د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

داعلحضرت امان الله خان سپکاوی دافغان ولس اوددوي دافتخاراتو سپکاوی دی !

b_150_100_16777215_00_images_stories_01_habibullah-ghamkhor.jpg

 

درنو هيوادوالو! پدې شپو او ورځوکي دافغان ولس منلی اوتاریخي شخصيت دافغانستان دخپلواکۍ ترلاسه کونکی اوساتونکی،چې افغان ولس ته يومنلی اوملی شخصيت په توگه ارزښت لري ديوه معين
پلان له مخې يوځل د يوې افغان دښمنې ځېرې لطيف پدرام دادی اوس ديوه بهرنی روزل سوی اجنټ دملاعبدالصبور په نوم يوځل بيا دانگرېزي روزل سوو ملايانو په توگه ددې پاک اوسپېڅلي مسلمان اوپر خپل هيواد مين ښصيت پرخلاف دکفر په تورتهمتونه خپرېږي . تاريخ شاهد دی پداسی هيوادونوکي لکه افغانستان دافغان ولس دتاريخ اوتاريخی وياړنو پرخلاف دملاپه جامه کي دخپل روزل سوی اجنټ پوسيله داډول تبليغات کوي . ما نن شپه دخورزشيد په نوم دخط کابل په نوم يوه پروگرام کښي ددې لعين او ورسره يوه بل اجنټ چې لهجه یې دشمالی ټلوالی نوکرانوته ورته وه دوې دقيقې خبری واورېدی .له ورايه پرې پوه سوم چې دايوپلان سوی تبليغ دی .اوداهم تصادفی نده چې پدې حساس وخت کي داډول تبلیغ دملا په جامه کښي دهغه پاچاپرخلاف چې دافغان ولس په زړونوکي سترځاي لري پيل سوي . زه ئې ريښه په ايران کي وينم اوپدې پوهېږم چې ولي او دکومو موخولپاره ددغو کسانو پوسيله چې په داخل کښي هم شاته ولاړه ډله لري داتبليغ پيلږې . خولکه هربل ملت اوملی يووالی ته ژمن هيوادوال دلته دقلم په ژبه هغوټکوته اشاره نسم کولاي ، نه غواړم چې زموږ دولس دښمنان نورهم خپلو موخوته ورسېږي.
دولتی اړونده چارواکي بايد دپردو اجنټانو ددې ډول تبلیغ مخه دقانونی مسوليت له مخې ونيسي .
دومره وايم چې اعلحضرت امان الله خان يومسلمان پاچاوو،اسلاميت اوافغانيت ته ترهمدې ملا اوددې ملا تربادار وفادر وو .ځکه خویې دافغانستان دخپلواکۍ داعلان لمړۍ اوپاچاهی دمسوليت منلو دمراسم دکابل ښار دعيدگاه یه جامع جومات کې ترسره اوله همدې مقدس ځاي نه یې دافغان ولس په يوه لویه غونډه کي ترنړيوالو دخپل هيواد دخپلواکۍ داعلان ږغ ورساوه . که یې اسلاميت ته درناوی نه درلوداي داعلان به یې دارگ په دلکشاه ماڼۍ کښي کړی واي .
وياړ پدې پر خپلواکی اوملي حاکميت مين ولس !
وياړپه افغان غيرتی بچی غازي امان الله خان !
وياړپه هغوټولوچي دغازی امان الله خان وشاته ودرېدل اودسر په قربانی ئې دافغانستان خپلواکي وگټل .
په ۲۰۱۴ کال دخپلواکۍ دبيا ترلاسه کولوياد دي ابدی وي ترسرليک لاندي زما دليکنې نه څوټکی را اخلم :
د ۱۹۱۹ کال دآزادۍ دتر لاسه کولو جگړه چي دافغان ولس دبې ساري قربانيواوشهامت په پايله کښي بريالی پاي ته ورسېده اودابد لپاره پر افغانستان باندي دبهرني استعماري زبرځواک سلطې ته دافغان ميړني ولس دستر او غښتلي بچي اعلحضرت امان الله خان تر مشری لاندي دپاي ټکۍ کښيښول سو.
دامير حبيب الله خان تر مرگ وروسته د۱۲۹۶ ل کال دحوت په نهم دکابل دښار د عيدگاه په لوي جامع جومات کي جوړي شوي لويي غونډي په طرځ کښي دځانگړو مراسموپه ترسره کولوسره دځوان دامان الله خان پر سر ده پاچاهۍ تاج کښيښودل شو اوله همدغي نيټې نه هغه دافغانستان پاچا اعلان شو .
دافغان دې وياړلې بچی امان الله خان پخپله لمړنۍ ويناکې داتاريخي اونه هېروېدونکي خبري وکړې ،هغه وويل :
اول : زه دافغانستان ټولو خلکو ته دا اعلان کوم چي ما داتاج دافغانستان دداخلي او بهرنۍ آزادۍ په خاطر پر خپل سر کښېښود،زماغوښتنه ستاسو شريفو او پر آزادۍ مينو خلکو نه داده چې تاسو پدي لار کي زما ملاوتړۍ او زما سره مرسته وکړۍ .
دوهم :زه به هرومرو دخپل پلار قاتلا ن پيداکوم .
دريم : دافغانستان په اوسني شاته پاته ټولنيز او اقتصادي نظام کښي به نوي اومثبت تغيرات راځي .
امان الله خان دانگريزانو پر خلاف دکابل دښار اوسيدونکو اونوروافغانانو ته دانگريزانو دشومو اهدافو په هکله چي غواړي زموږ پاکه خاوره ترخپلي استعماري سلطې لاندي وساتي په وار وار تاريخي ويناوي کړي او افغان ولس يې دانگريزانو پرخلاف دخپلواکۍ دتر لاسه کولو په خاطر ملي مبارزې ته رابللۍ دئ .
هغه دکابل دښاريانو پدې لويه غونډه کي دا وينا چي اوس دهرافغان پر ژبه ده ،چې (( زه ځان او خپل هيواد په کوردننه اوبهرکښي آزاد او خپلواک اعلا نوم . پسله دېنه موږ دنړۍ دنورو هيوادونو پشان يو آزاد او خپلواک هيواد يو؛ هيچاته به په هيڅ ډول دا حق اواجازه ورنکړو چي زموږ په کورنيو او بهرنيو چاروکي لاس وهني او مداخلې ته زړه ښه کړي ؛او که څوک ځان ته دا جرات ورکړي سر به يې پدغه توره ورپرې کړم ،اوخپله توره يې له تېکي راويستل ، مخ يې د انگليسانو سفيرته چي پدغه غونډه کي ناست وو، واړاوه او ځيني ويې پوښتل : پوه شوې چي ما څه وويل ؟ هغه په ډيره وارخطايي سره وويل: بلې صاحب ! پوه شوم .))
داوه هغه وينا چي دافغان ولس دغيرت وينه يې نوره هم پر جوش راوستل دهيواد لوي او واړه ، ښځي او نر، ټول له يوه سره په زاياته ميړانه او صداقت دپر وطن اوخپلواکۍ مين افغان پاچاشاه امان الله خان شاته ودريدل
حبيب الله غمخور د۲۰۱۴ ز کال داگست ۱۸
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1063

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1065

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1188

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 1676

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 5878

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…