د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

b_150_100_16777215_00_images_Sameuddin-Afghani.jpg

 

 

زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ
سميع الدين افغاني : ما له وړکتوب څــــخه د شعر سره علاقــه لرله ځکه زه دلغمان د ولايت په کلو او بانډو کې رالــوی شوی يــم دلغمان او په مجموع کې دمـشرقي سیمه لکه دهيواد دنورو سيمو په شان ښــکلې ، شاعرانه او شاعر پروره ده چې ډيــــر وتلې ليکوالان ،شاعران يې په خپله غيږ کې روزلي دي ، له بلې خوا په وطن کې د څو لسيزو جنــــګي حالت پــــه نتجه کې زمــــوږ ډير هيواد وال اجباري مهاجرتونو ته اړ باســــتل شوي دي ، د مهاجرت څـپيړو لـکه د نورو افغــــانانو په شان زما مخ هم راشيــن کړی دی ، نو چې کله کله د زړه خواله مې دقلم او هيوادالو سره شريـکه کړې وي نود زړه تسکين مــــې د اشعــارواوليکنوسره کــړی دی اوهمداميـنه او دردونــــوزه شعراو شاعــــري ته هڅولې يم.
ستاسو دپوښتنې د دوهمې برخې په ځواب کې بايد ووايم : کله چې زما پلار مولانا دکتورمحمد سعيدسعيد افغاني دننګرهار د هډې په نجم المدارس کې مديـــر او مدرس وه وه موږپه ننګرهارکې هستوګنه درلوده او زه د ميا عمر په ښوونځې کې متعلم وم چې زما لمړنی شعر په هغه وختونوکې چې زه به د ١٢ کلو وم ويل شوې دی چې ورسته د ښوونځی د ادارې اوکورنی له خوا ډيرتشويق شولم ولې په تاسف سره بايد ووايم چې زما لمړنی شعر او تر هغه ورسته د ډیــــرو نورو شعرونو ياداشتونه له ما سره نشته او په هغه وخت کې ېې دومره دراټولولو ليوال هم نه وم ،خوبياورسته په تيرودوه لسيزوکې ودې پايلې ته ورسيدم چې خپل شعرونه راټول او له هيوا دوالو سره ېې شريک کړم ٠
 
 
 
زرلښت ډاډکام : تاسو ځان ته کوم رقم شاعرواياست يوڅوک که وغواړي نوی شاعري پيل کړي اول بايد څه وکړي؟
سميع الدين افغاني :
 
دا دستور دی چې له درده زګیروی خیږي
 
ګنې څــــه و د رحمــــان د شــــاعرۍ
 
دا چې زه دکوم سبک شاعر يم ددې پښتنې ځواب به زما لپاره ګران کار وي خودا چې کله کله د زړه خواله د خپلو هيوادوالو سره د شعر په ژبه شريکوم ددې پوښتنې ځواب د هيواد شاعرانو اود شعر او ادب مينه والو ته ښه معلوميدلی شې٠
 
او همدا رنګه ددې پوښتنې د دوهمې برخې په ځواب کــــې بايدووايم : هغه دوستان چــــې غواړي شاعري زده کړې ښه به داوي چې د هيوا د وتلو شاعــــرانو شعرونه ولــــولي او په همدې ډول څه چې د شعر ه په ژبه ليکي هغه دې د نورو شاعرانوسر ه شريـک اووروسته لـــه هغې دې ټولنې ته وړاندې کړي ٠
 
 
 
زرلښت ډاډکام : غزل ،نظم،ازادشعر، اومخمس څه ته وايي فرق يې څه دی ؟
سميع الدين افغاني :
د غزل لغوي معنی په حقيقت کې عاشقي يا دمعشوقې ستاينه ده پــــه شپږمه پيړۍ کــــې کله چې قصیده مخ په زاوال شوه غزل دهغه ځای ونيوه ،اوپه اومه پيړۍ کې يې رسماقصیده تر شا ووهله او غزل خپل اوج ته ورسيد ٠
 
 
 
دقصيدې موضوع داده چــــې په اخــــر د شعر کــــې دچا توصیف شـــوی وي اوپه حقيقت کې اصلې موضوع پـــه توصيف کيدونکي څرخيږي اما په غــــزل کې اصلې مــــوضوع معاشقه اود دهغې سره رازونياز اوخبرې دي چې کله دامعشوقه دځمکې په سر وي خوپسته اوبازارې نه وي اوکله بيا هم اسمانې اوعرفاني ٠
 
