د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

ټولپېژندلی او ټولمنلی شاعر، لیکوال او رسنوال ښاغلی لایق زاده لایق له خپل اندو ژوند سره


 

b_150_100_16777215_00_http___www.khost-web.net_images_stories_khostsite_01layeqzadalayeq.jpg




 

ټولپېژندلی او ټولمنلی شاعر، لیکوال او رسنوال ښاغلی لایق زاده لایق له خپل اندو ژوند سره
شعر په کره کوټلې او آهنګینه ژبه کې د اندو واند (فکروخیال) یو ولولیزه (عاطفي) تړاو دی چې له زړه نه راپورته شي، او زړونو ته لار وکړي. په دې ډول تر هرڅه وړاندې باید د شعر ژبه خوږه، نږه، او کره کوټلې، زړه راکښونکې، وییونه (کلمې) یې تازه او ښکلي وي.  ټولنیز واقعیتونه او دټولنیز بیلابیل اړخونه باید په هنري او ادبي ژبه، او شاعرانه تخیل په ډیره لوړه کچه انځور شي. همداسې د شعر نورې ادبي او هنري ښیګڼې پکې نغښتې وي چې دهر لوستونکي او د ادب د مینه والو له څوب و خورمنځ (ذوق او طبیعت) سره برابر اوسي او لوستونکي یې تر پایه ولولي.
دا ځل زه تاسې درنو مینه والو ته د پښتو ادب و فرهنګ یو بل وتلی او نومیالی استازی، شاعر، کیسه لیکونکې، ډرامه لیکونکې، څیړونکې، سیاستوال، ټولنوال، او رسنوال (ژورنالیست) ښاغلی لایق زاده لایق چې  په لره پښتونخوا کې یې دپښتو ادب او دشعر او شاعرۍ ډیوې بلې ساتلی دي. د یوې خوندورې او په زړه پورې مرکې له لارې  له خپلو هستونو او کارونو سره در پېژنم او تر هر څه له مخه یې دا لاندې لنډ ژوند لیک درسره شریکوو:
ښاغلی لایق زاده لایق د خدای بښلي لعل جان پاچا زوی او د خدای بښلي حاجي کاکا لمسی پر(۱۹۵۹)زیږدیز کال د جنوري د میاشتې پر پنځلسمه د پښتونخوا د (سوات) په ښکلې، غوړیدلې او ښیرازه سیمه، د(مدین) کلي په یوه درنه او دینپاله کورنۍ کې زیږیدلی دی. خپلې لومړنۍ او منځنۍ زده کړې یې په خپل کلي او سیمه کې سر ته رسولي دي. په لوړو زده کړو کې  یې پر سیاسي علومو سر بیره په  اردو او پښتو ادب کې د ماستري تر کچې  دیپلومونه(بریلیکونه) تر لاسه کړي دي. لایق زاده صاحب د خپلو زده کړو پر مهال د پښتو ادب په برخه کې د یو ښه او تکړه ادیب په توګه د خلکو تر منځ پوره پیژندل شوی وو. هغه مینه چې ده، له خپلې ژبې او ولس سره لرله، او تل به یې دخپل ولس د آزادۍ ، سوکالۍ، یوالي او پیوستون سوچونو په زړه او  ذهن کې غزونې کولې، دې ته وهڅیده چې د (ستودنس فیدریشن ګوند) بنسټ کیږدي او د خپل کلي د ځوانانو د ذهنونو په راویښولو کې یې کارنده ونډه ترسره کړي.  او په لړ کې یې هلته د ځوانانو یوه ټولنه هم جوړه کړه.
لایق زاده صاحب پر (۱۹۸۳ز) کال  د پاکستان په رادیو کې د پرودیوسر په توګه خپله دنده پیل کړه، د پښتو ډرامې، موسیقي او روانو چارو په خپرونو کې یې کارنده ونډه واخیسته. لایق زاده صاحب د شاعرۍ تر څنګ  د رادیو او تلویزون لپاره ګڼ شمیر ډرامې هم لیکلي دي. د پښتو له درانه مشر افضل خان لالا سره د وزارت پرمهال لایق زاده صاحب  د سکرتر په توګه دنده لرله. پر لره او بره پښتونخوا سربیره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پښتانه د ده د ادبي هلوځلو درناوی کوي. نن سبا دی د پیښور رادیو د مشر په توګه دنده لري. خپلو پرګنو ته د ښاغلي لایق زاده صاحب د لا ډیرو هلوځلو او هاندو هڅو په تمه یوو.
د شعر پوهانو په اند، موسیقي ناوې ده او شعریې ګاڼه. لایق زاده صاحب د پښتوموسیقي دفن اوهنر دپراختیا او پرمختیا په برخه کې د پام وړ خدمتونه تر سره کړې دي. ده دګڼو پښتو نامتو سندرغاړو، کمپوزرانو او موسیقي جوړوونکواستادانوپه پیژندګلوې او لارښوونه، روزنه او پالنه کې اغیزمن رول لوبولې دی. د ده شعرونه دپښتونخوا د نامتو سندرغاړو او هنرمندانو له خوا په رادیواو تلویزون، فلمونو، حجرو، دیرو او نورو بنډارونو کې په خپلو اغیزناکو او خوږوآوازونواو په ډیر ښکلي کمپوزونو د ساز په څپو کې خپلو مینه والو ته وړاندې کړې دي.
لایق زاده صاحب پرخپلوادبي آثارو، د پښتوادب لمن زرغونه او پتمنه ساتلې ده، ده دادب په بیلابیلو برخو کې (۲۲) ارزښتناک او ګټورکتابونه کښلې دي، او دیو شمیرپوهانو، شاعرانو او ادیبانو پر کتابونوسریزې او له (۳۷۰) زیاتې رادیویي ډرامې هم لیکلي دي.
د پښتو ادب، ټولپیژندلي او نومیالي شاعراو سیاستوال ارواښاد اجمل خټک په خپله یوه لیکنه کې د لایق زاداه صاحب د یو اثر په اړه، چې (ماته آئینه) نومیږي داسې لیکلي دي:
((ماته آئینه: د ښاغلي لایق زاده لایق د داسې افسانو مجموعه ده ـ چې خپل انفرادي رنګ لري ـ ما په وړمبي ځل په دیر کښې د اباسین شعري مجموعې(الوت) د مخکتنې په موقع د لایق زاده لایق افسانوي لیکنه اوریدلې وه ـ زه د هغه علامتي (ښاپیرۍ) د ځان سره ډیر لرې بوتلی ووم ـ غالبا دومره لرې چې پخپله لیکوال ته به هم د دغه حدونو احساس نه ووـ هم دغه وجه ده چې زما په ذهن کښې اوس هم د هاغه ښاپیرۍ عکسونه چورلي. لایق زاده لایق چې پښتو افسانې ته کوم نوی رنګ ورکړی دی ـ نو د هغې نه دا بریښي چې په پښتنو یو نوئی دور را روان دی. د وینو په دې ډنډوکې کښې یو نوی ګل ټوکېږي چې هغه د لایق زاده لایق  ادبیات د هغه شاعري د هغه افسانې او ورسره هاغه قامي خدمت دی چې هغه ئې د راډیو د لارې کوي. لایق زاده لایق چې د پخوانو سندرغاړو د آوازونو کومه خزانه راغونډه کړې ده ـ د هغې هډو بل مثال نشي کیدی. زه چې کله کله دغه آوازونه اورم نو د لایق زاده لایق د ادبي او کلتوري خدمت اعتراف کوم.زه ورته په دغه افسانوي مجموعه (ماته آئینه) مبارکي وایم ځکه چې دا یو نوی او منفرد انداز دی او د دې تر څنګه ورته.... او بلا نور بریالیتوبونه غواړم. ))
لایق زاده صاحب هغه خواخوږې، منلی او وتلې لیکوال او شاعر دی، چې د ده په شعرونو کې د دې او هغې دنیا د نیکمرغیولارې چارې، سپیڅلې قامي او انساني مینه،  سوزاو درد او پښتني احساس له ورایه ښکاري. ده په خپلوشعرونو کې دخلکو او هیواد سره مینه، پښتو او پښتنولي، سوله او سوکالۍ، آزادي او دموکراسي، ملي یووالې او پیوستون، بزم او رزم، سپیڅلي کلیوالي چاپیریال، کلیوالي ورورولي اوصمیمیت، ښکلا، مینه، درندانو او مستانوسوزاو ګداز، د ښاپیریو حسن او جمال او د طبیعت ښکلې او زړه وړونکې منظرې په خوږوالفاظو، شاعرانه او هنري ژبه انځور کړي دي. د ده په شعري ټولګو کې داسې ادبي او هنري بیلګې شته دي چې نوښت او خوږوالې یې له ورایه ښکاري. د ده له شعري ټولګو څخه مو څو بیلګې غوره کړې دي چې ستاسو پام ورته را اړوم:
د خپل ذات په آئینه کښې واړه ښکاري
که مکان که لامکان دی که کعبه ده
چې د ژوند په هره ساه کښې ساه پیدا کړي
نور څه نه دي د اخلاص یوه سجده ده
 (۱) :
هر یو راز به د ژوندون درته ښکاره شي
که یو ځلې د (خپل ذات) په راز خبر شې
د عظمت فلسفه دومره ګرانه نه ده
ځان کړه خاورې نو پخپله به (ګوهر) شې
(۲) :
په هر قدم زه وسعتونه دعرفان لټووم
هر تصور کې تصویرونه د جانان لټوم
ما د (بابا عبدالرحمان) نه قناعت زده کړی
ما د(خوشال بابا) د فکر نه غیرت زده کړی
ما د(حمید بابا) د خیال نه نزاکت زده کړی
د(علي خان) نه مې اظهار د محبت زده کړی
زه په مکان کې فلسفې د لامکان لټوم
هر تصور کې تصویرونه د جانان لټوم
....
