د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د میلتون او دهغه د اثارو پېژندنه

(۱۶۰۸ – ۱۶۷۴) ز
جان میلتون یو انګلسي شاعر او لیکوال دی،چې په (۱۶۰۸) ز کال په لندن کې زیږدلی دی،پلار یې د انګلستان  د رسمي کلیســـــــــــــــــا محضر دار او  علاقمندوو،د شعر او موسیقي خوښوونکی وه،مور یې یوه دینداره او د نیکو کړو وړو خاونده وه،جــــان په یوه اسوره با فرهنګه کورنۍ کې زیږدلی دی،چې لومړی اصول او تحصیــــــــلات یې د هماغه ځای زده کړل،وروسته د سنت پول مدرسې ته لاړ، که څه هم جان د سترګو او سر درد څخه ډېر په تنګ  او له ستونزو سره لاس او ګریوان وو له دې سره سره د یو ممـــتاز شاګرد په حیث و پېژندل شو.
      په شپاړس کلنۍ کې د کمبریج پوهنتون کې  شامل او خپلو تحصیلاتو ته یې ادامــه ورکړه او په (۱۶۳۲) ز کال یې  د نوموړي پوهنتون څخه د فوق لیســـــــــــــــانس درجـــــــــه واخیسته.هغه د سرشار ، دفضل او علم څخه ډک محیط چې کمبریج پوهنتون درلـود د جان میلتون د خوښي وړ و و ګرځیـــد.په دې دوره کې میلتون خپل غوره شـــــــــعرونه په لاتیني ژبه پیل کړل او خپلې منظومې یې لـــــــکه( الګرو)، (پنســـــــــروز)او (فکور)یې د ایټالیا تر عنوان لاندې په (۱۶۳۲) ز  خپاره کړل.
       شاعر په خپلوغنایي منظومو کې  ملایان له نظره غورځولي دي او د خوشالۍ نزول په ټوله ځمکه  راولي. مدرسې او د کمبریج مساجد او د هغو پراخې دښتې د ښـــــکلي سحر پیلیدل،د کــــــــــارګرانو اوازونه توصیفوي.دښتې او طبعیت  د میلتون په شــعر کې د صفت يوه بــــــــهانه    نه ده بلــــــــکې،په مستقیمه بڼه د شاعر روحي حالت په کــې څرګندیږي.دغه ډول د احــــــــساس بیان وروســــــته د ډېرو شاعرانو  د پامـــــــــــــلرنې وړ وګرځېد.الګرو  په ډېره اسانۍ سره په شعر کې طبعي سادګي ده،چې په عیـــــن حال کې په ډېر لـــــــطافت او عمیقه بڼه  بیان شوی  دی،انګلیسي شعر ته یې یوه تازه بڼه ورکـړې اوهغه یې د کمــــــــال لوړ پړاو ته داخل کړی دی.میلتون د زده کړو څخه وروســــــــــــــــته لکه،چې پلار یې میل درلود د کلیسا خدمت وکړي هغه یې رد کړل او خپل شپــــــږ کاله عمر یې په پلرني کور (هرتون) کې په مطالعه ،فــکر اود هـــــــــنري مباني  په پراخــــــتیا تېر کړل.د شعري قطعاتو څخه عـــــــــــــــــــلاوه په لاتین ژبه درې منظومـــــــې د (ارکــیدي خلکو)،کومس او لیکسیداس تر عنوانونو لاندې خپرې کړي دي.د ارکیدي خلــــــــــکو منظومه په (۱۶۳۳) ز کومس په(۱۶۳۴) ز کال کې د ماکس د نمایــش يو ډول وه،چې په انګلستان کې د رونسانس  په دوره کې رواج درلود او د استالیايي اصل څخه یې مایه اخیسته،(دماسک نمایش) ،چې د میلتون اثر دی د شکسپير نفوذ په کې ښکاره دی.
