د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

نا مالومه مرګ( ریښتینې کیسه)

 

وروسته تر دې چې ډيرې ناخوالې په دې هیواد کې تیرې شوې او ډير څه یې د ځان سره لولپه کړل نو یې ډيرې نوې هیلې او ارزوګانې هم د ځانه سره لولپه کړې او د تل لپاره یې ورته د پای ټکی ایښی.هو کې قدرمنو یوه ورځ چې د کابل څخه کورته مې د تلو هوډ وکړ نو مې ځان په کابل کې د خپل ولایت د موټرو تم ځای ته وروساوو تر څو کورته لاړشم د معمول سره سم په تمځای کې په موټر کې کیناستم او د ټولې سورلۍ سره مې جوړ په خیر وکول، د دې ټولو ناستو خلکو په منځ کې یو هلک چې د ورایه ډير با ادبه ښکاریده زه یې ډير ژر د ځان خواته جلب کړم  په موټر کې د دې  ځوان سره یوځای شوم د ځوان سره مې تر پوښتنې او ګرویګنې وروسته وپوښتل چې نوم د څه ده او د چا زوی ده او د کوم کلي ده ده راته وویل چې نوم مې خان ده او ګل اکا زوی یم او بر کلي اوسیدونکی یم،. نومې ترې بیا پوښتنه وکوله چې ځوانه واده لرې او کنه؟ ده بیا راته په خندا وویل چې هوکې یوکال وړاندې کله چې د پوهنځي په دریم ټولګي ووم واده مې کړی او یو زوی هم لرم چې ځلمی نومیږي.  نو مې ترې پوښتنه وکړه چې په کابل کې څه کار کوي نو یې راته وویل چې په کابل کې درس وایم نو مې د رشتې او پوهنتون پوښتنه وکړه نو یې په ځواب کې راته وویل چې په کابل پوهنتون کې د کرهڼې په رشته کې خپلې لوړې زدکړې کوم،د ځوان د نوم او د ده دې ځای ته د را رسیدو سره سم مې  د دوی د ژوند هغه تیرې ناخوالې چې د ده پلار ورسره مبارزه کړې وه را یادې شوې، او هم مې هغه وخت را په یاد شو چې یو وخت یې پلار ویل چې د اقتصادي ستونزو له امله نه شم کولای نور په خپل زوی لوړې زدکړې وکوم خو پلار یې بیا هم د دې ستونزو سره سره خپل دا د هیلو ارزوګانو دا زوی تر دې ځایه رارسولی وو را یادې شولې. نو ماهم په ټوکه کې ورته وویل چې ځه که خدای کړي وي یو وخت به ته زمونږ د ولایت د کرهڼې رییس یې او خپل وران ویجاړ هیواد او بیا په ځانګړې توګه خپل ولایت او خپلې سیمې ته د کرهڼې په برخه کې ډير څه وکوې، ده هم راته وویل چې که خدای کړي وي زما هم همدا هیله او آرزو ده ترڅو وکولای شم په راتلونکې د هیواد دې ځوریدلو خلکو ځينې ستونزې حل کړای شم او په ټپونو یې څه ناڅه پټی ور کیږدم.د دې ځوان په لیدو او د ځان څخه وروسته چې ناڅه لوړې زدکړې مې درلودې په خپله سیمه او چم کې د داسې بل کس په شتون ډير خوښ شوم او زړه مې غوښتل چې ډير څه ور سره ووایم او ډير څه ترې وپوښتم نو مې د خبرو په ترڅ کې ور ته وویل چې ځوانه موباییل لري . ده هم راته وویل چې هو کې موباییل لرم، نو مې ورته وویل چې کولای شم ستاسو د ټلیفون شمیره د ځانه سره ولرم ! ده هم په ډيره مینه د خپل ټلیفون شمیره راته راکړه .هوکې په همدې ګرمه کیسه بوخت وو چې خپل کلي ته نیژدې بازار ته چیرې چې د موټرو  تمځای وو ورسیدو نو زما او د خان لارې هم سره جلا شوې ځکه ده ته یې لا د مخه کشري ورور په بازار کې موټرسایکل پریښی وو او ما چې څه نه لرل چې کورته پرې تللای وای، نو دې ته اړ ووم چې د موټرو په تم ځای کې لږ څه تم شم ترڅو زمونږ د کلي موټر پيدا شي او بیاپکې کلي ته لاړ شم نو په همدې لټه کې ووم چې یو هټۍ وال چې ډير د مخه زما ملګری وو راسره مخامخ شو او راته یې وویل چې راځه په هټی کې کښینه یو څه کیسه به وکوو ترڅو به موټر پيدا شي زه د خپل