(۳) :
خیر که زه خفه یم خو یاران دې خفه نشي
خدایه دا مې سوال دی یو انسان دې خفه نشي
نشته پروا نشته که په اور مې سوزوي مینه
ټوله ټوله شپه مې بې اختیاره زوروي مینه
ما لکه ماشوم په چغوچغو ژړوي مینه
لا دې نور رسوا شم خو جانان دې خفه نشي
خدایه دا مې سوال دی یو انسان دې خفه نشي
....
(۴) :
عاجزی او خاکساری په هره ساه کښې
سړیتوب آهم معراج د شرافت دی
نور کارونه د دنیا واړه عبث دی
غوره کار تر همه واړو (محبت) دی
(۵) :
په یو کور کې اوسیږو خو دیو بل نه پردي یو
مونږ څومره لیوني یو
لوبیږو د بل لاس کې د اغیارو ګوډاګي یو
مونږ څومره لیوني یو
بې سوچه بې دلیله
یو بل په کاڼو ولو
د نورو په یارۍ کې
مونږ خپل په کاڼو ولو
په دام د نفرتونو کې پاخه پاخه بندي یو
مونږ څومره لیوني یو
....
(۶) :
دغه (خیبر) دی دا دره د ننګیالو خاوره ده
دا د خود سره سربازانو توریالو خاوره ده
په دغه کاڼو کې زمونږه د غیرت نښې دي
قدم قدم د لوړ همت او شجاعت نښې دي
دا د (میرویس) د(احمدشاه) د میړنیو خاوره ده
دا د سره سربازانو توریالو خاوره ده
....
(۷) :
څوک به (کابل) او (پیښور) یادوي
څوک به ښایست د (اشنغر) یادوي
د چا (خیبر) د چا (تیراه) خوښه ده
زما دا ټوله (پښتونخوا) خوښه ده
دغه ساده باده سپیڅلي کلي
دا د وختونو نازولي کلي
د تصور نه بلا ښکلي کلي
دلته مې لور په لور خندا خوښه ده
زما دا ټوله (پښتونخوا) خوښه ده
....
(۸) :
د حسن تصور به ستا د مخ په ننداره کړم
د مینې هر احساس به ستا له سترګو صدقه کړم
رنګونه به راټول کړم           د ژوند د پسرلو نه
ګلونه به را ټول کړم            د فکر د ورشو نه
خوبونه به راټول کړم           د سترګو د لیمونه
دردونه به راټول کړم           د زړه د زلزلو نه
دا هر څه به جانانه ستا ځوانۍ ته غرغره کړم
د مینې هر احساس به ستا له سترګو صدقه کړم
....
(۹) :
تصویرونه جوړومه، تصویرونه ورانومه
لږ مې پوهه کړه جانانه، تا به څنګه هیرومه؟
کله اوخاندم سپوږمۍ ته، کله ستورو ته ګیلې کړم
کله ځان سره ګوڼیږم، کله سر وهم ښېرې کړم
تېر وختونه یادوومه، رڼې اوښکې تویومه
لږ مې پوهه کړه جانانه، تا به څنګه هیرومه؟
مازیګر چې د نمر سترګه، ځي له غرونو پناه کېږي
تنهایي مې د زړګي نه، د لمبو شان چاپېرېږي
هر خوا سترګې ګرځوومه، ستا خاپونه لټومه
لږ مې پوهه کړه جانانه، تا به څنګه هیرومه؟
(۱۰) :
اوویه وحشته ازل چرته دی
ګرانه زندګي شوه اجل چرته دی
لاره د ژوندون نوره ازغنه ده
وایه لیونتوبه منزل چرته دی
ګله! ښکلي ډیر دي ما لیدلي دي
ستا د ښایسته سترګو بدل چرته دی
....
(۱۱) :
چې کوم خوا ګورمه تصویر مې د جانان ښکاري
ماته د ژوند په ښایستونو کښې خپل ځان ښکاري
ستا په رخسار چې د حیا رنګونه لوبې کوي
په هره ساه مې د وفا رنګونه لوبې کوي
بدل بدل راته نازونه د ارمان ښکاري
ماته د ژوند په ښایستونو کې خپل ځان ښکاري
....
(۱۲) :
ما په اوربل کې قطار کړي دي ګلونه
لالیه بیا دیدن ته راشه
د بنګړو ډک مې دي راوړي مړوندونه
لالیه بیا دیدن ته راشه
ستا د راتلو په انتظار کې
بدن مې سوځي په انګار کې
په غونډه زنه مې وهلي شنه خالونه
لالیه بیا دیدن ته راشه
یم وارخطا زړه مې درزېږي
تا رانه غواړي نه صبرېږي
راشه چې ختم شي مې واړه ګمانونه
لالیه بیا دیدن ته راشه
....
 (۱۳) :
په سلګو مو شپه سبا کړه
تا ښېرې کړې ما دعا کړه
نور څه نه غواړم خاونده !
زما مینه ماله راکړه
ځکه پټه پاتې نشوه
لیونتوب مینه رسوا کړه
چې یارانو کړم یوازې
خپله لاره مې جدا کړه
....
(۱۴) :
چې مې سینه کې زړګی، کله دردونه کوي
ستا جدائي زما نه، ډیر ټپوسونه کوي
زه دې تصویرسره خبرې په بیا بیا کومه
ځان ته ښېرې کومه، تاته دعا کومه
ستا په خاپونو پسې، په ګودرونو ګرځم
هر یو محفل ته ځمه، په زیارتونو ګرځمه
د ارمانونو په هر څلي واویلا کوومه
ځان ته ښېرې کومه، تا ته دعا کومه
....
(۱۵) :
چرته زه درته يادېږمه او كه نه
په زړګي دې را ورږېمه او كه نه
د هجران په ناقراره توره شپه كې
درته سيورى سيورى كېږمه او كه نه
دا يوه خبره سمه راته وكړه
خپل لايق درته ښكارېږمه او كه نه
 (۱۶) :
کږه له خیاله ګرځې د مستۍ نه دې قربان شم
زړګی ئې رانه یوړو د ځوانۍ نه دې قربان شم
په غټوغټو سترګو کې د مینې جهانونه
په سپین ګلابي مخ د منګرو زلفو ټالونه
خبرې په خوند خوند لکه ورېږي چې ګلونه
نادانې د نادانې زندګۍ نه دې قربان شم
زړګی ئې رانه یوړو له ځوانۍ نه دې قربان شم
....
لایق زاده صاحب یو مهربان، با احساسه، مینه ناک، زړه سواند، اود سپیڅلو اخلاقو څښتن دی. دی د علم، پوهې او ادب سره ځانګړې مینه لري، او په دې لاره کې یې د ستاینې وړ او ګټور آثار خپلو مینه والو وړاندې کړي دي.
د لایق زاده صاحب د پوره پیژندګلوي په اړه ما له ده سره یوه مرکه نیولې ده، چې ستاسو دادب او شعرمینه والو پام ورته را اړوم:
لایق زاده صاحب سلام، زما نیکې هیلې او پیرزوینې ومنئ، اجازه راکړئ، چې خپلې پوښتنې پیل کړم :
پوښتنه:
ستاسې شوق او مينه له ادبي ځيلونو (ژانرونو) سره او په ځانګړې توګه له شعروشاعرۍ سره څنګه پيدا شوه ، کومو لاملونو(فاکتورونو) او چا دې ته وهڅولئ ، چې د شاعرۍ او ليکوالۍ ډګر ته مو مخه کړه؟ لمړى شعر مو ، چې وليکو کوم شعر وو ؟
ځواب:
زه فکر کوم چې په فطري توګه هر انسان شاعر دى ، ځکه چې د دوى احساسات او جذبات يو رنګ دي ، توپیر تش همدومره دى چې کوم خلک خپلې دغه جذبې د لفظونو په چوکاټ کې ځاى کوي نو وختونه يې د ليکوال يا شاعر په حيث پيژني.
