د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د ماشومانو د روزنې په اړه څو سپارښتنې

alt
 
دي کې شک نشته چې هر مور او پلار غواړې ماشوم يې په ادب اوسې، خو ځينې
 
ديته کار کوي او ځينې نور بيا پدي فکر کې دومره نه وي، چې دا دوه علته
لري لمړي علت: هغه مور او پلار چې د ماشوم د تربيې په کيسه کې نه وي او
توجه ورته نه کوي هغوي ته د ماشوم تربيه دومره مهم او اساسې کار نه
ښکاري. دوهم : هغه مور او پلار دي چې د ماشوم تربيې ته د دي لپاره توجه
نکوي، چې هغوي پدي اند دي چې تربيه او هدايت د خداي له لوري دي موږ پکې
نقش نشو لرلي، که خداي وغواړي ښه سړي به تر جوړوي او که بد وغواړي بد تر
جوړوي، د داسي مور او پلار لوي دليل د نوح عليه السلام ځوى دى، دوي وايې
چې که ماشوم په تربيه و نو د هغه عليه السلام ځوي ولي بې لاري و، هغه خو
پيغمبر و، ځکه دا د خداي کارونه دي، هر ډول چې يې وغواړي هماغه شان يې
روزي.
سمه ده چې تربيه او هدايت د خداى جل جلاله په لاس کې ده، خو موږ به تر
خپلي وسې کوښښ کوو، نوح عليه السلام خپل کوښښ کاوه، هغه دا نه ويل چې قوم
او ځوى مې نه اصلاح کيږي، هغه به شپه او ورځ دعوت کاوه لکه څرنګه چې الله
تعالى په قران کريم کې فرمايې: قَالَ رَبِّ إِنِّي دَعَوْتُ قَوْمِي
لَيْلًا وَنَهَارًا ﴿۵﴾
ژباړه: وويل (نوح) اي ربه زما، ما خپل قوم شپه او ورځ دعوت کړ.
بيا هم هغه صبر کاوه او خپل دعوت يې مخ پر وړاندې بيوه، هغه ونه ويل چې
خدايه که ته هرڅه کولې شې که غواړي اصلاح کوي يې او که وغواړي ګمراه کوي
يې مګر هغه خپله هڅه کوله.
د هغه چا په حال افسوس دي چې د ماشوم روزنه او تربيه ورته مهمه نه ښکارې
ځکه خو يې په کيسه کې هم نه وي، داسې خلکو دا هيره کړي چې د ماشوم روزوه
د ټولنې روزنه ده، ځکه چې که د پخوانيو علماءو ژوند کې يو نظر واچوو،
کثره د دهغوي په ماشومتوب کې ښه روزل شوي و، که چيرته ماشوم په سالم او
سم ډول وروزل شې ټولنه سمه روزل کيږي او کنه دا د ټولنې د ورانې سبب
کيږي، هغه مور او پلار چې د ماشوم تربيې ته توجه نکوي بايد پدي ځان
وپوهوي چې د دوي عدم التزام دې موضوع ته نه يواځي ټولنې ته مګر دوي ته هم
ضرر رسوي، کوم اولاد چې بې لاري شې هغه بيا په مور او پلار هم سرپه نه
کوي حتى په خپل مور او پلار هم لاس اوچتوي، دا خبري هسې تشې خبري ندي دا
هر څه حقيقت لري، په ډيرو خلکو دا هرڅه تير شوي، خو په هغه وخت کې بيا
افسوس ګټه نلري.
که چيري د آينې بلې لورته هم توجه وکړو ډير داسې مور او پلار شته چې د
اولاد روزنه ورته تر هرڅه مخکې او مهمه ښکاري، داسې مورګانو او پلرونو د
ماشوم د روزنې اهميت پيژندلى ځکه خو ورته ډيره پاملرنه هم کوي.
دا چې زموږ ټولنه اکثريت سواد نلري او که لري يې هم داسې ډير لږ دي چې د
لوړو زده کړو ته يې لاس رسې موندلى وي. نو ما د ماشوم د روزنې په اړه
ځينې ټکې د ځنو پوهانو او تجربه لرونکو له ويب پاڼو، ويناګانو او کتابونو
څخه راټول کړي چې په لاندي ډول دي:
ماشوم ته د ښې مور ټاکل:
امام غزالي د ماشوم د تربيې په اړه وايې چې د ماشوم تربيه د ماشوم د مور