     څو ځله په نولسمې پېړۍ کې د صحنې پر مخ راغی او د وروستي ځل لپاره د(۱۹۳۶) ز کال په دوبي کې د(ریجنټس پارک)،چې په لندن کې دی اجرا شو.لیکداس یوه مرثیه ده،چې په (۱۹۳) بیتونو کې لیـــــــــــــــــکـل شوې ده،میلتون په(۱۶۳۷) ز کال د کمبریج پوهنتون د یوه زده کوونکي په مرګ، چې په اوبو کـــــــــــــې ډوب شوی وو،د هغه په اړه لیکلې وه،په هغه کې یې  د پوهنتون د دورې ښـــــــــــــــــــــــــــکلي وختونه،تحــــــــــصلي وضع،مشترکې لیدنې کتنې او تفکرات یې په کې بیان کړي دي.
         دغه منظومې، چې شاعر  دهنر  پوخوالی په ځوانۍ کې ور څخه حکایت کــــــــوي.د مـــــــیلتون د شخصیت  دوه اړخونه ښکاره کوي،چې هغه اړخونه دادي :هنري اړخونـــه  او اخلاقي مذهبي اړخونه. میلتون د مور له مړینې څخه وروسته په(۱۶۳۷) ز کال اروپا ته سفر وکړ،شپاړس میاشتې د ایټالیا په ښارونو لکه : فلورانس،رم  او ونیز  کې پاتـــه شو،د ایټالوي لیکوالانو د اثارو څخه  دانته یې ولوست د ګالیله سره یې اشنایي پیدا کړه، ورو ورو  د یوې حماسې لیکلو په فکر شو،په (۱۶۳۹) ز کال کې بېرته انګلستان ته راستون شو او په لندن کې یې ژوند پیل کړ.
      هغه داخلي مبارزې،چې د مذهبي  فرقو تر منځ راپېښ شوې وې له هغو څخه څنګ ته شو او دخپل پلار سره یې په یوه کور کې ژوند پيل کړ.د خصوصي تدریـــــــــــــــس او داشعارو لپاره یې طرحه ریزي پیل کړه.د له یو څه مودې څخه وروسته یې د تدریـــــس کار پريښود،تر څو د لیکنې له لارې مطلوب کـــــــــــمال ته،چې په مذهب کې ازادي او انفرادي حقوق وه مبارزه وکړي.میلتون په (۱۶۴۲) ز کال واده وکړ او د څلور اولادونــــو خاوند شو،میلتون د خپلې میرمنې له مرګ څخه وروسته د دوهم ځل لپاره په(۱۶۵۲) ز کال واده وکــــــــــــــــــــړ،دویمه میرمن یې د پنځلسو میاشتو ګډ ژوند څخه وروسته مړه شوه،میلتون د هغې له مرګ څخه د ښکلو شعرونو جوړولو الهام واخیســــــت د دریمې میرمې له مرګه څخه وروسته یې د یوې بلې انجلۍ،چې له ده څخه دېرش کــاله وړه وه واده وکړ،چې ډېره موده د میلتون له مرګ څخه وروسته ژونۍ پاتې شوه.
         میـــــــــــلتون د (۱۶۴۰)زڅخه تر (۱۶۶۰) ز کلونو  تر منځ ډېرې رسالې په نثر لـــــیکلي دي.چې د هغو له ډلې څخه د(اصلاحاتو) رســــاله ده،چې د انګلستان دکلسیـا د قانون په هکله ده،په (۱۶۴۱) ز کال د کاتولیک کلیسا او د انګلـــسي رسمي کلــــــــــــیسا،چې مسحیت یې تشریفاتي لور ته ګرځاوه ولیــــــــــــــــکله،د روزنې په هــــــــــکله رســــــاله په (۱۶۴۲) ز کال د اوږد فکر نتیجه او ډېره تــــــجربه د ښـــوونې او روزنې په  هـــــــــــــکله په مدرســــــــــو کې وه،میلون په دې رســــــــــاله کې عقیده لري،چې لوړې زدکړې باید کلي علوم په بر کې ونیــــــسي دلاتني ژبې زده کړې سره(د عقایدو اصول  او د طلاق قوانین ) هم زده کړي.
