د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

علم ګل سحر سره ادبي مرکه

b_150_100_16777215_00_images_Alamgul-sahar.jpg

 

 

 
د پښتو ژبې له پیژندل شوي لیکوال، تکړه ژورنالیست، ژباړونکي، نوښتګر کیسه لیکونکي او خوږ ژبي شاعر ښاغلي علم ګل سحر سره ادبي مرکه :
مرکه وال : انجنیرعبدالقادرمسعود
زموږ د لرغوني هیواد په هنري، ادبي او فرهنګي ډګر کې په تیره  بیا د شعر په ګلبڼ کې رنګارنګ  ګلونه ټوکیدلي او غوړیدلي دي. دوی په خپلو ښکلو او رنګینو اثارو کې زموږ د ملي ژوندانه په بیلابیلو برخو کې داسې انځورونه کښلي دي چې د ادب او فرهنګ مینه وال په لوستلو، لیدلو او اوریدلو يې  ترېنه  خوند اخلي.
د پښتو ادب په بڼ کې علم ګل سحرهغه تکړه لیکوال او نوښتګر شاعر دی، چې په اثارو کې یې د هنري، عاطفي، انساني مینې او ښکلاییز ذوق شتوالی او په  ادبي ، سیاسي او ټولنیزو برخو کې یې  انځورونه داسې کښلي دي چې په لوستلو یې د هر دردمن او با احساسه انسان په زړه  کې د انساني او سپیڅلې مینې او معنوي غوښتنو ولولې راپاروي، او لوستونکي دې ته اړ باسي چې د خپل هیواد د لوړتیا او د ملي ګټو په ساتلو او ټینګولو او د خپلې ژبې او پښتو ادب د پرمختګ او پراختیا په لاره کې اغیزمن او ارزښتمن ګامونه پورته کړي.
ښاغلی علم ګل سحر د  محمد سلیم زوی دی چې پر (۱۳۴۲لمریز= ۱۹۶۳ زیږدیز) کال کې د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د اسلام خیلو په کلي کې دې نړۍ ته سترګې غړولې دي. لمړنۍ زده کړې یې د (زرملي باتو ) ښونځي کې، ثانوي زده کړې یې د غزني  د (شیخ عطار ) په لیسه کې او لوړې زده کړې یې  د کابل پوهنتون د ژبو او ادبیاتو په پوهنځۍ کې سر ته رسولي دي.
رسمي، علمي او ټولنیزې چارې او دندې :
- د پوهني وزارت علمي غړی
- د سواد مجلې مرستیال
- د عرفان مجلې مرستیال او مسوول
- د کورنیو چارو وزارت کارکوونکی
- د بي بي سي راډیو لیکوال
- د ازادي راډیو ویاند او پرودیوسر
- د لمر تلویزیون عمومي ایډیتور
- د قلم ادبي مجلې مسوول مدیر
- د ولسمشر د ویناوو لیکوال
- د ولسمشر د دفتر د برنامو ریاست د مکاتباتو او عامه اړیکو مسوول
- د ولسمشر د دفتر د برنامو ریاست مرستیال
چاپ شوي اثار یې په لاندې ډول دي :
- د سپوږمۍ ښکالو دشعرونو ټولګه
- د لمر جنازه د شعرونو ټولګه  
ـ د پاریال خوبونه د شعرونو ټولګه 
- پاس سپوږمۍ ده، لاندې ته یې د شعرونو ټولګه
- ستوري دماشومانو لپاره د  شعرونو ټولګه
- لاهم څارمه ستا لارې دشعرونو ټولګه
- زه یم تږی ته اوبه یې د شعرونو ټولګه
- مینه او وسواس د کیسوټولګه 
- مینه او جګړه - ( ناول )
- د انار تر ونې لاندې دتورنټو اوښکې - ناول (ژباړه) 
- شیطا ن څراغ دطنزیه کیسو ټولګه
- چرګه او کوتره دماشومانو لپاره کیسې
- خاموش فیلیسوف د مقالو ټولګه
- د متلونو کیسې او نور معلومات - ( فولکوریک اثر)
- د متلونو کیسې خبرې له خبرو پیدا کیږي
د یادونې وړ ګڼم د سحر صاحب په سلګونو مقالې د هیواد او بهرنیو مطبوعاتو له لارې خپرې شوي دي.
تر چاپ لاندې اثار :
-  د عرفان مجلې تاریخچه او نیولیک تحقیقي اثر
-  د دوندر لیوان – ناول (ژباړه)
ناچاپ اثار :
- د ښاپیرۍ په لټه د کیسو ټولګه
- خو ته مې ونه لیدې د شعرونو ټولګه
- کاروانونه د بکوا په دښت تیریږي د سندرو او نارو په اړه څیړنه
- ژوند په شیبو کې تحقیقي اثر
د ښاغلي علم ګل سحر ارزښتمن، ګټور علمي ، ادبي، تحقیقي او ژباړل شوي اثار زموږ د پښتو ژبې اوادبیاتو د علمي کیدو په لور او د ده نه ستړیکیدونکې او تلپاتې هلې ځلې په دې برخه کې د خورا قدر او ستاینې وړ دي.
-  زموږ د پښتو ژبې او ادب  نامتو او پیاوړی  ليکوال، رسنوال او تکړه وينا وال استاد پوهاند دوکتور مجاور احمد زیار  په  خپله  یوه  لیکنه کې  د ښاغلي علم ګل سحر په اړه داسې کښلي دي :
(( .... څه پاسه درې لسیزې وړاندې زموږ د پوهې، فرهنګ او بیا شعر وادب په خزانزموللي  نارنجیستان  کې داسې یو څو اور  اورکي  وزمه  لنډې ګنډې شیبې راوټوکیدې  چې د پیړیو پیړیو نا غوړیدلې مرورې ګلغوټۍ یې پر خندا  راوستې.
نارنجیستان  په یو واریز  ډول د رنګارنګ  ګلانو  کوربه  شو  او بې شمیره  خوږ غاړي چوڼي یې پر ځان  رامات کړل...
