د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

سپی او موټر

سپی او موټر

لیدلي به مو وي ، چې کله موټر پر سرک تیریږي ، وزه ترې منډې وهي او ځان ترې ژغوري  ، خر بیا دوزې برعکس چې موټر هر څومره هارنونه ورته وکړي له لارې نه لیرې کیږي ، خو سپی چې پر لاره تیریدونکی موټر وویني ، ورپسې منډې وهي او تر ډیره ورپسې غاپي ، پوهیږﺉ دا ولې ؟

ددې خبرې د پوهیدو لپاره دغه کیسه ولولﺉ:

     په پخوا زمانو کې یوه ورځ سپی ،وزه او خر په لاره سره ملګري شول ، تله تله تله ،ډیر مزل یې  وکړ .  ستړي شول دلارې پر سر یې دمه جوړه کړه ، یوموټر له لیرې را ښکاره شو چې ددوی په خوا را روان دی ، دری واړه خوشحاله شول .

       سپی،وزه اوخر په موټر کې سپاره شول ، موټر چې یوڅه لاره ووهله ، وزې له موټر څخه ټوپ کړ بې له دې چې دموټر کرایه ورکړي پخپله مخه ولاړه .

ډریور پسې نارې کړې چې کرایه راکړه خو وزه وتښتیده.

موټر چې څه لاره نوره ووهله ، خر هم له موټره پلی شو بې له کوم جنجاله یې کرایه ورکړه او بې غمه دکلي په لوري روان شو.

     وروستی کلی د سپي کلی و . سپی هم له موټره کوز شو ، خپله کرایه یې ورکړه او روان شو.خو موټر چلوونکي پسې نارې کړې ورته ویې ویل :

-        څنګه داسې بې غمه روان شوې،کرایه راکړه.

سپی حیران شو ویې پوښتل :

 

-        ما خو خپله کرایه درکړه ،دوه ځله کرایه غواړې که څه؟

موټرچلوونکې په غوصه وویل :

-        وزه دې ونه لیده چې بې کرایي ولاړه ، دهغې کرایه ته باید راکړې.

سپي وویل :

-        نو پر مایې څه ، د وزې کرایه زه ولې درکړم؟

چلوونکي وویل :

-        وزه ستا دلارې ملګرې وه ، بې کرایې وتښتیده ، کرایه به یې حتمآ ته راکوې.

موټر چلوونکي کرایه غوښتله سپي نه ورکوله ، ددواړو ترمنځ لوی جنجال جوړ شو .

اخیر دواړه په لاره قاضي ته ورغلل ، ټوله کیسه یې ورته وکړه . قاضي وویل :

-        څرنګه چې وزه له سپي سره یوځای موټر ته پورته شوې وه او د سپي د لارې ملګرې وه  نو سپی باید دوزې کرایه هم ورکړي.

سپی مجبور شو په نه زړه یې د وزې کرایه  ورکړه.

     اوس چې موټر په لاره تیریږي ، وزه ترې منډې وهي او ځان خلاصوي  هسې نه چې پخوانۍ پاتې کرایه ترې واخلي.

       که مو پام کړی وي خر تل په سرک ولاړ وي که مو ټر هر څومره هارنونه کوي خر له لارې نه ایسته کیږي .

       خر له ځانه سره وایي ما خو خپله کرایه ورکړې ده هر ځای مې چې زړه وي دریږم د وزې غوندې په غلا ژوند نه تیروم .

او سپی،سپی چې په لاره تیریدونکی موټر ووینې له ډیر لیرې ځایه ورته را منډه کړي او تر ډیر لیرې واټن پورې په موټر پسې ځغلي او ورته غاپي .

 

سپی له موټر څخه هغه پیسې غواړي چې له ده څخه یې د وزې د کرایې په نامه اخیستې دي .

۱۲ / ۴/ ۱۳۷۹

پکتیا- زرمت

اساسي برخه: د ماشومانو نړۍ

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1871

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1811

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 2078

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2659

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6865

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…