غزل د پنځو څخه تر اوه پورې بيتونه لري چې دوه لمړۍ مصرې يې او دوهم مصرې د نورو بيتونو سره همغږي وي ٠
 
که دغزل دکلاسيک تعريف نه تير شو،يواځې دومره ويلی شوچې غزل هغه بڼه ژانريا فورم دی چې اکثرا پکې عشقي موضوع په شعر کې ستايل کيږي که څه هم دا عشق حقيقي وي او يا مجازي٠ غــــزل قافيه او رديف لــــري اود زړو متونو په حساب پينځه يا اوه بيتونه زيات نه وي او که تر هغه زيات شی هغه ته قصيده وا يي ٠
 
د غزل او نظم دا تفاوت دي چې نظم دغزل برخلاف داسې يو فورم دی چې معين وزن او قافيه نلري بلکه يو مخصوص ریتم او اهنګ لري او په مسلسل ډول يوه خاصه موضوع يا قصه بيانوي ٠
 
 
 
ازاديا سپين شعر په خپل ذات کې اهنګ ، وزن او ريتم لري مګر قافیه په هغه کې ثابت ځای نلري او اکثره په سپين شعر کې تصویر خاص ځاي لري ٠
 
 
 
له بده مرغه ځينې پخواني فورمونه لکه مخمس ، مسدس ، مثنوي ،قصيده داستانــــونه اوداسې نور روشونه زموږ په ادبياتوکې اوس دومره د پاملرنې وړ نه دي او نن سبا ډيری شاعران غزل ، نظم ، چار بيتې اوازاد شعرونه ډير ليکي ٠
 
 
 
زرلښت ډاډ کام: تاسوپښتوادب ته ډ يرخدمتونــه کــړي دي اوپه بدل کې دشهرت اوج ته رسيدلي ياست په شاعري کې موکله مينه ، حماسه اوکله هم دپښتو ژبۍ دپــاره ډيرڅه په سترګوکيږي چې په مشکل به سړی پوشي تاسي کوم رقم سبک اختيارکړيدی ،ستاسي په نظرتاسي کوم رقم شاعر ياست دکوم سبک پلوي کوئ؟٠
سميع الدين افغاني :
 
ستاسوددې نيک نظر نه مننه کوم ، زما په اند ژبې ، ولسونو ته خد مت کول به د هر افغان انساني ،وطني اوديني دنده وي او پدی کې به د شخصي شهرت ونډه دومره د پاملرنې او توجه وړ خبره نه
 
وي او تر کومه ځايه چې زما دشعري سبک پورې اړه لري بايد وايم چې زما شعرونه حماسي او وطني دي د خلکو او پرګنو آواز يې بولم. خو دیار او دلدار د سرو اننګو خیال هم را سره وه او هغه مې هم ستایلې دی. ٠
 
 
 
یاره ستاپه اننګو کې چې د چا دمینې رنګ دی
 
زما دپاکې مینې حقیقت په کې څرګند دی.
 
 
 
خوداچې په دې برخوکې زما کوم ډول شعرونه د وطنوالو دډیر پام وړګرځیدلي ددي خبرې سپيناوی به هيواد والو ته پريږدو.
 
 
 
زرلښت ډاډکام : ستاسي ډير شعرونه د هيواد مشهور هنر مندان هر يو طاهر شباب او صديق شباب او نورو هنر مندانو په خواږه اوازونــو کې ډير اوريدل کيږي اوډيــــر مينه وال هــــم لري کله چې خپله خپل شعر اوری څه احساس کوی؟٠
سميع الدين افغاني :
دا يوه طبعي خبره د ه کومه ليکنه يا شعر چې څـــوک ليکي هغه ته د منلو وړ ده خـو چــې کله بيا دا ليکنه يا شعر دخلکو د منلو وړ وګرځــي د شاعر او ليکوال د خوښۍ مو جب کرځي ، زهــــم لکه د هيواددنورو شاعرانو پــــه څيرکله چې خپلې ليکنې او شعرونه پـه مطبوعاتــــوکې ګورم او د خوږ ژبوهنر مندانو په خوږواوازونوکې اورم ،په مشاعرواودليکوالوپه علمي سيمينارونو محافلوکې ېې دکلمه کوم پرې خوشاليږم ، زما شعرونه لکه بنجاره ماما ، پل دې بختور شه، ياره ستا په اننګو کې ، وطن،ز ه افغان يم او ډير نور چې د خوږ ژبي هنر مندانو هريو ښاغلي طاهر شباب ، ښاغلي صدیق شباب او ډیرو نورو له خوا کمپوز او کليپ شوي، د هيوادوالو د پام وړ ګرځيدلي دي٠
 