علم ګل سحر د پوهې فرهنګ او شعرو ادب له هماغه  ړومبني غورځنګ سره د راټوکیدلي ځوان پښت او بیا یې یو تاند و تنکی غورځاوڼ  وو چې نوښتګرانه سیالیو دیته راوڅکاوه ،  له ادبپوهنځي  را نښلولي  شاعرانه مشقونه او ازمیښتونه  نور په کتابچو کې پریږدي  او په ټوله مانا نوي لار و لیله  پر مخ واخلي.
له نورو همزولواوهملارو سره  د سيالۍ له لارې د ده چټک او پرلپسې پر مخيون، نه يوازې په  لوړ استعداد او ډېر کارو زيار، بلکې تر هرڅه له مخه په دې کې نغښتی چې تر څانگيزو زده کړو راروسته  يې داسې کارو دندې ته مخه نه ده کړې چې کتاب وقلم يې له لاسه پرېوځي، ياپه نورو ټکو، د  ادب و فرهنگ له اوېجې ووځي.
د ښوونې روزنې وزارت له خپرني اورگان(عرفانه) رانيولې، تر بې بې سي رادېو او بيا د هیواد مشرۍ تر دوتره پورې رسنوالي او ليکوالي هغه څه دي چې له شعر وادب سره يو ټينگ اړاو تړاو لري. همدا چې يې له رسمي ليک ليکانۍ څخه يوه ارامه سا هومره  اخیستې، خپلو هستونو ته يې مخه کړې، هرو مرو يې يوڅه پیيلي او نا پیيلي د کاغذ او يا سولگر پر مخ کښلي او له مينه والو سره يې شريک کړي دي.
په ترځ ترځ کې يې شعري او داستاني پنځونې او ادبي ژباړې او ولسو نښيرونو ته رسولي او د چاپ په پساله پسوللي دي...  ))
سحر صاحب په خپلو ادبي پنځونو او شعرونو کې د مینې او محبت سوز او ګداز، خپل انساني پیغامونه، اندونه،  ملي جذبات او ریښتیني  احساسات ، کنایات، تشبیهات، استعارات او د شعري ترکیبونو اصطلاحات په شعري الفاظو کې په خوږه او شاعرانه ژبه په ډیر ښکلي او ظریفانه ډول انځور کړي دي. د ده شعري ژبه خوندوره، ساده، روانه، کره او معیاري ده.
 - ښاغلی نظیف تکل چې زموږ دهیواد یو تکړه  لیکوال او شاعر دی په خپله یوه لیکنه کې د سحر صاحب په اړه داسې کښلي دي :
((.... سحریو عاطفي اوصمیمي شاعر دی، شعـر یې د شخصیت کټ مټ نماینده دی. او زما پخوانی یار دی.
   ده د وطن ټولو ناخوالو ته اوږه  ورکړه ، او ما ترې سترګې را پټې کړې. 
ده کوڅه په کوڅه ، کور په کور جنګ ، نیول ، بندي کول ، په سرونو کې د میخونو ټکوهل او ډول ، ډول شکنجې په سترګو ولیدې او ما د مهاجرت درد په زړه تیر کړ.
 دی د بچو د یوې مړۍ ډوډۍ په پیدا کولو پسې د کابل په وینو سرو کوڅو کې سرګردانه وګرځید،  کله کله یې د خپل کار په بدل کې یو من غنم ماښام کور ته را وړه ، خو د بل وطن دال او چپاتیو ته یې زړه ښه نه کړ. او ما د مسکو په رینکونو (بازارونو) کې د خپلې ځوانۍ خولې توی کړې.
 دغه ټولو سختیو او نا خوالو د سحر په ټولو هنري اثارو خپل اغیز پریښود، که یې شعرلولو کـه یې لنډې کیسې او ناول لولو ، په ټولو کې د جګړې ضد خبرې شته.
 په ډیرو شعرونو او لنډو کیسو کې یې یو ډول مایوسي او بې وسي محسوسیږي. سحر د جګړې یوه غاړه هم تاید نه کړه ، یواځې د خپل قلم سره پاتې شو او تلپاتې هنري اثار یې وپنځول. 
 د ده  د شعر روح او احساس عاطفي او صمیمي شو نـه انتقامي. او دې د سحر دهنري شخصیت اډانه جوړه کړه.
دی د افغان ادبي بهیر یو فعال اوهڅاند غړی دی او د میرمن بهیر په جوړیدا کې خویې هڅې د ډیرې ستاینې وړ دي.
 زموږ د یوڅو تنو شاعرانو او لیکوالو اثار که ډیر لوستونکي ولري ، یو په کې سحر دی.
 سحر یو عاطفي او صمیمي شاعر دی...))
