د ښكلا د څښتن ستر رب په نامه چې ښكلا ته يې د ښكلا په وركولو خپل لويښت او ښايست ثبوت كړى دى.                                                                            د خوست ويب پاڼې ته په خيرراغلي!                             ويښ يو بيدار يو څه ويده خو نه يو             جزبې لرو په ژوندون كې  څه مړه خو نه يو

د سیاسی لوبو یوه تماشا

b_150_100_16777215_00_images_khost-web_hand_writer.png

 

 
 
د ۱۳۵۸ کال د مرغومي شپږمه د هیواد په معاصر تاریخ کي یوه تر ټولو ناوړه نېټه ده چي ورڅخه پیل شوې غمیزه دادي څلورو لسیزو ته نژدې کیږي . ددغي توري ورځي په اړه ډیري لیکني شوي چي په ترڅ کي یې بیلابیل اړخونه څیړل شویدي . زما خپل قلم هم تر خپله وسه په اړوندو مناسبتونو کي ددغي ورځي څخه را پیل شوي غمیزي او پخپله د یرغل انګیزې ته پام اړولی دی . ځکه نو دلته د کلیشه اي مقدمو څخه تیریږم ، خو یوازي دومره یادوونه اړینه بولم چی د شوروي اوولس د نسبي خواخوږیو سره سره د کرملین عاقبت نه سنجونکو سیاسی داړه مارانو د ثور د اوښتون د لومړیو ورځو څخه دا چي په واک کي ددوي د کارملي ارجمندانو ونډه د کرملین د غوښتنو او توقع په کچه نه وه ، نو یې د خلقي واکمنۍ په وړاندي خنډونه جوړل . پدې لاندي څو کرښو کي غواړم د هغو سیاسی لوبو د تماشا یوه خاطره لوستونکو ته وړاندي کړم چي د یوې خوا می خپل د سترګو لیدلی حال دی او له بلي خوا د هغو سیاسی معادلو یوه څنډه په ګوته کوي چي د ۱۳۵۷ ( ۱۹۷۸ز ) کال د ثور د اوومي نیټې تر اوښتون وروسته د افغاني ارګ او د شوروي کرملین تر منځ روانه وه .
د نوموړي اوښتون پر مهال زه د کابل پولي تخنیک انستیتوت د استاد په توګه د مسکو په دولتي پوهنتون کي د ډاکترۍ پر ډګرۍ باندي په څیړنو لګیا وم . په همدي کال کابل ته د راتلو سره سم ، د کانو او صنایعو په وزارت کي د کانو او جیولوجی سروي د لوي رئیس په دنده و ګمارل شوم .
د ۱۹۷۸ کال منۍ رارسیدلی وو . د شوروی اتحاد د جیولوجی وزیر کازلوفسکی د افغانستان د کانو او صنایعو د وزیر محمد اسماعیل دانش په بلنه کابل ته په یوه رسمی سفر راغی . دا لومړی شوروي وزیر وو چي د ثور تر اوښتون وروسته په رسمي سفر راغلی وو . د سفر د پروګرام په رسمي برخه کي د عینک و مسو د کان او په شبرغان کي د نفتو او ګازو د کانونو لیدل هم شامل وه . ده پخپله د وزارت د لوړ پوړو چارواکو په بدرګه د عینک معدن وکوت او د افغان سیال سره یی پر اړوندو چارو خبری وکړی . شبرغان ته یی هم سفر وکړ چی د جوزجان والی محمد بشیر بشریار یی د میلمه پالنی په دود دروند هرکلی وکړ . هلته یی د ګازو کانونه هم ولیدل اوشوروی ماهرانو ته یی اړینی لارښودنی وکړی . دسفر په پای کی یی دافغان خارجی چارو وزیر حفیظ الله امین سره ملاقات په پام کی نیول شوی وو . دملاقات پر وخت زه هم د دندی له مخی د کازلوفسکی سره هلته ولاړم . کازلوفسکی دافغانستان د کانو دنقشی پروف چی تر دې مهاله یې لا د چاپ کارونه بشپړ شوی نه وه ، له څانه سره راوړی و . ده نقشه را خلاصه کړه او حفیظ الله امین ته یی دهغو کانو په هکله معلومات ورکړ چی دشوروی ماهرانو په مرسته کشف شوی اویا یی دلټون هلی ځلی روانی وی . تر ټولو زیات دعینک دکان په اړه و ږغیدی او ویی ویل چی دا د نړی د څو لویو کانو له ډلی څخه دی ، دافغانی او شوروی متخصیصانو دګډو هلو ځلو یوه ډیره ستره لاسته راوړنه او د دوستی یوه ښکلی بیلګه یادیدلای شی . دد ی معدن د راسپړلو او استخراج په موخه د دوولسو زرو اوسیدونکو دپاره یو ښارګۍ په پام نیول شوی او نژدی لس زره کارګران به پرمعدن باندی کار وکړی . ددغه معدن او د ګازو څخه ترلاسه شوی پیسی به د افغان پرګنو او زیارکښانو د ژوند په سوکالۍ کی لوی رول ولوبوی . او داسی نور یی ډیر څه یاد کړه .
