د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ګيدړه او بڼ

Multithumb found errors on this page:

There was a problem loading image 'http://www.amanarda.nl/vos2308.jpg'
There was a problem loading image 'http://www.amanarda.nl/vos2308.jpg'

يوه  ګيدړه  چي  ډيري  لوږي  وار خطا کړې وه، د يوه بڼ په لور چي له راز راز مېوو څخه ډک  وو، راغله او قصد يې وکړ  چي بڼ ته ننوزي  او هلته  څه مېوه و خوري. د بڼ ور تړلئ وو او بڼ ته د ننوتلو هيڅ لاره نه وه. نو د بڼ  پر ديوال شاو خوا را وګرزېده تر څو د ننوتلو لاره پيدا کړي. په پای کښي د باغ د مورۍ څخه ور ننوله او هلته يې دومره مېوه وخوړه او اوبه يې هم وچښلې چي نس يې و پړسېد.

       کوم وخت يې چي وغوښتل له بڼ څخه بيرته ووزي، نو هغې مورۍ ته ورغله. خو له دې کبله چي نس يې پړسېدلئ وو، په  مورۍ کي بنده پاتي شوه، ګيدړه ددې پيښي په نسبت ډېره خواشينې سوه او فکر يې وکړ چي کومه چاره وسنجوي. په پای کښي يې له ځان سره فيصله وکړهچي په مورۍ کښي پاته شي تر څو بيرته وږې شي او د نس پاړسوب يې کښيني.

        څو ګړۍ وروسته يې دنس پاړسوب کښېنوست او له بڼ څخه ووتله. د روانېدو په وخت کښي يې مخ د بڼ پر لور راواړاوه او داسي يې وويل: 

        ( ای ښکلې بڼه، ته ډېر ښايسته يې، مېوې دي خوږې، اوبه دي سړې او خوندوري دي. خو ما ته دي هيڅ ګټه و نه رسېدله، ځکه د ننوتلو په وخت کي هم وږې وم او اوس هم در څخه وږې ځم.)

vos2308.jpg

اساسي برخه: د ماشومانو نړۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…