د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

قانون لمانځل نه؛ بلکه پلي کول غواړي

b_150_100_16777215_00_images_khoshal-asefi.jpg

 

له نن څخه ۱۲ کاله وړاندې د ۱۳۸۲ لمریز کال د لیندۍ له ۲۲ مې د مرغومې تر ۱۴ نېټې؛ د هېواد اساسي قانون جوړ، د لویې جرګې له خوا تصویب او د وخت د ولسمشر د ۱۰۳ ګڼه فرمان له مخې توشېح او نافذ شو. د افغانستان اساسي قانون د نړۍ د غوره قوانينو په منځ کې هغه قانون دی چې د اسلام د مبارک دين د ارشاداتو په رڼا او افغاني دود او کلتور ته په کتو جوړ شوی دی. که په ريښتينې معنا پلی او عملي شي نو اوسنيو ټولو ناخوالو او ننګونو ته به د پای ټکی کيښودل شي.
د اساسي قانون پلي کول، منل، ساتل پر حکومت او دولت سربېره، د افغانستان د ټولو خلکو حق او مسولیت دی. خو له بده مرغه دلته په افغانستان کې د دغې قانون له جوړيدو تر ننه په ځانګړي توګه د ملي وحدت حکومت په يو کلنه دوره کې ډیر تر پښو لاندې شوی دی. د ملي يووالي حکومت د جوړيدو له لومړۍ ورځې تر ننه؛ پخپله د چارواکو له لوري د اساسي قانون پښتۍ ماتې شوي دي. پخپله ولسمشر غني د ګډ حکومت په لومړۍ ورځ اساسي قانون د خپل ټاکنيز سيال عبدالله سره د سياسي هوکړې له مخې؛ د يو بهرني دريمګړي په خوښه؛ د سياسي هوکړې او معاملې قرباني کړ. په لومړۍ ورځ يي د اجرايه رياست غير قانوني پوسټ رامنځه او عبدالله عبدالله یي اجرايه رييس اعلان کړ. بيا وروسته د ولسمشر واکونو او صلاحيتونو تر څنګ د حکومتي نظام څوکۍ هم پنځوس پنځوس وويشل شوې. او بيا د ټاکنيز نظام د اصلاح په موخه د غني او عبدالله تر منځ د سياسي هوکړې له مخې د ټاکنيزو کميسيونونو د اصلاح بل غير قانوني کميسيون جوړ شو او همداشان د ملي شورا کاري موده په غير قانوني توګه وغځول شوه چې له هغې وروسته تر ننه دا د اساسي قانون د نقض لرۍ روانه ده.
د اساسي قانون د حکومونو له مخې؛ درې مراجع د اساسي قانون د پلي کيدو لپاره شتون لري. 
لومړی : پخپله د اساسي قانون ۶۴ مه ماده؛ د اساسي قانون څخه ساتنه او پلي کول؛ د ولسمشر پورې تړي.
دويم : د اساسي قانون ۱۲۱ مه ماده بيا د اساسي قانو څيړنه او ارزونه د سترې محکمې صلاحيت بولي. په ياده ماده کې راځي: لـــه اساسي قـــانون سـره د قوانينو، تقنيني فرمـانونو، بـين الدول معاهـدو او بين المللي ميثاقونو د مطابقت څيړل، د حكومت يا محاكمو پــــه غوښتنه او د هغــو تفسير د قانون له حكمونو سره سم د ســترې محكمې صلاحيت دى.
دريم : د اساسي قانون ۱۵۷ مه ماده بيا د اساسي قانون پر پلي کيدو د څار کميسيون ته د قانون د پلي کيدو صلاحيت ورکړی دی. ياده ماده حکم کوي: د اساسي قــانون پــر تطبيـق د څارنې خپلــواك كمېســيون د قــانون له حكم سره سم تشکيليږي. ددې كمېسـيـون غړي د جمهـور رئــيس لــه خــوا د ولسي جرگى پــه تـائـيـد ټاکل کيږي.
اوس که تير ته په ځانګړي ډول د ګډ حکومت څه د پاسه يو کلنې دورې ته وګورو د اساسي قانون  څخه سړغړوونکي په خپله دولتي چارواکي دي چې د خپلو شخصي ګټو لپاره يي قانون تر پښو لاندې کړی دی او لا هم دا لړۍ دوام لري. اصلاً  په هېواد کې د روان اداري فساد، ناامنۍ ، په راتلونکې بې باورۍ، له هيواده د کاري ځواک تيښتې، او د هيواد د کمزوري کورني او بهرني سياست سربیره د ګڼو نورو ناخوالو لوی او اصلي لامل د قانون نه پلي کیدل دي. په داسې حال کې چې د اساسي قانون د شپږمې مادې له مخې: " دولت د انساني کرامت په ساتلو، بشري حقونو د ملاتړ، د دموکراسۍ د تحقق، ملي وحدت د تامین، د ټولو قومونو او قبایلو ترمنځ د برابرۍ او د هېواد په ټولو سیمو کې د متوازنې پراختیا او ټولنیز عدالت پر بنسټ د یوې هوسا او پرمختللې ټولنې په جوړولو مکلف دی؛ خو له بده مرغه چې تر ډيره دغه د قانون تر پښو لاندې کول پخپله د دولتي چارواکو له لوري ترسره شوي دي. خو پوښتنه دا ده چې څه بايد وشي څو هيواد له روان ناڅرګند برخليک څخه وژغورل شي؟
که څه هم د افغانستان اوسنی حکومتي نظام له ګڼو نيمګړتياوو سره لاس و ګريوان دی خو که د افغان دولت له لوري چې په راس کې يي ولسمشر او اجرايوي رييس قرار لري؛ اساسي قانون ته درناوی وشي او د هر رنګه سياسي، امنيتي، اقتصادي او ډيپلوماټيک فشار په مقابل کې اساسي قانون ته مراجعه وشي نو ستونزې به ډیرې کمې شي. که پخپله د هيواد ټول چارواکي اساسي قاونون ته ځانونه ژمن وبولي او قانون ځانته تابع نه کړي نو ليرې نه ده چې له اوسنيو بدبختيو به خلاصون ومومو. که د اساسي قانون د پلي کولو او څار دريواړه مراجع؛ (ولسمشر، ستره محکمه او د اساسي قانون پر پلي کيدو د څار کميسيون) په رښتونې معنا ځان قانون ته ژمن وبولي نو په ډاډ سره ويلی شم چې په نيږدې راتلونکي کې به ولس د راحت او ارامۍ ساه واخلي. قانون بايد د ټولنې پر هر فرد، ګوند او ټولنې يو شان پلی شي څو هيواد له روان ناڅرګند برخليکه وژغورل شي.
لیکنه : خوشحال آصفي 
 
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1350

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1334

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1489

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2015

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6236

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…