ستاسو درنو ادب پالو او مینه والو پاملرنه د دغې  تکړه  شاعر د یو شمیر شعرونو څو بیلګو ته را اړوم :
توره شپه خوره کړي، شمعه پټه له پتنګه شي
کرکه زما زیاته نوره هم له دغه جنګه شي
تا ټولې خبرې راته بیا په خندا وکړې خو
دغه راته وایه دسبا وعده به څنګه شي
ته خو ښه پوهیږې خو بیا هم د ناز خبرې کړې
دغسي نازو ته زما ژر حوصله تنګه شي
زه یې په زړه لاس کیږدم، د زړه درزا یې واورمه
هغه چې په ناز زما په غیږه کې راړنګه شي
ماته په یادګار د زلفو درې تارونه پریږدي ځي
زړه نازړه غرمه چې مې روانه له پالنګه شي
ته به هم زاهده زور د مینې ته لاس پورته کړې
تاته په خندا که چیري ښکلې غنمرنګه شي
ته به وایې دلته د انسان روح قبضه شوې ده
کله چې زموږ کلي محروم د ډول له ډنګه شي
او یا وایي :
ته
دا ته څوک یې؟
  چې زما د تخییل کوڅو کې ګرځې
دا ته څوک یې چې پخپل سر ورته راغلې
                      او زما د ذهن خونه کې دیره شوې
دا ته ځوک یې چې مې ستړي روح ته وایې :
      - راشه راشه لږ مې سترګو کې دمه شه
دا ته څوک یې؟
دا ته څوک یې،
               چې زما د شعور لاندې بڼ کې ګرځې
د ماضې له خاطرو مې کړې غلاګانې
دا ته څوک یې چې مې ځان پلو درکاږې
راته وایې چې وجود دې دی نیمګړی
راشه راشه چې نور نیم وجود دې زه یم
داچې ته یې، دا ته نه یې دا هم زه یم
زه دې روح یم، زه دې ژوند یم زه هرڅه یم
آی آی دا ته څوک یې؟
دا ته څوک یې چې د زړه کور کې دیره شوې
زما عقل دې په سترګو کې درواخیست
زما د ژبې زما د زړه اختیار دې واخیست
آی 
دا ته ...دا...ته ... ته ته ته ...ت ت ت ت ....!!!؟
او یا وایي :
ستا له تلو وروسته
لکه مني کې دیوال وکړي درزونه
یا په دښته کې ولاړه سپیره خونه
د زاړه زیارت د خوار ملنګ کوډله
پري رپیږي څیري، څیري بیرغونه
یا مین چې معشوقه چې ترې ژر جدا شي
ورته پاته یې د زلفو دری تارونه
له جګړې وروسته د کلي تنها ونه
چې رامات یې وي له ویرې ټول ښاخونه
یا وطن مې چې د روس له یرغل وروسته
په هرکلي یې پراته د ویر ګرزونه
وران کابل د ټوپکیانو د وختونو
پرې واکمنې وي، څو ډلې تنظیمونه
د شهید پلار چې په کړوپه ملا روان وي
د زوی غم یې ور وچ کړي اندامونه
ځوانه کونډه د خاوند قبر ته ناسته
پکې غواړي تللي تللي ارمانونه
یا مرغه چې هیڅ الوت کولی نه شي
کوم ښکاري یې ورمات کړي وي وزرونه
ته ترې ولاړې زړه مې داسې نیمه خوا شو
ورته پاتې ستا د مینې څو یادونه
او یا وایي :
غزل
زړه مې له تا څخه راټول کړم، تاته بیرته راشي
لکه پتنګ د رڼایي ځلا ته بیرته راشي
ارمان مې ستا تر اننګو ورسي، بیرته  راشي
لکه افغان پرمختګ وکړي، شاته بیرته راشي
آزادي نه غواړي پخپله ځان بندي کړي راشي
د ځنځیرونو، زولنو شرنګا ته بیرته راشي
د یتیم سر باندې لاس تیر کړه، په تندي یې ښکل کړه
که دغه ګل له چا خپه شي، چاته بیرته راشي
ستا د وصال خیال وي سر زوری ماشوم هیڅ نه مني
چې نن یې و رټم خو بیا سبا ته بیرته راشي
ته دومره لیرې رانه ولاړې چې بیا هیڅ رانغلې
یاد دې له مانه شیبه ولاړ شي ماته بیرته راشي
او یا وایي :
غزل
څومره ډېر مې خپل جانان راباندې ګران دی
لکه ځان لکه ایمان رابــــــاندې ګــــران دی
لکه خپلــه خـــــــــــوږه ژبــــه راتـــه ګرانه
لکه ګران افغانســتان رابـــاندې ګـــران دی
زه یـــــــــــــو تــږی لاروی یمـــه د مـــینې
د رڼـــو اوبــو په شـــــــان را باندې ګران دی
ماشومــتوب دی، هوســـیږم  یې  ځــــلا  ته
لکه ســتوری د اسمان را بـاندې ګــران دی
دوی حـیران دي چې په  تا  ولې مـــین یم
دا خو ځکه چې انسان رابــاندې ګــران دی
اویا وایي :
غزل
زمونږ وطن ته  لوګي مخکې، رڼا  وروسته راځي
اول ژړا وي  فريادونه، خندا  وروسته راځي
وسلې راوليږي او غلي راته  ووايې چې :
د ډوډۍ غم مه کوئ، دغه سخا  وروسته راځي
هغه سپوږمۍ ده، خو سپوږمۍ غوندې تنها  نه راځي
تر مخ  يې ډار د بيرته  تلو وي او دا وروسته راځي
په کومو ګلو به ستا  مينه ماتومه  ګلې
سپرلي راځي، خو وايې ښکلې تر تا وروسته راځي
د تسبو لړ نه يوې ښکلې ته  اميل جوړوي
لمونځ قضاء  کيږي، نيت تړئ  چې  ملا وروسته  راځي
يتيم  ماښام  پورې  په خاورو  کې لوبيږي  وايي:
يوازې  نه  ځمه خپل  کورته، بابا  وروسته راځي
دوی وايې  وکړئ  ګوزاره  له  ښامارانو سره
ډير زورور دي، کوه طور نه  امساء  وروسته  راځي
او یا وایي :
ستا د ښكلا د خپلولو هيله هم نه لرم
د خپلو سترګو د ساتلو هيله هم نه لرم
په ويدو سترګو دې زما زړه  لكه خوب وړى دى
اوس مې د ما ت زړه  د ژغور لو هيله هم نه لرم
چې ته رانه شې، تيارې راشي، نا اميده شمه
د بل څراغ د بلولو هيله هم نه لرم
كه بې مقصده هر څوك زړه راوړي نو زړه  وركوم
داسې هم نه ده صرف د ښكلو هيله هم نه لرم
در تلاى هم نه شم ، د ويلو جرات هم نه لرم
و الله چې ستا د هيرولو هيله هم نه لرم
او یا وایي : 
ستا لپاره
له زړه مې ټولې کرکې وایستلې
اوس مې له ښکار ځینې توبه کړیده
اوس له کریزه بغدادۍ کوترې نه کټوم
او بس تمامه ورځ لګیا یم
په دامونو کې مرۍ پییمه
سپینو کوترو ته پایزیب جوړوم
او د بې موره وري له اوښکو نه شراب جوړوم
او په سخت زړو یې ارزانه پلورم
چې یې له زړونو کینې کډه وکړي
او یا وایي :
اوس له دوشمن نه کسات نه اخلمه
اوس دغومبسو کور په خټه باندې نه پټوم
په مار د کاڼي ګذار وکړم
خو خطا یې ولم
بس هسې ځان ترې ژغورم
هغه هم هسې د رحمان د یارانې په خاطر
اوس له خوبونو مرور یم ټوله شپه په تلاوت تیروم
او د قران زرینو پاڼو کې یو نوم لټوم
 او یا وایي :
اوس مې ټوپک پراوږه نشته
او له میل نه یې شپیلۍ جوړه ده
پکې د مینې ترانې غږوم
دا ټول د ستا لپاره
ځکه دوی وايي چې جنت کې حوري ستا غوندې دي
 
د ښاغلي علم ګل سحر د پوره پیژندګلوی لپاره، ما د ده سره یوه ادبي مرکه  نیولې ده چې  ستاسو ادب دوستانواو د شعر مینانو پام ورته را اړوم .