      په کال (۱۶۴۳) ز کال یې د واده او طلاق په هکله یو څه ولیکل،میلـــــــتون خپل ټول شخصیت او هنر  د خپل هېوادپه خدمت کې تېر کړ ورو  ورو یې خپل د لیدو حـــــــس له لاسه ورکړ تر څو په(۱۶۵۲) ز کال پوره ړوندشو.دوهم چارلز   بېرته راګرځیدو ســـــــره په (۱۶۶۰) ز کال میلتون رسمي کار پريــښود په کوچنی کور کې یې ژوند پیــــل کړ او خپل ټول وخت یې د خپل شهکار لیکلو باندې،چې دغه اثــر یې (د لاسه تللی جنت) په نامه وه ځان بوخت کړ.د میلتون دغه اثر په (۱۶۶۷) ز کال کې نشر شو.ذکـــــــــر  شوی اثر  هغه منظومه ده ،چې  دتورات داستان په اساس په دولسو دفترو کې لیکل شوی.
          د لومړی څخه تر دریم دفتر پورې  د فرښتو عصیان په هکله دی،دڅلورم څــــخه تر نهــــــم دفتره  د ادم(ع) او بي بي حوا  د نافرمانۍ  او سقوط په هکله ، دلســـــــــم څخه تر دولسم دفتره  د تنبـــــــــــــــــیه او مجازات،د رستګاری امیر په هکلــــه دی.د(ورک شوي جنت) څخه وروسته(لاس ته راغلي جنت) په (۱۶۷۲) ز کال په څلورو دفترونو کې خپور شو،چې په تعمید غسل سره پیلیږي او دروح الــــــقدس راښکته کیدل له  اسمـــان څخه او د عیسی(ع) اعلام د خدای زوی تر عنوان لاندې او د بشر  دنجات برخه په هغــــه کې شرحه شوې ده.چې دغه اثر د(ورک شوی جنت) حماسه ای خوصیت نه لري.
        دالام شمشون تراژیدي په (۱۶۷۱) ز کال کې هغه داستــــــــــــان دی،چې دهغه تورات څخه،چې د ډېرو شاعرانو اثار او موسیقي جوړوونکو الهام بخش شوي وه.د میــــلتون اثر تر ټولو ښه او برجسته اثر شمېرل شوی دی. الام سمشون د ازاد شــــــعر په ډول دی،د میلتون په اثارو کې تر ټولو غوره اثر(ورک شوی جنت) دی ،چې میلـــــــتون په هغــــــــه پنځلس کاله کار کړی وه.د میلتون له نظره خدای یو خدای دی او  د خدای زوی،چـې د هغه خلف دی د هغه څخه وروسته په دوهمه درجه کې قرار لري او د روح القــــــــــــدوس مفهوم هیڅ نه شته،میلتون په واحد خدای باور  او ایمان لري.میلتون په ایین مذهـــبي کې په عباداتو او د مقدس کتاب قرا‌‌‌ءت باندې تکیـــه کوي،نه په کاتولیک مذهــب په اوه ګونو اعمالو.(ورک شوی جنت) د شعري قالب له مخې مخمس دی د کمیت تناسب او هجاوو د اندازې سره،میلتون ازاد شـــــــــعر په داســــــــــــــــــې ظرافت او طراحت سره جوړوي،چې د هغه معاصران ورته هیڅ نشي رسیدلای.د میلتون نثر هم ډېر فصـــــیح او استوار دی او نمایشي هنر یې ډېر اوچت دی.
       د میلتون شخصیت  دمتضادو خصوصیاتو څخه جوړ شـــــــــــوی دی له یوې خوا  په دوستۍ کې صادق،باوفا  او د بې خوا لجوع او سر سخت  د اوچــــــت غرور خاوند او د لوی جاه طلبۍ غوښتونکی وه. د جاسنون له ډلې څخه د (انګلیـــسي شاعرانو ژوند) په کتاب کې هغه  د هومر او ورژیل سره د قیاس قابل ګڼي او  د دانته په ردیف کې یـــــــــې درولای دی.د میلتون عظیم نفوذ د انګلیسي لیکووالو په اثارو کې لکه: بلیک،والتراسکات،کولریج،ووردورث،ستلی،بایرون او کیش کیتس کې په رڼه  بڼه لیدل کیږي.همدا راز د فرانسوي لیکوالو په اثار و کې لکه للمــــــــــــــــــــــارتین الفرد  د ووییني،هوګو و شاتو بریان، چې د ورک شوي جنت ترجمه په (۱۸۳۸) ز کال نـــــــــــشر شوه،او یو څه یې د انګلستان لوی شاعر په حیث تر عنوان لاندې یې توصیف کړی دی .
 