ما د سوات په ښکلاګانو کې سترګې غړولي دي ، زمونږ کلی مدين د غرونو په لمن کې پروت دى ، دا جوته ده چې کله يو حساس ذهن د فطرت په ښکلاګانو او ښايستونو کې وده کوي نو ارو مرو به شعر ويلو ته راپاريږي ، دا د (۱۹۷۱) زیږدیزکال پېښه ده چې ما په وړومبي ځل د خپلو هاغو کونترو(کوترو) په نوم يو نظم وليکه، چې ما په ډيره مينه ساتلې وې ، دغه مهال زه ايله دولس کلن وم ، د دې نه څلور کاله وروسته کله چې ما د خپل کلي په ښوونځي(سکول) کې څو نظمونه وليکل نو زما استاذانو ماله ډير ډاډ راکړو.
خو کله چې د پوهنځي (کالج)په ورځو شپو کې ما په (ايلم) رساله کې د وړو کيسو او شعرونو ليکلو هڅه وکړه نو نا قراري مې لا سيوا (زیاته) شوه ، لدې نه وړاندې پر (۱۹۷۵) زیږدیزکال کې زما وړومبې کتاب د محنت ميوه(د ماشومانو د پاره) ، چاپ شوې وه ، خو زه بايد دا خبره سپينه کړم چې د پښتو د غزل د تکړه شاعر خداى بخښلي ساحر افريدي کتاب (پانزيب) لوستلو او بيا د پښتو د غزل له بابا سره ليدو او د هغوى ډاډ زه نورو ليکلو ته راوپارولم ، د بابا حمزه شينواري غزلې به ما له راډيو نه اوريدې ، خو د هغوى د روحانيت نه هغه  وخت مستفيد شوم چې مې ورسره ليده کاته وشول ، زه د روحانيت په سپيڅليو جذبو باور لرم ، ځکه نو د بابا د روحانيت په اساس د ژوند د رموزو سره اشنا شوم.
په ړومبیو ورځو کې زما يو غزل ډير وستايل شو چې يو بیت يې دا دى.
اميدونه مې کتلي ستا د غټو سترګو مينځ کښې
مينه ستا زما هر څه وى نه خوړل وى نه مې څښل وى
پوښتنه:
يو شمير ليکوال وايي: په شاعرۍ کې تر ټولو لويه سرچينه مينه ده که دا سرچينه نه وي نو د شاعرۍ ډيره مهمه برخه له منځه ځي.
غني خان صاحب وايي:
ستوري ته اسمان کې يوه ورځ ووې هلال
خداى آدم له مينه ورکړه مونږ له تش جمال
زه به په خندا ورکړم دا خپل ښايست د کمال
ما له که يو څاڅکي مينه راکړې څوک په سوال
مينه حقيقت حسن سايه د حقيقت ده
حسن له زوال شته مينه نه لري زوال
او همداسې استاد ګل پا چا الفت صاحب وايي:
مينه ګلزار ته بلبلان راولي
بلو ډيوو ته پتنګان راولي
شاه د ګدا زړه ته نژدې کاندي
د خوار جونګړې ته سلطان راولي
مهرباني وکړئ په دې اړه خپل نظر راسره شريک کړئ؟
ځواب:
هو زه هم د ليکوالو او شاعرانو د دغه فکر سره همغږی یم. دا په دې توګه چې زما په خيال ټول انساني ژوند د مينې له يوې نکتې نه چاپيره چورلي ، او که د ژوند نه د مينې احساس ليرې شي نو ژوند به ژوند پاتې نه شي ، د رشتو تقدس به له مينځه لاړ شي ، د جذبو صداقت به صداقت پاتې نه شي د فطرت د نزاکتونو احساس به ختم شي ، شاعري د دې هر څه غوښتنه کوي.
شاعر که يو خوا د ژوند د رنګونو ترجماني کوي نو بل خوا په دغه رنګونو کې د ځان لټون کوي ، او چې څومره د دغې لټون احساس راپاريږي ، ارو مرو د شعر رنګينې  زیاتیږي.
پوښتنه:
ستاسې په آند شعر ته کوم تعريف ټاکلاى شو ، او يو شاعر په شعر کې کومو بنسټيزو ټيکو او معيارونو ته بايد پاملرنه وکړي؟
ځواب:
د شعر د تعريف په اړه د هر چا خپل خپل نظر دى خو ځه دا خيال لرم چې د دې تعلق د الهام سره دى ، ځکه چې دا کوم فن نه دى چې څوک يې د چا نه زده کړه وکړي.
شاعري که الهامي کيفيت نه وى
د دنيا خلق به واړه شاعران وه
زما په نظر چې څومره په يو شعر کې  الهامي اثر زيات وي ، هغومره ښه شعر ګڼلې کیږي، د دې تر څنګه چې کوم خلک له اړتیا سره سم کلیوالي شاعري کوي هغې ته بايد د قافيه سازۍ پیشه وويل شي ، لکه چې په مختلفو وختونو کې خانانو نوابانو او ان تر بادشاهانو د خپل تعريف او ستاينې لپاره درباري شاعران ساتلي دي ، چا چې د خپلو بادارانو په تړاو لويې لوېې قصيدې ليکلي دي.
ښه شعر زما تر نظره هاغه دى چې د خپلو لوستونکو او د خپلو اوريدونکو د زړونو تارونه داسې په رپا راولي لکه چې دا هم د هغوى د زړونو اواز دى ، د دې تر څنګه  نن سبا په شعر کې  پیغام ډير ضروري دى، سره له دې چې نني پوهان الهام ته د شعر فن وايي خو زه خيال لرم چې د اشارو ، کنايو ، استعارو او الهام په اړه زمونږ کلاسيکو شاعرانود پښتو ادب ځولۍ ډکه کړې ده ، او د خپل وخت اکربکر(روزمرې) خیال يې په کې ساتل دی.
د دې هر څه سره په شعر کې معنويت او مقصديت هم ضروري دى ځکه چې بې مقصده او د ژوند د ترجماني ليرې شعرونه ژوندي نه پاتې کيږي ، د رحمن بابا د شعرونو مثالونه په هر محفل کې ځکه ورکولې شي چې په هغې کې د مقصديت سره سره رواني او سادګي هم ده ، کوم چې په ښه شعرونو کې وي ، رحمن بابا هم د خپل دغه انداز په اساس  داسې ويلي دي :
په غزل کې خو دوه شعره انتخاب وي
د رحمن غزل دى واړه انتخاب
نو بايد په مختصرو ټکو کې به ووايم چې د ښه شعر لپاره د ننګ، ابلاغ ، معنويت ، مقصديت ، رواني ، سادګي ، بې ساختګي او ژوند ته نژدې والې ډير ضروري دى.
پوښتنه:
يو شمير ليکوال په دې عقيده دي ، چې شعر الهام دى خو يو شمير نور وايي ، چې شعر ليکل ، رياضت او انساني تجربه ده . تاسې پکې څه ووياست، مهرباني وکړئ په دې اړه خپل نظر راسره شريک کړئ؟
ځواب:
لکه چې مې وويل شعر د الهام سره کلک تړون لري ځکه خو دغزل بابا حمزه شينواري د خپل شعر په اړه څه ښه ويلي دي.
چې خپل غزل د چانه واورم حمزه
وايم چې چا هسې وينا کړې ده
يا د خداى بخښلي ايوب صابر دا شعر:
چې له زړه نه وينې اوڅڅوم بيت شي
زمانې زما نقصان ته خو خيال اوکه
ترځایه پورې چې د رياضت د مفکورې تعلق دى نو هغې ته "اوردي" شاعري وايي ، د "امد" او "اورد" تر منځ ډير باريک تعلق دى ، خو زه د ښه شعر په لړ کې د "اورد" قايل نه يم ، داسې شعرونه په زور ليکل کيږي ، او عموماً هاغه خلک يې ليکي کوم چې عمومي علميت او پوهه لري، او د دغه اوردي شاعرۍ په چوکاټ کې به خپلولوستونکو  او اوريدونکو ته د خپل علميت او پوهې ښکارونه کوي ، د دې په مقابله کې د ډيرو بې سواده خلکو امدي شاعري دومره ژوره ده چې د اوردي مکتب شاعران يې تصور هم نه شي کولې ، په نن مهال کې ډير داسې شاعران شته چې د هغوى شاعري د قافيې طابع وي د تخيل نه.