 
 
زما دغه شعر :
 
پریږده پریږده ای مرګيه
 
 
 
لــــږ دمـه شــه ای زړګيــه
 
زه لا نورڅــه کـول غواړم
 
 
 
لږ مــې پــریږده ای مرګيه
 
د ايمان آ زمــويل غواړم
 
 
 
په ۲۳ /۴/۲۰۱۱ نیټه د لندن په نړیوال کنفرانس کې چې دډیورند دتپل شوې استعماري کرښې د غندنې په اړه د لر او بر افغانانو ، نړیوالو شخصیتو او په وطن مینو هیوا دوا لو له خوا جوړ شوی وه څو څو وارې ولوستل شو اودګډون کوونکو به ولولو اوچک چکو بدرقه شو،زمالپاره دخوښې ځای دې٠
 
 
 
زرلښت ډاډکام : زمونږ ټولنه کې هلکان او انجونې ته دمينې جواز شته چـــې دخپل دمينې اظهار وکړي لکه غربي هيوادونو،که شته ترکومــه حده پوری؟ ديوشاعر په سترګه مينې تــــه پــــه کومه سترګه ګورئ؟
سميع الدين افغاني :
زموږ په ټولنه کې هلکان او انجونو تــه لکه غـــــربي هيوادونو جـواز نشته ، زموږ په ټولنې کې هغه ځوانان، هلکان او انجونې چې وغواړي خپل راتلونکی وټاکي د اسلام مقدس دين پـــه چوکات کې د اسلامي اصولوسره سم د شرعې نکاح په ټړلودحجاب اوقبول وروسته دمينې جواز شته دحجاب او قبول مسله د مينې او راتلونکی ژوند د توافق معنی ورکوي٠
 
او همدا رنګه ددې پوښتنې د دوهمې برخې ځواب زماپه لاندې شعر کې موندلی شۍ:
 
 
 
مینه څه ده؟
 
دغــــــه چــــــټه ښــــــکلا ګـــــوره
 
وای پــــــه مینه نــــــه رسیــــــږم
 
 
 
خپــــــله میــــــنه کــــــې لمبیږي
 
وای پــــــه چل یــــــې نه پوهیږم
 
 
 
میــــــنه اور مینــــه سیلاب دی
 
مینــــــه ژوند مینـــه کتاب دی
 
 
 
میــــــنه پــــوهه ده علمیــــت دی
 
مینــــــه کار دی شجاعـــت دی
 
 
 
مینه سیند دی لوی دریاب دی
 
میــــنه شرنګ دی یو رباب دی
 
 
 
میــــــنه بــــحر دی طـــــوفان دی
 
میــــــنه دا فــــــاني جــــهان دی
 
 
 
مینــــــه ښــــه شانتـــــې نغمه ده
 
یــــــوه ښــــــکــــــلې تــــرانه ده
 
 
 
دا د ژونــــــد معنــــــی ده میــنه
 
هــــــم د خــــــوند معـــنی ده مینه
 
 
 
څوک د خــــدای سره کړي مینه
 
د عقبــــــا پــــــه لارې ســـــر دي
 
 
 
څوک په دې فــــــاني جهان کې
 
د ریــــــا پــــــه لارې ســــــر دي
 
 
 
میــــــنه کور میــــــنه دلبــــر دی
 
میــــــنه زوردی اوهــــــم زر دی
 
 
 
څــــــوک د کار ســـره کړي مینه
 
څــــــوک مین پــــــه خپل هنردی
 
 
 
څــــــوک روزګار سره کــړي مینه
 
هــــــم پیشــــــوا دی هم رهبــر دی
 
 
 
د یــــــار میــــــنه زوریــــــدل دي
 
په ســـــور اور کـې سوزیدل دي
 
 
 
د پتنــــــګ انجــــــام د مــــــینې
 
پــــــه لمبو کــــــې لمبــــــیدل دی
 
 
 
د مــــــین پــــــه بــــــرخه ګـــــوره
 
مــــــایوســــــي ده جــــــړیدل دی
 
 
 
د جــــــانــــــان میــــــنه د ســــــره
 
پــــه ســـور اور ورته دانـــګل دي
 
---------------------------------
 
سمیع الدین افغاني
 
۹ /۱ /۲۰۰۸
 
نيازګله پښتنه شوق
اساسي برخه: مركې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1273

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1262

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1417

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1915

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6140

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…