د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ماشومان د کدو په ګټو پوه شي.ګټور کدو

b_150_100_16777215_00_images_childeren_kissa.jpg

 

نازيه او سمير له مکتبه راځي ،ډير وږي وي مور ته وايي چې ډوډۍ ورته راوړي ،مور يې ډوډۍ ورته تياروي ،نازيه اوسمير د مکتب بکسې په المارۍ کې ږدي ،مور يې کدو پوخ کړی وي ،خو سمير او نازيه د کدو له خوړلو انکار کوي ،نازيه وايي چې په خوړو کې مې د کدو له رنګ نه بد راځي ،سمير هم د نازيې خبره تاييدوي او وايي چې که  وږی هم وګرځي خو بيا هم کدو نه خوري ،  کدو بيخي په خوراک کې نه حسابوي ،مور يې چې هر څه ورته وايي چې کدو ګټه لري خو هغوی يې نه مني په کور کې بل څه نه وي ،هغوی مور ته وايي چې د تره کره ځي ،د تره کور يې لنډ په کلي کې دی ،مور يې وايي چې هغوی هسې په عذاب نه کړي ټکنده غرمه ده ،خو سمير ټينګار کوي چې د تره زوی نصير ته يې ويلي چې د دوی کره ورځي کتابچه يې ام  ورسره ده هغه به ام ترې راوړي او بله دا چې کيدی شي هغوی به  ښه شی پاخه کړي وي ،دواړه روانيږي مور يې ورته وايي چې ژر دې بيرته راشي ،کله چې هلته رسيږي ،د تره د کور ټول غړي  په دسترخوان ناست وي ،د نازيې وچولی تريو شي ،سمير هم بدبد ګوري ځکه د تره ښځې يې هم کدو پوخ کړی و ،تره د تره ښځې او نصير ډير ورته وويل چې کدو وخوري خو هغوی ويل چې ماړه دي خو په اصل کې يې کدو بد ايسيده ،څه شيبه هلته کيني وږي او سپيره مالوميږي ،سمير له نصير نه کتابچه اخلي او بيرته د کور په خوا روانيږي،دواړه ډير په قار وي له کور سره نږدې يوه ماشوم ويني چې  کاسه يې مخې ته ايښې وي ،ژيړ کالي او ژيړه خولې يې په سر وي دوی ته آواز کوي چې که وږي وي ده سره خوندور خواړه دي ورسره ودې خوري .
دواړه وړاندې ورځي خوکله  چې يې  په کاسه لاس لګيږي ،لاندې يوې کندې ته لويږي ،هلته يولوی هوټل ويني چې ډير ماشومان چې ميندې او پلرونه يې ورسره وي  پکې ناست دي د ټولو مخې ته يوه يوه کاسه ايښې وي ،دغه هلک ورته وايي چې دلته کيني ،دی به يوه کاسه خواړه ورته راوړي ،نازيه اوسمير چې مخکې ويريدلي وي اوس يې ويره په خوښۍ بدليږي ،دواړه د کدو بوی حس کوي خو وايي چې دوی ته  به نور خوندور خواړه راوړي ،څه شيبه نه وي وتلې چې هلک راځي او په کاسه کې يې کدو راوړي وي ،نازيه او سمير ورته وايي چې دوی کدونه خوري ،د کدو بوی لا بد پې لګيږي که خوړلی يې نو په کور کې يې مور تيار ورته پوخ کړی و،کوچنی هلک ډير ورته وايي چې کدو يې بدن ته ډيره ګټه لري خو دوی پخپله خبره کلک ولاړ وي ،هلک کاسه ترې اخلي اوځي ،نازيه اوسمير لږنور وړاندې ځي  ډير خواشيني وي،په دې کې  يوغږ شي چې د کدو له پاچاهۍ راغلی نماينده  غواړي د کدو د ښه والي اوګټو په اړه څه ووايي ،نازيه اوسمير وړاندې ورځې اوهلته غلي کيني ،نازيه وايي چې ډير ساده کس دی کدو به نو څه ګټه ولري ،هغه کس سمير اوليمې ته وايي چې کدو وخوري  بدن ته ګټه لري ،هغوی منفي ځواب ورکوي ،هغه کس وايي چې دی ڼ د کدو پاچا ورغوښتی و او ډير خواشينی و ويل يې چې ځينې ماشومانو