځان دستا په زلفو کې اسیر جوړوم
خوب مي لیدلی په لمن کې مرغلري وړمه
ځانته لګیا یمه په خپله یې تعبیر جوړوم
په شنه اسمان کې رڼه ستوري راته ګونګ پاته دي
ورته خپل حال بیانوم ځان مقریر جوړوم
په دې نیمګړي دنیا ګۍ کې ژوندون داسي کوم
چاته مرید ځان جوړوم چاته یې پیر جوړوم
یوه مسافر ملګري ته
چې ته راشې خپل وطن ته مابه غواړې
زه به نه یم تور لحد ته به مې ژاړې

په زړګي دي وویشتم پورته دي نه کړم
اې! بې رحمه یاره لاړې پسې لاړې

دغم کاڼي مي په سر باندې وریږي
دزړګي خونې مي ټولې شوې ویجاړې

زه چې مړ شمه اشنا یاد کې یې ساته
یم شهید خون به مې وي دستا له غاړې

زه دي هېر کړم تا به هلته هېرومه
چې :بهرام: غریب په سپین کفن کي نغاړې
محیب الله   بهرام
۱۳۸۸/۷/۲۰
ښرنه – دپتنې زیارت
غزل
لکه په گل باندی شبنم په زړه می ووریږې
شیرینه یاره دستا غم په زړه می ووریږې

ستا ددروغو په وعدو می اعتبار کړی وو
هرې وعدې سره قسم په زړه مې ووریږې

هغه وروستی شپه دی جانانه لا اوس هم را یاد ده
مابه ویل کینه تا ویل ځم په زړه مې ووریږې

دا به هم نه وایم چی هیرمې یې په یاد مې نه یې
په سپینه خوله خندا منم په زړه مې ووریږې

بهرام له ځان سره وړې وړې سلگۍ وکړمه
هغه هزار واره ستم په زړه مې ووریږې
ما بیا ولید و
چی می ویل بیا به یـې نه وینم ما بیا ولـیدو
درقیب غیږه کې جـانان مې په خندا ولـیدو

کومه جفا باندې مې نه پریږدې ښیراوې کوې
ملنگ مې بیا پورې زیارت کې په بدوا ولیدو

کــله خـــندا کــله ژړا کــله سلــگئ کـومـــــه
داچې حــالات په دی نــیمگړې دنیا ما ولــیدو

دپاکــې مینې شــــهادت دې مــبارک وي ورته
منصورمې پاس ددارپه تخت کې په خندا ولیدو

ماویل جنت له خدایه غواړي دجانان به سوال وو
بهرام}مې خوب کې په مکه کې په دوعا ولیدو
غزل
ستاله غمه مي زړه شوري كله كله
ستا غمونه پرې را اوري کله کله
ورته ناست په انتظاریم ورته گورم
پاس په بام باندی راگوري کله کله
دماشوم په شان په نیمو شپو یې شمارم
ستا غمونه لکه ستوري کله کله
زوراور وحشیان رادرومي دې کوڅوته
رانه یوسي څو کمزوري کله کله
له ژړامی زړه راډک شي سوچ مې یوسي
دشهید وطن په لوري کله کله
دغمو پنډ مې په سردی پسې گر زم
په کوڅوکی دوري دوري کله کله
بهرام تل په دروازه کې بدوا وکړي
دلته راشي له کوم لوري کله کله
 محیب الله بهرام
غزل
څوک خیر غواړي کوڅوکې څوک روپۍ په لاس کې یوسي
څوک دارته غاړه ورکړي څوک زندۍ په لاس کې یوسي

د ورانې دنیاگۍ له ښو او بدو بې خبردی
شپونکی دی کله وری کله شپیلۍ په لاس کې یوسي

چې راشي بدرنگ ښکلي په خدای واړه لیوني کړي
دی چم کې لیونۍ سپینه خولگۍ په لاس کې یوسي

یو زه نه یم ددې مالت ټول خلک راسره دي
که خدای کول چنگیز به ککرۍ په لاس کې یوسي


خفه نه شې شیرینې په دنیا کی داسی کیږي
 لیژ ودریژه بهرام به دې اوژۍ په لاس کې یوسي

