د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ماشومانو لوبه د سپښتو ګټل

سپښتی : هغه هډوکی چی د پسه له پښو څخه یی را باسی معمولا د لاندې په وخت کی، دا هډوکی (سپښتی) څلور مخونه لری: آس (قوی)، خر (لږ قوی) چک او پوک.

د لوبی د ګډونوالو شمیر معلوم نه وی، د یوه دایروی خط په د ننه کی دا لوبه تر سره کیږی، د ټولو ګډونوالو سپښتی ګډی د میدان په منځی کی پورته اوچول کیږی او ګوری چی کوم یو یی زورور دی؟، تر ټولو زورور یی اس ورپسی خر بیا پوک او وروسته یی چک وی؛ زورور پدی مانا چی کچیری په میدان یو آس یو خر او یا هر بل وی نو اس به لمړی نوبت کوی (حمله به کوی). کچیری د حملی په نتیجه کی دوه سپښتی ( حمله کونکی او هغه چی ورسره ولګیده یوه وی او که ډیری) یو شان مخ ولری (چک او چک یا خر او خر یا هر بل) نو حمله کونکی هغه بله سپښتی ګټی او له میدانه یی پورته کوی.

کچیری پدی حمله کی کومه سپښتی د دایروی خط نه د باندی ووزی بیا هم حمله کونکی ګتلی ده.

کچیری خپله حمله کونکی سپښتی ووزی نو بیا یی بایلوده او نوبت د هغه چا کیږی چی حمله کونکی سپښتی پری لمړی لګیدلی وی. او همدا حمله کونکی سپښته هم همغه ګتی ده.

کچیری د لوبی په سر کی دوه آس وی نو بیا زورور خر او که بیا دوه خره وی نو بیا تر ټولو زورور پوک دی او په همدی ترتیب؛

ځنی وخت داسی هم کیدای شی چی د ټولو سپښتو د اچولو په وخت کی آس خپل همجنسه (چک) او خر خپل همجنسه (پوک) وخوری، البته دا شرط باید د لوبی په سر کی معلوم شی چی ایا دا ډول خوړل شته او کنه؟

ددی لوبی موسم په وردګو کی د ژمی یخی ورځی دی، چی زیاتره وخت یی هلکان د لمر په پیتوی کی تر سره کوی.

کچیری پدی لوبه باندی ناڅاپه څوک راشی او د (چور) غږ وکړی نو هر شمیر سپښتی یی چی د میدان نه پورته کړی د همغه دی، او که ګډونالو د هغه د (چور) په مقابل کی (پڅ) وویل نو بیا دا حق نلری. البته دا پح ویل به د چور نه مخکی وی.

 

خو یاده دی وی چی هیڅ پلار ددی لیوال ندی چی زوی یی دا شان لوبی تر سره کړی، بلکه هر ماشوم په کراتو کراتو د همدی او یا هم ورته لوبو د تر سره کولو په خاطر ډیره ځله وهل او ټکول کیږی.

پدی هیله چی لدی لوبی سره آشنا شوی وی، او هیله کوم خپلی کلیوالی لوبی دلته له لوستونکو سره شریکی کړی تر څو یی د خوندیتوب حق ادا شوی وی.

 

حلیم

اساسي برخه: د ماشومانو نړۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1654

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1820

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2343

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6582

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…