په اولسمه پېړۍ کې په انګلستان کې بورژوازي انقلاب بریالی شو.همدا علت و،چې اولسمه پېړۍ د نړۍ په تاریخ کې د انګلســـــــــــــتان د بورژوازي انقلاب پېړۍ په نامه یادیدیږي. دغه انقلاب د انګلستان  دخلکـــو د ژوند په ټولو برخو کې هر اړخیز بدلون راوست ان تر دې ،چې ویلای شـــــــــــو نوموړی انقلاب د اروپا او ټولې نړۍ لپاره ستر ارزښت  درلود،ځکه چې  د اولسمې پېړۍ په ادبیاتو کې په ښکاره ډول د انګلستان د بورژوازي انقلاب اغېزې لیدل کیږي.
      میلتون د بورژوارۍ انقلاب پر ماهیت باندې ښه پوهیده او په دې عقـــــیده وو،چې دغه انقلاب د فیوډالیزم ټغر  راټول کړ او په نړۍ کې یې یو نوی فورماسیـــــــــون منځ ته راوست.همدا علت وو،چې انګلستان بورژوازي انــقلاب ته یې ستر ارزښت ور کړ او د نړۍ ټولو خلکو ته یې بلنه ورکړه،چې  د انقلابي انګلستان د انقلاب څخه الهـــــــــــــــام واخلي.میلتون په کال(  )زیږدیز کې په یوې بډایې کورنۍ کـــــــــــــــــې زیږدلی.ده خپلې لومړنۍ زده کړې د ګورټون په لومړني ښوونځي کې او منځنۍ زده کړې یې د کېمبریج په پوهنتون کې پای ته رسولې دي.لومړی اثر یې د(خوشال خیال) منظوم داستانونه او د (کابوس) ډرامه ده.په (۱۶۸۳ ز) کال کې میلتون په سیاحت لاړ.
       ایټالیا،فرانسې او نورو اروپایي هېوادونو ته یې سفر وکړ.میلتون په ایــټالیا کې د نړۍ ستر فزیک پوه(ګالیله)سره وپېژندل؛دا هغه وخت و چې ګالیله د خپلو ســــــــترګو دید له لاسه ورکړی ووا و له دېنه ډېر متاءثر  ښکاریده؛چې د میلــــــــــــــــتون څېره یې په سترګو ونه لیده.له یو څه مودې سیاحت وروسته؛میلتون په بېړه بېرته خپل وهــېواد ته راستون شو،دا هغه وخت و،چې په انګلستان کې بورژوازي انقلاب بریالی شوی وو.
        کوم رول،چې (دیني دیدرو)،(ژان ژاک روسو)او (ولټر) د فرانسېد اتلسمې پېړۍ په انقلاب کې درلود؛هماغه رول میــــــــــــــــــلتون د نګلستان په بورژوازي انقلاب کې ولوباوه.میلتون د اولسمې پېړۍ په نیمايي کې لاندې اثار لیکلي دي:
۱ـ د حقیقي دین په هکله(مقاله).
۲ـ د طلاق په هکله ملاحظات.
۳ـ د ښوونې او روزنې په هکله نوي نظریات.
 میلتون د (پاچاهانو او حاکمانو دندې) په مقاله کې د پاچا صلاحیتونه او مسؤلیتونه یوه حقوقي مسله ګڼي او داســـــــــــــــې  نظر وړاندې کوي،چې که پاچا صلاحیت لري نو مسؤلیت هم باید ولري.همدا لامل وو،چې د انګلســــــــــــــــــــــــــتان خلکو دی په ولسي جرګه(پارلمان) او د ژبو په هکله په دولتي شورا کې خپل نماینده وټاکه.
