د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دبدخويه زوی اصلاح

b_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_01childrens-day-friends-695.jpg


 

د ما شومانو روزونکیو او والدینو ته په کار ده چي دماشومانو دخویونو دسمولو لپاره هغه خویونه چي بد ګڼل کېږي وپېژني او دهغو د اصلاح مناسبي لاري چاري وپلټي ، خو دماشومانو داصلاح په لړ کي چي کومي مؤثري تګلاري دي هغه په لنډ ډول په لاندي توریو کي خلاصه کولای شو:

(۱) ښوونه :

دلته یوه مهمه نقطه چي باید یادونه يي وکړو هغه داچي تر هرڅه دمخه مونږ باید خپلو ماشومانو ته اجتماعي آداب ، ټولنېز ارزښتونه او دچاپېریال اصول وروپېژنو ، دا دپلرونو مسئوليت دی چي خپلو ماشومانو ته دا وروښیي چي کوم ښه خویونه دي چي د هرچا خوښېږي او کوم بدخویونه دي چي دهرچا ورڅخه کرکه کېږي ، کوم کارونه دي چي هغوی يي باید وکړي او کوم کارونه باید ونکړي او داد ماشوم په روزنه کي دالف باء حیثیت لري چي پلرونه يي باید خپلو اولادونو ته وروښيي ، ماشومان خدای ورکړي استعدادونه لري چي ښه او بد خویونه دواړه خپلوي او زده کوي يي ، خو هغه شی چي د ماشوم لپاره مهم دی هغه عملي قدوه اونمونه ده چي ماښوم يي پېښې وکړي او خویونه ورڅخه زده کړي .

(۲) قُدوه(عملي نمونه) :

دماشوم شخصیت ته اخلاقي روزنه له دوو عنصرونو څخه لاره مومي یو داچي هغه ته يي په خوله وروښيې او نصیحت ورته وکړې او دا یوه عامه او عادي تګلاره ده، پلرونه کولای شي چي د امرونهی په وسیله دماشوم په ژبه هغه ته په دې لړ کي ښوونه وکړي .

بل عنصر قُدوه (عملي نمونه) ده او دا دماشوم د اصلاح او روزني لپاره د لومړي عنصر په پرتله زیات ارزښت لرونکی او اغېزمن عنصردی، پلرونوته په کار دی چي خپلو ماشومانو ته داسي عملي نمونې وړاندي کړي چي هغوی يي په خپل سلوک او کړو وړو کي پېښې وکړي ، ځکه خو وایو چي عملي نمونې او صالحه قُدوه دماشوم دشخصیت په جوړولو کي اغېزمن عامل ګڼل کېدلای شي او دا د ماشوم دذهني اصلاح اود اخلاقود سمون غوره تګلاره ده .

بل هم دقصو او نکلونو تګلاره ده چي پلرونه او یا مربي ماشومانو ته د نېکانو او صالحو مسلمانو قهرمانانو نکلونه او کارنامې بیان کړي ، داد ماشوم په زړه کي ددې مینه راپاروي چي د همدغو نېکانو تګلاره خپله کړي او دهغوی خویونو ته دخپل شخصیت په جوړښت کي ځای ورکړي .

(۳) وریادول او وېرول :

پلار او یا دماشوم مربي د ماشوم لپاره دهغه ترافیکي څارندوی حیثیت لري کوم چي د موټرونو نقل وحرکت څاري که کله هم یو موټر دټرافیکي اصولو په خلاف تګ وکړي او یاتر خپلي کرښي واوړي او یا په سره اشاره تېرشي هغه يي فوراً توقیف کوي ، په همدې شکل پلار او مربي د ماشوم ټول کړه وړه څاري او چي کله هم له هغي دائرې څخه پُښې دباندي ږدي کومه چي هغوی ورته ټاکلي وي فوراً يي راګرزوي ، او چي کله هم دهغه په خویونو کي انحراف وویني سمدلاسه مداخله کوي چي یا خو يي ورپه زړه کوي او یايي ورباندي ترټي .

ماشوم ته وریادول او هغه ته نصېحت کول اوپه معقول شکل د هغه ترټل دهغه لپاره تضمین شوي نېکمرغي لاس ته راوړي، دا تګلاره دماشوم دشخصیت په جوړښت کي تر وهلو ټکولو زیات اغېزمن وي ، تجربو داښودلي ده چي دڅلورو او پنځو کلونو په عمر کي دماشومانواصلاح دنصېحت په وسېله زیات ممکن وي ، او دنصېحت اغېزې تر وهلو ټکولو او تهدېدولو زیات غوره وي، دمثال په توګه که مونږ ماشوم ته ووایو چي دا خوی ښه نه دی که يي پرېږدې ښه به وي ، ماښوم به يي په ښه زړه ومني او تردې غوره دی چي هغه ووهو او په قومانده او وچ زور يي له هغه کار څخه منع کړو .