محیب الله بهرام =  پکتیکا =  سروضه
وخت خراب دی
ياره تل راته يا ديږې ستا به هیر یم
غم چی څومره راكوې ورته حاضر يم

كه غزا وه دمغلو په سرونو
زه هم یم ددې وطن له سره تیر یم

نور به نه پوښتې جانانه وخت خراب دی
بس اوسیږم په ژوندو خلکو کې شمیر یم

درقیب په خوله خو کم نه شوم جانانه
ما چی څومره یادوې دغومره ډیر یم

كه جانان دی چیرته ولید ورته وایه
بهرام ویل چې ستا په مینه کې را گیر یم
محیب الله بهرام=  پکتیکا = سرروضه
ماشوم زړه می په اوربل کی ځوا نیمرګ دی

ځوان ارمان مې په کو ګل کی ځوا نیمرګ دی
د ا ا فغا ن  زلمی  ازل  کی  ځو ا نیمر ګ دی

د ما شو م  په شا ن  مد ا م  ر اته ژ ړ یږ ي
ماشوم زړه مې په اور بل کې ځوانیمرګ دی


د قبر و نو ا و جنډ و ځا ی پکې  نه  شته
دشتې ډکې شوې هر ګل کې ځوانیمرګ دی

د ځو ا نا نو  جنا ز و ته  په  سلګو  یم
یو په خوست بل په کابل کی ځوانیمرګ دی

د قلم سو که  یې  ما ته شوه ګو نګی شو
(بهرام) ګوره په غزل کې ځوا نیمرګ دی
محیب الله  بهرام-پکتیکا-سروضه
تپیزی  
دیدن ثواب دئ مخ را واړوه مینه
سلام می ومنه په سر کي
اوسم د تورو کا ڼو غر کي
یاره ولاړ دی یم په در کی
ستر ګی د با ز با ڼه دزرکی
که په نظر کی می ساتی غلام دی یمه
»»««
زړه می په تا پسی کباب ده
پوشتنه کړه حال می خراب ده
شونډی کیلي زنه پیشقاب ده
خال دی امام تندی محراب ده
دیدن ثواب ده مخ را واړوه مینه
»»««
په یار پسې اوتر اوتر شوم
زه بد نصیب خاوری په سر شوم
له  خپله  کلی  مسا  فر  شوم
نه دجانان په حال خبر شوم
نه څوک جانان زما له حاله خبروینه
»»««
ریبار ظالم جانان مظلوم شو
زړګی می ویلی لکه موم شو
دا شوم ارمان می پسی شوم شو
شه ده چی حال دی را معلوم شو
ما خو دستا په سر تړلی وو شرطونه
»»««
عمر می تریخ ده بی له تانه
دزړه دنیا می شوه ویرانه
وطن ته را شه په ما ګرانه
دستر ګو تور می یې جانانه
دستر ګو تور چی دچا نه وی ړوند به وینه
»»««
سلګۍ کوم حال می خراب ده
زړګی می ټول کباب کباب ده
په ا نتظا ر ستا د ځوا ب ده
ملا ثواب ده که عذاب ده
یار می دیدن غوشتو ما غیژ ور کړه مینه
محیب الله بهرام ـپکتیکا ـ سرروضه

اختر ته !
اخــــــــــــــــــــــــــــتره چی راځې لاچی لونګ در سره راوړه
ديــــــــار غــــاړی ته هار دبنګړو شرنـــــــــــګ درسره راوړه

ډيرلری مــــــسافر يــــــــــــــــم نه يی وينم نه مــــــــــی ويـــنی
راځــــــې خو دڅــــلـــــورو ستر ګو جــــــــنګ درسره راوړه

دستــــــــا په انـــتظاروو مـــــــــوږ دا ډيره موده مــــخکی
هـــــــــــــجران درټولوه دوصــــــــــال بنــــــګ درسره راوړه

غـــــــــمونـــو هـــسي هم دمازديـــــــــګر په شان ژيړی کړو
راځـــه!شــــال او شــملی او دډول ډنــــــــګ درسره راوړه

 داتېرغم خوبه هېر کړم خو اوس سوال کړم او زاری کړم
نور غــــــــم راته رانه وړی مست اهـــــــــنګ درسره راوړه

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…