     په (۱۶۶۰) ز کال په انګلستان زوړ شاهي مستبد رژیم بېرته د قدرت واګی په لاس کې واخیستې؛ په دې وخت کې ارستو کراترانو غوښتل،چې د پخواني رژیم د فعالیــتونو څخه خپل انتقام واخلي. په دغو وختونو کې میلتون ډېر زوړ او د سترګو دید یې هــم لږ شوی وو؛مګر بیا یې هم له لیکلو څخه لاس وا نه خیست.د اروپا ډېرو لـــــــــــــــیکوالانو غوښتل،چې د لرغوني یونان د منظومو داستانونو په باب داستانونه ولیـــــــــــکي،اما هیڅوک په دې کار بریالي نه شول.میلتون او دانــــــــــــته یوازې هغه لیکوالان ول،چې د یونان د منظومو داســـــتانونو په شان اثار یې ولیکل.د میـــلتون د ژوندانه د پای کلونو اثــــــار دا دي.(له لاسه تللی جنت)،(بیا لاس ته راغلی جنت)، (منظوم داســــــــــــتان) ا و د(مبارزسیسان تراژیدي).د میلتون له انده
   په نړۍ کې ټول شیـــــان په زړه پورې دي؛که له یوې خوا نیکي موجوده،نو له بـــلې خوا بدي هم موجوده ده.میلتون د هر ډول بې عدالتۍ څخه کرکه لري.دی د انــــــــــــــــــــسان د شخصـــــیت درناوی کوي.په هر حال میلتون  د زوړوالي په وخت کې پیسه داره وو،هغه د خپلې لور لپاره (۸۰۰) پونډي جهیزی تیاره کړه،چې په هغه وخت کې ډېرې پیــــــــــــسې وې،همــــــداراز هغه خپل زوی ته د ایټالیا د (۱۵) میاشتني سفر لپاره پیســـــــــــــــــــــــــــې ورکړې،چې د(۱۰۰) پونډو په حدود کې وې،میلتون بااخره په مارچ(۱۶۴۹) ز کال یانې په ۳۹ کلنۍ کې  دنده پیدا کړه.د هغه منصـــــــــــــب  دکابنیې الیو کرامول په وزارتخانه کې،چې تقریــــــباً (۳۰۰)پونډه په کال کې حقوق درلـــــــودل مقرر شو. هغه  او هغو کسانو،چې د میلــــــتون ژوند لیک یې لیــــــــــــــــــکلی وو،ویلي دي،چې دولتي خدمتونه یې د ایثار او شخصي فداکاري په حیث وو،مګر هغه یو خه ښــــــــې پیسې هم ترلاسه کولې،ملــــــــــــیتون د(۱۶۵۰) ز کال په وروستۍ لسیزه کې د ســــــــــرمایې اچونې نوښتونه رامنځ ته کړل،کومې پیسې،چې میلتون د خپلې وظیفې څخه لاسته راوړلې هغه به یې ذخیره کولې او (۲۰۰۰) پونډه یې دولت قرض ورکړې وې.
       میلتون خپل دولتي معاش او له شحصي سرماې څخه یې کلنۍ(۱۶۰) پونډه ګـــټه له لاسه ورکړه ،ددې هر څه سره د هغه مالي قدرت کمزوری شوو،میــلتون له(۱۰۰۰)پونډو څخه ډېرې پیسې پټې کړې وې او د خپل کوچني کور کرایه هم اخیــــــــستله په(۱۶۶۶) ز کال  او د (لندن په لویه اوراخیستـــــــــــــــــنه )کې دغه هیواد له منځه ولاړ.ددې سره سره میلتون بیا هم په دې وتوانېد،چې د عــــمر په اخر کې څه ډېر ښه ملکیت او شیان خپلې کورنۍ ته په میراث پریږدي.