سحر صاحب اجازه راکړی خپل سلامونه او نیکې هیلې ستاسو درنه حضور ته وړاندی او خپلی پوښتنی پیل کړم.
ډیره مننه زه ستاسو په خدمت کې یم.
پوښتنه : سحر صاحب  کوم احساس، شوق او مینې دې ته وهڅولئ، چې د خپلې ټولنې لیکوال او شاعر شوئ؟  کوم وخت مو په شعر ویلو پیل وکړ، هڅوونکې او لارښود مو څوک و ؟
  ځواب : څه ووایم داسې ځانګړې مینه او علاقه چې زیاتره شاعران یې یادونه کوي ما له شعر سره نه درلوده نه مې هم په دې برخه کې چندان استعداد درلود، هسې خو هغه شعرونه چې د مکتب په کتابونو کې و لکه د نورو شاګردانو خوښیدل خو نه شم ویلای چې له کوچنیوالي مې ورسره مینه وه. بس لکه په ایرو کې چې انګار خښ وي او په یوه پوکي را برسیره شي او لمبې ترې جوړې شي زه خپله شاعري هم همداسې څه بللی شم. د (۱۳۶۲) لمریز کال د میزان  میاشت وه چې زه او زما یو بل ملګری شهید درمحمد خپلواک په پکتیا ولایت کې ماښام پخپله تیاره جونګړه کې ناست و. د جګړو کلونه وو، ژوند تریخ و هغه ورځ مو هم په کوټه کې تیاره وه فکر کوم څراغ تیل خلاص کړي و. موږ دواړو له ژونده سرټکاوه. خپلې خبرې مو موزنې کړې. خپلواک به یو بیت وایه ما به بل بشپړ کاوه. بیا به ما یو بیت ووایه خپلواک به بشپړ کړ. هماغه موزونې خبرې مو د کاغذ پرمخ ولیکلې. فکر مو وکړ بس نو شاعران شوو. یو څو نور شعرونه مو هم په ګډه ولیکل له هغه وروسته هر یوه ځانته کتابچه پیدا کړه او خپل شعرونه به مو پکې لیکل. داسې کوم خاص څوک نه و چې موږ و هڅوي بلکې هغه وخت شرایط داسې و چې شاعر ته به چا په درنه سترګه هم نه کتل. موږ هم ډیرو ته نه ویل چې شعر لیکو. خو هغو ته مو چې ویلي و تل به مو خپل شعرونه ورته لوستل چې پوهیدو رانه ښه په تکلیف دي. خو موږ څه کړي وای بل مخاطب مو نه درلود.
د هماغه کال په پای کې زه او خپلواک کابل ته راغلو په کابل کې مو تکړه لیکوال او نقاد ښاغلی زرین انځور او ښه شاعر فاروق فردا ولیدل. هغوی موږ تشویق کړو. دواړه یې د کابل راډیو د ځوانانو لپاره یوې ادبي خپرونې ته ور وپیژندلو چې مرکه ورسره وکړو. هغه خپرونه (ولولې) نومیدله چې په اوونۍ کې یو ځل په لس بجي خپریدله. دې مرکې موږ ډیر زیات وهڅولو.
پوښتنه: ځينې ليکوال او شاعران وايي، چې شعر څلور توکه (فکر، احساس، تخيل او آهنگ) رانغاړي، خو پوهاند مجاور احمدزیار د يوه ژبپوهاند او ورسره ورسره د ادبپوهاند په توگه په خپل اثر ((پښتو بدلمیچ- پښتو شعر څنگه جوړېږي؟)) کې دغه شمیره  پینځه ښوولې،(( ژبه- آهنگ- احساس- انديشه- خيال)). تاسې په دې اړه څه لید لرئ؟ 
ځواب : شعرته د طبیعي علومو غوندې یو همیشنی تعریف نه شو ټاکلی د وخت په تیریدو سره د شعر په اړه زموږ اندونو هم تغیر کړی دی او په راتلونکي کې به هم موږ د دا ډول بدلونونو شاهدان واوسو. کوم تعریف چې موږ یوه پیړۍ د مخه د شعر لپاره کاراوه نن ورځ هغه د شعر لپاره زاړه شوي دي. سبا هم ممکن همداسې وي. فکر، احساس، تخیيل، ژبه او آهنگ د شعر مهم توکي دي. استاد زیار پخپل کتاب کې د شعر د نورو جوړونکو توکو تر څنګ په ژبني اړخ ټینګار کړی (لارنس پرين)  ليکي : 
(کولى شو شعر يو ډول ژبه وبولو چې تر عادي ژبې يې د پيغام د رسولو قدرت ډېر دى)
پوښتنه : ارواښاد استاد ګل پاچا الفت چې د پښتو ادب په ډګر کې  یو پیاوړې لیکوال، تکړه ادب پوه، لوی او نامتو شاعر و، د شعـرپه اړه په خپله یوه لیکنه کې داسې وایي : 
 ( .... شعـر له زړه نه الهام اخلي اوله زړه سره کارلري .... عواطف اواحساسات چې د شاعرله زړه نه را نقل شي، شعـرترې جوړشي اوپه زړونو اثرکوي .... شعـرته د عواطفو او احساساتو د ظهور او د تجلیاتو کوه طور ویلی شو.)