حفیظ الله امین په ځیر سره دده خبرو ته غوږ نیولی وو او سره لدی چی د ژبی او بیان لوړ فصاحت یی درلو ، خو داچی یو زیږ پښتون وو ، تل یی سپینی خبری کولی او په خبرو کی یی د دیپلوماسۍ نه ډیرکار نه اخیست . ده شوروی وزیر ته وویل چی ددی معدن په هکله دداود خان د وخت راهیسی د کشف نه وروسته تر دا اوسه پوری په افغانی رسنیو کی ډیری لیکنی شوی چی ما ټولی په دقت سره لوستی دی او د دانش صاحب ( د کانو او صنایعو وزیر ) نه هم پدی باره کی منظم راپورونه غواړم . د عینک په هکله ستاسی په دغو ټولو خبرو کی زما څه نوی شی تر غوږ نشو او دهغه څه هیله چی می درلوده تاسی خو بیخی یاده هم نکړه . هغه و پوښتل چی تاسی ملګری امین دکومی خبری انتظار درلود ؟ امین : زه غواړم پدی پوه شم چی د استخراج کارونه به کله پیل شی؟ کازلوفسکی : ښایی لس دوولس کاله وروسته دی پړاو ته ورسیږو . امین : موږ یو متل لرو چی بزک بزک نه مر که جو لغمان میرسه . کازلوفسکی : ملګری امین دا یوه ډیره ستره پروژه ده او ډیری پانګونی ته اړتیا لری ، افغانستان یی پخپله تمویلولای نشی او شوروی اتحاد په نظر کی لری چی پړاو په پړاو یی ترسره کړی . په یوه ځل دومره پانګه ورباندی لګول موږ ته هم سخته ده . امین : راشی سپینی خبری وکړو ، زموږ ځوانان دبیکاری د لاسه دکار موندلو په تمه ایران او پاکستان ته ځی ، هلته یا په مخدره موادو یا اخلاقی فساد اخته کیږی اویاهم د ساواک او ای اس ای لخوا ور نه جاسوسان جوړیږی . که تاسی ددی پروژی تمویلول پرغاړه اخیستلای نشی نو بی پردی راته پوست کنده ووایاست چی بیا موږ د نړۍ د نورو هیوادو نه مرسته وغواړو او پانګه وال یی راوبولو ، مسو ته اوس ټوله نړۍ اړتیالری اوهغوی به دا بلنه په ډیره مینه ومنی . ددی خبری په ارویدو سره د شوروی وزیر شونډان لکه د ستړي اوښ غوندي و ځړیدل ، رنګ یی تک ژړ او تندۍ یی له ګونځو ډک شو . دا ځکه دی پدې ښه پوهیدی چی دا کان د شورویانو په په مالي او تخنیکي مرسته کشف او اکتشافي کارونه یې پر مخ تللي دي ، بیا نو څنګه کیدلای شی د شوروي پلوه حاکمیت په وخت کی داسی یوه خبره منځته راشي چي د نورو هیوادونو پانګه وال ورته را وبلل شی . حفیظ الله امین چي یو ازاد خیالي چارواکی وو او ځان په تعبدي ډول په چا پوري تړلی نه باله ، خپل د زړه خبره یې سپینه او په ډاګ پیئیلی وکړه . کازلوفسکي چي د دیپلوماتیکی ژبی سره ښه بلد وو ، څو شیبی پټه خوله پاته او بیا یی وویل : ملګری امین ! ستاسی ددی سوال دجواب صلاحیت زماسره نشته خو زه به ستاسی دا فرموده و خپلو مشرانو ته په کرملین کي ورسوم . پدی توګه ملاقات په یوه ترینګلی فضا کی پای ته ورسیده او یو له بله سره یی په سړه لهجه خدای په امانی وکړه . سبا ته د جمهور ریئس نورمحمد تره کی سره د لیدلو نوبت وو . هلته هم کازلوفسکی نقشه خلاصه او ټولی هم هغه خبری یی تکرار کړی . تره کی نرمی نرمی ، شمیرلی او ارامي خبری کولی او په هره جمله کی یی دیپلوماتیکه ژبه کارول . ده په اخیره کی په ارامه لهجه و پوښتل : تاسی څه فکر کوی چی د عینک استخراج به کله پیل کړو ؟ کازلوفسکی په ډیری رندۍ سره هڅه وکړه چی د حفیظ الله امین د یادونی په اړه د نورمحمد تره کی نظر هم معلوم کړی ، نویی په خندا کی ګویا د ټوکو په توګه وویل : ملګری امین هم پرون د ملاقات پروخت پدی هکله ډیرټینګار کاوه او حتی یاده یی کړه چی که شوروی ملګری نشی کولای نو کیدلای شی د نورو هیوادونو څخه پانګه وال ورته را وبلل شي . تره کی یی خبره په نرمه او دیپلوماتیکه ژبه ورغبرګه کړه او ویی ویل : ملګری امین ته زموږ اقتصادی ستونزی ډیري ښه معلومی او دحل د لارو چارو لټول یی دده له دندو نه ګڼل کیږی ، د شوروی چارواکو څخه هم زموږ اقتصادی ستونزی پټی پاتی ندی او په ټول ستونزو مو خبر دی ځکه نو زموږ هیله داده چی دوستان مو لږ نوره پاملرنه هم ورته وکړی . که دا کار له یوی ورځی نه بلی ته و ځنډوو ، خلګ به را څخه نا امیده شی . کازلوفسکی پدی پوه شو چی د امین او تره کی خبره یوه ده خو توپیر یې یوازي پدې کي دی چي امین په پښتني ږیږوالي سره سپیني خبري وکړي مګر تره کي هم هغه خبري په نرمه او دیپلوماتیکه ژبه باندي وکړې . کازلوفسکي ته سره لدی چی د تره کي لخوا د امین د خبرو تائید هیڅ خوند ورنکړ ، خو شونډانو یی ساختګی موسکلا پری نښوده او د تندۍ کونځو یی هم له احتیاط نه کار واخیست . پای
 