له انتخاب څخه وروسته پيل کيږي، که د ماشوم مور ښه او صالحه ښځه وه،
ماشوم به هم صالح وي او که مور يې بد کاره وه بيا مشکله ده چې ماشوم ښه
وروځل شي.
پدي اړه د امام ابوحنيفه کيسه ډيره پرځاي ده. د امام ابو حنيفه پلار لا
واده نه و کړي، په سفر باندي روان و، يو باغ ته ورسيد، هلته يې يوه مڼه
وليده چې په ونه کې زنګيده، هغه مڼه راوشکوله او په خوړو يې پيل وکړ، هغه
چې کله د مڼې خوړل پيل کړل، داسې يې حس کړه چې حرام خوري، له ځانه سره يې
وويل: راځه د باغ له مالک څخه به بښنه وغواړم. هغه چې کله د باغ مالک ته
ورغې او ورته يې وويل : ما ستاسو له باغ څخه مڼه خوړلي ما وبښه. د باغ
څښتن ورته وويل: زه دې بښم خو په يوه شرط، چې زما ګونګه، کڼه، او ړندي
لور سره به واده کوي، هغه ډير تقوى لرله له مجبورۍ څخه يې وويل: هو واده
به يې کړم. کله چې يې ورسره واده وکړ او په اول ځل دى خپلې کوټې ته ننوت
ويې ويل: السلام عليکم، ده دا توقع نه کوله چې د هغې له لورې به د سلام
ځواب راشې، خو هغې وويل: وعليکم السلام. ګوري چې يوه ښايسته نجلۍ ناسته
ده. ده ترينه پوښتنه وکړه: ستا پلار خو ويل چې ته ګونګه، کڼه او ړنده يې
اوس خو چې زه دي وينم جوړه تياره يې دا څنګه؟ دي وويل: هو زه ګڼه يم ځکه
چې غيبت مې ندى کړى، ړنده يم ځګه چې نامحرم مې ندى ليدلى او ګونګه يم ځکه
چې له نامحرم سره مې خبري ندي کړي. له داسې مور او پلار څخه امام
ابوحنيفه زيږيدلې!
د ماشوم د نوم ټاکل:
ماشوم ته ښه نوم ټاکل د ماشوم حق دي او دا د ماشوم په روزنه کې اساسې رول لوبوي.
زموږ په ټولنو کې د ماشوم نوم ايښودنه هم يو له مشکلاتو څخه دي، ځکه ځنې
مور او پلار په ماشوم داسې يو نوم ږدي چې کله ماشوم لوي شې بيا پري
شرميږي. دا يو جدي مشکل دي ځکه په داسې حالت کې د ماشوم د نوم اوريدو سره
د نورو په منځ کې د حقارت احساس کوي، جرئت يې لمنځه ځي او نشي کولي په
خپل ژوند کې پرمختګ وکړي، د دي لپاره د ماشوم مور او پلار بايد د ماشوم
نوم ته ډيره پاملرنه وکړي.
د ډوډي خوړلو آداب:
ماشوم ته بايد د ډوډي خوړلو آداب هم ورزده کړل شې، ځکه دا هم د ماشوم په
روزنه کې مهم نقش لوبوي.
د ماشوم ډ ډوډۍ خوړلو آداب عينا د مشرانو د آدابو پڅير دي، يواځي په
ماشوم کې ځنې نور واړه او ستثنائي سپارښتنې هم دي مثلا، چپ کيناستل، نه
ښوريدل، له غږونو څخه ځان ساتل او داسې نور مسائل، خو هغه اساسې آداب يې
دادي:
١ – مخکې تردي چې ډوډۍ خوړل پيل کړو، بايد لاسونه او مخ پاک و وينځو.
٢ – وروسته له دې چې لاسونه مو پاک و وينځل بيا لومړى بايد (بسم الله)
ووايو او له دې وروسته په خوراک يا څښاک شروع وکړو او که بسم الله راڅخه
هيره شوه بيا به (بسم الله اوله و آخره) وايو.
٣ – کله چې ډوډۍ راته کيښودل شي، که هرڅه وي بايد ويې وخرو، دا بايد ونه
وايو چې نه مې خوښيږي، ځکه د انسان جسم هرډول خوراک ته اړتيا لري، که مو
نه شو خوړلاى کبر بايد ونه کړو او ونه وايو چې دا هسې بې خونده دي، که مو
زړه ورته وشو وبه يې خورو او کنه نه.
٤ – کله چې ډوډۍ خوړو ته کينو، بايد په ادب او اعتدال کينو، په ملاسته او