پوښتنه:
ستاسې په آند د ادبي سبک او مکتب تعريف څه دى ، او يو ادبي سبک او مکتب څنګه منځ ته راځي او څنګه له منځه ځي؟ او دا راته ووياست تاسې په شعر ويلو کې له کوم ادبي سبک او مکتب نه پيروي کوئ؟
ځواب:
ادبي مکتب يا ادبي سبک چې په انګليسي کې ورته "سکول اف تاټ" وايي د يوې خصوصي لارې يو مخصوص فکر نمايندګي کوي ، لکه د مثال په توګه د رحمن بابا شاعري چې په مجموعي توګه د تصوف د مکتب نمايندګي کوي ، يا بيا که مونږ لږ شاته لاړ شو نو د ليکلي ادب ابتداء چې د کومو دوو نومونو نه کيږي هغه بايزيد انصاري او اخوند درويزه دي ، دواړه د خپل خپل مکتب خاوندان دي ، که هر څو ځنې خلک بايزيد انصاري د قام پرست سوچ باني ګڼي خو دا سوچ او دا فکر بيخي غلط دى ځکه چې هغه په مکمله توګه د وجوديت د مکتب يا فلسفې پيرو وو، په پښتو ژبه يې د ځينې تورو لکه ړ ، ډ ، څ او نورو احسان دى خو دا تورې هغه د پښتو په غرض نه د وجوديت د خپرونې (خورونې) لپاره استعمال کړي دي ، د هغوى په "خير البيان" کې چيرته هم د پښتونوالي ذکر نشته ، په مقابله کې يې اخون درويزه ننګرهاري چې خپل نوم يې عبد الرشيد دى ، د شهوديت پر چار کړى دى او د زيات اهميت وړ خبره دا ده چې د پښتنو د خاورې د پاره د پښتونخوا تورې د احمد شاه بابا نه ډير وړاندې اخوند درويزه په خپل کتاب مخزن اسلام کې استعمال کړى دى، داسې مکتبونه داسې سبکونه هله له منځه لاړ شي چې کله هغه فکر د خپل وخت سره سرته ورسي، کومې نتيجې راوړي يا بيا يې ضرورت پاتې نه شي ، زه په خپله شاعرۍ کې د شهوديت او وجوديت دواړو قايل يم ، او د حمزه بابا پر لويه او پراخه مفکوره عقيده لرم ، چې ورکې د تصوف ، ننګ ، غيرت او پښتو روحانيت هر څه شته ، او دا فکر کوم چې څومره نن پښتنو شاعرانو ته د پښتو د خبرې کولو اړتیا ده، د سپينې خبرې کولو اړتیا ده، وړاندې کله هم نه وو.
پوښتنه:
په پښتو ادب کې پښتو ژبه د شعر او شاعرۍ ژبه ده ، او په دې لاره کې شاعران لکه د آسمان د ستورو په شان ډير زيات ځليدلي او غوړيدلي دي . ستاسې پرآند د دې دليل څه کیدای شي؟
ځواب:
د شعر ليکلو تړاو (تعلق) د چابیریال (چاپيرچل)، حالاتو او د وختونو له پيښو سره دى ،  په پښتنه سيمه کې له بده مرغه د ازله رایسې دومره محرومې پاتې شوي دي چې شمير يې ګران دى ، که لره خوا ده او که بره خوا دواړه هميشه د استعماري قوتونو له لاسه زورول شوې دي ، د دې تر څنګه پښتنو مشرانو اکثر د خپل غرض او خپل مقصد تر حده مشري کړې ده ، پښتانه دا هر څه ويني ګوري او جوته ده چې ورته د محرومۍ احساس کيږي نو د زړه دردونو د ټکور لپاره د شعر لاره خپله وي ، زه فکر کوم چې په پښتنو کې د شاعرانو د دومره زياتي شميرې اصلي دلیل هم دغه ظلم  اوجبر دى چې په ولس يې خپل رهبران هم کوي او نور قوتونه هم.
حضرت باچا خان څه ښه ويلي دي چې پښتون هر څه ته ټينګ دى خو پيسې ته د ټينګې نه دى ، لکه د پرون په شان نن او سبا  به هم زمونږ د سرونو سوداګانې کیږي ، مونږ به هم په خپل لاس وژل کيږو په مونږ به هم داسې تورونه لګي.
د قامي اړخ تر څنګ زمونږ په کولتور کې د مينې تصور هم ډير سپیڅلی (مقدس) دى ، زمونږ مينې بربنډې نه دي ، زمونږ مينې سرتورې ندي ، او دغه د کلتور زنځيرونه دي چې ورکې حيا او ښايستونه پټ دي ، حساس ذهنونه په داسې حال کې د شعر په ژبه د خپلو زړونو لفظونه لټوي ، دغه دوه لوى علتونه زمونږ د شاعرئ محورونه دي.
پوښتنه:
نوى ، ازاد شعر او سپين شعر له کلاسيک شعر سره څه توپير لري ؟ يو شمير شاعران په دې عقيده دي ، چې سپين يا ازاد شعر په پښتو ادب کې له ډير پخوا څخه موجود ؤ . تاسې په دې اړه څه نظر لرئ ، او دا راته ووياست ، چې د ازاد يا سپين شعر مفکوره د چا له خوا چيرته او څرنګه را پيدا شوه؟
ځواب:
د ازاد او کلاسيک شعر تر مينځه روښانه توپیر دا دى چې ازاد شعر د قافيې له قيده  ازاد وي ، يو مضمون ولري ، پر مقابل کې يې کلاسيک شعر يا پابند غزل خپلې قافيې  لري ، د غزل په هر شعر کې بيل بيل مضمون ځايولاى شي ، البته په کلاسيک نظمونو لکه چاربيته ، بدله يا نورو کښې لکه د سپين شعر "وحدت مضمون" موجود وي. تر کومه حده چې د ازاد شعر د قدامت تعلق دى نو زه په دې عقيده يم چې دا شعر په پښتو کې د نامعلوم تاريخ رایسې وجود لري ، زمونږ کلي والي او صوتي لوبې د سپين شعر روښانه مثالونه دي کوم چې د يو نسل نه بل نسل ته لاشعوري ډول لیږدول کيږي ، تر کومه چې پښتو ژبې ته د دې شعر د راتګ تعلق دى نو دا د انګليسي ادب نه راغلې دی، او مونږ چې کله دانګليسي شاعرانو شعرونه لولو نو (هنري)، سلګونه کاله پخوا هم دغه سپين یا  )Blank Verse(
ليکلې دى. او همداسې ويليم بليک ، شکسپير ، رابرټ فراسټ ، او نورو
 ډيرو.
پوښتنه:
زمونږ يو شمير ليکوال په دې عقيده دي ، چې د شعر په پرتله بايد نثر ته زياته پاملرنه وشي . تاسې په دې اړه څه نظر لرئ او ستاسې پر آند د خلکو په راويښولو او د ملي احساساتو په راپارولو کې شعر زيات اغيز لري او که نثر ؟ ايا تاسې هم نثرونه ليکلي دي او که نه ؟
ځواب:
دغه عقيده زه هم لرم ځکه چې زمونږ د نثر ليکونکو شميره ډيره کمه ده او بيا د ناول ليکونکي خو د ګوتې په شمار دي ، تر کومه حده پورې چې د يو قام د راویښولو تعلق دى نو په دې اړه شعر د نثر نه ډير زيات زورور دى ، که د تاريخ پاڼې ولوستل شي نو د ملي احساساتو په راپارولو کې شاعرانو ډير بنيادي کردار اداء کړی دی ، دا ځکه چې شعر په ترنم او د موسيقۍ د اهنګونو سره ويل کيږي کوم چې په ذهن او زړه ډير زيات اثر کوي ، په دې لنډو وختونو کې د استاد ملنګ جان او استاد رحمت شاه سايل شعرونه د دې ښکاره مثالونه دي ، زه د شعر تر څنګ نثر هم ليکم چې ورکې زما افسانې ، په مختلفو موضوعاتو مضمونونه او په بيلا بيلو ورځپاڼو او مجلو کې کالمونه شامل دي.
پوښتنه:
ستاسې له اثارو نه څرګنديږي چې تاسې له ادبي هستونو سره ډيره مينه لرئ. ايا تاسې بهرني آثار او په ځانګړې توګه د بهرنيو شاعرانو شعرونه مو لوستلي دي که نه ؟ که مو لوستلي دي ، نو پر تاسې يې څه اغيز ښندلې دى؟
ځواب:
يقيناً چې زه شعر ليکم نو په زړه کې د هر شاعر د فکر ، د هغه د سوچ مکمل احترام لرم ، نثري کتابونه لولم او په خارجي ليکلوالو کې هاغه انګليسي شاعران په مينه لولم چې هغه د فطرت ښايستونوته لفظونه ورکوي لکه شيلي ، ويليم ، ورلړزورت ، ويلم بليک او ځينې نور ، د انګليسي شاعرانو سره سره زه د خپلې ژبې هاغه شاعران هم لولم چې په نورو هيوادونو کې ژوند کوي ، دا هر څۀ زما په فکر ډير ژور اثر کوي ځکه چې هر فن لپاره چې څوک هم تخليق کوي شاته يې يو درد ، يوه څړيکه موجوده وي کومه چې نيغ په نيغه زما ذهن او زما زړه ته رارسي.