  (( ګل پا چا الفت،غوره نثرونه ،۱۳۳۶ کال ،۵۶ مخ ))
د استاد ګل پاچا الفت صاحب د دغو خبرو پر استناد تاسې په شعر کې خیالونه ، الهامونه، احساسات اوعاطفي انځورونه څه ډول ارزوئ؟
ځواب : استاد الفت لوی ادبپوه او هیومانیست شاعر و د شعر او ادب په اړه د هغه هره خبره ملغلره ده. استاد لکه څنګه چې پخپلو خوږو او تلپاتې شعرونو کې و، تل یې د شعر په هنري ښکلا تاکید کړی دی لکه چې وایي( تاسې له شعر او شاعر نه علمي حقايق مه غواړئ، د شعر هدف حقيقت نه دى جمال دى ) 
تخییل د شعر اصلي او جوړونکی توکی دی ورسره فکر هم په شعر کې همدومره ارزښت لري. خیال، الهام احساسات او عواطف ټول ځانګړي بحث ته اړتیا لري چې ممکن د دې مرکې لمن ورته تنګه وي.
پوښتنه : ویل کیږي : اوسنی شعر د انځورونو شعردی. تاسې د عیني او ذهني انځورونو په اړه څه  لید لرئ، او دا راته وویاست، چې دا انځورونه د شاعر پر شاعرۍ څه اغیز لري؟.
ځواب : انځورونه په دوه ډوله تر اوسه راپیژندل شوي دي. لکه چې تاسې یادونه کړې ده عیني او ذهني انځورونه دي. که د يوه شعري انځور ټول توکي او د دغو توکيو ترمنځ اړيکې عيني وي او خپل منطقي عينيت ولري، عيني انځور دی او که د شعر د انځور د توکيو اړيکې داسې وي چې عینیت یې کمزوری وي او لوستونکی مجبوروي چې د خپل ذهني قوت په مرسته یې یو ځل بیا پخپل ذهن کې تصویر کړي، دهني انځور بللی شو..  .
شاعر د خپل هنري ځواک په مرسته کولی شي پر مادي شیانو سربیره غیر مادي شیان هم داسې انځور کړي چې د لوستونکي تخییل راویښ کړي. فکر کوم هغه شعر چې له انځورونو څخه تش وي د شعر له ډلې راوتلی دی. انځور دی چې شعر ته هنري ښکلا ورکوي. شاعر د کلماتو په وسیله او د تشبییې او استعارو په مرسته پخپل شعر کې موږ ته داسې انځورونه وړاندې کوي چې عادي خلک یې آن له درک څخه عاجز وي.
پوښتنه : آیا تاسو د شعر د لیکلو تر څنګ منثور آثار هم لیکلي دي او که نه، کمو لیکلي دي نو ستاسو په اند شعر د خلکو په راویښولو کې او د ملي احساساتو په ژوندي ساتلو کې زیات اغیز لري او که نثر؟
ځواب : ما د نثر په برخه کې هم کار کړی دی د (مینه او جګړه) په نوم مې یو ناول د (مینه او وسواس) په نوم مې د لنډو کیسو او (شیطان څراغ) په نوم د طنزیه کیسو ټولګه خپره شوې. د ماشومانو لپاره د کیسو یو کتاب او دولس نور کتابونه د فولکلوري څیړنو او نورو برخو کې چاپ شوي دي.
زموږ په ژبه کې د نظم په پرتله د نثر برخه خواره ده موږ ته په کار ده چې ډیر کار د نثر په  برخه کې وکړو. تر کومه ځایه چې ستاسې په وینا د خلکو راویښولو خبره ده دواړه خپل خپل ځای لري. ممکن موږ یوه موضوع په شعر کې داسې بیان کړو چې په نثر کې ونه شوکولی هغه ډول یې ارایه کړو همدغسي برعکس. ما څوکاله یوازې شعر لیکه سوکه سوکه متوجه شوم چې ډیرې خبرې شته چې د شعر چوکاټ ورته تنګ دی نو وروسته له هغه مې کیسو لیکلو ته هم مخه کړه. 
پوښتنه : د کومو پخوانیو او معاصرو شاعرانو او لیکوالو آثار مو خوښیږي؟ هر شاعر اولیکوال د خپلو لیکنو او شعرونو لپاره ځانګړی سبک لري تاسې په شعر او شاعرۍ کې ځانته خپل سبک لرئ او که د کوم بل سبک پیروي کوئ؟
ځواب : په پخوانیو کې مې د خوشحال بابا او حمید شعرونه ډیر خوښیږي. اوسني خو نام خدا زیات دي نه شم کولی ووایم چې د پلاني ټوله شاعري مې خوښیږي. هر شاعر هم ښه شعرونه لري او هم داسې شعرونه لري چې په لوستلو نه ارزي. تاسې پوښتنه کړې ده کیدای شي د ډیرو دوستانو نومونه راڅخه هیر پاته شي. خو کولی شم ووایم د استاد محمد صدیق پسرلي، درویش دراني، کاروان، سعود، پروین ملال، شفیقې خپلواک، ومان نیازي، امین الله دوادزي، بهار ناصر او څو نورو شاعرانو ډیر شعرونه مې زړه ته لاره پیدا کوي. تر هغه ځایه چې د سبک خبره ده لوستونکي دې قضاوت وکړي ماته نه را معلومیږي. 
پوښتنه : هر هنرمند په خپل هنري اثر کې کوشش کوي چې د مختلفو حوادثو او پيښو په اړه خپل افکار، تصورات او خیالونه په ډیر عالي شکل ترسیم کړي ، خوله بده مرغه زموږ په هیواد کې یو شمیرشاعرانو، لیکوالو، سندرغاړو اوفرهنګیانو او داسې نورو برخلاف د خپلو اصلي دندو او اهدافوعمل کړئ دی اوعمل کوي، د بیلګې په توګه یو شمیر شاعران (مدح سرایي) کوي او شعرونه یې  په شعارونو بدل شوي دي او د خپل حریف پرضد په خپلو آثارو کې یې ډیر حساسیت ښودلی دی او یا یې  ښیي. مهرباني وکړی تاسو د یو ادبي او فرهنګي شخصیت په توګه په دې تړاو خپل نظر راته بیان کړئ؟
ځواب : په کار ده موږ شعر ته په درنه سترګه وګورو. د خپلو اهدافو لپاره یې وسیله ونه ګرځوو، د تعهد دروند بار ور په اوږو نه کړو. (ادګارالن ) وایي : که تصادف په پام کې ونه نیسو نوشعرله وظیفې یا حقیقت سره سروکارنه لري. هغوی چې غواړي پخپل شعر یو څوک خوشحاله کړي او بل وغندي له خپل هنر سره یې جفا کړې ده.