ولاړه باندې خوراک کول ښه نه دي.
٥ – ډوډۍ بايد په ارامۍ او اعتدال سره وخورو، په ډوډۍ خوړلو کې تيزي او
ورو خوړل ښه نه دي.
٦ – د کاسې په منځ کي لاس وهل ښه نه دي او نه هم د نورو له مخې ډوډۍ
خوړل، ډوډۍ بايد د خپلې مخې څخه وخرو.
٧ – له خپل مور او پلار څخه يا کوم بل مشر څخه مخکې بايد د هغوي د احترام
له پاره په ډوډۍ خوړلو شروع ونه کړو.
٨ – خوراک او څښاک په کيڼ لاس مه کوه، ځکه په کيڼ لاس شيطان خوراک کوي.
٩ – ډيره ډوډۍ مه خوره، ځکه ډير خوراک کول انسان ته ډير مرضونه پيدا کوي.
١٠ – د ډوډۍ خوړلو پر مهال نور مه په تنګوه، مثلا: لوبې مه کوه، ډوډۍ مه تو کوه.
١١ - ځينو ماشومانو کې دا عادت وي چې جدا خوراک کول يې خوښيږي، چې دا کار
د سنتو مخالف دى، موږ بايد له نورو سره يوځاي کينو ځکه يوځاى کيناستو کې
برکت وي.
١٢ – کله چې دې ډوډۍ خوړل بس کړل بيا دا دعا ووايه: الحمد لله الذي
أطعمني هذا ورزقنيه من غير حول مني ولا قوة.
١٣ – هغه څوک چې ډوډۍ يې تياره کړې وي، هم بايد ورته دعا وشي. د ډوډۍ د
تياروونکي لپاره دعا دا ده: " اللهم بارك لهم فيما رزقتهم ، وأغفر لهم
وأرحمهم ".
١٤ – کله چې مو ډوۍ خوړل بس کړه، بيا به هم لکه څرنګه چې مو د ډوډۍ
پيلولو پرمهال لاسونه او خوله وينځلې وه، خوله او لاسونه وينځۍ.
د روغبړ آداب:
ماشومانو ته د مشرانو سره د روغبړ آداب هم بايد وروښودل شې، له مشرانو
سره په روغبړ کې اساسې شې مشرانو ته احترام کول او هغوي سره په ټيټ غږ
روغبړ کول دي.
کتاب سره د ماشوم اړيکې ساتل:
له ماشومتوب څخه که څوک په مطالعه عادت وي په ځوانۍ کې يې دا حس مخ په
وړاندي ځې او مطالعه کول ماشوم يو کتابې شخصيت جوړوي.
که ممکنه وي د ماشوم مشران يو له اخبارونو يا مجلو سره اشتراک وکړي او له
دي لاري ماشوم په دي عادت کړي چې ورځنې اخبار ولولي او د اخبار د منځ
نوري ليکنې هم ولولي ترڅو ماشوم دومداره مطالعه وکړي او مطالعې سره يې
مينه پيدا شې. داسې ډير نور کتابونه هم شته چې د ماشوم ذهن سره ليکنې او
فکري کيسې لري. کله چې ماشوم د تقديې وړ کار کوي د مور او پلار له لوري
بايد په يو ښکلې کتاب ونازول شې، پدي کې دوه ګټې نغښتې دي يو خو ماشوم ته
د لوستو يوه لاره ده او بل د ماشوم په ذهن کې کتاب هم د يو درانه او
محترم شى په حيث پيژندل کيږي.
د علما‌‌ءو په مجالسو کې ناسته:
له مشرانو او علماءو سره د ماشوم ناسته پر ماشوم لويه اغيزه لري او له لا
ابالي څخه ساتل کېږي، او د علماءو په قدر پوهيږي. د ډيري علماءو په ژوند
کې که چيرته يو نظر واچوو هغوي به په يوه داسې ټولنه کې لوي شوي وي چې
هلته دي علما‌ء ډير وي او دا عالم له خپل پلار او يا کوم بل مشر سره د
هغوي مجالسو ته ننوتى او هلته ناست دي.
لوبو ته وخت برابرول:
هر انسان تفريح ته اړتيا لري، مشران کولي شې لږه تفريح وکړي او ډير کار
وکړي، خو ماشومان داسې ندي، هغوى به تفريح ډيره کوي او مطالعه او ورته
کارونه لږ کولې شې که له هغوي سره داسې رفتار ونشې د هغوي د تربيه به هم
ورسره ونشې ځکه له ماشوم سره به داسي رفتار کوي لکه له يوه ګل سره چې يې