باندې ډوی بوی بد لګيږي او هر وخت  په دوی پسې بد وايي ،سمير وايي چې کدو خو د خوراک شی نه دی هيڅ ګټه نه لري ولې به يې ماشومان خوري ،هغه کس چې ژيړ کالي يې اغوستي وي د کدو د ګټو په اړه هغوی ته وايي چې ورته غوږ شي ،سمير او نازيه په يوه فرش کيني اوخبروته يې غوږ ږدي هغه  کس د کدو د ګټو په اړه وايي  چې کدو  کې د ای په نامه ويټامين شته دا  داسې مواد دي  چې د سترګو ديد قوي کوي،او هغه کسان چې کدونه خوري د سترګو ديد  به يې کمزورې وي ،بله دا چې  ،کدو په زياته اندازه پوتاشيم ،کلسيم ،اوسپنه او داسې نور لري چې بدن ته ډيره ګټه لري او د ژمي په موسم کې له موسمي ناروغيو لکه ذکام څخه انسان ساتي  بيا ژر ژر نه ناروغيږي ،سمير او نازيه حيران وي هغه کس ته وايي چې نورې ګټې يې ووايي ،د کدو له پاچاهۍ راليږل شوی کس  زياتوي چې کدو تر يوې اندازې کولی شي د تبې د ښکته کيدوسبب وګرځي،بله دا چې کدو د هډوکو او عضلاتو د قوی کيدو سبب ګرځي ،د هډوکو د درد لپاره هم د کدو خوړل ډيره ګټه لري،د کدو د پاچاهۍ نماينده دا هم وايي چې کدو کې داسې مواد شته چې کله يې څوک وخوري نوبيا تر ډيره وخته نه وږي کيږي ،هغه کسان چې چاغ وي هغوی ته به هم ګټه وکړي،نازيه اوسمير وايي چې دا خو ډيرې ګټې لري دوی هسې کدو نه بد راتلل ،د کدو د پاچاهۍ نماينده وايي چې غوږ شي خبرې يې لا پاتې دي ،دوی غلی ولاړ وي هغه وايي چې بله غټه ګټه يې داده چې د پوستکي له ګونځونه مخنيوی کوي ،کدو کمبخت چې ځينې ماشومان يې له ګټو نه دي خبر داسې مواد په ځان کې لري چې د لمر وړانګو په وړاندې له پوستکي ساتنه کوي ،کدود انسان وجود په څلويښت او پنځوس کلنۍ کې هم ځوان ساتي ،داوبې پنځه په نامه داسې ويټامين لري چې د انسان پوټکی د عمر زياتوالی له نښو څخه ساتي او تر ډير عمر به د انسان پوټکی تر و تازه وي.
نازيه وايي چې دا اوس پوه شوه چې د مور پوستکی يې څنګه ترو تازه ښکاري مور يې  هر وخت   کدو خوري ،له دې سره دوی ويني چې د کور په دروازه کې دي ، دروازه خلاصوي ،مور يې ويني چې دواړه سپيره دی او څه شی يې نه دي خوړلي ،نازيه او سمير مور ته وايي چې ژر کدو ورته راوړي ،مور يې حيرانيږي چې دوی خو کدو نه خوړ ،دوی وايي چې اوس د کدو په ګټو پوه شوي وروسته بيا ټوله کيسه ورته کوي ،مور يې خوشحاليږي او کدو ورته راوړي دوی يې په مزه مزه خوري او د يوې يوې ګټې په اړه مور ته وايي ،مور يې ډيره خوشحاله وي چې بچيان يې د کدو په ګټو پوه شول.
 
                                                                        پای    
ليکوال : نصرت الله صميم 
 
اساسي برخه: د ماشومانو نړۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1445

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1403

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1579

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2095

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6330

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…