پوښتنه : ستاسو په  اند سپین شعریا نوی او آزاد شعراو کلاسیک شعرڅه توپیر لري ؟ د لومړي ځل لپاره د نوي ، سپین یا آزاد شعر مفکوره څه وخت  او د چا له خوا په  پښتو ادب کې لاره موندلې ده ؟ 
ځواب : پخوا د شعر په تعریف کې یوازې وزن او قافیې ته ارزښت ورکول کیده او هغه منظوم کلام چې وزن به یې برابر و او قافیې به یې جوړې وې شعر بلل کیده. فکر،تخییل، استعارې او هنري او انځوریز بیان د شعر په رغوونکو توکو کې نه حسابیدل. زیاتره کلاسیکو شعرونو همدا بڼه لرله. خو اوس یو نسبتآ منل شوی تعریف ورته دا کارول کیږي شعر په لنډه او اهنگينه ژبه د فکر او تخيل له عاطفي تړون څخه رغیدونکى شکل دى سپین شعر په انګریزي ادب کې د ډرامو له پیله شروع کیږي  هغه وخت به ډرامې په ستیج وړاندې کیدې او یوشمیر یې منظومې هم وې. په شرقی ادب کی ددې تاریخ ډیر وختي او مثالونه ېې په ویدونو، مذهبي کتابونو په متنونو کې موندل کیږی اومقفه او مسجع نثرونه ددې مثالونه دي ازاد شعر ځانته یو بیل قسم شاعري ده چی پیلوونکی یې یو فرانسوی شاعر بلل کیږي چې بیا وروسته  آزاده شاعري په نوره اروپا کې خوره شوه بیا اردوادب ته را ګډه شوه په ایران کې نیما او نورو شاعرانو هم ورته کار وکړ ددغه ډولونو شعرونو ځینې بیلګې موږ په پښتو فولکوریکو سندرو او د نقلونو او اتڼ په نارو کې هم لیدلی شو.
پوښتنه : که چیرې د خوشال خان خټک او رحمان بابا شعرونه ته  ځانګړې پاملرنه وکړو، ښایي د شعرونو ډیرې بیلګې او خواوې یې د جولې او منځپانگې له مخې توپیر، ونه  لري خو څه  داسې خواوې او څیزونه هم شته، چې د دوی شعرونه سره بیلوي. تاسو په دې اړه څه لید لرئ؟
ځواب : که په لنډو ټکو کې یې ووایو د رحمان بابا شاعري تصوفي اړخ لري او د خوشحال بابا په شعرونو کې حماسه، انساني مینه، وطنپالنه او نور ټولنیز موضوعات پیاوړي دي.
پوښتنه : تاسې په شعر کې تاریخي اسطورې چې د یو ملت د افسانوي ژوند مفاهیم څرګندوي څه ډول ارزوئ؟ او دا راته وویاست چې د کومو شاعرانو په  شعرونو کې د انساني او فطري اساطیرو مفاهیم خپل ځانګړې ځای موندلی دی؟
ځواب : ښه شعر د خپلې معلومې معنا ترڅنګ یوه بله معنا هم لرلی شي یا کله چې یوه شي ته اشاره کوي د سړي یوه بل څه ته هم ورپام کیږي که په شعر کې پخپل ځای د اسطورو ذکر وشي زما په باور د شعر د ښکلا په زیاتولو کې مرسته کوي. لوستونکی یوې بلې خواته بیولی شي او ډیر څه ورپه  یادولی شي د لوستونکي ویده تخییل راویښولی شي. زموږ د یوشمیر اوسنیو شاعرانو په شعرونو کې همدا ځانګړتیا شته. د ارواښاد اسحاق ننګیال، علي ګل پیوند، کاروان صاحب، سعود، درویش، ومان نیازي، احمد تکل، لیوال، نظیف تکل او نورو په شعرونو کې اساطیرو ته ځای ځای اشارې شته.  
پوښتنه : مهرباني وکړی د لنډیو په اړه خپل مالومات راسره شریک کړئ، او راته ووایاست لنډې چې د پښتو ژبې د ولسي سندرو ډیره مهمه او په زړه پورې برخه ده  او هر پښتون ځلمی او هره پښتنه پیغله پرې پوهیږي، د ښکلا، راز او رمزونه یې په څه کې وینې؟ 
ځواب : په لنډیو ډیرې څیړنې ته اړتیا ده. د ښکلا په راز یې باید یو کتاب خبرې وشي. که په یوه جمله کې یې ووایم باید زیاته کړم چې ښکلا یې پخپل طبعي والي ده. یو وخت مې فکر کاوه چې د لنډیو د ښکلا راز به د هغو په موسیقي کې وي چې زیاتره وخت پکې توري او کلیمات تکراریږي او ښکلې موسیقي پیدا کوي لکه دا لنډۍ:
د ملکنډ د سر طوطي وای 
په اور ستي وای تومتي نه وای میینه
په دې لنډۍ کې طوطي، ستي ، تهمتي د یاګانو تکرار د لنډۍ موسیقي شکلې کړې ده.
 دا لنډۍ وګورئ: ته د یوې شوې زه د بل شوم
په ژرنده دل شوم ژوند مې تورې خاورې شونه
په دې لنډۍ کې هم د بل او دل د لامونو تکرار موسیقي خوږه کړې ده. دا لنډۍ مې د ادبیاتو په اتم جشن کې څو تنو لیکوالو ته وویله ټولو خوښه کړه ممکن د موسیقي او نوې موضوع په خاطر. دا لنډۍ هماغه شپه ما پخپله جوړه کړې وه ما ویل که شاعرانو خوښه کړه پخپل هغه کتاب کې چې لنډۍ مې راټولې کړې شامله کړم. په هغه مازدیګر مې استاد اسدالله غضنفر ته هم دا لنډۍ وویله هغه وویل: ښه لنډۍ ده خو روشنفکري ده. زه پوه شوم چې په لنډیو کې لا ډیر څه شته چې موږ نه ورباندې پوهیږو.