اساسي برخه: بېلابېلې ليکنې

د خوست ویب پاڼې سندریزې برخې ته ښه راغلاست

خوست ویبپاڼه په فيسبوک کې خوښ يې کړئ

اسلام او مذهب

اسلام اودښځو حقوق !

by عبدالصمد .بهير

د إمام سرخسي ژوند

by ژباړن: سيف الإِسلام إِسلامي

لنډې کېسې

د انسان د ژوند کیسه ؟

by ذ بیح الله شریفې
یو نفر په زنګله کې رووان وو چی یو ناساپه زمري ورپسی مڼډی وهلی خو دا نفر مخکی وو او زمری شاته دواړو مڼډی وهلی هم داسی په…

غبرګون / لنډه کیسه

by خوشال کونړي مزاروال
د خوشال کونړي مزاروال لیکنه جوار څڼه بمبل دي. د جومې(جمعې) شپه ده. بختوره په کور کې د ناچارې ورځې یوازې پاتې ده. مور یې…

خبرتیاوي ,غونډي او پيغامونه

فروري 19, 2016 1654

په بلجیم کې د مشاعرې خبرتیا!

by jawed ahmadzai
فروري 19, 2016 1603

دفاتحې خبرتیا !

by jawed ahmadzai

میړاني دي چې یادیږي

فروري 19, 2016 1820

مرحوم ډاکټر عبدالوکیل‏

by Shah Hussain Khuramzai
میړنی دی چی یادیږی. په افغانستان کی داسی یو واقعی خدمتګار چی ساری به یی نه وی او د ملک هر وګړی او هری کورنی ته یی تر…

دخوست کتابتون

د شعرونو برخه کې نوي او تازه شوي شعرونه

فروري 19, 2016

د پرګنو ژبې

by سمیع الدین افغاني
فروري 19, 2016

د ژوند بهیر

by سمیع الدین افغاني
فروري 09, 2016

تسلي

by ارواښاد غني خان با با
فروري 09, 2016

ژوند خو تله دي

by ارواښاد غني خان با با

راپـورونـه او مـرکې

نومبر 30, 2015 2343

دښاغلي سميع الدين افغاني سره ادبي مرکه / دمرکې لمړ ۍ برخه.

by سميع الدين افغاني
زرلښت ډاډکام-کله اوڅنګه مو په شاعري پيل وکړکه لمړنی شعرمو په يادوي هغه هم مونږ سره شريک کړئ سميع الدين افغاني : ما له…

تاریخ څه وایی

مئي 19, 2013 6582

پښتانه د ولس پیژندني له نظره

by د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري
(د ارواښاد ډاکتر کبیر ستوري له ناچاپه لیکنو څخه) د لیکلو نیټه: فبروري ۱۹۷۳ پښتانه په افغانستان کښې تر ټولو ستره ولسي…