 پوښتنه:
استاد ګل پا چا الفت صاحب وايي:
په هر ځاى کې په هر چا کې چې ښکلا وي
د يورپ ، د افريقې که د اسيا وي
د نظر خاوند په مينه ورته ګوري
مسلمان وي او که ګبر او ترسا وي
..........
او يا وايي:
ښکلى توب دى چې هر چا زړه پرې بايللې
چا په يو شان چا په بل شان دى ليدلې
بلبلان ورپسې ځي د باغ په لورې
پتنګانو اور ته ځان ورغورځولى
ستاسې پر آند ايا په شعر کې ښکلا شته او کنه ؟ او دا راته ووياست ، چې دا ښکلا څنګه پيدا شوه او د دې ښکلا اغيز څه دى؟
ځواب:
شعر په اصل کې د ښکلا ګانو انځور دى ، ځکه نو که چيرې د شعر نه ښکلا ووځي نو داسې ده لکه چې د بدن نه روح ووځي ، دا ښکلا هله پيدا شوه چې انسان سترګې وغړولې ، د فطرت په رنګونو يې نظر پريوتو ، د ښايست د پيژندنې احساس يې را ویښ شو ، يو شاعر د يو ارماني (مثالي) ژوند خوب ويني ، هغه په نفرتونو ، وحشتونو ، تشدد ، زور زياتي باور نه لري ، هغه په لمبو کې هم د ګلونو لټون کوي هم دغه د ښکلا د لټون احساس دى چې په شعر کې زور پيدا کوي او د خپل اوريدونکي او لوستونکي د زړه تارونه لړزوي.
 پوښتنه:
زمونږ د پښتو لرغونې ادب له حماسو نه ډک تاريخ لري. تاسې په پښتو ادبياتو او په ځانګړې توګه په شعر کې د دغو حماسو اغيز څه ډول ارزوئ؟
ځواب:
هو ، بيخي داسې ده ځکه چې پښتون چا هم ارامو کښيناستو ته ندې پريښې، تاسې د پرون خبره کوئ او زه دا ګڼم چې دا د نن ټولې پيښې د صبا حماسې  دي، چې کله په يو دور کښې شعر تخليق کيږي نو په څه نا څه ډول د خپل چار پيرچل نمايندګي کوي، د رحمن بابا پيژندګلوى د هغه د ژوند د حالاتو اندازه هم د دغه شعر څخه لګي چې وایي:
په سبب د ظالمانو حاکمانو
ګور او اور او پيښور درې واړه يو دي
نو زه دا ګڼم چې د ژوند هره پیښه ،پر شعرباندې اغیز ښندي. لامل يې دا دی چې شاعر د خپل چاپيریال خپلې ټولنې نمايندګي کوي، او جوته ده چې نماينده به هغه څه ليکي چې څه ويني.
 پوښتنه:
فلسفه ، تصوف او عرفان په شاعرۍ کې څرنګه څيړئ ؟ ستاسې په نظر په دغو درې برخو کې کوم شاعرانو خپل ذوق زيات ازمويلې دی او پاملرنه يې ورته کړې ده ؟
ځواب:
زما په خيال فلسفه او شعر د يو بل سره کوم تعلق نه لري ، که چیرې د فلسفې په ځاى د مفکورې تورې استعمال شي نو ښه به وي ځکه چې فلسفه چې په انګليسي کې ورته )Philosophy(
ويلې کيږي دا معنى لري چې يوه خبره يو شې په دليل سره ثابتول، ځينې خلک غني خان بابا ته ليونې فلسفي وايي، دا ترکيب بيخي غلط دى ځکه چې فلسفه او ليونتوب دواړه د يو بل پر ضد دي، لکه چې خلک د پل صراط خبره کوي ، دا ترکيب هم غلط دى ځکه چې پل فارسي ده او صراط عربي ده تر کومه حده چې د تصوف تعلق دى نو د ځان پيژندنې ترنګه د خپل خالق پيژندنه د نبي پيژندنه او دغه رنګ عرفان چې د تصوف سره ډير نږدیوالې لري د الله تعالى د پيژندنې سره تعلق لري ،  او حقه دا ده چې د نبي پيژندنه په اصل کې د خالق کائينات پيژندنه ده لکه چې خوشحال بابا ډيره سپينه کړې ده.
د خداى عرفان مې اوشو په عرفان د محمد
پاک دى محمد پاک دى سبحان د محمد
د فلسفې يا مفکورى ، تصوف او عرفان په اړه د پښتو شاعرۍ لمن ښه ډکه ده ، د بايزيد انصاري او اخوند درويزه نه را واخله ترحمزه بابا پورې کڼ مثالونه شته لکه عبدالرحمن بابا ، اخوند کريمداد ، اخوند قاسم ، حمزه شينوارى او نور ډير.
پوښتنه:
مهرباني وکړئ د لنډيو په اړه خپل معلومات راسره شريک کړئ . په ځينيو اسيايي هيوادونو کې فلکلوريک اشعار لکه هايکو او داسې نور ويل کيږي . تاسې د پښتو ادب د لنډيو په پرتله دغه ډول اشعار څه ډوي څيړئ؟
ځواب:
لنډۍ چې ورته ټپه او مصرعه هم ويل کيږي او پوهانو ورباندې ډيرې څيړنې کړي دي ، زما په خيال تر ټولو لرغونې صنف دى ، او د دې تر څنګ لنډۍ د هر چا ده ، که د هر چا په خوله راغلې ده او که د چا د په قلم لیکل شوې ده ، د پښتون قام شريک ميراث دى ، که مونږ يې د ټولې اسيا په فولکلور باندې نظر واچوو نو د لنډۍ مقابله کول ډير ګران دي پر دوو کرښو کې چې نهه او ديارلس سيلابه لري دومره لوى مضمون راټول شي چې پرې کتاب څه چې کتابونه ليکل کيدلاى شي لکه:
د حجرې ګوټ ورپسې ګورئ – ځما جانان به په شليدلي کټ کې وينه
ملامت يار مخې له راغې – له خپلو بدو شرميدو کوز يې کاتنه
اوس په دغه دوه ؤ لنډيو کې زمونږ غونډ کولتور پټ دى ، د دې تر څنګ ورکې څومره باريکه منظر نګاري ده ، بل کوم صنف خواه که هغه غزل وي او که نظم ، چاربيته وي او که سندره يا د نورو اسيايي هيوادونو کوم اصناف وي د لنډۍ مقابله نه شي کولاى.
پوښتنه:
په پښتو ادب کې د متلونو په برخه کې څه ليد لرئ. او پښتو متلونه د نورو ژبو د متلونو په پرتله څه ډول ارزوئ؟ ايا تاسې په خپلو شعرونو کې له متلونو څخه هم ګټه اخيستې ده او کنه ؟ که مو اخيستې ده نو اغيز يې پر خپلو شعرونو څه ډول څيړئ؟
ځواب:
متلونه د ډيرې تجربې ، مشاهدې نه وروسته مينځ ته راځي ، ځکه چې په وړه خبره کې لويه خبره کولې شي ، په پښتو کې ځاى په ځاى د دغه متلونو نه استفاده شوې ده ، او چې کله هم په شعر کې متل ځاى شوې دى نو د شعر وزن يې نور هم دروند کړې دی ، زه په شعر کې په مناسب ځاى کې د متل د استعمال قايل يم ، او په خپل دغه  غزل چې د نازيه اقبال نه علاوه استاد منګل او نورو ويلې دی.
دا وختونه بې لتانه نه تيريږي يه جانانه
کې دا متل چې وايي د بارانه تختيدمه د ناورې لاندې مې شپه شوه داسې ځاى کړى دى
د ناوې لاندې مې شپه شوه تختيدمه له بارانه:
دا هر چا ستايلې او خوښ کړې دی.
 پوښتنه:
شعر او موسيقي د هر ثقافت په ماڼۍ کې بنسټيزې ستنې دي ، او يو له بل سره تړاو لري. تاسې په دې اړه څۀ ليد لرئ ، او دا راته ووياست چې ستاسې شعرونه کومو سندرغاړو او هنرمندانو ويلي دي؟
ځواب:
زه خيال کوم چې موسيقي د شعر جامه ده ، تر څو چې کوم شعر د موسيقۍ په اهنګونو کې ځاى شوې نه وي تر هغه يې لفظونه مړه او ورک ورک وي ، تر دې وخته چې مونږ څومره شاعران پيژندلي دي هغه د موسيقۍ د اهنګونو په اساس ، که چيرته د دې شاعرانو د شعرونو سره د موسيقۍ مرسته نه واى نو چا به هم نه وى پيژندلې ، په بره خوا کې راډيو افغانستان او په کوزه خوا کې راډيو پاکستان، پيښور په دې اړه ډير بنيادي کردار اداء کړې دى ، نن که د حمزه شينواري بابا نوم دی نو د غزلو سره يې د رفيق شينواري موسيقۍ لوى لاس لرلې دى ، دغه رنګ ډاکټر محمد اعظم اعظم ، مراد شينوارى او غني خان نه تر کلاسيک شاعرانو لکه رحمان بابا ، او خوشحال بابا پورې ټول  عام ولس د هنرمندانو د اوازونو د موسيقۍ د اهنګونو په زور پيژندلي دي ، زه ځان په دې بختور ګڼم چې د دې دور تقريبا هر هنرمند زما شعرونه ويلي، ويلي کيږې چې شميره يې د اوه سوه څخه زياته ده. 