(۴) په فکروهلو دماشوم مجبور کول :

کله چي زمونږ ماشوم یوغلط کار وکړي او هغه پداسي عمر کي وي چي هغه دښه او بد تمېز کولای شي هغه ته داسي ووایو چي : ته پخپله سوچ ووهه چي آیا تا داښه کار کړی دی او که بد؟ پدې شکل دهغه په مازغو کي دغلطي حجم زیاتېږي او پخپل داخلي قناعت سره ددې درک کوي چي هغه رېښتیا هم غلط کار کړی دی، ماشوم له ۷ کلونو څخه نېولی بیا تر ۱۳ کلونو پوري دخپلو کړو وړو په هکله زیات فکر وهي ، په همدې شکل چي مونږ هغه ته دسوچ وهلو فرصت ورکړو اوقضاوت ورته وسپارو ماشوم دخپل تفکر په نتېجه کي خپل ځان په خپل کوګل کي ترټي ، ناوړه سلوک پرېږدي او دهغه سرچپه تګلاره چي ښه خویونه دي خپلوي .

دمثال په توګه که زمونږ ماشوم دروغ وايي هغه ته ددروغو دګناه حجم او دهغه ضررونه او منفي اړخونه وښیو او داچي دروغ څومره دانسانانو دځورولو عوامل برابروي او ماشوم پرېږدو چي هغه پخپله په دې هکله ژور فکر ووهي او خپل ذهني صلاحیت په کار واچوي او بیا ورڅخه وپوښتو چي آیا ددې هرڅه سره سره دروغ وویل ښه کار دی؟ هغه حتماً دا محسوس کوي او دذهني قناعت له مخي درته وايي چي نه، دروغ ویل په دې سربېره چي شرعي ګناه ده له انساني پلوه هم ښه کار نه دی ، هغه دهمدې داخلي قناعت په نتېجه کي پخپله هم بیا کله دروغ نه وايي .

(۵) دهغو عواملو لېري کول چي ماشوم داخلاقي فساد په لور بیايي

دماشوم داخلاقي اصلاح لپاره یو بل مهم عنصر دهغو لارو بندول او دهغو عواملو ختمول دی کوم چي يي دماشوم د اخلاقو په ورانولو کي رول لوبولی دی، دمثال په توګه له داسي ځایونو او ملګریو سره دهغه اړیکي ختمول ضروري دي کوم چي هلته د اخلاقي فساد شُبهه وي ، په عین وخت کي دماشوم تګ او راتګ ترڅارني لاندي ونیول شي ، که دغه تګلاري د ماشوم په اصلاح کي اغېزمني نشي بیا وروستۍ اغېزمنه تګلاره دچاپېریال بدلول او له همدغه سیمي څخه کډه کول دی .

اصلي خبره داده چي مونږ بایدخپل ماشوم له داسي چاپېریال څخه لېري وساتو کوم چي د هغه په سلوک باندي منفي او ناوړه اغېزې پرې باسي او چي پلار په دې پوه شي چي دهغه هڅي اغېزمني نه دي نو بیا دهمدغه سیمي پرېښودل او بلي سیمي ته کډه کول د ستونځي یو بریالی حل دی ، ځکه چي ککړ چاپېریال او فاسد ماحول دهستوګني لپاره مناسب نه وي او نه خو مونږ د استطاعت په بڼه کي باید داسي ځای دخپلو ماشومانو دهستوګني لپاره انتخاب کړو چېرته چي شرعي موازین ترپُښو لاندي کېږي او چېرته چي ګناه جُرم نه ګڼل کېږي

ځکه خو ځیني دسلف صالحینو فرمايي :

لا ينبغي للمؤمن أن يجلس مجلساً يُعصى الله فيه ولا يقدر على تغييره

مؤمن ته نه ښايي چي پداسي ځای کي ناسته غوره کړي چېرته چي د الله تعالی نافرماني کېږي او دی يي دمنع کولو توان ونلري .

