د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

په زړه پورې کيسه

څوک چې په الله جل جلاله توکل وکړي، الله پاک یې هم مرسته کوي او ناممکن کار ورته ممکن کوي. دغې کیسې ته توجه وکړﺉ چې څنګه سړی په الله جل جلاله توکل کوي او څنګه یی الله پاک مرسته کوي :1012.jpg

 

 

ماشومانوته
_________________________________-
په زړه پورې کيسه
 
ګلونو ماشومانو!
څوک چې په الله جل جلاله توکل وکړي، الله پاک یې هم مرسته کوي او ناممکن کار ورته ممکن کوي. دغې کیسې ته توجه وکړﺉ چې څنګه سړی په الله جل جلاله توکل کوي او څنګه یی الله پاک مرسته کوي :
پخوانیو زمانو کې، یو غریب سړی چی کار او بار او تجارت یې نه لاره؛ ویې غوښتل چې له خپل ملګري څخه زر دیناره قرض کړي او تجارت پیل کړي ترڅو ژوند یی ښه شي.
غریب سړی خپل ملګري ته ورغی او ورته یې وویل: که د قرض لپاره یو زر دیناره راکړې کار پرې کوم انشاء الله یوه میاشت وروسته به دې پیسې درکړم.
ملګری یې ورته وویل: ماته یو کس ضامن راکړه.
غریب سړي ورته وویل: الله درته ضامن کوم.
د غریب سړي ملګری پرې راضي شو او زر دیناره یې ورکړل او ورته یې وویل سمه ده الله کافي دي.
غریب سړی په خپل تجارت پسې ووت، په کښتۍ کې سور شو او کار پسې ولاړ؛ څه یې واخستل او څه یی وپلورل، بالاخره د یوه میاشت تیره شوه،
غریب سړی د بحر ساحل ته ولاړ ترڅو کومه کښتۍ کې کینې او خپل ملګري ته د قرض د ورکولو لپاره ورشي.
غریب سړي په ساحل کې د کښتۍ د راتلو ډیر انتظار وکړ؛ څو شپې یې د بحر ترڅنګ وکړی، خو کښتۍ بیا هم رانغله. غریب سړی ډیر خفه شو ځکه هغه ویریده چې وعده خلافي ونشي. بالاخره د غریب سړي مخې ته د لرګي یوه ټوټه ورغله، هغه فکر وکړ چې تاخو هغه سړي ته الله جل جلاله په ضمانت کې ورکړى وو. نو راځه پدې کې له الله څخه مرسته وغواړه؛ نو لرګی یی راپورته کړ او په منځ کې یې دوه ځایه کړ او زر دیناره قرض یی پکی کیښود او یو لیک یې ولیکه چی اى الله ته یې هغه سړي ته ورسوې، ما خو خپله هڅه وکړه چی کښتۍ رانغله دا خو زما ګناه نه ده او لرګی یې په بحر کی وغور ځاوه او ویې ویل: اى الله ته یې هغه ته ورسوه.
په همدی وخت کی د غریب سړي ملګري انتظار ویست ځکه هغه ته یی ملګری ویلي وو چې یوه میاشت وروسته به دې قرض دروړم. هغه هم د بحر په ساحل کې ولاړ و ناڅاپه يې یوه لرګي ته پام شو، له ځانه سره یې وویل: راځه دا لرګی به له ځانه سره واخلم په کور کې به یې وسوځوو. هغه لرګی يې راپورته کړ ، کله چی مطمئن شو چې ملګری یې نه راځي د کور خواته روان شو. کور کی چی يې لرګي د سوځولو لپاره مات کړ ګوري چی د لرګي په منځ کې پیسی ایښی او ورسره یو لیک هم و چې پکې یې لیکلي و: اى الله ته یې هغه ته ورسوی ، ما خو خپله هڅه وکړه چې کښتۍ رانغله دا خو زما ګناه نه ده.
هغه چې دا لیک ولید وپوهیده چې هغه کښتۍ نده موندلی ځکه یی لرګي کې پیسی ایښي دی.
غریب سړی خو لیک واچاوه بیاهم زړه ورته ویلی دا پیسې به زه هغه ته وړم. هغه بیا ساحل ته راغی او د کښتۍ د موندلو وروسته ځان د ملګری کورته ورساوه. کله چې کورته ورسید هغه ته یې وویل چې پیسی دی واخله؛ هغه ته خو مخکې پیسې ور رسیدلې وې نو ویې خندل او ورته یې کیسه وکړه.
ګلونو ماشومانو!
لدې کیسې نه مو دا زده کړل چې هرڅوک باید خپل بې وسه ورور، ملګرو او خپلوانو سره مرسته وکړي، قرض ورته ورکړي او نور هر ډول مرسته ورسره وکړي، ځکه ددی اجر الله جل جلاله انسان ته ورکوي یا په دنیا کې او یاهم په آخرت کې او بل مو دا ترینه زده کړل چې که څوک هرکار کوي باید په الله جل جلاله توکل وکړي او له الله جل جلاله څخه مرسته وغواړي کله چې څوک دا کار وکړي الله جل جلاله یې هم مرسته کوي او ډیر سخت کارونه چې انسان یې فکر هم نشي کولی ممکن کیږي.
 
 

اساسي برخه: د ماشومانو نړۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1445

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1402

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1578

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2094

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6329

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…