پوښتنه:
تر هغه ځايه چې زه خبر يم تاسې د کوزې پښتونخوا د راډيو او تلويزيون سره اړيکې لرئ او د پښتو هنرمندانو او سندرغاړو او د پښتو د دوديزې موسيقۍ د ودې، پرمختيا او پراختيا په اړه مو د ستاينې وړ خدمتونه تر سره کړي دي ، هيله ده له خپلو کارواييو مو خبر کړئ؟
ځواب:
زه د پښتو ژبې د پرمختګ او د پښتنو هنرمندانو د مرستې په ترڅ کې يوه شیبه هم له لاسه نه ورکوم ، دا په دې چې پښتو ژبه زما مور ده او زه په ځان د خپلې مور حقله هر څه زيات ګڼم هم د دغه فکر تر مخه مې يو شمير هنرمندان په خپل اولس پيژندلي دي چې ورکې نازيه اقبال ، خالد ملک ، وصال خيال ، او نور ډير شامل دي ، د موسيقۍ په استادانو کې ماسټر علي حيدر ، استاد نذير ګل ، استاد فرح زيب او استاد شاکر زيب په وړومبي ځل ما د کمپوزرانو په حيث متعارف کړي دي چې نن وخت د پښتو موسيقي په دنيا راج کوي.
پوښتنه:
پښتو غزل چې زمونږ د پښتو ادبياتو يو غوړيدلې ځيل او صنف دى ، کولاى شي چې د نورو ژبو سره په ځانګړې توګه هغه وخت چې د موسيقۍ پردو په ښکلي کمپوز کې زمزمه شي سيالي وکړي؟ تاسې د پښتو غزلو اصالت او دوديزې ځانګړتياوې په څه کې وينئ.
ځواب:
سره له دې چې غزل مونږ ته د فارسي نه راغلې لکه چې حميد بابا ويلي دي:
فارسيانو د حيرت ګوتې په خوله کړې
چې حميد سخن سازي کړه په پښتو کې
خو مونږ غزل پښتون کړو ، د موسيقۍ په پردو کې د غزل د ځاى کيدو اصل وجه دا ده چې د غزل ځمکه ، د غزل هيئت يو خوا د مضمون په لحاظ بيلابيل رنګونه لري او بل د داساني وجې له خوا دا زور لري چې ښه کمپوز شي.
 پوښتنه:
په يوه ټولنه کې چې د عقايدو او فرهنګ سانسور وي ستاسې په آند پر شاعر او ليکوال څه اغيز لري ، شاعر او ليکوال بايد د دې نيمګړتياوو سره څه ډول مبارزه وکړي؟
ځواب:
عقايد او فرهنګ په ټولنيز ژوند کې دواړه ډير مهم رول لري، يو شاعر او ليکوال نشې کولې چې د دوى د اثر څخه ځان وساتي ، په خصوصي توګه چې پښتانه په يومهال د خپل مذهب او خپلو عقايدو سره کلک تړون لري او همدارنګه په خپل فرهنګ هم مين دي ، زه خيال کوم چې د قلم خاوندانو دې هر څه ته په خپل خپل ځآى کې اهميت ورکړې ، څو د پښتون د اجتماعي فکر نمايندګي وکړي ، ځکه چې د فرهنګ پريښودل د پښتو پريښودل دي او د عقايدو پريښودل د مذهب نه لاس ورکول دي ، پښتانه له خپلو شاعرانو څخه دغه هيله لري چې نه سيخ وسوځي او نه کباب.
پوښتنه:
يو شمير شاعرانو او ليکوالو د خپلو څيړنيزو او نوښتګرو کارونو او فعاليتونو لپاره د بهرنيو ليکوالو اثار او شعرونه ژباړلي دي ، ستاسې پر اند د بهرنيو اثارو ژباړه او يا زمونږ د اثارو ژباړه په نورو ژبو کې د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره څه اغيز لري؟ او دا راته ووياست چې تاسې بهرني اثار ژباړلي او کنه؟
ځواب:
نن چې ټوله نړۍ په يو مرکز راغونډه شوې ده او د ګلوبل ويليج نه اوس د "ګلوبل هوم" تصور وده مومي نو په داسې حال کې ژباړنې ډير زيات ارزښت لري ، په پښتو کې که هر څو دغه رجحان کم دی خو د وخت غوښتنه دا ده چې په دې لاره کې نورفعاليتونه هم تر سره شي، ما له اوردو ژبې څخه ژباړنې کړي دي چې ورکې د کشمير د حالاتو په اړه ژباړنه ، اوښکې او لمبې د ذکر وړ دي.
پوښتنه:
يو شمير ادبي او فرهنګي سټې په دې عقيده دي ، چې د پښتو ژبې په سوچه کولو ، کره کولو ، علمي کولو او معياري کولو کې بايد ډيره زياته پاملرنه وشي . مهرباني وکړئ تاسې په دې اړه خپل ليد راته څرګند کړئ؟
ځواب:
دغه سوچ په خپل ځاى صحيح دى خو زه ګمان کوم چې د قومونو په دې روان اختلاط کې نه نسلونه سوچه پاتې کيدې شي او نه ژبه ، لکه چې د افغانستان په پښتو د فارسۍ او عربي ډير ژور اغیز دى پر مقابله کې يې د پاکستان پښتنو د انګليسي او اردو اغیز قبول کړى دى ، تر يو څه موده به دغه کار وکړې شي خو په مکمله توګه ګرانه ده او که څۀ کوښښ هم وکړې نو زه ګمان کوم چې د احساساتو او محسوساتو يو بل ته رسول به ګران څه چې ناممکن شي ، زما په فکر د ټولو پښتنو تر منځ يوه داسې لار پکار ده چې په اسانه د ټول قام نمايندګي وکړې شي.
پوښتنه:
په دې کې شک نشته چې ژبه د پوهولو او راپوهولو وسیله ده ، په لره او بره پښتونخوا کې پښتو ژبه بيلا بيل ګړدودونه (لهجې) لري ، تاسې په رسمي ، دولتي او ملي کچه د ژبې د معياري ليکدود او معياري ګړدود په سيستماتيکه او علمي بڼه رامنځته کيدل څه ډول ارزوئ؟
ځواب:
دغه مې ارزو ده لکه  دمخه مې چې عرض وکړو.
پوښتنه:
سربيره پر دې چې په لره او بره پښتونخوا کې يو شمير درنو او پاخه ليکوالو او شاعرانو پر ځينيو تقليدي شاعرانو خپلې څيړنې کړي دي خو بيا هم زمونږ په ټولنه کې يو شمير شاعران وينو ، چې د تقليد په پله روان دي تاسې د يو شاعر او ادبي شخصيت په توګه دا نيمګړتياوې څرنګه څيړئ ، او د دغو نيمګړتياوو په اړه ځوانو شاعرانو ته کوم وړانديزونه او لارښوونې لرئ؟
ځواب:
د چا تقليد کول ، د چا په لاره تګ بده خبره نده خو زما په خيال د تقليد قطعاً دا مطلب ګڼل نه دي پکار چې سړې دې خپل کوم سوچ خپل کوم فکر ونه لري ، البته که په لاشعوري توګه څوک د چا نه کوم څه شی واخلي نو دا بده خبره نه ده ، خو زه فکر کوم چې که څوک په پټو سترګو د کوم لوى ليکوال يا شاعر تقليد شروع کړي نو ځان به وبايلي ، ان که دغه تقليد د يوې مفکورې د خپرونې(خورونې) په خاطر وي نو بيا جواز لري لکه چې د پښتو په کلاسيک ادب کې د بايزيد انصاري د سبک يا مسلک خپله ډله ليکوال دي چې د وجوديت خپرونه (خورونه) يې کړې ده او د اخوند درويزه خپل پلويان وو چې د شهوديت په اړه يې ليکل کړي دي ، بلکې تر اوسه پوري دغه سلسله روانه ده  ، بيا هم زما په خيال کوشش دا پکار دى چې هر ليکوال او هر شاعر د ځان د پاره خپله لار وټاکي ، خپل انداز ولري ، دغه ځانګړتيا به هغه ته ژوند ورکړي ځکه چې د ګورې ونې لاندې واړه واړه بوټي کله هم وده نه شي کولې ، ځوان شاعران خو بايد دې ته ځانګړې پام وکړي خو دا انفراديت هلته کيدې شي چې ځوانان د مطالعې او مشاهدې اړخ ته پوره توجه وکړي.