مګر که میلتون واقعاً په دې اندازه پیسې درلودې ولې؟یې معنوي حقوق(له لاسه تللی جنت) یې په ۲۰ پونډه په څلورو پنځه پونډي قسطونو خرڅ کړ؟میلتـــــــون نشو کولای، چې د شخصي ثروت نه بغیر خپل اشعار ولیکي.هغه څه،چې ډېر د پاملرنې وړ دی هغه دا دی،چې میلتون پیسه داره نه وو،نه یې شول کولای تر څو دغه ډول موضـــــــــــوعات راونغاړي.میلتون لومړنس بریتانیايي جمهوري خواه شاعر(۳۵۰) کاله مخـــــــکې ګڼل شوی او کله،چې هغه په (۴۴) کلنۍ کې خپل د لیدلو قدرت له لاسه ورک،کلیــــــــــــسا او مسحي روحانیون هغه پيښه وګڼله،چې د جز او  الهي عقوبت هغه کسان،چې د شیخ و شاه په ضد وه.د ادبیاتو په تاریخ کې د میلتون په هکلـــــــــــــــــه راغلي،چې میلــتون د فویډالۍ موضوع څخه،د کلیسا ضد،سلطنتي ضد،دجمــــــــــهوري خواهي بورژوازي انقلاب او د نوي جنبش لپاره یې کار کاوه.
      هغه نه تنها د انګلستان مشهورو شـــــــاعرانو له جملې څخه بلکې د جان لاک څخه د مخه د لیبرالیسم بنسټ ایښـــودونکی وه،هغه نبوغ د دانته او شکسپیر په اندازه دي، میلتون یو جمهوري خوا شــــاعر دی،چې دین دولت او حاکم اخلاق یې تر سوال لاندې راوستل.میلتون نه فناکــــــــــــیدونکي اثار دا دي:(له لاسه تللی جنت،بیا لاسته راغلی جنت) دي.هغه د شکسپیر تر څـــــــــــنګ یو مشهور انګلیسي شاعر دی.د میلتون ادبي توانايي د ړوندوالــــــــــي په وخت کې د هومر سره مقایسه کوي،نن ورځ پوهیږو،چې د هومر څخه علاوه نیچه او مـــــــــیلتون لورخس او جوپس هم په خپل ژوندانه کې ړانده شوي دي میلتون د کتاب ســــوزونه د انسان وژنې سره یو راز ګڼلې ده،هغه دکلونو په اوږدو کې مبارزه،د مطبوعـــــاتو ازادي،دیني اصلاحات،د طلاق ازادي دخلکو حق د حاکم مستبد د دندې د لرې کولو لپاره،دخلکو په ژوند کې د کلیســــــــا او دین دخالت  دفرد د ازادی دژوند او دین په مختلفو برخو کې دتجدد خواهۍ او دمــــــــــــوکراتیک سیاست تعلیم او تربیت مبارزه کړې ده،هغه ډېر کلونه تعقــــــــــــیب شو،یو څه موده پټ شو،خو بیا زندان ته پریوت خو ددې لپاره،چې مشهور شخصیت وو،ژر ازاد شو.
 
اخځلیکونه
 
۱ـ خانلری زهرای فرهنګ وادبیات جهان  تهران د چاپ کال(۱۳۷۵)ل له (۱۳۲۶ ) څخه تر (۱۳۳۰) پورې.
 
۲ـ د ویکي پیدیا انترنیټي سایټ.
 
۳ـ غوربندی میراجان د نړۍ ادبیات چاپ کال ۱۳۸۸ ل.

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1653

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1818

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2341

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6579

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…