یوشاعر وايي :

وإذا الديار تنكرت عن حالها فدع المقام وأسرع التحويلا

ليس المقام عليك فرضا واجبا في موطن يذر العزيز ذليلا

چي كله ستادكلي او ياوطن حالات خراب او بدل شي او ګوزاره د مشكل او تنګه شي دغه ځای پرېږده او بل ځای ته فوراً نقل شه دا خو در باندي فرض ياواجب نه دی چي ضرور به په داسي ځای كي پروت یي اويا به اوسېږي چي هلته د عزت خاوند سپك کېږي.

(۶) دنېکانو مؤمنانو ملګرتیا:

دبداخلاقه اولاد داصلاح لپاره بله مهمه وسیله دنېکانو مؤمنانو په ملګرتیا او دهغوی په مجالسو کي په ګډ‌ون کولو د خپلو اولادونو مجبورول دی ترڅو په عملي شکل له هغوی څخه ښه خویونه او آداب زده کړي ، او دا یوه طبیعي خبره او ثابت شوی حقیقت دی چي دنېکانو او صالحینو په ملګرتیا او دمشرانوپه مجالسو انسان نېکمرغه کېږي او خویونه يي سمېږي .

همدا راز مونږ ته په کار ده دخپلو ماشومانو او اولادونو لپاره دداسي ماشومانو او ځوانانو تلاش وکړو چي هغوی نېکان او دښو خویونو لرونکي وي خواه که هغوی زمونږ په ګاونډیانو کي وي او که بل چېرته وي او د ماشوم داصلاح په مورد کي دملګرتیا دعنصر اغېزمنتوب له پام څخه ونه غورځوو، همدا راز دماشوم دشخصیت په جوړښت کي دملګري نفوذ دهغه دمور او پلار تر نفو‍ زیات دی .

قال الإمام الشافعي رحمه الله عاشر كرام الناس تعش كريما ولا تعاشر اللئام فتنسب الى اللؤم (تهذيب الاسماء)

امام شافعي (رح) فرمايي له اصیلو سره ګرزه اصیل به شې او له کم اصلو سره مه ګرزه خلګ به د کم اصل بولي .

په موجوده وخت کي چېرته چي والدین اوسېږي که هلته دپېژندل شویو اسلامي تنظیمونو دشاګردانو اتحادیې وي خپل ماشومان باید له هغوی سره منسلک کړي ترڅو هغه په فارغ وخت کي دهمدغه اسلامي اتحادیو په فعالیتونو کي شریک شي داکه له یوې خوا دهغه دوخت خلاء ډکوي خو له بله پلوه دهغه ذهني او اخلاقي روزنه هم پکي کېږي .

د اوږدو رخصتیو په وخت زمونږ کوم زامن چي ځوانان وي هغوی له دعوتي ګروپونو او تبلیغي وروڼو سره ملګري کړو ترڅو اسلامي شعایر يي په عملي ژوندکي راسخ مقام ونیسي او نبوي سنتونه يي په عملي کړو وړو کي راژوندي شي .

یا داچي دهغوی دوخت خلاء په ګټورو کارونو ، پوهنېزو کورسونو، او داسي نورو مفیدو شیانو ډکه کړو چي هغوی ته دژوند په پېچومو او تعلیمي ډګرونو کي مثبتي پایلي ورکړي .

دماشوم داخلاقو او خویونو داصلاح لپاره نوري لاري چاري هم شته خو مونږ په لنډ ډول ځیني عوامل ورڅخه ذکر کړل ، خو په عامه توګه مونږ ته په کار ده چي دخپلو ماشومانو په خټه کي دښو اخلاقو زړي په مینه او محبت او نصېحت او عاطفې سره وکرو، مونږ باید په ډېر تهدېد او تل ترټني سره هغوی ددل شکني په رنځ اخته نکړو.

همدا راز مونږ چي کله هغوی ته وعظ کوو باید دهغوی له شرمندګي او حیاء څخه مثبته ګټه واخلو، او خپلو اولادونو ته د سالم تفکر فرصت ورکړو ، مونږ باید دهغوی په روزنه کي دهغوی جسماني ترکیب، عمر، او ذهني حالت په پام کي ونیسو او تل له الله تعالی څخه دهغوی د صالح ګرزولو او روغ تربیت اخېستلو او هدایت دعا وغواړو هغه د زړونو مالک، په هرڅه برلاسی او دهرڅه واک لرونکی دی او بنده دهغه بې خوښي هېڅ نشي کولای

اساسي برخه: د ماشومانو نړۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…