پوښتنه:
زما پر آند دهرهنر، هنرمند د يوې ټولنې د خلکو په راويښولواو دملي احساساتو په راپارولو کې ډير عالي رول لري اوبايد دخپل هنر په وسيله دخپلې ټولنې اوخلکوپه خدمت کې وي، خوزموږ په لره او بره پښتونخوا کې يوشميرشاعران، ليکوال، هنرمندان، سندرغاړي او داسې نوربرخلاف دخپلو اصلي دندو عمل کړی دی اوکوي يې، دبيلګې په توګه يوشمير شاعران اوهنرمندان (مدح سرايي) کوي، شعر اوهنر يې په شعارونو تبديل شوی دی او دخپل حريف پرضديې حساسيت ښوودلی دی او يا يې ښيي.
مهرباني وکړی په دې اړه خپل ليد راته بيان کړی؟
ځواب:
زه له دې خبرې سره په کلکه همغږی یم چې د هرې ټولنې په راويښولو کې شاعر او هنرمند ډير مهم رول لري ، که چيرته مونږ په نړيوال کچ وګورو نو چرته چرته چې د ځان ګټنې دپاره پاڅون شوې دی ، د هغې تر شا د دغه قام د هنرمندانو او شاعرانو ډير مهم رول پاتې شوې دى ، زه ګمان کوم چې که چيرې د يوې ټولنې دغه حساسه ډله شخصيت پرستي شروع کړي نو دا بيا د يو قام بدمرغي ده ، په پښتنه ټولنه کې دغه رجحان د خانانو ، نوابانو په محفلونو کې تر اوسه شته ، او د ځینو مجبوریتونو پر اساس ځينې شاعران هم دغه مدحه سرايي کوي.
دغه رنګ د يو بل پر ضد ليکل څه د نن خبره نده ، که چيرته د تاريخ پاڼې واړولې شي نو ډير ډير کاله پخوا هم دغه رجحان ؤ، ان تر دې چې د پښتو لوى صوفي شاعرعبد الرحمن بابا هم داسې ويلي دي:
خوشحالا او دولتا مې غلامان دي
زه رحمن په پښتو ژبه عالمګير يم
د اولسي شاعري ډير ښکاره نوم او د شلمې پېړۍ ډير نوموړى شاعر علي حيدر جوشي خو خبره تر دې رسولې ده چې وایي:
د سيملا علي حيدر چې څو ژوندې وي
سر به نه پورته کوي نور شاعران
په نني دور کې اباسين يوسفزي هم دا خبره پدې انداز کړې ده:
که زما د شخصيت حدونه ګورې
زما فن زما د فکر ترجمان دى
دا هغه اشارې دي چې ورکې د انا پرستۍ عنصر واضحه ښکاري ، خو رحمن بابا بيا د ځان په تړاو دا خبره سپينه کړې ده او دا يې فرمايلي دي:
که ته ګل شوې هر بلل به د ثنا که
د خپل ځان صفت په خپله په کار نه دی
د يو بل پر ضد شعرونه ويل د اسلام نه وړاندې ډير زيات وه او  ان تر دې چې هغوى  به يو بل ته ډير سپک او پوچ نسبتونه هم کول چې ښې نمونې يې په سبع معلقات کې موجودې دي.
پوښتنه:
تاسې د هنراو ادبياتوپه تاريخ کې سياسي، اجتماعي، ادبي اوفرهنګي ژمندويۍ (ذمه وارۍ)، رسالتونه او مسووليتونه څرنګه څيړئ؟
ځواب:
هنر او ادب د هر دور او هر وخت د ټولنې په سياست او نورو اړخونو ژور اغیز لرلې. زه په دغه تناظر کې دا فکر کوم چې زمونږ پښتانه ليکوال بايد د وخت د نزاکتونو خيال وساتي او د خپل ليک په وسیله د خپل ولس په مکمله توګه نمايندګي وکړي، ځکه چې هم د دغه ليکونو نه د راتلونکي وخت څيړنکار  تاريخ پوهان ، سياست پوهان خپل خپل نظر اخلي ، د قلم کوم خاوندان چې د وخت په نبضونو ځان پوه نه کړي هغوى د هغه زمه وارو نه سرغړو نه کوي کوم چې د هغوى ملي او اجتماعي زمه واري ده.
پوښتنه:
په لره او بره پښتونخوا اوبهرکې په يو لړ راديويي او تلويزوني خپرونو کې ادبي اوفرهنګي پروګرامونه اوبرنامې خپريږي، د دغو خپرونوپه اړه ستاسې ليد د يو باتجربه کاره ادبي اوفرهنګي سټې په توګه، چې دراديو اوتلويزون سره تړاولری څه دی؟
ځواب:
زما په فکر د پښتو ادب او فرهنګ په ژوندي ساتلو کې اليکټرانيک ميډيا ډير مهم رول لرلې دى ، هم دغه راډيو او تلويزيون دى چې هغه ليکوالو ته يې موقع په لاس ورکړې ده ، چا چې په ټولنه کې د خپلو مجبوريو له امله د وړاندې تګ سوچ نه ؤ کړې ، که زه د پښتو ژبې په خصوصي توګه ذکر وکړم نو په پوره وثوق سره وايم چې که پیښور او کابل راډيو دغه رنګ د پيښور تلويزيون د خپلو شاعرانو روزنه نه وې کړې نو نن به هيچا  خاطر افريدې ، ناظر شينوارى، او  ان تر غني خان او حمزه بابا پورې چانه پيژندل ، دغه رنګ که په بره خوا کې  د  ملنګ جان استاد  غزلو ته اليکټرانيک ميډيا په خپلو پروګرامونو کې ځاى نه وې ورکړې نو چاته به هم دا پته نه وه چې ملنګ جان څوک وو ، ثبوت يې دا دى چې نن هم په زرګونو داسې شاعران ، ليکوالان ، هنرمندان د ميډيا د موقعو د نيشت والي په وجه پټ پراته دي ، چې  تخليق يې د ادب په هر تول پوره دى ، نو زه دا ګڼم چې دغه ادارې د ادب او فرهنګ په پرمختګ کې ډير ژور او مهم رول لري.
پوښتنه:
په لره او بره پښتونخوا او بهرکې يو شمير ادبي اوفرهنګي ټولنې جوړې شوې دي او همدارنګه ادبي ناستی او ادبي غونډې ترسره کيږي اود يوشمير اديبانو، ليکوالو اوشاعرانو کارونه او فعاليتونه څيړل کيږي. ستاسې پر آند دا کارونه او فعاليتونه د پښتو ادب د ودې او پرمختګ لپاره څه اغيز لري؟ او د دغو ټولنو د يووالي اودکارونو او فعاليتونود سمون اوخوځون په اړه څه وړانديزونه لری؟ آيا په دې اړه کومه هڅه هم شوی ده او که نه؟
ځواب:
زه فکر کوم چې د پښتو په نوم سياست هر چا کړې دی ، پښتو يې خوړلې ده خو د پښتو د پرمختګ لپاره یې هيڅ عملي ګام ندې پورته کړې ، په بره خوا کې د ظاهر شاه بابا څلويښت کاله ، د داؤد خان دوره او بيا د نورو چې پښتو ژبه ويل يې خپل سپکاوى ګڼلى دى دغه رنګ په کوزه خوا کې د پښتو ټول دعويداران چې په خپلو اولادونو انګليسي سبقونه وايي او په دې وياړي چې د هغوى اولادونه د خپلې ژبې زده کولو پر ځاى نورې ژبې ليکلې او لوستلى شي ، زه دا عقيده لرم چې صرف پښتو ويل هيڅ معنا نه لري ، د خپلې ژبې لوستل او ليکل ډير زيات مهم دي ، پښتو که چا ژوندې ساتلې ده ، بښتو که چا پښتو کړې ده ، هغه د دې ژبې بې وسه ليکواله طبقه ده ، هغه ادبي ټولنې دي چې د هر ډول وسايلو د نشت والي باوجود خپلې غونډې کوي  او له هر ډول ستونزو سره سره  د پښتو ژبې د پرمختګ لپاره عملي کار کوي.
زه د دې ټولنو د يووالي  پلوي نه يم ، ځکه چې د ليکوالو بيلا بيلې ډلې د يو بل پر مقابله کې خپل خپل فعاليتونه زياتوي ، البته دا عقيده لرم چې د ژبې د پرمختګ لپاره دې اجتماعي کار کوي ، ځکه چې منزل او مرام يې يو دى ، د لارو بدلون بده خبره نده البته د منزل بدلون بدې نتيجې رابرسيره کوي.