کوي، ګل که ډيرې تودي هوا ته يوړل شې خرابيږي او همدارنګه کې ډيري يخې
هوا ته هم يوړل شې خرابيږي.
په لوبو کولو کې مهمه خبره دا ده چې د ماشوم نظافت پکې خراب نشې لکه له
خاورو سره لوبې ونشې او داسې نور او همدارنګه داسې لوبې بايد ونکړي چې د
ماشوم جسم او صحت ته ضرر ورسې لکه غيږي نيول او داسې نور کارونه چې د
ماشوم لاس او پښه پکې ماتيږي.
تبسم:
د انسان په ژوند کې تبسم ډير مهم دي، د تبسم په اړه رسول الله صلى الله
عليه وسلم فرمايې: "تبسمك في وجه أخيك صدقة " صدق رسول الله صلى الله
عليه وسلم .
ژباړه: ستا تبسم د مسلمان ورو په مقابل کې صدقه ده.
تبسم لځانه سره ډيرې ښاسته معناوي لري، مثلا د تبسم له معانيو څخه :
مينه، منل، له يو څه شې څخه تيريدل، له نورو څخه د نفرت نه کول، نورو ته
ښه راغلاست ويل، همدارنګه له تعصب څخه ليري والي او داسي نوري لوړي
معناوي لځانه سره لري.
د امريکايې (برياليتوب) د مجلي څيړنې د ماشوم په ژوند کې د تبسم د اغيزي
په اړه وايې: ماشومان د ورځې ٤٠٠ ځلي خاندې پداسي حال کې چې مشران د ورځې
١٤ ځلي خاندي! ديته توجه وکړي چې څومره فرق لري؟؟؟؟!!!
د ماشوم په وړاندې تبسم ډير مهم دي ځکه ماشوم ته بايد تريو تندي ونه ښودل
شې، ددي لپاره چې تر پنځه کلنې پوري ماشومان د پلار او مور خولي ته ګوري
څه چې دوي کوي همداسي هغوي هم غواړي وکړي او دا د ماشوم لمړي روزنه ده دا
بايد په سمه طريقه وشې. دکتور ابراهيم الفقي د برياليتوب په کتاب کې تبسم
د برياليتوب په لمړيو عواملو کې راوستې.
د ماشوم له وهلو څخه په جدي ډول ځان ژغورنه:
که چيرته ماشوم په مخ وهۍ دا خو په اسلام کې ناروا دي رسول الله صلي الله
عليه وسلم په يوه حديث کې چې صحيحينو کې ذکر شوي په مخ باندي وهل منع
کړي.
دا خبره د مکاتبو استادانو ته ډيره مهمه ده، که چيرته ماشوم ووهل شي له
کتاب، مکتب او درس څخه يې زړه توريږي، زړه يې نه غواړي مکتب ته ولاړ شې.
همدا ده چې ماشوم له مکتب څخه ځان پټوي او له دي څخه نور لوي مشکلات
جوړيږي او دا د ماشوم د بې لاري لمړي مرحله ده چې له همدي ځايه ماشوم په
غلا، غير اخلاقي لارو تلل، مواد مخدر او داسې نورو منحرفو لارو ځې.
په وهلو کې بله مهمه خبره دا ده چې ماشوم خپل استعداد للاسه ورکوي او
پرځان اعتماد نشې کوي ولو که ډيره وړه خبره هم وي دى به ورته زړه نشې ښه
کولي، ځان ورته حقير ښکاري، ځکه خو د ماشوم وهل دا يو لوي جرم دي.
د وهلو بله بده اغيزه دا ده چې ماشوم خپل د حسې درک قدرت للاسه ورکوي،
پدي وخت کې ماشوم خپل فکر څه شې ته نشې نيوي، په ډيره ساده خبره بۀ نه
پوهيږي.
 
 
اساسي برخه: د ماشومانو نړۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1445

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1402

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1578

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2094

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6329

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…