ملګري په هټۍ کې د ده سره په مجلس بوخت شوم او د ده څخه مې ډيرې پوښتنې وکړې او دا مې هم ترې وپوښتل چې په سیمه او شااوخوا کې څه کیسې دي نوده راته وویل چې نور هرڅه سم دي خو په سیمه کې امنیتي وضعه ډيره خرابه ده او هر رنګ کسان په یو او بل نوم په  په سیمه کې ګرځي را ګرځي او هسې بیځایه خلک ځوروي، او ډير کسان چې د کابل او یا نورو ولایتونو څخه دلته ځي راځي دوی وروته دریږي پوښتنه او ګرویګنه ترې کوي او ځيني ځيني خو لا وهي او وژني یې هم. نو زما په زړه کې هم د داسې ناوړه کسانو د شتون له امله څه ناڅه ډار پيدا شو او د خپل ملګري ته مې وویل چې یاره په دې خبره خو ډير تبه خړی کړم.وروسته تر دې چې دا خبرې مې واوریدې نو مې خپل ملګري ته وویل چې یاره نور نو زه هم ځم کورته ځکه چې ډير ناوخته ده. هوکې د دې خبرې سره سم موټر هم پيداشو او زه هم د نورو کسانو ترڅنګ په موټر کې سپور شوم او د کلي خواته مو حرکت وکړ، لا مو لاره نیمايي کړه نه وه چې په يوځای کې د لارې غاړې ته خلک راټول دي نو مونږ هم موټر ودراوو د خلکو په ګڼه ګوڼه کې مې ځان د پیښې ځای ته ورساوو د پيښې ځای ته د رسیدو سره سم مې سترګې په یوه داسې کس چې په سرک په وینو لت پت پروت ده سترګې ولږیدې ډير ژر مې خلکو ته وویل چې دا څوک او چا ویشتلی ځکه خدای شته د وارخطايي په وخت کې مې سترګو هم څه داسې سم نه شو لیدلای او بله خبره خو دا وه چې ویشتل شوی کس په خپلو وینو کې داسې لمبیدلی وو چې هیڅ نه پيژندل کیده نو یوه سړي په ژړغوني اواز راته وویل چې دا خو ګل اکا زوی ده نامالومو وله والو دلته پرې ډزې وکولې او دوی په تیښته بریالي شول او وتښتیدل نو مې ډير ژر وو پيژانده چې حتمي به هغه ځوان وي کوم چې د کابل څخه راسره یوځای په موټر کې د لارې ملګری وو چې لږ څه مې د ده د سپن مخ څخه سرې وینې پاکې کړې نو مې ښه یقین راغی چې دا خو ځوانیمرګ خان ده چې دلته ده نامالومو کسانو لخوا په نامالومه توګه وژل شوی ده . د ډيرو خلکو څخه مې دا پوښتنه وکړه چې دې ځوان څه کړي وو چا او ولې وواژه خو د دې نا څرګنده مرګ حال هیڅ چا هم راته وو نه وایه.هو کې وروسته مو د ښکلي ځوان جنازه چې د لویې لارې پر سر په بې رحمانه توګه وژل شوی وو په موټر کې واچوله او د دوی کورته چې په برکلي کې وو ورسوله او هلته مو په کور کې د ده د مور هغه انتظار چې هره پنجشنبه به یې د خپل زوی د راتګ لپاره کاوو د پای ټکی کیښود، د ده هغه زوی چې تل به یې د خپل پلار لاره څارله نور نو یو یتیم او بې پلاره زوی شو، هغه ځوانه میرمن چې د خپل خاوند په شتون کې یې تل نوي خوبونه او نوې هیلې درلودې د دې هیلې د خاورو سره خاورې شوې او د کونډتون او کونډې په ټبرکیناستله، او نه زما هغه ارمان چې زه به په کابل او یا بل ځای چیرې خان ته تلیفون کوم پوره شو او د ده د  ټلیفون شمیره د تل لپاره همداسې ګل پاتې شوه ځکه چې دی په سیمه کې د ناوړه کسانو لخوا په ډيره ناوړه توګه ووژل شو.

اساسي برخه: د ماشومانو نړۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1268

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1257

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1413

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1911

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6136

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…