پوښتنه:
مهرباني وکړی دخپلو آثارو په اړه معلومات راکړی؟
ځواب:
زه خو ځان ته ليکوال نه شم ويلاى ، زه خو لکه د پرون نن هم يو ادنى طالب العلم يم ، بس دغه مې خواهش او ارزو ده چې د خپلې مورنۍ ژبې د پاره بغير د څه غرض نه يو څه کار وکړم تر اوسه مې دوه ويشت کتابونه په بيلا بيلو موضوعاتو لیکلي دي چې نومونه يې دا دي:
د محنت مېوه (د ماشومانو لپاره)، ګيلې (شعري ټولګه)، ويښ خوبونه (شعري ټولګه)، ستاپه نوم (شعري ټولګه)،راځئ چې بيا وخاندو (د منتخبو ټوکو ټکالو ټولګه)،ګلبانو او ظفر خان (ولسي قيصه)،اوښکې او لمبې (د کشمېر په هکله)، د احمددين طالب ديوان (د خصوصي مقدمي او اضافو سره)، ډالئ (د علی خان بابا او عبدالحمېد بابا د شاعري موازنه)، مشکڼي (شعري ټولګه)، ليونتوب (شعري ټولګه)، صل عليه واعليه (نعتيه ټولګه)چې دی نعتيه ټولګی ته د پاکستان جمهور رئيس له خوا په  (۱۹۹۱)ز کال کې جایزه (ايوارډ) ورکړل شوه، جلوي(نعتيه ټولګه)چې ورته په کال (۲۰۰۷)ز کال کې وزير اعظم له خوا جایزه (ايوارډ) ورکړل شوې ده.، ما هيرولي نه شی (شعري ټولکه)، ډاکتر کبير ستوری ژوند او مبارزه (د ارواښاد کبير ستوری د ليک او شخصيت په حواله د بيلابيلو ليکوالو د تاثراتو ټولګه)، ای ګمبد خضرا (نعتيه ټولکه)چې ورته د پاکستان وزير اعظم له خواپه (۲۰۱۰ )ز کال کې جایزه (ايوارډ) ورکړل شوه، ماته آئينه ( د افسانو ټولګه)چې نن سبا د خيبر تلويزيون په پرده د لنډو ډرامو په بڼه خپريږی ،فنکار نه مری (څيړنه) پدی څيړنه کې د تيرو هيرو اوازونو په نوم د پنځوسوسندرغاړو او فنکارانو ژوند ليکونه او حال احوال راټول شوی دی،« ځلنده ستوری» چې دسوات د ماما خيلو منظوم تاريخ دی، راز و نياز (نعتيه ټولګه)، ته به ما يادوی (شعری ټولګه)، وراني کرښي (شعري ټولګه)، خوبونه تعبيرونه (ديورپ سفرنامه) د ليک لاندی.
پوښتنه:
دلر او برو پښتنوليکوالو، اديبانواوشاعرانود ګډو هلوځلو او فرهنګي فعاليتونو په اړه مو ليد څه دی؟
ځواب:
خداى بخښلي اجمل بابا څه ښه خبره کړې ده :
د خيبر دره خو لار د تلو راتلو ده
په کابل او پيښور کې افغان يو دى
دا د يو نيکه اولاد ، د يو کولتور او يو فکر خاوندان يو. استعماري قوت په (۱۸۹۳ز) کال کې د يو بل نه په رسمي توګه بيل کړې دي خو له ذهني او فرهنګي پلوه يې بيليدل ګران دي ، که هر څو حالاتو د دواړو هيوادونو تر مينځه سياسي اختلافات رامنځته کړي وي ، نو انکار ترې نه شي کيدلاى خو لکه د پرون زمونږ تر منځ د شعر په دنيا کې د هر څه نه زيات خوشحال بابا او رحمن بابا شريک دي ، زمونږ تر منځ په فرهنګي دنيا کې استاد خيال محمد استاد شاه ولي ، نغمه ، ګلنار بيګم ، کشور سلطان ، قمرګله او نور با شميره داسې شريک دي لکه د يو کور غړي، نو زه خيال کوم چې پښتانه ليکوال چې سره کښيني جرګې مرکې کوي ، د يو بل سره ګډې ادبي هلې  ځلې کوي دوى د دواړو قامونو تر منځ د فاصلو نژدې کولو کې د سفيرانو حيثيت لرلې دی ، دا د اجتماعي جذبو ترجماني کوي زه خو دا خيال کوم چې دغه شريکي هلې ځلې دې لا پسې پياوړې  شي ، چې مونږ د وحدت هغه منزل ته زر ورسیږو کوم چې د وختونو په ګردونو کې تت تت ښکاري.
پوښتنه:
مهرباني وکړی دخپل ادبي اوفرهنګي ژوند خوږې او ترخې خاطرې را ته بيان کړئ؟
ځواب:
د ژوند هره ساه يوه نرۍ خاطره ده ، زه به درته کومه کومه بيان کړم ، چې د تيرو وختونو خاطرى رايادوم نو د زړه پرهرونه مې تازه کيږي ، دا به ښه وي چې شيخ فريده پټه خوله دې بهتري ده ، خفه رانه نه شې.
پوښتنه:
ستاسې پيغام د يو ليکوال اوشاعرپه توګه دلر او برپښتونخوا اوپه بهرکې ځوانو ليکوالو اوشاعرانوته څه دی؟
ځواب:
.......................زه ځان د پيغام جوګه نه ګڼم البته دغه مې وينا ده چې په تيرو وختونو کې عموماً او په دې تيرو کلونو کې خصوصاً د پښتنو د وجود د ختمولو لپاره استعماري قوتونو ټول ظلمونه ټولې دسيسې په کار راوستي دي ، زمونږ د کولتور زمونږ د رواياتو د ختمولو په ضد خارجي قوتونه شپه ورځ پلانونه تياروي ، پداسې حال کې د هر پښتون ليکوال دا (ذمه واري) ده چې د رومانتیکو  نزاکتونو له سرګندونې سره د فطرت د ښکلاګانو له نغمو سره د خپل اولس ساندې هم راونغاړي او نن چې د پښتنې خاورې ټول وجود پرهر پرهر پروت دى ، د دغې پرهرونو د ټکورولو او خپل زوريدلي ولس ته د تسلي ورکولو دنده دې هم سرته ورسوي.
زه خو چې کله د اجمل بابا د خولې دا لنډې رايادوم:
څانګه به نن سبا کې ګل شي
ما يې په سر کې سرې غوټۍ ليدني دينه
نو په راتلونکي وخت کې د اميد رڼا وينم خو کله چې د نن حالاتو ته ګورم او د خپل ناپوهه فکر په تله د دغه پرهرونو تول کوم نو په ذهن مې مايوسي راخوريږي خو د اجمل بابا او نورو اتلانو د فکرونو په رڼا کښې د اميد بڅري لټوم.
زما خپلو پښتنو ليکوالو ته هم دغه وينا ده چې د قام درد خپل درد وګڼي او د دغو دردونو هره څړيکه په څه نا څه ډول په خپلو شعرونو او ليکنو کې ځاى په ځای کړي.
پوښتنه:
تاسې ديوشاعراو ليکوال په توګه  دپشتونخوا اوسنی سياسي، تاريخي اوکړکيچن حالات څرنګه څيړئ،  اونوروشاعرانو او ليکوالوته په دې اړه څه وړانديزونه لرئ؟
ځواب:
لکه چې دمخه مې وويل ، نن زمونږ تاريخ له ډير کړکيچن دور نه تريږي ، څومره پښتانه مشران ، ځوانان ، ملکان ، هنرمندان ، پيغلې ،  ماشومان ، چې په دې تيرو څو کالونو کې ووژل شول ، دومره به په انساني تاريخ کې د چا سره تیرې هم نه وي شوي ، د يوې څيړنې مطابق دومره چاودنې په فلسطين کې تر اوسه پورې ندي شوي ، په عراق يا نورو کومو هيوادونو کې نه دي شوي. زمونږ، نه کور محفوظ دى او نه جومات چې بنيادي علت يې هماغه پاليسيانې دي چې د نورو په اشارو جوړيږي ، دغه پاليسيانې د مذهب او رواياتو پر ضد دي اودا جوته ده چې د داسې پاليسيانو پایلې (نتيجې) مثبتې  نشي راوتلاى ، پښتون ليکوال بايد د پښتون مسلمان په صفت په دې هر څه نظر ولري او داسې ادب تخليق کړي چې راتلونکى څيړننکار ترې د حقايقو پته ولګولاې شي.
ليکوال دې دقلم په سوچه ژبه
د وختونو هرې ساه له ژبه ورکړي
ګرانه وروره لایق زاده صاحب! له تاسو څخه ډیره مننه، چې زما پوښتنو ته مو پوره او کره ځوابونه راکړل.
زه هم له تاسو څخه ډیره ډیره مننه کوم.
په ډیر درنښت او ادبي مینه: انجنیرعبدالقادرمسعود

 

اساسي برخه: مركې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1538

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1499

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1701

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2202

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6454

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…