د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

جمال له طوطي سره

 ماشومانو ته ليکنې : جمال له طوطي سرهb_150_100_16777215_00_images_stories_khostsite_1chil.jpg

 ژباړن: زاهد جلالي
 
 
جمال له کورني مرغه سره ډیر شوق لاره، ځکه خو هرکله یې غوښتل لځانه سره یو مرغه په کور کې وساتي.
یوه ورځ خپل پلار وینې چې قفس ورسره دي او یو ښایسته  طوطې یې منځ کې د، د جمال هیڅ باور نه کیده چې پلار به یې داسې کار وکړي. جمال په دې ورځ ډیر خوښ و. سبا سهاو وخته طوطی ته ورغى، او له طوطی سره یې اوږدې خبرې پیل کړې.
جمال طوطې ته وویل: السلام علیکم زما ګرانه طوطي، زه غواړم تاته خوندور او مزه دار خوراک درکړم، ددې لپاره ته باید د ځان په اړه راته څه ووايې!، لمړى دا راته ووایه چې د خوړلو لپاره دې څه شى ډیر خوښ دي؟
طوطې وویل: زما په زړه پورې خوراک دانه ده.
جمال پوښتنه وکړه: دا څنګه خورې؟
طوطي ځواب ورکړ: زه خپله غذا په دواړو ژامو پورته کوم، او د سندویچ په څیر یې خورم، زه پدې کې ډیر ماهر یم چې څنګه خپله دانه پورته کړم ، په ژبه یې دوه نیمه کړم او بیا یې تیر کړم، زه په دغه لار ځان له لوږې خلاصوم.
 دا په حقیقت کې پر موږ د خدای لوی رحم دى.بیا اجمل پوښتنه وکړه: زه ستاسو په اړه ډیر حیران یم. تاسو په خپلو وزرو کې دا ښایسته او په زړه پورې رنګونه له کومه کړي؟
طوطې وویل: د نورور طوطیانو په څیر، خدای پاک زموږ وزرونه داسې  کړي او کله چې یو وزر وغورځي د هغه پر ځاې بل راوځې ، په ډیر لږ وخت کې را لوییږې او خپل رنګونه بیا ترلاسه کوې او د مخکینې وزر ځاې نیسې. چې دا د الله تعالی د الوهیت بل ښه او لوې ثبوت دي.
جمال وویل: ډیر ښه، کوم غږونه چې ته یې اورې تقلید یې کولې شې او پرې پوهیږې او کنه؟
طوطې وویل: کوم غږونه چې زه اورم تقلید یې هم کولې شم خو پرې پوهیږم نه، دا هم د خدای غوښتنه ده چې داسې وشي.
جمال وویل: کله چې تاته ګورم د خدای خلقت ته نور هم حیرانیږم. په هرحال ستا هرڅه په زړه پورې دي، یوځل بیا ښه راغلاست زما ښکليه طوطي.
طوطي وویل: کله چې موږ په کایناتو کې داسې حیرانوونکي خلقتونه ووینو باید د خدای جل جلاله لویې را په یاد کړو او د هغه شکر هیڅ کله هم هیر نکړو
 

 

اساسي برخه: د ماشومانو نړۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1445

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1402

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1578

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2094

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6329

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…