که هرڅومره یې موسیقي د کلیماتو په زور ور ښکلې کړو چې خپله طبعي او ښکلې نه وي لنډۍ نه ده. ناوې ته سینګار کوي که ناوي ښکلې وي سینګار یې ښکلا لا زیاتوي که ښکلې نه وي سینګار یې که ظاهرآ ښکلې هم کړي ټول به وایي د پوډرو زور دی. نو د لنډیو په اړه زیاتړو څیړنو ته اړتیا ده. 
پوښتنه : د متلونه په  اړه چې ز موږ د پښو ادب یوه بډایه زیرمه او شتمنې ده  څه لید لرئ، دا چې زیاتره شاعران په خپلو شعرونو کې د متلونو نه ګټه پورته کوي د دې اغیز او دلیل څه ډول څیړئ؟
ځواب : د متلونو د کیسو په اړه مې دوه کتابونه لیکلي او چاپ شوي دي اوس په یوه بل کتاب بوخت یم. زه فکر کوم ټول متلونه باید د کاڼې کرښې ونه بولو. له متلونو سره احترام امیز انتقادي برخورد ته ضرورت دی. ډیر متلونه شته چې اوس د کاڼې کرښې نه دي. څو نمونې به یې ووایم، ښه مه کړه بد نشته، سل دې ومره یو دې مه مره، تره که ښه وای خدری به ښه و، چې مور میره شي، پلار پلندر شي... او داسې نور چې په اړه یې څیړنه په کار ده. یو شمیر هغه شاعران یا کیدای شي ووایم ناظمان د خپل پیغام د ښه رسولو لپاره پخپلو شعرونو کې له متلونو ګټه پورته کوي که په هنري انداز وي نو اغیز به یې لا زیات وي. 
پوښتنه : پښتو غزل چې زموږ د پښتو ادبیاتو یو غوړیدلی ژانر او صنف دی، کولای شي چې د نوروژبو سره په ځانګړي توګه هغه وخت چې د موسیقې په  پردو کې  په ښکلي کمپوز کې زمزمه شي، سیالي وکړي، تاسو د پښتو غزلو اصالت او سنتي ځانګړتیاوې په څه کې وینئ؟
ځواب : پښتو یوه خوږه او سندریزه ژبه ده. د مینې ژبه ده غزل هم تر ډیره د مینې شعر دی. ممکن په نورو ژبو کې هم غزل خوندور وي خو په پښتو ژبه کې زیات په زړه پورې دی. اوس په غزل کې مختلفو موضوعاتو ته اشاره کیږي د مینې ترڅنګ ټولنیز پیغامونه هم لیږدوي. د غزل په برخه کې ډیرو وتلیو شاعرانو خپل قلمونه ازمویلي او دغه صنف یې لا په زړه پورې کړی دی. 
پوښتنه : دا څرګنده ده چې د هراثر کرکتنه او نقد ځانته خپل اصول او مقررات لري، تاسو زموږ د عصراوسنې کره کتنې څرنګه څیړئ، او دا راته ووایاست، چې ولې په هیواد کې د ننه او بهر د ادبي  نقدونو په تړاو ادبي او فرهنګي مرکزونه چې هلته با صلاحیته ادبي او فرهنګي منتقدین او کره کتونکي موجود وي نه جوړیږي؟ 
ځواب : زه فکر کوم کره کتنه اوس تر ډیره زموږ په ادبي غونډو کې عامه شوې ده. په کابل کې د افغان ادبي بهیر او میرمن کلتوري – ټولنیز بهیر په اوونیزو غونډو کې هره اوونۍ د لیکوالو په اثارو کره کتنې کیږي همداسې په سیمه ایزو بهیرونو کې هم په هره غونډه کې تر مشاعرې دمخه کره کتنې کیږي. همداسې د لیکوالو په چاپ شویو اثارو کره کتنې لیکل کیږي.
په چاپ شویو اثارو چې کومې د مخکتنې غونډې کیږي په هغو کې هم د ستاینو تر څنګ نقدونه هم کیږي. که له پخوا سره یې پرتله کړو اوس زموږ د کره کتنې حالت ډیر ښه شوی دی. 
پوښتنه : تاسو ریالیزم، رومانیزم او سمبولیزم په ادبي ژانرونو کې او په ځانګړي توګه په شعر کې څرنګه څیړئ؟
ځواب : د ارواښاد اسحاق ننګیال خبره به راواخلم چې یو وخت یې ویلي و، ښه شعر دې وي چې له هر ایزم څخه وي.
پوښتنه : ښاغلی صدیق کاوون توفاني چې زموږ د هیواد یو مخکښ او نوښتگر شاعر، ادبي  او فرهنګي شخصیت دی ، د استاد زیار  د علمي او ادبي شخصیت په اړه په خپله یوه لیکنه کې داسې کښلې دي :
( .... زیار صیب د خپلو نورو سترو کارونو تر څنګ، د نویو ژبپوهنیزو او ادبپوهنیزو لارو چارو په دودونه کې خورا ډېر زیار اېستلی او له  بې شمیره  ستونزو سره یې مبارزه کړې ده . 
په اوسنۍ پښتو ژبه کې د ښاغلي ډاکتر زیار د قلم له برکته اوس اوس يو زیات شمیر داسې لغتونه او ګړنې استعمالیږي چې څو کاله مخکې چا اورېدلې هم نه وو او پر ځای یې د نورو ژبو له تورو او لغتونو څخه کار اخیستل کیده ... )
تاسې په پښتو ادب کې او په تیرا بیا په شعر کې د ژبې  پوخوالې، سوچوالې، قوت او بیان، فصاحت او بلاغت، میړنتوب او حیا، دروندوالې او سپیڅلتیا څه ډول ارزوئ؟
ځواب : پوهاند استاد زیار او نورو مشرانو لیکوالو او استادانو زموږ شعر و ادب ته ډیر څه ورکړي دي چې باید ستاینه او قدرونه یې وشي. شاعر د معیاري او سوچه ژبې ایجادوونکی دی. ددې تر څنګ چې د شعر نورو نورمونو ته باید پام وکړي په کار ده د ژبې بډاینې ته هم توجه وکړي. ژبه له خپلو ویونکو پردۍ نه کړي او ژبني معیارونه تل په پام کې ونیسي. 
