د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

چورلی او خطری

b_150_100_16777215_00_images_afghan_child_swiming.jpg

 

 

خطری او چورلی دوه ميکروبونه و چې په يوه ډنډ کې اوسيدل ،يوه ورځ سهار وخته چې له خوبه راپاڅيدل خطري ،چورلي ته مخ ور واړاوه او په خواشينۍ يې  ورته وويل چې له ډيرې لوږې نږدې دی  مړ شي ،چورلی هم چې وږی و وويل چې له ډيرې لوږې يې زړه ورانيږي، نه پوهيږي چې نن ورځ به څنګه تيروي ،دواړه د ډنډ يوې او بلې غاړې ته په ټوپونو شول  ترڅو د خوراک لپاره څه شی پيدا کړي ،خو ددوی هڅو کومه ګټه ونه کړه ،همالته په خوسا اوبو کې سملاستل ،چورلی وايي چې په دې خوسا اوبو کې يې څو ورځې ښه ډير خواړه پيدا کيدل خو اوس هغه خواړه هم خلاص شول ،غرمه شوه ،دواړو ميکروبونو له ډيرې لوږې  خپلې ګيډې په لا سونو کلکې نيولې وې په دې کې يو ناڅاپه ترپ شو او اوبو ته څه شی  وروغورځيدل ،ميکروبونه په خوښيو شول.
امين د لامبلو لپاره اوبو ته ورټوپ کړل ،ملګري يې قدرت او فاروق ورته وويل چې د ډنډ اوبه  چټلي دي پکې ونه لامبي خو امين يې خبره ونه منله ويل يې چې دا اوبه هيڅ تاوان نه لري په دې ټکنده غرمه کې لامبل ډير خوند کوي ،د شاتو د مچۍ غږ شي ميکروبونو ته چيغې وهي چې يوه شيبه صبر وکړي ،ميکروبونه حيرانيږي چې د شاتو مچۍ به څه وايي ،هغه چې وړاندې راځي په عذر ميکروبونو ته وايي چې له امين سره  کار ونه لري ،ميکروبونه حيرانيږي چې د شاتو مچۍ څنګه په  امين زړه سواندې ده د شاتو مچۍ وايي چې څو ورځې مخکې يې وزر ژوبل شوی و په لاره کې پرته وم امين راغی او خپلې ځالې ته ورسولم  له دې سره يې ډيره نيکي کړې ،ميکروبونه په خندا وايي چې د دوی يې  پې څه ،نيکي خو يې له دوی سره نه ده کړي ،خطری وايي چې دوی وږي دي او بله دا هر انسان چې دلته راشي دوی مجبوره دي چې هغه وخوري او ځانونه پې ماړه کي ،د شاتو مچۍ په خواشينۍ وايي چې که ميکروبونه د امين  وجود ته ورننوځي نو امين به  د مرګ تر حده ورسوي ،خو ميکروبونه د شاتو له مچۍ نه مخ اړوي او د امين پوستکي ته ځانونه رسوي  او په خندا وايي چې اوس مو خوندور خواړه پيدا کړه ،دواړه ميکروبونه د امين په پوستکي ځانونه نښلوي او د خوښۍ سندرې وايي ، امين تر څه ځنډ پورې لامبي او بيا له اوبو راوځي ملګري تشويق کوي چې دوی هم لامبو وخوري چې هوا ډيره ګرمه ده خو هغوی يې خبره  نه مني يوه بله لوبه کوي بيا کورونوته ځي.
دوه ورځې تيريږي ،يوه شپه خطری له چورلي نه د حال پوښتنه کوي ،چورلی په خندا وايي چې اوس مو ځانونه  د امين د پوستکي له لارې  وينې ته رسولی او ښه خوشحاله يو ،چورلی د يوې بلې خوښۍ په اړه وايي چې اوس يې ملګري ډير شوي او سات په سات ډيريږي ،ځکه په يواځې ځان دوی نه شي کولی چې ټول وجود کنترول کړي ، يو بل ميکروب چې د امين د ټول وجود د کنترول دنده په غاړه لري  راځي غټو ميکروبونو خطري او چورلي ته وايي چې د دوی ملګرو د  امين په وجود کې ښه فعاليتونه شروع کړي او که همداسې حال وي ښې ډيرې دانې به پې راوخيژوي او  امين به ډير ژر په بستره کې وغورځوي ،خطری د ميکروبونو د تشويق  په اړه وايي چې ټول ميکروبونه راټول کړي او يوه ښه ميله جوړه کړي ،ترڅو يې فعاليتونه نور هم قوي شي ،ميکروبونه راټوليږي د خوښۍ ډولونه اتڼونه  او سندرې  پيليږي او د خوښۍ چيغې وي ،امين له خوبه راپورته کيږي ،په ټول وجود کې يې اور بل وي،سره تبه يې وي ،د ډول غږ اوري خو نه پوهيږي چې دا غږونه به چيرته وي هغه چيغې وهي ،دا شپه تر سهاره په درد تيروي ،سهار چې راپورته کيږي په ټول وجود يې دانې راختلې وي،پلار يې هغه کلينيک ته بيايي د امين وضعه ډيره خرابه وي،ترمعاينې وروسته ډاکتر وايي چې امين په چټلو اوبو کې لامبلي پرون هم څو ناروغ  ماشومان د همدغه کلي نه راغلي و ،امين هم خپله غلطي مني،ډاکټر دوا ورته ليکي پلار يې دوا ورته اخلي او کور ته ځي ،امين لا دوا نه وي خوړلي چې خطری او چورلی له نورو ميکروبونو سره غږيږي او هغوی ته وايي چې د د دوی د له منځه وړلو هلې ځلې روانې دي ځآنونه  ښه تکړه کړې چې څوک ضرر ور ونه  رسوي ،امين دوا خوري يو سات نه وروسته د ميکروبونو مقاومت دقه په دقه کمزوری کيږي شپه خطری او چورلی هم زړه بدي کيږي  او ترسهاره ګنګس وي سهار هغه هم له منځه ځي ،د امين ملګري قدرت او فاروق  د هغه پوښتنې ته راځي ،امين چې وضعه يې يوڅه ښه شوې وي کيسه کوي چې ډاکتر هم ورته وويل چې په چټلو اوبو کې يې لامبلي له همدې امله دانې پې راختلي او په دې حال شوی ، هغه وعده کوي چې نور به هيڅکله هم په ډنډ اوبو کې نه لامبي اونه به هلته لوبې کوي ،ملګري يې هم خوشحاليږي ،څو ورځې وروسته چې امين  ښه کيږي د کلي نورو همزولو ته کيسه کوی او ټول همزولي د ولاړو او چټلو اوبو په ضررونو پوهوي.
 
 
ليکوال : نصرت الله صميم
 
اساسي برخه: د ماشومانو نړۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1082

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1083

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1198

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1698

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5896

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…