پوښتنه : په هیواد کې د ننه او بهر په یو شمیر رادیویي او تیلویزوني خپرونو کې ادبي اوفرهنګي پروګرامونه او برنامې خپریږي، د دغو خپرونو په تړاو ستاسو لید څه دی؟
ځواب : په یو شمیر رادیوګانو او تلویزیونونو کې ادبي خپرونې خپریږي. خو په دې وروستیو کې یې په خصوصي تلویزیونونو کې برخه خواره شوې ده. اوس یوازنۍ ادبي خپرونه چې حساب پرې کیدای شي په ازادي رادیو کې د ازادي رادیویي مجلې فرهنګي خپرونه ده چې استاد اسدالله غضنفر یې چمتو کوي. په نورو رسنیو کې یې هم دا ډول خپرونې شته چې پخپل ځای کې د ستاینې وړ دي.
خو موږ لکه څنګه چې اوس یوه سراسري د لیکوالو اتحادیه نه لرو همداسې د ژوندون او قلم په څیر ادبي مجلې او جریدې هم نه لرو چې دا یوه تشه ده. 
پوښتنه : د کوزې پښتونخوا د شاعرانو او لیکوالو فعالیتونه، کارنامې، علمي او ادبي  آثار څه ډول څیړئ ؟
ځواب : ما د پښتونخوا د ادبي فعالیتونو په اړه کومه ځانګړې څیړنه نه ده کړې خو لکه څنګه یې چې وینو او اورو هلته هم اوس همیشنۍ فعالې کلتوري ټولنې منځ ته راغلې دي. په پښتونخوا کې هم لیکوال او شاعران ډیرې هڅې کوي موږ یې وخت په وخت د ښکلو ادبي او علمي اثارو د خپرولو شاهدان یو چې د ډیر قدر وړ دي. په کار ده د افغانستان او نورو پښتنو سیمو د لیکوالو ترمنځ فرهنګي اړیکې نورې هم پراخې شي. سره له دې چې افغان کلتوري ټولنو جرګې په  دې برخه کې زیات فعالیتونه کړي دي خو لا هم ستونزې شته باید دغه اړیکې لا پراخې او بنسټیزې شي. 
پوښتنه : ستاسو په اند په هیواد کې د ننه او بهر، ادبي ناستې، غونډې، ادبي او فرهنګي ټولنې د پښتو ادب د ودې، پراختیا او پرمختګ لپاره څه اغیز لري؟
ځواب : په هیواد کې دننه او بهر ادبي ټولنې زموږ د ژبې او ادب په پرمختیا او پراختیا کې زیات رول لري. یو وخت چې دا ټولنې نه وې او هر څه د دولت په انحصار کې و په دې برخه کې کوم د کتنې وړ پرمختګ هم نه تر سترګو کیده. خو دادی وینو چې د افغانستان په مرکز او ولایتونو او هم له هیواد بهر کلتوري ټولنې جوړې شوې دي. د همدغو ټولنو په نوښت ادبي غونډې او سیمینارونه جوړیږي. د لیکوالو اثار چاپیږي کره کتنې کیږي او ګډې غونډې او مشاعرې جوړیږي چې دا ټول زموږ د ژبې او ادب په پرمختګ ډیر اغیز لري. 
پوښتنه : ستاسو پیغام د یوتکړه او نوښتګر ادیب، شاعر اولیکوال په توګه زموږ ځوانو شاعرانو او لیکوالو ته څه دی؟
ځواب : مطالعه او تل مطالعه .
پوښتنه : مهرباني وکړئ، د افغانستان په اوسني حساسو سیاسي او تاریخي شیبو کې او د اوسني کړکیچنو او تراژیکو حالاتو په اړوند د ادیبانو، شاعرانو اولیکوالو اغیزمن نقش  او اصلي رسالت او دندې راته په ګوته کړئ؟
ځواب :
 شاعران په زړونو کې د کرکې او کینې پر ځای مینه کري. شاعران موږ ته له ژوند سره د مینې درس راکوي. که ټول خلک له ژوند سره مینه ولري او د کینو پر ځای مینې ته رجوع وکړي موږ به په راتلونکي کې اوسنۍ ستونزې ونه لرو.
 
- له تاسو ګران او قدرمن ورورعلم ګل سحر څخه ډیره ډیره مننه چې زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونه راکړل. ستاسو د بریاوو او بریالیتوبونو په هیله.
- ډیره مننه قدرمن مسعود صاحب چې ماته مو له خپلو خلکو سره د یو ځل بیا خبرو زمینه مساعده کړه تر څو یو څو د زړه خبرې ورسره شریکې کړم او افغان ادب ته د خدمت په لاره کې ستاسې د نه ستړې کیدونکو هلوځلو ستاینه کوم ما له افغان لیکوالو او شاعرانو سره ستاسې مرکې لوستې دي تاسې په دې برخه کې ډیر خدمت کوئ دا کار زموږ د ادب تاریخ په بشپړونه کې هم د قدر وړ کار دی. ستاسې بریالیتوب غواړم . 
- ګرانو د ادب مینه والو زه د ښاغلي علم ګل سحر سره  د ده د ادبي اثارو په تیره بیا  کیسو،  داستانونو او ناوولونو په  اړه یوه بله مرکه هم لرم هیله من یم که په دې برخه کې پوښتنې او وړاندیزونه لرئ ما ته یې په دغه پته کې راولیږئ:
 ( This e-mail address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it. )
په ډیردرنښت اوادبي مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود
 
اساسي برخه: مركې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1335

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1326

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1472

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2002

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6225

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…